لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵)
(الف) ایا فضایي ژوند امکان لري؟ (دوام)
(۲) د فضایي ژوند د نه شتون پلویان: یو شمېر لوېدیځ پوهان او د فضايي څېړنو بنسټونه، فضایي ژوند او د فضايي موجوداتو شتون ردوي؛ دوی فضایي ژوند د افسانو او ځینو خیالپالو انسانانو د تصورو پایله ګڼي.
د نړۍ تر ټولو معتبرو علمي سرچینو، لکه «نېچر ژورنال» او «ساینټیفیک امریکن» علمي وېبسایټ [۱] په خپلو مقالو کې ادعا کړې، چې د ژوند منشا او رامنځته کېدل خورا سخت او پېچلی بهیر دی او آن احتمال شته چې په ټولو کایناتو کې یوازې د ځمکې سیاره د ژوند وړتیا ولري. [۲]
نېچر ژورنال چې د نړۍ تر ټولو معتبره علمي سرچینه بلل کېږي، د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړی او ويلي يې دي چې ډېر امکان شته له ځمکې پرته نور ټول کاینات له ژوند څخه خالي واوسي.
د یادې مقالې ځینې برخې له ژباړې سره په لاندې ډول دي:
“The cosmos might be mostly devoid of Life. we still have no idea how easy it is for life to arise and it may be incredibly difficult.”
ژباړه: «امکان لري چې کاینات تر ډېره له ژوند څخه خالي واوسي. موږ تراوسه نه پوهېږو چې د ژوند رامنځته کېدل څومره اسانه دي او کېدای شي د ژوند رامنځته کیدل په بې ساري توګه ډېر سخت او ستونزمن کار واوسي.»
“There is no doubt that SETI—the search for extraterrestrial intelligence—has received a huge fillip from the recent discovery of hundreds of extrasolar planets. Astronomers think there could be billions of Earth-like planets in our galaxy alone. Clearly, there is no lack of habitable real estate out there. Yet because we do not know the process that transformed a mishmash of chemicals into a living cell, with all its staggering complexity, it is impossible to calculate the probability that life has actually arisen on these planets.”
ژباړه: په دې کې شک نشته چې د سلګونو فرا شمسي سیارو وروستیو موندنو له ځمکې څخه بهر د هوښیارۍ د لټون (د هوښیارو فضایي موجوداتو) په برخه کې د پام وړ انګېزه رامنځته کړې ده. ستورپوهان باور لري چې کېدای شي یوازې زموږ په کهکشان کې د ځمکې په څېر میلیاردونه نورې سیارې شتون ولري. دا ښکاره ده چې د ژوند لپاره د استوګنې وړ چاپېریال کمښت نه شته، خو د دې لپاره چې موږ په هغه بهیر نه پوهیږو چې په ترڅ کې یې کیمیاوي مرکبات د خپلو ټولو حیرانوونکو او مغشوشو پېچلتیاوو سره په یوه ژوندۍ حجره بدلېږي، نو دا ناشوني ده چې دا احتمال محاسبه کړو چې په دغو سیارو کې دې په رښتیا سره ژوند شتون ولري.»
“Another common argument is that the universe is so vast, there just has to be life out there somewhere. But what does that statement mean? If we restrict attention to the observable universe, there are probably 10²³ planets. Yes, that is a big number. But it is dwarfed by the odds against forming even simple organic molecules by random chance alone. If the pathway from chemistry to biology is long and complicated, it may well be that fewer than one in a trillion trillion planets ever spawns life.” [۳]
ژباړه: «یو بل عام دلیل دا دی چې کاینات ډېر پراخ او لوی دي، نو لازمه ده چې په دې پراخو کایناتو کې به حتما په کوم ځای کې ژوند موجود وي، خو د دې دلیل معنا څه ده؟ که موږ یوازې د لیدو وړ کاینات په پام کې ونیسو، نو ښايي چې شاوخوا (لس په توان د درویشت) سیارې شتون ولري. هو، دا یو ډېر لوی شمېر دی، خو د تصادفي چانس له مخې ان د ساده عضوي مالیکولونو د رامنځته کېدو د احتمال پر وړاندې دا شمېر ډېر کوچنی او بې ارزښته ښکاري. که له کیمیا څخه تر بیولوژي پورې لاره اوږده او پېچلې وي، نو کېدای شي چې د یو ټريلیون سیارو له ډلې څخه له یوې سیارې هم کم، یوازې یوه سیاره د ژوند د رامنځته کولو وړتیا ولري.»
