Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ابراهيمي ملت (برخه: ۹)
اسلام سه شنبه _25 _اگست _2026AH 25-8-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۹)
څلورم بحث: ملت ابراهیم ته منسوب احزاب او حق ابراهیمي (ادامه)
بېشکه یهودو ویل چې ابراهیم علیه السلام زموږ په دین باندې و او نصـرانیانو ویل ابراهیم علیه السلام زموږ په دین و، الله جل جلاله په دوی باندې رد وکړ چې تورات او انجیل له ده وروسته نازل شوي نو عقل دا څنګه مني چې ابراهیم علیه السلام یهودي دی یا نصراني دی؟
که څوک ووایي، دا اعتراض خو په تاسو هم کېږي ځکه تاسو هم وايی چې ابراهیم علیه السلام د اسلام په دین باندې و او اسلام له ده نه ډېر وروسته نازل شوی، که تاسو وآیاست چې د ابراهیم علیه السلام اصول او د مسلمانانو اصول یو دي، موږ وایو همدا مقصد د یهودو او نصرانیانو دی، له دې خبرې چې ابراهیم علیه السلام یهودي یا نصراني دی یعني دین مو یو دی، نو د تورات او انجیل وروسته نزول له دې تفسیر سره منافي او مخالف نه دی، لکه څنګه چې د قرآن وروسته نازلیدل له دې سره منافي نه دي چې ابراهیم علیه السلام مسلم دی.
جواب: بېشکه قرآن خبر ورکړی چې ابراهیم علیه السلام حق ته مایل او مسلم و او په تورات او انجیل کې دا نشته چې ابراهیم علیه السلام یهودي یا نصراني و، فرق بلکل واضح شو، بیا موږ وایو چې نصرانیان په ابراهیمي ملت نه وو او دا ښکاره ده، ځکه چې عیسی علیه السلام د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې نه و، نو خامخا د عیسی علیه السلام عبادت هم د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې نه و مشروع شوی، پس خامخا د عیسی علیه السلام عبادت کول د ملت ابراهیم خلاف دي، هرڅه یهود چې په ملت ابراهیم نه دي، له دې امله چې په دې کې شک نشته چې مخکي د موسی علیه السلام له راتګ نه خامخا د الله جل جلاله له طرف نه په خلکو باندې مکلفیت و او دغه مکلفیت د الله جل جلاله له طرفه خلکو ته خاماخا د یو انسان په واسطه رسول شوی او خامخا د دغه انسان تائید په معجزاتو شوی، که داسې نه وي بیا په خلکو له ده د مکلفیت منل نه لازمیږي، له دې سره معلومه شوه چې له موسی علیه السلام نه مخکي انبیاء موجود وو او د دوی لپاره خاص شریعتونه وو، بیا چې کله موسی علیه السلام راغی، یا به یې د دغو شریعتونو تاکید کړی وي او یا به یې بل شریعت راوړی وي، که د دغو شرائعو په تاکید کې راغلی وي نو دی د شریعت خاوند ؤنه ګرځېده، بلکي د یو فقیه په ډول د مخکیني شریعت مؤید دی، حال دا چې یهود په دې خبره نه دي راضي او که له مخکینیو شریعتونو نه غیر په بل شریعت سره یې راتګ کړی وي، بیا به خامخا په نسخ باندې قول راځي، پس د هر نبي دین منسوخ کېدل جائز و ګرځېده، حال دا چې له دې نه یهود انکار کوي، نو ثابته شوه چې یهود په ملت ابراهیم نه دي، له دې سره د یهودو او نصرانیانو دا قول باطل شو چې ابراهیم علیه السلام یهودي او نصراني و (ځکه چې کله د دوی په نزد د موسی علیه السلام دین مستقل او غیر منسوخ دی نو څنګه یهود د ابرهیم علیه السلام په ملت کېدای شي) او د آیت همدغه مطلب دی، و الله اعلم.
او مقصد له دا قول د الله جل جلاله «تاسو په هغه څه کې دلائل ذکر کړئ چې تاسو ته علم وو» دوی (یهودو او نصرانیانو) ګمان کاوه چې د تورات او انجیل شریعت د قرآن له شریعت څخه مخالف دی، نو څنګه دلیل ذکر کوئ په هغه څه کې چې تاسو ته علم نشته هغه دا چې بېشکه شریعت د ابراهیم علیه السلام مخالف دی له شریعت د محمد صلی الله علیه وسلم سره؟
