Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)
اسلام پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)
 د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو د حقونو لپاره مبارزه (ادامه)
پارلمان او په هغه کې موجود اقلیت
له دې امله چې ټول خلک په ټاکنو کې برخه نه اخلي او د ګډون کوونکو رايې په څو ګوندونو وېشل کېږي، نو له همدې امله په ډېرو مواردو کې هر ګوند لږ تر لږه له شلو څخه تر دېرش سلنه رايې ترلاسه کوي؛ په حقیقت کې، له دغو ګوندونو څخه هر یو د اقلیت استازیتوب کوي؛  له دې نظره، پارلمان له دوه اړخونو څخه اقلیت دی:
۱: پارلمان لږه کی دی؛  ځکه چې د غړو شمېر یې محدود او لږ دی:  پارلمان له 100 څخه تر 300 پورې غړي لري.
 ۲: پارلمان د لږه کیو استازیتوب کوي؛  ځکه چې په پارلمان کې هر یو ګوند د رایو یوه برخه ګټلې ده.
د دې تر څنګ په پارلمان کې نور اقليتونه هم شته، خو په دې چې مخکې مو په (۱) او (۲) فقرو بحث کړی دی، دلته به يوازې په پارلمان کې د لږه کيو په اړه بحث وکړو.
په لرغونې یوناني ډیموکراسۍ کې، لکه څنګه چې ارسطو وویل، اتباعو په مجلس کې څو ډلې جوړولې او ځینې یې د یو مشر په شاوخوا کې راټولېدل.
نو څرګنده ده، چې په هر پارلمان کې د ډلو جوړېدل اوږده سابقه لري، چې تمه ترې کېږي؛ ځکه چې پارلمان که لوی وي او که کوچنی، ټول غړي یې یو نظر نه وي او په هره مسئله کې بشپړ او یو اړخیز نظر نه لري، نو له همدې امله د نظریاتو او مفکورو د اختلاف او د ګټو او طریقو له امله ډلې ډلې رامنځ ته کیږي. موږ مخکې هم وويل، چې په پارلمان کې هر ګوند د لږه کيو استازيتوب کوي، خو د دغو ګوندونو غړي چې په پارلمان کې وي، په منځ کې يې لږ اقليت وي، چې ځينې غړي يې ډېر واک او واکمني لري.
د ګوند غړي چې په پارلمان کې دي، مقدماتي ډله جوړوي او دا ډله د لږ شمېر غړو څخه اجرایوي کمیټه جوړوي، چې حق لري،  د مسئلو په اړه د ګوند دریځ وټاکي او د حل لارې او وسایل غوره کړي. په امریکا کې، دا کمیټې د چمتووالي کمیټې یا د سیاسي پالیسۍ د ټاکلو کمیټې بلل کیږي. په برتانیه کې که هغه ګوند واکمن ګوند وي، دې کمیټو ته د مشرتابه یا وزارت کمیټې ویل کیږي، او که هغه ګوند مخالف او انتقادي ګوند وي، د سیوري وزارت یا سیوري حکومت په نوم یادیږي.
د ذکر شوي محتوا لنډیز دا دی، چې پارلمان د اقلیت په واک کې دی. په پارلمان کې ګوندونه هم د اقلیت  (پارلمان) په منځ کې اقلیت دي، اجرائيه کمېټه هم له تېرو دوو اقليتونو څخه یو اقلیت ده.
