Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )
اسلام سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )
د ورېښمو چینجی او د شاتو مچۍ؛ په خلقت کې د الهي حکمت، لارښوونې اوبشپړتیا ځلانده بېلګې
قرآن کریم انسان تل د طبیعت په پدیدو کې فکر او تأمل ته رابولي او هغه د یقین دخاوندانو لپاره څرګندې نښې ګڼي. الله تعالی فرمایي:
﴿وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ﴾[١]
ژباړه: «او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره.»
د دغو الهي نښو له ډلې څخه د حشراتو نړۍ، له خپل ټول نظم، ظرافت او حیرانوونکو ځانګړنو سره، د الهي اعجاز له خورا روښانه بېلګو څخه ده.
په دې برخه کې د حشراتو له نړۍ څخه دوه مهمې نمونې، د ورېښمو چینجی او د شاتو مچۍ، څېړل کېږي؛ دا واړه موجودات د الهي تدبیر او لارښوونې سترعظمت په داسې خاموشه ژبه څرګندوي چې له هر ډول وینا څخه ډېر اغېزمن دي.
د ورېښمو چینجی او ورېښم؛ د طبیعي انجینرۍ معجزه
د ورېښمو چینجی د پوهانو له نظره د «نساجۍ بې سیاله پاچا» بلل کېږي. کله چې د دې کوچني موجود د خولې ترشح له هوا سره تماس ومومي، سمدستي کلکېږي او د ورېښمو په تار بدلېږي. دغه ترشح په ځانګړي پروټیني موادو پوښل شوی وي چې ورېښمو ته د ملغلرو په څېر طبیعي ځلا او زړه راښکونکې ښکلا وربښي.
د ورېښمو چینجی په هره دقیقه کې نږدې شپږ اېنچه تار اوبي، او په پرلپسې توګه، د ټول تار اوږدوالی یې تر درې سوه مترو رسېږي. شاوخوا درې سوه شپېته کوکونونه (پیلې) د یوه ورېښمینې کمیس د جوړولو لپاره بسنه کوي، خو د دې جامې وزن بیا په حیرانوونکې توګه ډېر لږ وي.
تر اوسه انسان نه دی توانېدلی چې د لاندې ځانګړنو درلودونکی د ورېښمو تار جوړ کړي؛ ځکه چې:
·        وزن یې په بې‌سارې توګه سپک دی؛
·        کلکوالی یې له فولادو هم زیات دی؛
·        ښکلا، نرموالی او ځلا یې طبیعي او تلپاتې ده.
له بلې خوا، پنځه ویشت زره پیلې یوازې د یو رطل ورېښمو معادل دي او لس زره پیلې یوازې یو کیلوګرام ورېښم تولیدوي. د سپکوالي، ځواک او ښکلا دا حیرانوونکې مجموعه د الله تعالی د بشپړ صنعت او حکمت څرګنده نښه ده، لکه څنګه چې فرمایي:
﴿صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ﴾ [٢]
ژباړه: « د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي »
سربېره پر دې، د ورېښمو د چینجي ځینې ډولونه داسې ورېښم تولیدوي چې طبیعي طلایي یا “سپین زر- ملغلرین” رنګ لري. دا رنګونه نه د لمر په تودوخه بدلېږي او نه هم د رنګ ورکولو کیمیاوي موادو ته اړتیا لري؛ بلکې د سرو زرو او ملغلرو په څېر ثابت او تلپاتې وي.
دا ټولې هغه نښې دي چې الله تعالی په ځمکه کې خپرې کړې دي، څو انسان د هغه علم، قدرت، رحمت، عظمت او بې‌ساریتوب درک کړي. الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ [٣]
ژباړه: « خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډاريږي»
په پیدایښت (خلقت) کې د فکرکولو لپاره د قرآن کریم بلنه
قرآن کریم د نړۍ او کایناتو په پدیدو کې فکر او تأمل ژورعبادت ګڼي او فرمایي:
﴿إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ﴾[٤]
ژباړه: «د اسمانو او ځمكې په پيدايښت او د شپى ورځې په اوښتون كې حتماً عقلمندو ته ډېرې نښې (د عبرت) دي. »
انسان باید په هر حالت کې، که ولاړ وي، که ناست وي، که په کور کې وي او که د خلکو په منځ کې، د خپل پیدایښت، اړتیاوو، خپلو جامو او د وړۍ او ورېښمو په تار کې، چې بشر یې تر اوسه د بشپړ تقلید توان نه لري، فکر وکړي، څو یې ایمان له تقلیدي مرحلې څخه د یقین تر درجې لوړ شي.
د شاتو مچۍ؛ د الهي پیدایښت یوه ستره نښه
د شاتو مچۍ د الله تعالی د قدرت او حکمت له سترو نښو څخه ده. الله تعالی فرمایي:
﴿وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ﴾ [ه]
ژباړه: « او ستا رب د شاتو مچۍ ته په زړه كې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو څپرو كې چې خلک يې لوړې جوړوي، كورونه جوړ كړه. »
په دې آیت کې د مؤنث صیغو لکه «اتَّخِذِي»، «كُلِي» او «فَاسْلُكِي» کارول دا څرګندوي چې دا خطاب د ښځینه (کارګرې) شاتو مچۍ ته شوی دی؛ هماغه مچۍ چې د ځالې جوړولو، د شاتو تولید او د مُچیود ټولنې د چارو د سمبالولو مسؤلیت پر غاړه لري.