او په دې قول کې «تاسو په هغه څه کې دلائل ذکر کړئ چې تاسو ته علم وو» احتمال شته چې الله جل جلاله حقیقتا دوی په علم نه وي موصوف کړي بلکي دا یې اراده کړي وي چې تاسو په کوم شي کې د علم دعوه لرئ په هغه کې دلیل ذکر کول روا ګڼی، نو څنګه دلیل ذکر کوئ په هغه څه کې چې تاسو ته یې یقیناعلم نشته؟
بیا الله جل جلاله دا په خپل قول سره محکم کړ «الله جل جلاله پوهیږي» چې څنګه دی حال د دغو شریعتونو په مخالفت او موافقیت کې «او تاسو نه پوهیږی» چې دا احوال څنګه دي.
بیا یې تفصیلي بیان کړ «نه وو ابراهیم علیه السلام یهودي او نه نصراني» د دوی دعوه یې کاذبه وګرځوله چې ابراهیم علیه السلام له دوی سره موافق دی.
بیا یې وفرمایل «لکن ابراهیم علیه السلام حق ته مایل مسلم (منقاد) دی»
که څوک ووایي تاسو وآیاست چې ابراهیم علیه السلام د اسلام په دین باندې و، له دې مو مطلب څه دی؟ په اصولو کې له اسلام سره موافق دی او که په فروعو کې؟ که اول مراد وي بیا خو په اسلام پوري نه دی خاص، بلکي له یهودیت او نصرانیت سره هم موافق دی ځکه اصول د ټولو انبیاؤ یو دي اختلاف په کې نشته، که مو مطلب فروع وي، بیا خو لازمه شوه چې محمد صلی الله علیه وسلم صاحب  شریعت نه دی، بلکي لکه د بل چا دین چې یې تائید کړی وي، حال دا چې فروعي مخالفت شته ځکه دا ښکاره ده چې په قرآن سره عبادت کول د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې نه و او د قرآن لوستل زموږ په لمونځ کې جائز دي او د دوی په لمونځ کې نه و جائز.
موږ وایو دا ممکنه ده چې موافقت په اصولو کې مراد شي او د ابراهیم علیه السلام اصول اګر که له نورو انبیاؤ سره موافق دي خو زموږ د وخت له یهودو او نصرانیانو سره موافق نه دي (ځکه دوی مشرکان دي) او دا هم جائز ده چې مراد فروع شي ځکه الله جل جلاله د ابراهیم علیه السلام شریعت د موسی علیه السلام په شریعت سره  منسوخ کړ بیا د محمد صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د موسی علیه السلام شریعت منسوخ کړی شو، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم صاحب شریعت دی، بیا چې کله اکثر شریعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابراهیم علیه السلام له شریعت سره موافق و نو لږ مخالفت موافقت ته ضرر نه رسوي[1].
وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ.[2]
ژباړه: «او وایي (یهود او نصارا) یهود او نصارا شئ چې هدایت ومومئ، ته ورته ووایه بلکي (موږ د) ملت ابراهیم (تابع داري کوو) په داسې حال کې چې حق ته مایل دی او نه دی له مشرکینو څخه».
والمقصود التعريض بأهل الكتاب…[3]
ژباړه: له دې څخه مقصد په اهل کتابو او عربو تعریض کول دي کوم چې د ابراهیم علیه السلام د اتباع دعوه لري او دوی په هغه دین ځانونه ګڼي چې احکام یې ابراهیمي شریعت پوري خاص دي لکه حج، ختنه (سنتي) و غیره.  په دوی تعریض دی ځکه چې د دوی په هره ډله کې شرک شته، یهود وایي عزیر علیه السلام د الله زوی دی، نصرانیان وايي عیسی علیه السلام د الله زوی دی، عربو د بتانو عبادت کاوه او ویل به یې ملائکه د الله لورګانې دي. (نعوذ بالله)
القول في تأويل قوله تعالى {أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلائِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلا عَظِيمًا}.[4]
يقول تعالى ذكره للذين قالوا من مشركي العرب الملائكة بنات الله…[5]
