Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ابراهيمي ملت (برخه: ۸)
اسلام یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۸)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۸)
څلورم بحث: ملت ابراهیم ته منسوب احزاب او حق ابراهیمي
په دنیا کې څلور احزاب او مذهبونه د ابراهیمیت دعوه لرې او وايي چې موږ ابراهیمي یوو؛ مسلمانان، یهود، نصرانیان او مشرکین عرب، خو یهود او نصـرانیان په دغې دعوه کې انتهائي غالي او افراطي دي، دوی د دې پر ځای چې ځانونو ته ابراهيمي ووایي بر عکس ابراهیم علیه السلام یهودي او نصراني ګڼي، یهودان وايي چې ابراهیم علیه السلام یهودي و او نصرانیان وایي ابراهیم علیه السلام نصـراني و، ځکه الله جل جلاله په دوی رد کړی چې ابراهیم علیه السلام ستاسو سره نه د ملت او نه هم د زمانې له نګاه نه تړاو لري، یهودیت خو له تورات او موسی علیه السلام نه وروسته راغلی او نصرانیت له انجیل او عیسی علیه السلام نه وروسته راغلی حال دا چې ابراهیم علیه السلام په سوونو کاله مخکې تېر شوی نو څنګه هغه کس چې سوونه کاله مخکې تېر شوی وي د هغو په مذهب او ملت کې دا خلېداې شي چې په سوونو کاله وروسته راغلی وي؟ دا خبره هيڅ عقل او منطق نه مني نو بیا ولې په ابرهیم علیه السلام کې تاسو جګړه کوئ؟
او که مطلب دا وي چې زموږ او د ابراهیم علیه السلام عقیده او اصول یو دي، په دې کې هم تاسو کاذب او درواغجن یاست، ځکه ابراهیم علیه السلام حنیف و یعني حق طرفته مائل و او ابراهیم علیه السلام مشرک نه و بلکي د الله جل جلاله د توحید او وحدانیت لوی داعي او بلونکی و،  اما  یهود مشرکان دي ځکه دوی عزیر علیه السلام د الله جل جلاله زوی ګڼي او په ځای د دې چې الله جل جلاله کوم شی حلال کړی، حلال یې وګڼي او کوم یې چې حرام کړی حرام یې وګڼي؛ دوی په حل او حرمت کې معیار احبار (علماء) او راهبان (صوفیان) ګرځولي، همدارنګه نصرانیان هم مشرک دي ځکه ځیني د دوی عیسی علیه السلام د الله جل جلاله زوی ګڼي او ځیني ورته اله او خدای وايي او ځیني یې یو له دریو (الله جل جلاله، عیسی علیه السلام، مریم رضی الله عنها)  خدآیانو څخه ګڼي چې دا ټول شرک دی، نو څنګه ابراهیم علیه السلام یهودي یا نصـراني کېدای شي؟ او څنګه یهودان او نصرانیان د ملت ابراهیم له اصولو او عقیدې سره موافق دي؟ آیا شرک او توحید یو دی که متضاد؟
همدارنګه د عربو مشرکینو هم د ابراهیم علیه السلام دعوه لرله، ځانونه یې ابراهیمي ګڼل، تر دې چې مسلمانانو ته یې صابئین (یعني له ابراهیمیت نه اوړېدلي) ویل، دوی هم ابراهیمی نه شي کېدی ځکه دوی هم غټ مشـرکان وو، ملائکه یې د الله جل جلاله لوڼې ګڼلې او بیت الله یې له بتانو ډکه کړې وه، حال دا چې ابراهیم علیه السلام  بت ماتونکی  و نه بت پرست او بت ته عبادت کونکی، معصوم او د توحید لوی علم بردار څنګه بت پرست کېدی شي؟ او مشـرکین څنګه ابراهیمي کېدای شي؟
له دې امله دا خبره واضحه شوه چې حق ابراهیمي هغه دی چې د ابراهیم علیه السلام تابعداري یې کړې وي او له هغه سره یې عقیده او اصول شریک وي چې دا خلک یوازي مسلمانان کېدای شي او بس، ځکه مسلمانان د توحید عقیده لري الله جل جلاله سره هيڅ قسمه شرک روا نه ګڼي، د اسلام او ملت ابراهیم اصول یو دي، له دې سره د ابراهیم علیه السلام د شریعت اکثر فروع د اسلامي شریعت له فروعو سره یو دي، بلکي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملت ابراهیم تتمیم، تکمېل او تعمیم کړی، ابراهیمي ملت یې عالمي ملت ګرځولی، له دې امله حق ابراهیمي رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانان دي او همدا مسلمانان د ابراهیم علیه السلام اصلي وارثان دي.
د یادونې وړ ده چې په اوس وخت کې په دنیا کې اکثر کشمکش د هغو ملتونو ترمنځ دی چې د ابراهیمیت دعوه لري یعني د یهودو، عیسویانو او مسلمانانو تر منځ لوی کشمکش دی او لوی سبب یې جزیرة العرب، نظریات او اماکن مقدسه دي مکه مکرمه، مدینه منوره او بیت المقدس.