په پارلمان کې یو بل مهم اقلیت دایمي کمیسیونونه دي؛ په دغو هر یو کمیسیونونو کې د پارلمان څو غړي غړیتوب لري او د هغوی شمیر د ګوندونو د څوکیو د شمیر پر بنسټ ټاکل کیږي. د هر کمیسیون کاري ساحه روښانه ده؛ د بیلګې په توګه: د مالیې، سوداګرۍ، کرنې، روغتیا او … کمیسیونونه دي. د کمیسیون دایمي نوم  له دې امله دی، چې دایمي او اصلي کمیسیون له لنډمهاله کمیسیونونو څخه جلا کړل شي،  کوم چې د رامنځته شوو پېښو د حل په موخه رامنځته کیږي او بیا منحل کیږي. د کمېسیونونو غړي دایمي نه دي، بلکه د نویو ټاکنو او په ولسي جرګه کې د څوکیو د وېش پر بنسټ د کمېسیونونو په جوړښت کې بدلونونه راځي. د دې کمیټو یوه بیلګه د امریکا په هرو دوو مجلسونو کې موجوده کمیټې دي، چې د هرې کمېټې مشر د هغه ګوند غړی وي، چې اکثریت څوکۍ لري.  د کمیسیونونو د غړو هویت هم د ولسي جرګې د دواړو ګوندونو د غړو د رایو د فیصدي او څوکیو په اساس ټاکل کیږي.  په نورو هیوادونو کې، دا کمیټې نورې بڼې لري.  په ټولیز ډول، دا کمیټې په ټولو هیوادونو کې ډیر واک او د عمل ازادي لري.  د دې کمیټو کار تر ډیره د دوی د تخصص په برخه کې د قوانینو د پروژې په اړه څېړنه او بیاکتنه ده؛ د بېلګې په توګه: که د کرنې د مسايلو اړوند يوه قانوني پروژه پارلمان ته وړاندې شي، د دې پروژې د بيا کتنې چارې د کرنې کمېسيون ته سپارل کېږي؛ دا کمیسیون هم په دې اړه څیړنه کوي او په دې مسله کې اړونده او  ښکېل کسان د لا زیاتو څرګندونو، وضاحت او د ځينو پوښتنو د ځواب له پاره د  دې کیمسیون غونډې ته رابلي؛  بیا  د پروژې د منلو یا رد او یا د هغې د نوعیت د بدلون په اړه پرېکړه کوي. د منل کېدو یا د اصلاحاتو او تعدیل  د راوستلو د اړتیا په صورت کې پروژه به د بحث او ارزونې له پاره پارلمان ته وړاندې کړي. دې مطالبو ته په پام سره موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې د قوانینو د محتوا د حدودو په ټاکلو کې کمیټې یا کمیسیونونه تر کومه حده ازاد لاس لري او تر کومه حده اغېزمن واقع کېدی شي؛  له همدې امله ځینو د امریکا د ولسي جرګې او  مشرانو جرګې کمیسیونونه د درېمې جرګې په نوم یاد کړي دي.
دا کمېټې د لوړ ځواک او ازادې کاري فضا سربیره، نامناسب او ناوړه کارونه هم کوي، چې کولی شي دوی ته منفي نومرې او امتیاز ورکړل شي او د دوی په لمن تور داغ وي؛ د بېلګې په توګه: مخکې له دې چې د یوې مسئلې په اړه پرېکړه وکړي، دا مهمه ده، چې د کمېټې غړي پوه شي، چې کومې ډلې د تصویب غوښتنه کړې، او  کومه ډله یې مخالفه ده. له هغې وروسته، دوی دواړه خواوې وزن کوي؛  په نهایت کې، دوی به هغه ډلې ته رایه ورکړي، چې قوي او ځواکمن وي، یا د دوی ګټې خوندي کړي.
په لسګونو نور مثالونه ورکولای شو، چې پارلمان د اقلیت استازیتوب کوي نه د اکثریت. که څه هم په مختلفو هیوادونو کې د پارلمانونو میکانیزمونه توپیر لري، خو دوی ټول ورته موخې او پالیسۍ تعقیبوي.
د اجرائیه ځواک په نوم  یو ډیر پیاوړی اقلیت
هرکله چې د اقلیت مسله راپورته کیږي، دوه اقلیتونه په ذهن کې راځي، یو یې اکثرا مظلوم دي او تل یې حقونه تر پښو لاندې کیږي، او بل یې تل د حکومت په سر کې وي او د ټولنې په اکثریت حاکم وي او په ټیټ او مظلوم اقلیت باندې د هغوی د حقونو په نه ورکولو، ظلم کوي. په حقیقت کې دولت د واکمن اقلیت د واکمنۍ د څپو او د محکوم اقلیت د مظلومیت طوفانونو تر منځ را ګیر دی او په همدې حال کې د ټولنې اکثریت په سوله او هوساینې کې خپل عادي او معمولي ژوند تېروي. که څه هم په ناڅرګنده توګه، د حاکم اقلیت څخه د ټولنې د اکثریت په بدن کې ناخوالې او ناخوښي نفوذ کوي او د دې په وړاندې هغوی هم  خپله غوسه حکومت ته رسوي، خو اکثریت د ټولنې ارامه او هوسا برخه ده.
په دوو پخوانیو یادښتونو کې او په دې یادښت کې د ورته حاکم اقلیت یادونه شوې ده؛  د بېلګې په توګه: پارلمان او داسې نور، اما ډېر ټینګار او  تمرکز په یو ځواکمن اقلیت باندې دی، چې اجرائیه ځواک بلل کیږي.
 اجرائیه ځواک (قوه)
پارلمان یوازې د سیاسي مبارزو او ملي پرېکړو په ډګر کې غښتلی حضور نه لري، بلکې تر هغه لوړ او پیاوړی، اجرائیه ځواک دی، چې د حکومت د فرمانونو او قوانینو د پلي کولو، د اقلیتونو د حاکمیت او د لوی قدرت او ځواک د کنټرول له پاره وي.