ژباړه: «آیا (الله جل جلاله) تاسوته (بهتر اولاد) زامن غوره کړي او خپله یې (کمزوری اولاد) ملائکه لوڼې ګرځولي»؟ بېشکه ډېره لویه خبره (افترا) کوئ.
الله جل جلاله عرب مشرکینو ته خطاب کوي، هغه چې ویل به یې، ملائکه د الله جل جلاله لور ګانې دي «آیا تاسو یې غوره کړي یاست» اې خلکو «رب ستاسو په زامنو سره» فرمایي آیا تاسو یې خاص ګرځولې یاست په نر مذکر اولاد سره؟ «او ځان ته یې ملائکه لوڼې ګرځولې» حال دا چې تاسو یې خپلو ځانو ته نه خوښوئ، بلکي ژوندۍ يې خښوئ او مړې کوئ یې، پس تاسو الله جل جلاله ته د هغه څه نسبت کوئ چې خپلو ځانو ته یې نه خوښوی «بېشکه تا سې ډېره لویه خبر کوئ» الله جل جلاله دغو درواغجنو مشرکینو ته فرمایي اې خلکو بېشکه تاسو  په خپلو خبرو کې وآیاست چې ملائکه د الله لوڼې دي، ډېره لویه خبرکوئ او په الله جل جلاله باندې دروغ تړی.
خطاب لمن قالوا الملائكة بنات الله…[6]
ژباړه: هغو ته خطاب دی چې ملائکه د الله جل جلاله لوڼې ګڼي، همزه لپاره د انکار ده (استفهام انکاري ده) او معنا یې دا ده آیا ستاسو پالونکي تاسو په بهتر اولاد باندې خاص کړي یاست چې زامن دي؟ «او ځان ته یې ملائکه لوڼې ګرځولې» دا خو بلکل ستاسو د عقل او عادت خلاف کار دی، «بېشکه تاسو ډېره لویه خبره کوئ» چې الله جل جلاله ته د اولاد نسبت کوي، حال دا چې دا خاصه د ځینو جسمونو ده ځکه چې ژر ختمیدونکي دي او بیا مو ځانونه په الله جل جلاله باندې بهتر ګرځولې، ځکه د هغه (اولاد) نسبت مو ورته کړی چې تاسو یې نه خوښوئ، بیا مو ملائکه چې بهتر د مخلوقاتو دي کمزوری مخلوق ګرځولی (ښځې مو ګڼلي).
قوله تعالى {إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ} أي من اتبعه في زمانه  وملته بعده {وَهَذَا النَّبِيُّ} يعني محمدا صلى الله عليه وسلم {وَالَّذِينَ آمَنُوا} يعني من هذه الأمة {وَاللَّه وَلِيّ الْمُؤْمِنِينَ}[7].
د الله جل جلاله قول «بېشکه له ټولو خلکو نه لائق په ابراهیم پوري هغه کسان دي چې د ده متابعت یې کړی» یعني د ده په وخت کې یې د ده تابعداري کړې وي  «او دغه نبي» یعني محمد صلی الله علیه وسلم  «او هغه چې ایمان یې راوړی» له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره، یعني له دې امت نه «بېشکه الله جل جلاله د مؤمنانو دوست دی».
کله چې جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه د صحابه ؤ له یوې ډلې سره حبشې ته هجرت وکړ او هلته میشت شوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او بیا د بدر واقعه پېښه شوه، پس قریش په دارالندوة کې سره جمع شول او ویې ویل، بېشکه په بدر کې د خپلو قتل شوو انتقام د محمد صلی الله علیه وسلم له هغو ملګرونه چې نجاشي سره دي اخیستل ممکن دي، نو مال را جمع کړئ او نجاشي ته هدیه ولېږئ کېدی شي له ده سره چې ستاسو قومیان دي تاسو ته در کړي او د دې لپاره دوه هوښیار نماینده ګان مقرر کړئ، بيا دوی عمرو بن العاص او عمارة بن الولید سره له قسما قسم تحائفو ولېږل، دوی د بحر له لارې حبشې ته لاړل، کله چې نجاشي ته ورننوتل سجده یې ورته وکړه، سلام یې واچاوو او دواړو ورته وویل بېشکه زموږ قوم ستا سو خیر خواه او شکر ګزار دي، بېشکه دوی موږ تا ته ددې لپاره رالېږلې یو چې تا له دغو راغلو څخه وډار کړو، ځکه دا د یو دروغجن سړي ډله ده چې په موږ کې را پیدا شو اوس ګمان کوي چې د الله رسول دی، غیر له بیعقلانو نه یې زموږ هیچا هم د ده متابعت نه دی کړې، بېشکه موږ په دوی تنګي کړې وه او یوې درې کې مو را حصار کړي وو هیڅوک هم دوی ته نه ورتلل، نه له دوی څخه څوک راوتی شول، لوږې او تندې مړه کړل، چې کله په دوی سختي زیاته شوه، تا ته یې خپل د تره زوی را ولېږه ترڅو ستاسو دین ملک او خلک خراب کړي، له دوی ویره وکړئ او موږ ته یې وسپارئ چې موږ یې چاره وکړو، دوی وویل د دغو خلکو نشاني دا ده چې کله تا ته راشي نه سجده درته کوي او نه هغه رنګه سلام درته کوي لکه څنګه چې خلک ستا سلام کوي ځکه دوی ستا له دین او طریقو نه اعراض کوي.
