Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)
اسلام یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)
د الله تعالی نالیدل شوې لښکرې او د کایناتو د نظام حیرانوونکی دقت
قرآن کریم د هدایت او تفکر دکتاب په توګه، انسان یوازې عبادت او ښو اخلاقو ته نه رابولي، بلکې د انسان پر مخ د نړۍ په اړه د معرفت ژورې دروازې هم پرانیزي. په دې آسماني کتاب کې څو څو ځله د هغو مخلوقاتو یادونه شوې چې په ښکاره واړه، کم‌اهمیته او ناچيزه ښکاري؛ خو په حقیقت کې یې هر یو د الهي قدرت، حکمت او تدبیر ستره نښه ده. حشرات، سره له دې چې د بدن له پلوه ظریف او د حجم له پلوه واړه دي، خو له تر ټولو پېچلو حیاتي نظامونو څخه برخمن دي او قرآن کریم انسان په هدفمن ‌ډول، دغو مخلوقاتو کې غور او فکر کولو ته رابولي.
په دې برخه کې د الهي اعجاز درې څرګندې بېلګې څېړل کېږي: «د ملخانو لښکرې، د غڼې کور او په حشراتو کې حسي ښکارونه»
د ملخانو لښکرې؛ د الهي ناپېژندل شوو لښکرو یوه بېلګه
الله تعالی فرمایي:﴿وَمَا يَعلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ﴾[۱] ژباړه: «او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې.»
دا آیت کریمه په څرګند ډول بیانوي چې الهي لښکرې یوازې په هغو موجوداتو پورې محدودې نه دي چې انسان یې پېژني؛ بلکې یوازې الله تعالی د هغوی پر شمېر، ماهیت او دندو بشپړ علم لري. د دغو الهي لښکرو له څرګندو بېلګو څخه یوه یې هم د ملخانو سترې ډلې دي؛ هغه مخلوق چې د عامو خلکو په نظر کمزوری او بې‌وسه ښکاري، خو په حقیقت کې یې د ویجاړولو ځواک د ملتونو د معیشت او ژوند سرچینې له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
له علمي پلوه، ملخ د طبیعت له تر ټولو خطرناکو آفتونو څخه ګڼل کېږي. پوهان وایي چې ملخ په یوه شپه او ورځ کې د خپل بدن د وزن په اندازه خواړه خوري. نو که د ملخانو د یوې ډلې وزن اتیا زره ټنه وي، دغه ډله په یوه ورځ کې اتیا زره ټنه خواړه مصرفوي. ښایي د دوی نوم هم له همدې ځانګړتیا سره تړاو ولري؛ ځکه هغوی هېڅ پاڼه، مېوه او آن د ونې پوستکی هم نه پرېږدي، بلکې هر څه خوري.
د ترسره شوو شمېرنو له مخې، د ملخانو په یو کیلومتر مربع ډله کې له سلو تر دوه سوه میلیونو پورې ملخان موجود وي. د دغو ځینو ډلو اوږدوالی له څلور سوه کیلومترو څخه هم زیات وي؛ داسې واټن چې د دوو سترو ښارونو ترمنځ فاصله په کې راتلای شي. همدارنګه لیدل شوي چې ځینې ډلې یې له څلوېښت میلیاردو څخه زیات ملخان لري. دا ډول شمېرې انسان دې حقیقت ته متوجه کوي چې حقیقي ځواک د بدن په لویوالي کې نه، بلکې په الهي تدبیر کې نغښتی دی.
د غڼې کور؛ په خلقت او مانا کې د کمزورۍ تمثیل
الله جل جلاله فرمایي: ﴿مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَولِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَت بَيتاً وَإِنَّ أَوهَنَ ٱلبُيُوتِ لَبَيتُ ٱلعَنكَبُوتِ لَو كَانُواْ يَعلَمُونَ﴾[۲]
ژباړه: «د هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى.»
په دې آیت شریف کې قرآن کریم د ګڼو نحوي او بلاغي ټینګارونو په وسیله د غڼې کور «تر ټولو کمزوری کور» معرفي کوي. د «إِنَّ» کارول، چې د ټینګار لپاره راځي، همدارنګه د «لَامِ تأکید» استعمال په عبارت «لَبَيتُ ٱلعَنكَبُوتِ» کې ښيي چې د دغه کور کمزوري یو قطعي او نه‌انکارېدونکی حقیقت دی.
