لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه : ۹۶)
په وړو حشراتو کې د پیدایښت اعجاز: غوماشی او مچ
د حشراتو په څېر وړو او نازکو مخلوقاتو کې الهي آیتونه او نبوي احادیث د خلقت (پیدایښت) دقت او عظمت راښيي. قرآن کریم په څرګند ډول دې ټکي ته اشاره کوي چې آن په ظاهره واړه او کمزوري موجودات، لکه مچ او غوماشی، د الهي پیدایښت په نظام کې کره رول او ځانګړي حکمتونه لري. په دې برخه کې د دغو مخلوقاتو فوقالعاده ځانګړنې او د هغوی د پیدایښت اعجاز څېړل شوی دی.
غوماشی (بعوضة)؛ د اعجاز یوه بېلګه
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «إنَّ ٱللَّهَ لَا یَسْتَحيِ أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَة فَمَا فَوقَهَا»[۱]
ژباړه: «بېشکه الله تعالی (له دې) حیا نه کوي چې یو مثال (له مثالونو څخه) بیان کړي، که (هغه) د ماشي (مثال هم) وي او یا هم له دې پورته وي.»
دا آیت ښيي چې د حقیقتونو د بیان لپاره د وړو او نازکو بېلګو کارول نه یوازې د شرم وړ نه ده، بلکې د الهي پیدایښت د نظم او دقت څرګندونه هم کوي.
د غوماشي بدني ځانګړنې
سترګې: غوماشی په خپل سر کې سل سترګې لري چې هره یوه یې د شاتو د مچۍ د حجرو په څېر د شپږګونو جالونو په بڼه جوړه شوې ده.
غاښونه: د غوماشي په خوله کې ۴۸ غاښونه شتون لري چې د پوستکي د سوري کولو او له وینې د تغذیې لپاره کارول کېږي.
زړه: غوماشی درې زړونه لري: یو مرکزي زړه او د ښي او کیڼ وزر لپاره جلا جلا زړونه. هر یو زړه دهلېز، بطن او والو(پرده) لري.
وزرونه او خوځښت: د غوماشي وزرونه په ډېرې چټکتیا رپېږي او د وِز وِز غږ پیدا کوي.
پښې: د غوماشي پښې مخالب (تېرې پنجې او چنګکونه) او محاجم (د زبېښلو غړي یا وسایل) لري، چې پر هوارو او ناهموارو سطحو د درېدو آسانتیا ورته برابروي.
تخصصي او حیرانوونکي نظامونه
د تودوخې حس: غوماشی کولای شي انسان آن په تیاره کوټه کې د بدن د تودوخې له لارې پیدا کړي. د دې دستګاه حساسیت د سانتيګراد تر زرمې درجې پورې رسېږي.
د وینې ټاکنه: غوماشی کولای شي د خپلې تغذیې لپاره مناسبه وینه وپېژني او له نامناسبې وینې تېر شي.
د چیچلو ځای بېحسه کول: غوماشی د خپلو چیچلو ځای بېحسه کوي، څو انسان د هغه چیچل ژر احساس نه کړي.
د وینې د نرۍ کولو نظام: مچ وینه رقیقه (نرۍ) کوي، څو د خپل نري خرطوم له لارې یې جذب
کړلی شي.
د قرآن اعجاز او غوماشی
ابن القیم رحمهالله د بقرې د سورت شپږویشتم آیت په اړه فرمایي: «فإن ضرب الأمثال بالبعوضة فما فوقها، إذا تضمن تحقیق الحق وإیضاحه وإبطال الباطل وإدحاضه، كان من أحسن الأشیاء.»[۲)
ژباړه: «که په غوماشي یا تر هغه په لوی موجود د مثال راوړل د حق د ثابتولو او روښانولو او د باطل د ردولو او له منځه وړلو سبب شي، نو دا له تر ټولو غوره چارو څخه ده.»
یعنې د حقیقتونو د څرګندولو او د باطل د ردولو لپاره د غوماشي او غوماشي ته د ورته موجوداتو مثال راوړل غوره لاره ده او هېڅ شرم پکې نشته.
له لویو موجوداتو سره پرتلنه: له غوماشي ترشین نهنګ پورې
د غوماشي پیدایښت د شين نهنګ له پیدایښت څخه کم ارزښته نه دی. شين نهنګ چې وزن یې له ۱۵۰ ټنو اوړي او بچی یې په یوه ځل شیدې څښلو کې ۳۰۰ کیلوګرامه شیدې مصرفوي، د پیدایښت د عظمت ستره بېلګه ده؛ خو غوماشی هم په خپل کره توب او پېچلو نظامونو سره د پیدایښت د اعجاز یوه وړه بېلګه ده. الله تعالی فرمایي: «مَّا تَرَىٰ فِی خَلقِ ٱلرَّحمَٰنِ مِن تَفَٰوُت»؛ [۳] ژباړه: « ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې.»
هر موجود، له ډېرو وړو ویروسونو نیولې تر سترو کهکشانونو پورې، خپل ځانګړی نظام او کره توب لري.
مچ (ذبابة) او د پیدایښت اعجاز یې:
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «یٰٓأَیهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَٱستَمِعُواْ لَهُۥۚ إِنَّ ٱلَّذِینَ تَدعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن یخلُقُواْ ذُبَاباً وَلَوِ ٱجتَمَعُواْ لَهُۥۖ وَإِن یسلُبهُمُ ٱلذُّبَابُ شَیـٔا لَّا یستَنقِذُوهُ مِنهُ ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلمَطلُوبُ»؛[۴] ژباړه: « اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.»
له دې مبارک آیت څخه څرګندېږي چې مچ، سره له دې چې په ظاهره وړوکی او ناچيزه ښکاري، فوقالعاده ځانګړنې لري او انسان یې له پیدا کولو څخه عاجز دی.