راوي وایي بیا نجاشي دوی را وغوښتل چې کله حاضر شول، جعفر رضی الله عنه په دروازه کې اواز وکړ حزب الله (د الله جل جلاله ډله) له تاسو اجازه غواړي، نجاشي وویل دغه اواز کونکي ته واویاست خپله خبره دوباره کړه، جعفر رضی الله عنه دوباره اواز وکړ، پس نجاشي وویل هو د الله جل جلاله چې پناه ورکونکی دی په امان سره را ننوځئ.
ویې ویل آیا ته نه اورې دوی څنګه د حزب الله اواز کوي او نجاشي څنګه جواب ورکړ؟ په دوی دواړو دا بده ولګېده، بیا دوی نجاشي ته ورننوتل او سجده یې ونه کړه، عمرو بن العاص وویل آیا تاسو نه ګورئ چې دوی تکبر کوي او سجده یې درته ونه کړه؟ بیا نجاشي دوی ته وویل تاسو څه شي ما ته له سجدې کولو او له هغه ډول سلام کولو نه چې د اطرافو خلک یې ما ته کوي منع کړئ؟
دوی وویل بېشکه موږ یوازي هغه ذات ته سجده کوو چې ته یې پیدا کړی او پاچا کړی یې، دا تا چې وویل همدا رنګه زموږ سلام هم وو او موږ د بتانو عبادت کاوه، بیا الله جل جلاله په موږ کې ریښتونی نبي را ولېږه، بیا یې موږ ته په هغه روغبړ امر وکړ چې الله خوښ کړی هغه د جنتیانو سلام دی، نجاشي پوه شو چې دا حق دی او دا په تورات او انجیل کې دی، ویې ویل اواز کونکی څوک وو چې حزب الله اجازت غواړي؟ جعفر رضی الله عنه وفرمایل زه وم، راوي وايي بیا یې خبرې شروع کړې او ویې فرمایل ته د ځمکې له پاچاهانو څخه یو یې او له اهل کتابو څخه یې، ستا په مخ کې نه ډېرې خبرې مناسب دي او نه ظلم او زه غواړم چې د خپلو ملګرو لخوا ځواب ووایم، ته دغو دواړو ته ووایه یو دې خبرې وکړي او بل دې چوپ شي او ته زموږ خبرې واوره.
عمرو جعفر رضی الله عنه ته وویل وایه، جعفر رضی الله عنه نجاشي ته وویل له دغو داوړو وپوښته چې موږ غلامان یو او که آزاد باعزته؟ که چیرته موږ غلامان یو له خپلو بادارانو تښتېدلې یو نو موږ دوی ته واپس کړه.
نجاشي ورته وویل دوی غلامان دي که آزاد؟ عمرو وویل بلکي دوی آزاد باعزته دي، نجاشي وویل دوی له غلامۍ خلاص شول.
 جعفر رضی الله عنه وویل پوښتنه وکړه آیا موږ ناروا وینه توی کړې چې دوی قصاص له موږ څخه اخلي؟ عمر وویل نه یوه قطره هم.
 جعفر رضی الله عنه وویل له دغو داوړو وپوښته آیا موږ په ناحقه د خلکو مالونه اخیستي چې په موږ یې ورکړه لازم ده؟
نجاشي وویل که ډېر مال هم وي ادا کول یې په ما دي، عمرو وویل نه، یو قیراط هم نشته، نجاشي وویل نو له دوی نه څه غواړی؟
عمرو وویل موږ او دوی په یوه امر او دین وو د خپلو پلرونو په دین باندې وو، دوی دا پریښود او بل دین یې غوره کړ، بیا د دوی قوم موږ راولېږلو چې دوی موږ ته راکړې.
نجاشي وویل په کوم دین باندې تاسو وئ چې پرې مو ښود او کوم دین مو غوره کړی؟ ما ته ریښتیا ووایه!
جعفر رضی الله عنه وفرمایل هغه دين چې مخکي موږ پرې وو او پرې مو ښود د شیطان دین وو، موږ په الله جل جلاله کافر وو او د تیږو عبادت مو کاوه او هغه دین چې موږ ور واوښتو، د اسلام دین دی. د الله رسول د الله جل جلاله لخوا موږ ته راوړ او کتاب یې د عیسی بن مریم علیه السلام د کتاب په څیر دی له هغه سره موافق دی.