په تفسیرونو کې راغلي دي چې د غڼې کور نه له ګرمۍ څخه ساتنه کولی شي، نه له یخنۍ څخه، نه له باران او نه هم له باد څخه؛ له همدې امله دا د کمزوري پناه‌ځای په توګه یاد شوی دی. خو د دې آیت علمي اعجاز یوازې تر همدې اړخ پورې محدود نه دی.
د قاهرې پوهنتون د علومو پوهنځي د حشراتو د علم یوه نوموتي استاد یوې حیرانوونکې نکتې ته اشاره کړې ده: په جمله «ٱتَّخَذَت بَيتاً» کې فعل په مؤنثه بڼه راغلی دی او دا د نن ورځې له علمي موندنو سره په بشپړه توګه سمون لري؛ ځکه د غڼې د کور جوړوونکې تل ماده (ښځینه) غڼه وي، نه نر. دا ژبنۍ دقیقه اشاره په داسې زمانه کې شوې چې انسان د حشراتو او بیولوژۍ  اړوند هېڅ ډول پوهه نه درلودهس؛ نو دا د قرآن کریم د اعجاز یوه څرګنده نښه ګڼل شوې ده.
له بلې خوا، د غڼې د کور کمزوري یوازې جوړښتي کمزوري نه ده، بلکې د کور د اوسېدونکو په داخلي اړیکو کې هم کمزوري لیدل کېږي. ښځینه غڼه، له نر غڼې سره د یوځای‌کېدو او القاح وروسته، په ډېرو مواردو کې هغه وژني او خوري یې؛ او آن کله ناکله خپل بچیان هم خوري، مګر دا چې هغوی وتښتي. سربېره پر دې، د بچیانو ترمنځ هم د خپل نوع د خوړلو خاصیت لیدل کېږي. په دې توګه، د کور مادي کمزوري د هغه د اوسېدونکو له اخلاقي او حیاتي کمزورۍ سره یوځای کېږي او دوه‌چنده کمزوري رامنځته کوي.
قرآن کریم د دغه مثالونو له بیانولو وروسته فرمایي: ﴿وَتِلكَ ٱلأَمثَٰلُ نَضرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعقِلُهَآ إِلَّا ٱلعَٰلِمُونَ﴾[۳]
ژباړه: «او دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي».
دا بیان څرګندوي چې د دغو مثالونو د ژورو ماناوو درک علم او تفکر ته اړتیا لري او هر څومره چې د انسان علم زیاتېږي، هماغومره د قرآن کریم د اعجاز نوي او تازه لوري ورته راڅرګندېږي.
په حشراتو کې حسي شاخکونه(ښکرونه) او د هغوی حیرانوونکې وړتیاوې
انسان داسې وسایل جوړ کړي دي چې د ستورو حرکتونه، متحرک اجسام او د هوا بدلونونه پرې څاري او اندازه کوي یې؛ خو څوک به باور وکړي چې ژوندي موجودات «حسي شاخکونه» یا «قرونِ استشعار» لري چې داسې دندې ترسره کوي چې انسان یې په خپلو قوي وسایلو هم په آسانۍ نه شي ترسره کولی؟
په هغو کوچنیو او ظاهراً بې‌اهمیته حشراتو کې چې موږ یې ناچیزه ګڼو، داسې نظامونه شتون لري چې د انسان په لاس جوړو شوو تر ټولو کره وسایلو سره سیالي کولی شي. پوهان وایي: ځینې حشراې داسې ښکرونه لري چې کیمیاوي آخذې (اخیستونکې) لري. دغه ښکرونه بویونه، عطرونه او د بېلابېلو موادو رایحې تشخیصوي او د همدې نښو پر بنسټ د خوړو د موندلو لپاره د حشرې حرکت او لټون تنظیموي.
په ځینو نورو حشراتو کې ښکارونه میخانیکي آخذې لري. دغه اخیستونکي ښکرونه غږ اوري او د باد حرکت احساسوي؛ لکه څنګه چې د مچانو په ځینو ډولونو کې لیدل کېږي. میخانیکي ښکارونه د حرکت پر وړاندې غبرګون ښيي، په داسې حال کې چې کیمیاوي اخیستونکي د چاپېریال د کیمیاوي ترکیبونو پر وړاندې حساس وي.