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (65) هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (66) مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفًا مُسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (67) إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آَمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ (68).[1]
ژباړه: اې اهل کتابو! تاسو ولي جګړه کوئ په (شان) د ابراهیم کې؟ (چې تاسو هر یو یې د خپل دین نه ګڼئ) حال دا چې نه دی نازل کړی شوی تورات او انجیل مګر (په سلهاوو کلونو) وروسته له ده څخه، آیا تاسو هیڅ عقل نه لرئ؟ (چې داسې چټي او بېکاري خبرې کوئ) واورئ خبردارشئ تاسو هغه کسان یاست چې جګړه مو کړې (له ډېره حماقته) په هغه شي کې چې تاسو ته په هغه کې څه علم وو، نو ولي جګړه کوئ په هغه شي کې چې تاسو ته په کې هیڅ علم نشته؟ حال دا چې الله جل جلاله پوهیږي (په هغه شي چې تاسو په کې جګړه کوئ) او تاسو نه پوهیږئ، ابراهیم علیه السلام نه یهودي وو او نه نصراني لیکن دی حنیف وو (مائل له ټولو باطلو مذاهبو څخه حق دین ته) مسلمان (حق منونکی د الله) او نه وو له مشرکانو څخه.
ابو جعفر وایي: الله جل جلاله په خپل قول سره ذکر کړي «اې اهل کتابو!» د تورات او د انجیل والاوو «ولي دلیل بازي کوئ» ولي لانجه کوئ «په ابراهیم کې». د دوی لانجه په ابراهیم علیه السلام کې دا وه چې هرې ډلې د اهل کتابو به دا دعوه کوله چې ابراهیم زموږ دی او دی زموږ په دین او مذهب و، پس الله جل جلاله دوی د دې دعوې له امله ملامت کړل، د دوی او د دعوې تر منځ یې تناقض ثابت کړ، ویې فرمایل تاسو څنګه دعوه کوئ چې ابراهیم علیه السلام ستاسو په ملت او دین (یهودیت یا نصرانیت) باندې دی؟ حال دا چې یهود ګمان کوي چې د دوی دین د تورات حاکمول او پرې عمل کول دي او نصرانیان ګمان کوي چې د دوی دین د انجیل اقامت دی، حال دا چې دا دواړه کتابونه وروسته له وفات د ابراهیم علیه السلام څخه نازل شوې دي، بیا څنګه دی له تاسو نه کیږي؟ څه دلیل دی ستاسو په ابراهیم علیه السلام کې ستاسو په لانجه کولو او په دعوه کولو چې له موږ نه دی، هغه حقیقت څه دی چې تاسو پرې پوهیږی؟
څوک وايي دا آیت د ابراهیم علیه السلام  په باره کې د یهودو او نصاراو د لانجې اړوند نازل شوی چې هرې ډلې دعوه کوله چې له موږ څخه دی، چا چې دا خبره کړې هغوی دا روايت دلیل ګرځولی ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نجران نصارا او د یهودو ملآیان یوځای شول، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې په لانجه شول، ملآیانو وویل ابراهیم علیه السلام یهودي و، نصارانیانو وویل ابراهیم علیه السلام نصراني و، بيا الله جل جلاله د دوی باره کې دا نازل کړ «اې اهل کتابو! ولي په ابراهیم علیه السلام کې لانجه کوئ؟ حال دا چې تورات او انجیل له ابراهیم علیه السلام څخه وروسته نازل شوې، آیا له عقل نه کار نه اخلئ؟» نصرانیانو ویل چې نصراني و او یهودو ویل چې یهودي و، الله جل جلاله دوی ته خبر ورکړ چې تورات او انجیل له ده څخه وروسته نازل شوي او یهودیت او نصرانیت له دې وروسته دی[2].
{قل يا أهل الكتاب لم تحاجون في إبراهيم وما أنزلت التوراة والإنجيل إلاَّ من بعده أفلا تعقلون} «اې اهل کتابو ولي په ابراهیم علیه السلام کې دلیل بازي کوئ؟ حال دا چې تورات او انجیل له ده څخه وروسته نازل شوی آیا تاسو له عقل نه کار نه اخلئ؟» له ابن عباس او له نورو رضی الله عنهم څخه روایت دی، بېشکه یهودو ویل چې ابراهیم علیه السلام یهودي و او نصاراؤ ویل چې نصراني و بیا الله جل جلاله د دوی په رد کې دا آیت نازل کړ او ابن عباس او حسن رضی الله عنهما ویلې ابراهیم علیه السلام له الله جل جلاله نه سوال کړی و چې د ده لپاره وګرځوي «په وروستنیو خلکو کې ښه یادښت» الله جل جلاله یې دعا قبوله کړه تر دې چې هرې فرقې د ده دعوه وکړه.