نجاشي وویل اې جعفره! یوه لویه خبره دې وکړه صبر شه، بیا نجاشي امر وکړ او ناقوس یې وډنګاوو، ټول راهبان او علماء ورته راجمع شوو، چې کله راجمع شوو، نجاشي وویل زه تاسو ته قسم درکوم په هغه الله چې په عیسی علیه السلام یې انجیل نازل کړی، آیا تاسو په مابین د عیسی علیه السلام او ورځ د قیامت کې کوم لېږل شوی نبي وینئ؟
دوی وویل هو بلکل، بېشکه عیسی علیه السلام موږ ته د ده زېری را کړی او فرمایلې یې دي چا چې په ده ایمان راوړ، بېشکه په ما یې ایمان راوړ او چا چې له ده انکار او کفر وکړ بېشکه په ما یې کفر وکړ.
بیا نجاشي و جعفر رضی الله عنه ته وویل دا سړی تاسو ته څه وایي، په څه امر درته کوي او له څه مو منع کوي؟
جعفر رضی الله عنه وفرمایل موږ ته د الله جل جلاله کتاب وایي، په نېکیو امر کوي او له بدو مو منع کوي، له ګاونډي او یتیم سره په نېکي امر کوي او موږ ته امر کوي چې یوازي د یو الله چې شریک نه لري عبادت کوئ.
نجاشي وویل ما ته تلاوت کړه له هغه نه چې تاسو ته یې وایي، جعفر رضی الله عنه ورته سورت عنکبوت او سورت روم تلاوت کړ، د نجاشي او د ملګرو له سترګو یې اوښکې روانې شوې، عمرو غوښتل نجاشي غوصه کړي ویې ویل دوی عیسی علیه السلام او مور ته یې ښکنځل کوي.
نجاشي وویل تاسو د عیسی علیه السلام او د هغه د مور په باره کې څه وآیاست بیا یې سورت مریم تلاوت کړ.
نجاشي له خپل مسواک نه یوه وړوکی تار لرګی چې په سترګه کې د لوېدلې خزلې برابر وو را واخیسته او ویې ویل و الله! عیسی علیه السلام ستاسو له خبرې نه، د دې په اندازه هم نه دی زیات، بیا یې جعفر رضی الله عنه او د هغه ملګرو ته مخ ور واړاوه او ویې ویل لاړشئ تاسو زما په ځمکه کې په امن یاست او تاسو ته ضرر به ضمان او تاوان لري، بیا یې وویل خوشحاله اوسئ او مه ډارېږئ نن ورځ د حزب ابراهیم (د ابراهیم علیه السلام ډلې) ضائع کېدل نشته (د دوی حفاظت به کیږي).
عمرو وویل اې نجاشي! حزب ابراهیم څوک دي؟ نجاشي وویل د غه قوم او د دوی ملګرې هغه چې دوی د هغه لخوا راغلي (محمد صلی الله علیه وسلم) او د هغه تابعین.
مشرکینو له دې څخه انکار وکړ او د ابراهیمي دین دعوه یې وکړه، بیا نجاشي د عمرو بن العاص او د ملګري تحفې واپس کړې او ورته ویې ویل بېشکه ستاسو تحفې ما ته رشوت دی خپلې تحفې مو واخلئ، بېشکه الله جل جلاله زه پاچا ګرځولی یم او له ما نه یې رشوت نه دی اخیستی.
جعفر رضی الله عنه فرمایلې موږ واپس شو بیا موږ په ښایسته کور او ښه ګاونډيتوب کې وو او الله جل جلاله په دغه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې چې مدینه منوره کې و  په ابراهیم علیه السلام کې د دوی د بحث او مناظرې باره کې خپل قول نازل کړی «بېشکه له ټول خلکو نه لائق په ابراهیم پوري هغه کسان دي چې د ده متابعت یې کړی» یعني د ده په وخت کې یې دده تابعداري کړي وي  «او دغه نبي» یعني محمد صلی الله علیه وسلم  «او هغه چې ایمان یې راوړی» له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره، یعني له دې امت نه «بېشکه الله جل جلاله د مؤمنانو دوست دی».
نجاشي دا خبره چې مسلمانان یې د ابراهیم علیه السلام ډله وبلله نه یوازي د مشرکینو مشرانو په مخکي وکړه بلکي د عیسويانو د مذهبي راهنمآیانو په مخکي یې هم وکړه د عیسویانو علماؤ هیڅ انکار نه دی کړی.
القول في تأويل قوله {إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ (68)}
قال أبو جعفر يعني جل ثناؤه بقوله”إنّ أولى الناس بإبراهيم …[8]