یوه بله جالبه خبره دا ده چې ځینې حشرات کله چې په چاپېریال کې یو خوږ شی راښکاره شي، سمدستي یې پیدا کوي. څنګه؟ د خپلو کیمیاوي اخیستونکو په وسیله.
بله بېلګه یې دا ده چې یو لوی مچ څنګه یو ټاکلي ځای ته ځان رسوي؟ دا مچ د مړه حیوان او په فضا کې د هغه د خپرېدونکي بوی له امله حرکت کوي او د بوی سرچینې ته متوجه کېږي. دا هم د کیمیاوي اخیستونکو په وسیله ترسره کېږي.
له تر ټولو حیرانوونکو بېلګو څخه د ځینو حشراتو هغه وړتیا ده چې د ماورای بنفش (تحت‌الحمراء) وړانګې تشخیص کړي. دغه نظام حشرې ته دا امکان ورکوي چې د تودوخې سرچینه وپېژني. که دغه وړانګې په پرله‌پسې ډول ترلاسه شي، حشره هماغه لور ته حرکت کوي، او که وړانګې منقطع وي، حشره خپل مسیر سموي، څو په کره توګه د تودوخې سرچینې ته ورسېږي.
دغه کره نظام په غوماشي کې په ښه توګه لیدل کېږي. که دوه انسانان ویده وي، له هغوی څخه یو یې تبه ولري او د بدن تودوخه یې لوړه شوې وي، غوماشی کولای شي حتا د څو مترو له واټن څخه ناروغ کس تشخیص کړي او نېغ په نېغه د هغه پر لور حرکت وکړي. دا وړتیا تصادفي نه ده، بلکې د الهي حکیمانه جوړښت او کره تدبیر پایله ده.
په دې برخه کې چې څه وڅېړل شول، په لنډه توګه د الله تعالی په کوچنیو مخلوقاتو کې د پراخ الهي اعجاز یوازې څو محدودې بېلګې وې. ملخ د خپل ټولیز ویجاړوونکي ځواک له امله، غڼه د قرآن کریم د کمزورۍ له ژور مثال سره، او حشرات د خپلو حیرانوونکو حسي نظامونو له امله ټول ددې خبرې دلیل دی چې د الله تعالی عظمت د هغه په تر ټولو کوچنیو مخلوقاتو کې هم په څرګند ډول ځلېږي.
قرآن کریم د دغو نښو په ښودلو سره، انسان تفکر، تواضع او د حقیقي ځواک سرچینې ته د بېرته ستنېدو پر لور رابولي؛ هماغه ستر ذات چې فرمایي:﴿وَمَا يَعلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ﴾ [۴] ژباړه: «او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې.»[۵]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
  1. المدثر: 31
  2. العنكبوت: 41
  3. العنكبوت: 43
  4. المدثر: 31
  5. د مطلب لنډیز له: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 235 -227.

اسلام اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

اړوند منځپانګې

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۹۶)

سه شنبه _25 _اگست _2026AH 25-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۹)

سه شنبه _25 _اگست _2026AH 25-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD0 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷) د الله تعالی نالیدل شوې…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD8 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸) د خلکو د حاکمیت او…

نور یی ولوله

Cresus Jeux : guide complet de l’application mobile

پنجشنبه _27 _اگست _2026AH 27-8-2026AD2 Views

Inscription et vérification : premiers pas sur Cresus JeuxLes bonus d’accueil et leurs exigences de…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۷)

چهارشنبه _26 _اگست _2026AH 26-8-2026AD7 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۷) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.