د مچ فوقالعاده ځانګړنې:
سترګې: د مچ سترګې له زرګونو وړو عدسیو جوړې دي چې بشپړه او دقیقه لیدنه پرې کولی شي.
چټکتیا او مانور: مچ کولای شي په عمودي او ناڅاپي جهتونو کې حرکت وکړي؛ داسې کار چې آن تر ټولو پرمختللې الوتکې یې نه شي کولای.
عصبي نظام او حافظه: مچ د انسان په څېر عصبي نظام، حافظه او د زدهکړې وړتیا لري.
د طبیعي انتيبیوټیک تولید: مچ کولای شي د چاپېریال د زهرجنو موادو پر وړاندې مقاومت وکړي او خپل نسل وساتي.
احادیث او علمي تایید
پیغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم فرمایلي دي: «إذا وقع الذباب فی شراب أحدكم فلیغمسه ثم لینزعه، فإن فی إحدى جناحیه داء والأخرى شفاء.» [۵] ؛ ژباړه: «کله چې ستاسو څخه د یوه په څښاک کې مچ ولوېــــــږي، هغه دې پکې ډوب کړي او بیا دې راوباسي؛ ځکه په یوه وزر کې یې ناروغي او په بل کې یې شفا ده».
علمي څېړنو ښودلې چې مچ په خپل یوه وزر کې د عفونیت ضد ماده لري، چې میکروبونه بېاغېزې کولای شي. دا حقیقت د «وحی او د نبوي احادیثو د علمي اعجاز» څرګنده بېلګه ده.
ابن قیم رحمهالله په خپل کتاب «الطب النبوي» کې د پورته حدیث په تشریح لیکي: «دا حدیث دوه اړخونه لري: یو فقهي اړخ او بل طبي اړخ.»
د حدیث طبي اړخ: ابوعبید رحمهالله ویلي دي چې له «اُمقُلوه» څخه مراد دا دی چې مچ په بشپړه توګه ډوب کړئ، یعنی لکه څنګه چې ناروغي ترې راوتلې، شفا هم ترې راووځي.
په دې پوه شه چې په مچ کې یوه زهري ماده شته چې نښه یې هغه پړسوب او خارښت دی چې د چیچلو یا تماس له امله یې پیدا کېږي. دا ماده د وسلې په څېر ده؛ او کله چې مچ په داسې څه کې ولوېږي چې زیان ورته رسوي، په همدې «وسلې» له ځانه دفاع کوي. له همدې کبله پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم امر کړی چې دا زهري ځانګړنه د هغې شفابخشې ځانګړنې په وسیله، چې الله تعالی د مچ په بل وزر کې ایښې ده، مقابله شي؛ په دې ډول چې ټول مچ په اوبو یا خوراک کې ډوب کړلی شي، څو زهري ماده له ګټورې مادې سره مخامخ او زیان یې له منځه ولاړ شي.
دا داسې طبي علم دی چې تر ټولو ستر طبیبان او د هغوی مشران هم ورته لار نه شي موندلای؛ بلکې دا هغه علم دی چې د نبوت له څراغدانۍ څخه راوتلی دی. «ومع هذا فالطبیب العالم العارف الموفق یخضع لهذا العلاج، ویقر لمن جاء به بأنه أكمل الخلق على الإطلاق، وأنه مؤید بوحی إلهی خارج عن القوى البشریة.»؛ ژباړه: «له دې هرڅه سره سره ، پوه، هوښیار او بریالی طبیب دې درملنې ته غاړه ږدي او د دې علاج راوړونکي اړوند اعتراف او اقرار کوي چې هغه (مچ) په مطلق ډول تر ټولو بشپړ مخلوق دی او په داسې الهي وحیې تایید شوی چې د بشري ځواکونو له وسه پورته ده.»[۶]
د حشراتو ګټور او محیطي رول
مچ او غوماشی د چاپېریال په پاکولو کې مهم رول لري؛ ځکه فاسد مواد خوري او د میکروبونو د راټولېدو مخه نیسي. د هغوی شتون انسان ته د چاپېریال د پاکوالي او د وقایوي کړنو د مراعاتولو خبرداری ورکوي.
لنډه دا چې مچ او غوماشی که څه هم کوچني او نازک حشرات دي، خو د الهي پیدایښت د نظم، همغږۍ او کمال بېلګې دي. د دغو حشراتو ډېرې ځانګړنې چې نن په علمي ډول کشف شوې دي، په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې ورته سلګونه کاله مخکې اشاره او وړاندوینه شوې ده. دغو وړو موجوداتو او د هغوی نظام ته پام انسان تدبر، د چاپېریال ساتنې او خلقت پر وړاندې فکر ته هڅوي.
«قُلِ ٱنظُرُواْ مَاذَا فِی ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِ وَمَا تُغنِی ٱلأٓیٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَومٖ لَّا یؤمِنُونَ»[۷] ؛
ژباړه: «ووایه: وګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه دي؛ خو نښې او وېروونکي د هغه قوم لپاره هېڅ ګټه نه رسوي چې ایمان نه راوړي».[۸]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- البقرة: 26.
- تفسير القرآن الكريم – اللهيميد – من الفاتحة إلى النساء (1/ 120).
- الملك: 3.
- الحج: 73.
- صحيح البخاري، كتاب بدء الخلق، باب: إذا وقع الذباب في شراب أحدكم فليغمسه، فإن في إحدى جناحيه داء وفي الأخرى شفاء، رقم الحدیث: 3142 ، ج 3، ص 1206.
- الطب النبوي لابن القيم (ص84).
- یونس: 101.
-
د مطلب لنډیز له : موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 218 -227.