ژباړه:  «ابراهیم علیه السلام سره له ټولو خلکو نه مناسب» بېشکه له ابراهیم علیه السلام او دده له کومک او ولآیت سره لایق او مناسب خلک «هغه دي چې دده تابع داري یې کړې وي» هغه دي چې دده په لارې او قانون روان وي، الله جل جلاله یو ګڼي او دین ورپوري خاص کوي او د ابراهیم طریقې خپلوي او د هغه په احکامو عمل کوي او دوی الله جل جلاله ته مایل منقاد تسلیم وي او شرک نه ورسره کوي «او دا نبي» یعني محمد صلی الله علیه وسلم دی «او هغه دي چې ایمان يې راوړی» یعني هغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی وي تصدیق کوي «الله جل جلاله د مؤمنانو دوست دی» الله جل جلاله کومک کونکی دی د هغو چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړی او د ټولو مخالفو ادیانو او ملتونو په خلاف یې دده د نبوت تصدیق په ټولو هغو اوامرو کې کړی وي چې دوی ته یې د الله جل جلاله له طرفه را وړي دي.
حدثنا أبو كريب قال حدثنا يونس قال حدثنا محمد بن إسحاق قال حدثني محمد بن أبي محمد مولى زيد بن ثابت قال حدثني سعيد بن جبير وعكرمة عن ابن عباس قال دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم بيت المِدْرَاس على جماعة من يهود فدعاهم إلى الله فقال له نعيم بن عمرو والحارث ابن زيد على أيّ دين أنت يا محمد؟ فقال”على ملة إبراهيم ودينه فقالا فإنّ إبراهيم كان يهوديًّا فقال لهما رسول الله صلى الله عليه وسلم فهلمُّوا إلى التوراة فهي بيننا وبينكم فأبيا عليه فأنزل الله عز وجل “ألم تَر إلى الذين أوتوا نصيبًا من الكتاب يُدْعونَ إلى كتاب الله ليحكم بينهم ثم يَتولى فريق منهم وهم معرضون “إلى قوله”ما كانوا يفترون”.[9]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدراس کور ته ورغی چې یو ټولی یهودان هلته موجود ول، دوی یې الله جل جلاله طرفته را وبلل، نعیم بن عمرو او حارث بن زید وویل ته په کوم دین باندې یې اې محمده صلی الله علیه وسلم ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل زه د ابراهیم په ملت او دین یم.
دوی دواړو وویل بېشکه ابراهیم علیه السلام یهودي و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل راځئ تورات زموږ او ستاسو په منځ کې دی (څه چې په تورات کې دي په هغه به فیصله وکړو) دوی دواړو انکار وکړ، بیا الله جل جلاله دا آیت نازل کړ «آیا نه ګورې هغو کسانو ته چې کتاب ورکړی شوی، دوی کتاب طرفته رابلل کیږي ترڅو په خپل منځ کې فیصله پرې وکړي، بیا یوه ډله له دوی نه مخ اړونکي دي.
حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلَانَ حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ أَبِيهِ عَنْ أَبِي الضُّحَى عَنْ مَسْرُوقٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ لِكُلِّ نَبِيٍّ وُلَاةً مِنْ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ وَلِيِّي أَبِي وَخَلِيلُ رَبِّي ثُمَّ قَرَأَ{إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ}.[10]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې د هر نبي لپاره له ابنیاؤ څخه خامخا یو دوست وي، بېشکه زما دوست زما پلار (ابراهیم علیه السلام) او د الله جل جلاله خاص دوست دی، بیا یې دا آیت تلاوت کړ {إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ}.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]  تفسير الرازي، سورة آل عمران، ایت: ۶۶ – ۶۷، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.