(ب) د فضایي ژوند د څېړلو په برخه کې د اړوندو سازمانونو رول
په لویو او پرمختللو هېوادونو کې د فضايي څېړنو داسې سازمانونه موجود دي چې د خپلو فعالیتونو یوه برخه یې د فضايي موجوداتو د څېړنې او لټون او یا هم له ځمکې څخه د باندې ژوند د تشخیص لپاره ځانګړې کړې ده.
د ناسا سازمان چې په امریکا کې د فضايي څېړنو له تر ټولو معتبرو بنسټونو څخه شمېرل کېږي، یوه ځانګړې څانګه لري چې د «ماموریت د خوندیتوب او تضمین دفتر» تر عنوان لاندې فعالیت کوي او د «سیاروي د ساتنې دفتر» په نوم هم پېژندل کېږي. د دې دفتر یو ماموریت دا دی چې «د فضایي ژوند له لوري په کلکه د ځمکې د معکوسې ککړتیا مخه ونیسي.» له همدې امله کله ناکله لیدل کېږي چې ناسا یا ورسره تړلي کسان د فضایي موجوداتو یادونه کوي او دا موضوع ډېره مهمه ښکاره کوي. «ایلان ماسک» چې په امریکا کې د فضايي څېړنو د خصوصي شرکت (سپېس اېکس) مشر دی، په یوه وینا کې د فضايي موجوداتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «څه پوهېږم، ښايي فضایي موجودات شتون ولري.»
په (۲۰۱۶ز) کال کې د چین حکومت د یوه راپور په خپرولو سره د خپل فضايي پروګرام جزییات وړاندې کړل. د دې سند له مخې د دغه پروګرام یوه څېړنیزه موخه د فضایي ژوند لټون دی. دا د پنځه سوه متري کروي ډایفراګم لرونکي تلسکوپ (FAST) له موخو څخه هم ګڼل کېږي. په (۲۰۲۰ز) کال کې د روسیې د فضايي ادارې مشر «دیمیتري روګوزین» اعلان وکړ چې د فضايي ژوند لټون د ژورو فضايي څېړنو له اساسي موخو څخه دی. نوموړي همدارنګه د لمریز نظام په نورو سیارو کې د ساده ژوند شتون د منلو وړ وباله.
د فرانسې د فضايي مطالعاتو ملي مرکز یو ځانګړی دفتر لري، چې د «نه پېژندل شوو فضايي پدیدو» په اړه څېړنې ترسره کوي. یاده اداره د فضایي پدیدو په اړه یو عمومي معلوماتي بانک لري، چې له (۱۶۰۰) څخه زیات مفصل ثبتونه پکې شامل دي. د دې دفتر د مشر په وینا د ثبتونو نږدې ټول موارد عادي او طبیعي توضیحات لري، خو د شاوخوا (۲۵) سلنه ثبتونو فضایي منشا د تایید یا رد وړ نه ده. [۴]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. https://www.scientificamerican.com/article/the-cosmos-might-be-mostly-devoid-of-life.
[۲]. http://bit.ly/2B3tILm.
[۳]. http://www.nature.com/scientificamerican/journal/v315/n3/full/scientificamerican0916 .8.html
[۴]. https://fa.wikipedia.org/wiki/ حیات فرازمینی.