د محاجات معنا دا ده چې هرې ډلې دعوه کوله چې ابراهیم علیه السلام له دوی نه دی او په دې کې به یې لانجه کوله، پس الله جل جلاله په دوی باندې رد وکړ چې د یهودو او نصرانیانو شریعت له ابراهیم علیه السلام نه وروسته دی او دی په دواړو مخکي دی او دا ممکن نه دی چې د مخکیني نسبت وروسته ته وشي، د دې دعوې د ښکاره فساد له امله یې وفرمایل {أفلا تعقلون} (آیا له عقل نه کار نه اخلئ؟) دا د هغه چا خبره ده چې عقل نه لري، ځکه عقل له دې نه منع کوي او نه هم له دوی سره مناسب دي چې له ابراهیم علیه السلام سره موافق وي په عقائدو کې او نه په احکامو کې.
په عقائدو کې ځکه نه دې موافق چې د نصرانیانو دا دعوه ده چې عیسی علیه السلام اله دی، یا د الله زوی دی، یا له دریو نه درېیم دی (آلهه درې دي عیسی، مریم او الله) او د یهودانو دا دعوه ده چې عزیر علیه السلام د الله جل جلاله زوی دی، حال دا چې داوړه د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې نه وو موجود.
او په احکامو کې ځکه نه دي موافق، بېشکه په تورات او انجیل کې داسې احکام دي چې د ابراهیم علیه السلام له شریعت سره مخالف دي او په دې باندې دا قول د الله جل جلاله دلالت کوي «د یهودانو د ظلم له امله موږ دوی باندې هغه پاک شیان حرام کړل چې دوی ته حلال شوي وو» او دا قول «بېشکه ګرځول شوی (تعظیم) د شنبې ورځ په هغو (یهودو) چې دوی اختلاف کړی وو په دې کې» او غیر له دې نور آیاتو نه هم دلالت کوي، نو ممکن نه دی چې ابراهیم علیه السلام دې په هغه دين شي چې له ده نه ډېر وروسته پیدا شوی وي.
مورخینو ذکر کړي بېشکه په مابین د ابراهیم او موسی علیهما السلام کې زر کاله وه او په مابین د ابرهیم او عیسی  علیهما السلام کې دوه زره کاله وه او ابو صالح له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کړی بېشکه په مابین د ابراهیم او موسی علیهما السلام کې پنځه سوه پنځه اویا کاله وه او په مابین د موسی او عیسی علیهما السلام کې یو زر شپږ سوه دوه دېرش کاله وه.
او ابن اسحاق فرمایلې په مابین د ابراهیم او موسی علیهما السلام کې پنځه سوه پنځه شپیته کاله وه او په مابین د موسی او عیسی علیه السلام کې نهه سوه پنځه ویشت کاله وه[3].
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]  سورة آل عمران.

[2]  تفسر الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[3]  تفسير البحر المحيط، سورة آل عمران، ایت: ۶۵. دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

ابراهیم علیه السلام ابراهیمي ملت احزاب حق ملت
Previous Articleمقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۶)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۷)

سه شنبه _11 _اگست _2026AH 11-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ۹۵)

دوشنبه _10 _اگست _2026AH 10-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD3 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷) د خلکو د حاکمیت او…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۸)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD3 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۸) څلورم بحث: ملت ابراهیم ته منسوب احزاب…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۶)

شنبه _22 _اگست _2026AH 22-8-2026AD9 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۶) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله

HiddenJack welkomstbonus – hoe werkt de accountverificatie?

چهارشنبه _19 _اگست _2026AH 19-8-2026AD1 Views

1. Wat is de HiddenJack welkomstbonus?Soorten bonussen binnen de welkomstactie2. Hoe claim je de HiddenJack…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۸)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.