[2]  سورة البقرة، ایت: ۱۳۵.

[3]  تفسير الألوسي، سورة البقرة، دار الفکر، لبنان بیروت.

[4]  سورة الأسراء، ایت: ۴۰.

[5]  تفیسر الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[6]  تفسير البيضاوي، دار الفکر، بیروت لبنان.

[7]  تفسير البغوي، سورة آل عمران، ایت: ۶۸، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان. و كذا في خازن و نحوه.

[8]  تفسير الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[9]  تفسير الطبري، تحت اېة أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ (23). سورة آل عمران. دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[10]  سنن الترمذي، ابواب التفسیر،  بَاب وَمِنْ سُورَةِ آلِ عِمْرَانَ، ج ۲، المکتبة الحقانیة بشاور باکستان.

ابراهیم علیه السلام ابراهیمي ملت احزاب حق
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۸)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۷)

سه شنبه _11 _اگست _2026AH 11-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ۹۵)

دوشنبه _10 _اگست _2026AH 10-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۹)

سه شنبه _25 _اگست _2026AH 25-8-2026AD5 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۹) څلورم بحث: ملت ابراهیم ته منسوب احزاب…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD8 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷) د خلکو د حاکمیت او…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۸)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD9 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۸) څلورم بحث: ملت ابراهیم ته منسوب احزاب…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۶)

شنبه _22 _اگست _2026AH 22-8-2026AD14 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۶) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۹)

سه شنبه _25 _اگست _2026AH 25-8-2026AD

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۷)

یکشنبه _23 _اگست _2026AH 23-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.