لیکوال: ابوعائشه
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)
دریمه شبهه: استبعاد (ناشونې ګڼل)
که څه هم دا موضوع په لنډه توګه په تېرو برخوکې، په ځانګړي ډول، له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو د انکار د لاملونو په بحث کې یاده شوې وه؛ خو دا چې په ګڼو کتابونو کې دا د منکرینو له مهمو شبهاتو څخه شمېرل شوې ده، نو موږ هم یو ځل بیا یادونه ترې کوو. د دې شبهې موخه دا ده چې ځینې اوسني منکرین د اسلام د لومړیو وختونو له هغو مشرکانو سره همنظره شوي، چې له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل یې نه منل او انکار یې ترې کاوه.
دا هغه شبهه ده چې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو منکرینو مطرح کړې ده؛ ځکه هغوی په دې شبهه کې د خپلو پلرونو او نیکونو پر لاره روان شوي او له هغوی څخه یې تقلید کړی دی. دوی ته د دې عقیدې پرېښودل ډېر سخت او دروند تمامېږي؛ ځکه دغه منکرین وایي چې دوی هیڅکله نه دي لیدلي چې مړي دې له ښخېدو وروسته بېرته را ژوندي او له قبرونو راووځي، ترڅو هغوی ته د هاغې بلې دنیا خبر ورکړي. بله دا چې هغوی ویني، کله چې انسان مړ شي، څو ورځې وروسته یې بدن چینجي خوري او په خاورو او ورستو هډوکو بدلېږي؛ نو بیا څنګه کېدای شي چې له مرګ وروسته یو ځل بیا مړی راژوندی شي؟!
قرآن کریم د هغوی دا شبهه داسې بیان کړې ده:
﴿وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا وَآبَاؤُنَا أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ لَقَدْ وُعِدْنَا هَذَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا مِنْ قَبْلُ إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ﴾ [١]
ژباړه: «او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟ یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې.
د شبهې ځواب
د دغو خلکو په ځواب کې باید وویل شي چې الله تعالی په ګڼو آیتونو کې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو موضوع بیان کړې او هغه یې یو حتمي امر او قطعي وعده بللې ده، چې خامخا به ترسره کېږي. الله تعالی هغوی ته په څرګنده توګه داسې ځواب ورکړی دی:
﴿وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾[٢]
ژباړه: «او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې وفات كېږي، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه پر هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي .
الله تعالی د کافرانو د دې ګومان په اړه فرمایي:
﴿زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ لَنْ يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ﴾ [٣]
ژباړه: «كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي.
نن سبا هم موږ هغو کسانو ته چې دا ډول شبهې راپورته کوي او د خپلو پخوانیوهمفکرانو پر لاره روان دي، وایو: آیا ستاسې په اند هغه الله تعالی چې انسان یې له عدم (نشت) څخه پیدا کړ، د انسانانو له بیا پیدا کولو څخه به عاجز پاتې شي؟ لږ خپل عقلونه په کارواچوئ او په دې موضوع فکر وکړئ!
څلورمه شبهه: د آخرت له امله اندېښنه او پرېشاني
د آخرت له امله اندېښنه او پرېشاني هغه اندېښنه ده چې انسان یې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو د موضوع په اورېدو او فکر کولو کې احساسوي. دا شبهه د مادیت مکتب د پلویانو له لوري مطرح شوې ده. هغوی وایي: د آخرت او معاد په اړه فکر کول انسان په نا آرامۍ، دروني ناقرارۍ ، وېرې او تشویش اخته کوي.
په دې اړه یو فیلسوف خپل نظر او د خپلو پلویانو دریځ داسې بیان کړی دی. «رسل» وایي:
«له دوزخ وېره تر نن ورځې پورې لږ او زیاته د اندېښنې او ژور خفګان سرچینه پاتې شوې ده او هغه آرام او تسلیت یې له منځه وړی چې د روح د تلپاتې والي باور(ایمان) یې انسان ته وربخښي. کله کله د دوزخ له اور څخه د ژغورلو انګېزه د فشار او زورونې بڼه غوره کوي؛ ځکه که چېرې یو بدعتګر خلک بې لارې کړي او د لعنت سبب یې شي، نو بیا هېڅ ډول عذاب تر هغې چې دا عذاب د هماغه سخت او وېروونکي لعنت د مخنیوي لپاره کارول کېږي، ظلم نه ګڼل کېږي.»
د شبهې ځواب
د دغو خلکو په ځواب کې وایو چې پر آخرت ایمان، نه یوازې دا چې د اندېښنې او وېرې لامل نه ګرځي، بلکې حقیقت د هغوی د باورونو په خلاف دی. پر آخرت ایمان د فرد او ټولنې د نېکمرغۍ، سوکالۍ او خوشبختۍ لامل ګرځي.
یوازې همدا نه، بلکې پر آخرت ایمان انسان له وېرې او تشویش څخه خلاصوي او د ډېرو هیلو، غوښتنو او آرمانونو دروازې یې پرمخ پرانیزي.
همدا لامل دی چې انسان د هغه تلپاتې اجر او ثواب په هیله ژوند کوي، کوم چې یې په دې دنیا کې نه دی ترلاسه کړی. د دې لپاره چې د انسان په وجدان کې عدالت تحقق ومومي، خامخا یوه داسې ورځ باید شتون ولري چې حق او باطل پکې سره بېل شي اوحق خپل حقدار ته ورسېږي.
له همدې امله، پر آخرت ایمان له یوې خوا اخلاقي اړتیا ده او له بلې خوا یوه عملي او رفتاري اړتیا هم بلل کېږي.[٤]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. د النمل سورت، آیتونه: ۶۷-۶۸.
[۲]. د النحل سورت، آیت: ۳۸.
[۳]. د التغابن سورت، آیت: ۷.
[۴]. المقدم، جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر في مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹ م، ص ۶۵.


