Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ۹۵)
اسلام دوشنبه _10 _اگست _2026AH 10-8-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ۹۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
د حشراتو د ټولنیز ژوند او شاتو(ګبینو) اعجاز:
د شاتو مُچۍ او مېږی:
د حشراتو ټولنیز نظامونه الله تعالی د داسې حیرانوونکو ځانګړتیاوو سره پیدا کړي دي چې په هغوی کې د عمومي مصالحو د خوندي کولو لپاره د ګډ کار، تخصص، انعطاف او همغږۍ تر ټولو لوړې بېلګې لیدل کېږي. دا ټولنیز نظامونه د کوم مکلفیت له مخې نه، بلکې د هغوی د پیدایښتي جوړښت اوفطرت له مخې رامنځته شوي دي.
د دې الهي اعجاز له  ډېرو روښانو بېلګو څخه یوه یې،  د شاتو د مُچۍ حیرانوونکې ټولنه او ارزښتناک محصول یې، یعنې شات دي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ﴾[۱]
ژباړه: « او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي.»
دا آیت د مخلوقاتو د ټولنیز ژوند، همکارۍ او منظم نظام څرګندونه کوي.
په دې برخه کې به لومړی د «شاتو مچۍ او د شاتو د معجزه ډوله ګټو» او بیا د « مېږيانو او د هغوی د ټولنیز نظام» په اړه بحث وکړو، ترڅو په خلقت کې د الله تعالی د قدرت، حکمت ، اعجاز او نظم ځلانده نښې لا روښانه شي.
د شاتو مُچۍ او د شاتو په تولید کې الهي اعجاز:
حیرانوونکی ټولنیز نظام:
په ټوليزه توګه، د شاتومچۍ  یو معجزه ډوله ټولنیز نظام لري. په دې نظام کې دلاندې ځانګړتیاوو ترټولو لوړه کچه لیدل کېږي:
  • همکاري؛
  • نظم او جوړښت؛
  • تخصص؛
  • انعطاف او نرمښت.
دا هرڅه د دوی د ټولنې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره ترسره کېږي. دغه نظم تکویني او طبعي بڼه لري او د الله تعالی د پیدایښتي تدبیر او حکمت څرګندونه کوي.
 شات؛ د انسان لپاره شفا:
الله تعالی فرمایي: ﴿يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ﴾[۲]
ژباړه:«د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې د خلكو لپاره شفا ده.»
د قرآن کریم له نزول نه مخکې خلکو  یوازې د شاتو غذایي ارزښت پېژانده، خو له طبي او روغتیايي ځانګړتیاوو څخه یې ناخبره وو. دغه آیت د قرآن کریم د علمي اشاراتو څخه دی چې څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې یې دې حقیقت ته اشاره کړې وه.
د شاتو طبي ځانګړتیاوې:
اصلي او طبیعي شات، چې له ګلانو څخه جوړېږي، فعال انزایمونه لري چې د لوړې تودوخې او اوږدې مودې ساتنې له امله زیان ویني؛ له همدې امله غوره ده چې په طبیعي ډول وکارول شي.
علمي څېړنو ښودلې چې اصلي شات د انسان د بدن پر ټولو غړو او سیستمونو مثبت اغېز لري، لکه:
  • د هاضمې سیستم:  د معدې او کولمو د التهاب مخنیوی، د هضم ښه والی او د کولمو د خرابېدو مخنیوی.
  • هډوکي:  د ودې چټکتیا او د معدني موادو د جذب اسانتیا.
  • عصبي سیستم:  د تشویش او اضطراب کمول او د خوب ښه کول.
  • پوستکی او ټپونه:  د ټپونو د رغېدو بهیر تر درې برابره ګړندی کوي.
  • زړه او د وینې رګونه :د زړه او رګونو ساتنه او د هغوی د فعالیت پیاوړتیا.
  • د شکر ناروغان: د ساده او ژر هضمېدونکو قندو د شتون له امله، په مناسب ډول کارول یې نسبتاً مناسب ګڼل کېږي.
شات له اویاوو څخه ډېرې ګټورې او فعالې مادې لري؛ لکه: انزایمونه، ویټامینونه، معدني مواد  او د طبیعي قندو دولس ډولونه، چې هر یو یې ځانګړې روغتیايي ګټې لري.
مېږی او کره ټولنیز نظام یې:
عمومي ځانګړتیاوې:
مېږی یوه ټولنیزه او منظمه حشره ده چې له (۹۰۰۰) څخه زیات ډولونه لري او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.
ځینې ډولونه یې په یوه ځای کې مېشت وي او ځینې نور یې متحرک ژوند لري.
د مېږیو د ژوند مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
  • همکاري او متقابل ملاتړ؛
  • د دندو کره وېش؛
  • له طبیعي سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه.