 اجراییه ځواک یو له هغو ځواکونو او قدرتونو څخه دی، چې د اقلیت حاکمیت پلي کوي.  په دې برخه کې اصلي واک د خلکو د یوې وړې ډلې په لاس کې دی، چې که ریاستي حکومت وي، ولسمشر او که پارلماني حکومت وي، لومړی وزیر دا واک په لاس کې لري او ورڅخه ګټه پورته کوي.
دا کوچنۍ ډله لوی ځواک لري، کوم چې لاندې تشریح شوي.
په ځينو هېوادونو کې د دغه ځواک د کمزوري کولو او کمولو هڅې روانې دي. د دې مسئلې اصلیت د تاریخ په کتاب کې د پاچاهانو یا دیکتاتورانو په اړه یو درس ته ځي، چې ورو ورو ټول واکونه تر خپل واک لاندې راولي؛ خو تاریخ ثابته کړې ده، چې دا فکر څومره له حقیقته لرې دی او پایلې یې خورا بدې دي، ځکه چې داخلي وضعیت او تر ټولو مهم یې بهرنۍ اړیکې، یوې قوي او با استعداده اجرایوي څانګې ته اړتیا لري، چې د لویو مسایلو په اړه توجه او پاملرنه وکړي، نه داچې پر خپل ولس او خلکو ظلم وکړي او د هغوی مشروع او قانوني حقونه له پامه وغورځوي.
د اجرائيه قوې پياوړتيا او د هغې د واک زیاتېدل د پارلماني دورې ناکامي بلل شوې ده. د اجراییه ځواک د کار او خپلواکۍ زیاتوالی د پارلماني کړکیچ په نوم یادیږي. اجراییه څانګه خپل واک او اختیار زیاتوي او پارلمان هم هڅه کوي، چې خپل واک او ځواک له لاسه ورنه کړي او دواړه څانګې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په سر سیالي او جګړه کوي، چې په پایله کې یې تر ډېره په پرېکړو کې د اجرائیوي ځواک برلاسي او قوت څرګند شوی دی .
اجرایوي ځواک نه یوازې دا چې د خپل واک په دننه کې د واک د کارولو وړتیا لري، بلکې په نورو کچو کې هم د پام وړ نفوذ او اغېزه لري، کوم چې د مقننه ځواک لپاره ځانګړي دي؛ د بېلګې په توګه:  د بودیجې د اندازې په زیاتولو یا کمولو او د قانون جوړولو په لاره کې، هغه کولی شي واک وکاروي او خپله اراده تحمیل کړي.
اجرائيه ځواک د هغو قوانینو د تصویب واک لري، چې د اداري لایحې په نوم یادیږي. د دغو پرېکړو شمېر د پارلمان له خوا د تصویب شویو قوانینو په پرتله ډېر دی. پارلمان هر کال په اوسط ډول 80 قوانین تصویبوي؛ په داسې حال کې چې د اجرایوي څانګې حکمونه او پریکړې د هغې 30  برابره دي.
پارلمان هم په جرح او تعدیل سره هغه مني او تصویبوي او یا یې ردوي. په هرصورت، اجراییه څانګه پدې مسله کې مهم رول لوبوي او ولسمشر کولی شي، د کنګرې(ډلې) پام ځینو مسلو ته واړوي، ترڅو د دوی په اړه قوانین تصویب شي. همدارنګه، کنګره کولی شي، د قوانینو د ویټو له لارې په مقننه مسئله کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.  د اجرائيه قوې د پرېکړو اهميت په دې کې دی، چې کله يې پرېکړې د مقننه قوې بڼه ولري، اجرائيه څانګې ته ډېر واک ورکوي؛  له همدې امله، اجراییه څانګه کولی شي، مقننه څانګې ته  د راجع کولو پرته خپل مطلوب قوانین تصویب کړي. که د دغو اصولو او پرېکړو شمېر ډېر وي؛  په دې حالت کې، د مقننه قوې مرکز به د پارلمان مقننه څانګې څخه اجرایوي څانګې ته لیږدول کیږي.
په دې توګه، اجراییه څانګه د مقننه ځواک د قانون جوړونې بنسټیزه کچه نیسي. البته، دا باید په پام کې ونیسو، چې په هغو هیوادونو کې چې د ډیموکراسۍ ادعا کوي، بېلابېلې طریقې شتون لري، مګر پایله یې یو ډول وي.
کله چې ولسمشر یا لومړی وزیر وټاکل شي، لومړی کار دا دی، چې د هیواد په لوړو پوړونو کې ډیری مدیران له دندو ګوښه کیږي، یا یې بستونه او رتبې ټیتیږي، ترڅو د نوي حکومت ځانګړي او منلي کسان د هغوی په بستونو کې ځای پرځای شي، دا ټاکنیزه کړنلاره د اقلیتي حکومت نښه ده.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
اسلام اکثریت حکومت ډیموکراسي
Previous Articleمقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD5 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD4 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD6 Views

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD13 Views

اسلام او ډیموکراسي

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.