دا هر څه د کوچنیو ژوو د ټولنیز ژوند له معجزه ډوله بېلګو څخه دي.
درجه بندي او د دندو وېش:
ملکه: تر ټولو لویه مېږۍ ده او اصلي دنده یې د هګیو اچول او خپلې ټولنې ته لارښوونه ده.
کاریګر مېږي:
کاریګر مېږي بېلابېلې دندې ترسره کوي، لکه:
  • د بچیانو پالنه؛
  • د خوړو راټولول؛
  • د ځالو ساتنه او پاکوالی؛
  • دفاع او امنیت؛
  • د کثافاتو لېږد او د مړو مېږیو ښخول.
عسکر مېږي:
د دوی دنده د ځالې ساتنه او د دښمن پر وړاندې جګړه او دفاع ده.
معماري او د خوړو زېرمه:
د مېږیو ځالې د استوګنې خونې، زېرمتونونه او پېچلي تونلونه لري چې په ډېر منظم ډول جوړ شوي وي.
مېږي د لارې د موندلو لپاره له خوشبویه کیمیاوي موادو څخه استفاده کوي. دغه مواد د هغوی د کیمیاوي ژبې او د ګډې لارښوونې وسیله ده. مېږي کولی شي دخپل وزن (۳۰۰۰)  برابره درانه بارونه پورته او ولېږدوي، همدارنګه د خوړو او د خپلې ټولنې ساتنه هم په ډېر منظم ډول ترسره کوي.
د مېږیو اړیکې او ژبه:
د مېږیو ترمنځ اړیکې په څو ډولونو ترسره کېږي:
  • کیمیاوي ژبه: د خبرتیاوو او پیغامونو د لېږد لپاره.
  • غږیزه او حرکتي ژبه: د ګډ کار او همغږۍ لپاره.
  • ځانګړي حواس: اوږدې شاخکې (انتنونه) چې د شیانو د احساس او د حرکت د تنظیم لپاره یې کاروي.
دا هر څه د مېږیو د ټولنیزې هوښیارۍ ، منظم ژوند او د الله تعالی د ستر تدبیر څرګندې نښې دي.
الهي اعجاز:
د مېږي او د شاتو د مچۍ د ژوند نظام د همکارۍ، د دندو د وېش، تخصص او انعطاف ښکاره بېلګه ده.
شات، چې د شاتو د مچۍ د هڅو محصول دی، یو طبیعي او حیرانوونکي درمل دي چې معاصر علم یې ډېرې ګټې را څرګندې کړې دي، په داسې حال کې چې قرآن کریم څه باندې زر کاله مخکې دې حقیقت ته اشاره کړې وه.
همدارنګه مېږی د خپل ټولنیز نظم او سترذکاوت له لارې انسان ته د همکارۍ، د سرچینو د ساتنې او سم مدیریت درس ورکوي.
لنډیز:
ټولنیز حشرات؛ لکه د شاتو  مچۍ او مېږي او د  دوی د پیدایښت اعجاز، انسان ته ډېر ستر درسونه وړاندې کوي.
۱– د قرآن کریم علمي اعجاز:
قرآن کریم د شاتو د طبي ځانګړتیاوو او د شاتو د مچیو د دندو د وېش یادونه هغه مهال کړې وه چې معاصر علم لا دغو حقایقو ته نه و رسېدلی.
۲– ټولنیز نظم او همغږي:
د حشراتو ټولنې د منظم جوړښت ، تخصص او بې سارې همکارۍ غوره بېلګې دي، چې انسان د الله تعالی د آیتونو او د خلقت د حیرانوونکي نظم په اړه فکر او تدبر ته رابولي.
۳– اخلاقي او ټولنیز درسونه
همکاري، مسئولیت‌پالنه او یو بل سره مرسته هغه ارزښتونه دي چې انسان یې له دغو حشراتو څخه زده کولی شي او په خپل فردي او ټولنیز ژوند کې یې عملي کولای شي.
په پایله کې ویلای شو چې د حشراتو او د هغوی د محصولاتو، په ځانګړې توګه د شاتو، علمي او کره مطالعه نه یوازې د هغوی غذایي او روغتیايي ارزښت څرګندوي، بلکې د الله تعالی د خلقت اعجاز، حکمت او په نړۍ کې د هغه د حیرانوونکي نظم او همغږۍ ښکاره ثبوت هم وړاندې کوي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچينې:
  1. الأنعام: 38
  2. النحل: 69
  3. د مطلب لنډیز له : موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 218 -212.

اسلام اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (برخه: ۵)
Next Article فراماسونري (برخه : ۴۸)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD28 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD28 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD27 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD20 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.