د شاتو مچۍ یوازینی حشره ده چې د ګلونو شیره زېرمه کوي، موم او شات تولیدوي او په عین وخت کې د نباتاتو د تکثر(بارورۍ) مهم رول هم ترسره کوي؛ مانا دا که مچۍ نه وای، ډېرو نباتاتو به هېڅکله مېوه او حاصل نه ورکاوه.
د شاتو مچۍ حیرانوونکې علمي ځانګړنې
د شاتو مچۍ ډېر کره او منظم ټولنیز نظام لري؛ داسې همغږی نظام چې پېچلتیا یې د ډېرو پرمختللو بشري ټولنو څخه هم لوړه ده.
هره مچۍ د شاتو د یوه څاڅکي د برابرولو لپاره له زرو څخه زیاتو ګلونو ته ورځي، او د سل ګرامه شاتو د راټولولو لپاره نږدې یو میلیون ګلونو ته اړتیا وي.
د مچۍ د الوتنې سرعت په ساعت کې تر “۶۵” کیلومترو رسېږي، او کله چې شات لېږدوي، سره له دې چې بار یې د خپل بدن د وزن نږدې دوه پر دریمه برخه وي، بیا هم شاوخوا “۳۰” کیلومتره فی ساعت الوتنه کوي.
د یو کیلوګرام شاتو د تولید لپاره د شاتو مچۍ نږدې “۴۰۰” زره کیلومتره واټن وهي؛ دا واټن د ځمکې شاوخوا له لسو بشپړو چکرونو سره برابر دی.
د دې اوږدو سفرونو پر مهال په شاتو کې ډېر پېچلي کیمیاوي بدلونونه رامنځته کېږي؛ داسې بدلونونه چې د شاتو مچۍ د انسان له معاصرو صنعتي پرمختګونو څخه ډېر پخوا ترسره کول.
ملکه، کارګرانې او د کندو معجزه ډوله نظم
د مُچیو ملکه د کندو(ځالې) تر ټولو مشره غړې ده او د پسرلي په موسم کې هره ورځ له زرو څخه تر دوو زرو پورې هګۍ اچوي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې دوی دا هګۍ په بېلابېلو ځایونو کې ږدي؛ د ملکو هګۍ په یوه ځانګړي ځای، د نرانو هګۍ په بل ځای او د کاریګرو هګۍ په جلا برخه کې، څو هر یو د خپل راتلونکي نقش مطابق ځانګړې غذا ترلاسه کړي؛ لکه د هر نوي راتلونکي مولود ډول چې له وړاندې دوی ته معلوم وي.
په ځاله کې د دوی دندې په ډېر دقت سره وېشل شوې دي؛ د ملکې خدمتګارې، د بچیو پالونکې، اوبه راوړونکې، هوا برابروونکې، ساتونکې، د شپږضلعي حجرو جوړوونکې او د ګلونو د سرچینو پلټونکې مچۍ هره یوه خپله ځانګړې دنده لري.
حتی د دوی اړیکه هم د ځانګړو رقصونو له لارې ترسره کېږي، چې د خوړو واټن، لوری او اندازه نورو مچیو ته په کره ډول ښيي.
شات؛ شفا او د قرآن کریم د اعجاز بېلګه
الله تعالی فرمایي:
﴿يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ﴾ [٦]
ژباړه: «د دوى له ګېډو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده»
د پام وړ ټکی دا دی چې په قرآن کریم کې د «شفاء» کلمه یوازې په دوو ځایونو کې راغلې ده: د شاتو او د قرآن کریم په اړه؛ ګواکې شات د بدن شفا ده او قرآن د روح شفا.
نن ورځ د شاتو روغتیايي ارزښت تر غذایي ارزښت څو چنده لوړ ثابت شوی او ګڼې د معاصر ساینس له خوا یې هم روغتیايي ګټې تایید شوې دي.
غریزي وحی او د الهي لارښوونې اعجاز
په قرآن کریم کې وحی په بېلابېلو ډولونو ذکر شوې:  تشریعي وحی چې پیغمبرانو ته کېږي، الهامي وحی چې ځینو عادي انسانانو ته کېږي، او غریزي وحی چې د شاتو مچۍ په څېر مخلوقاتو ته کېږي.
لکه څنګه چې الله تعالی ځمکې ته وحی کوي، همدارنګه یې د شاتو مچۍ ته هم ځانګړې غریزي لارښوونه کړې ده؛ ځکه دا کوچنی مخلوق د انسانانو لپاره ستر خدمت ترسره کوي.
 قرآن کریم د شاتو د مچیو په اړه د مؤنث صیغې کارولې دي، حال دا چې دا علمي حقیقت ډېرې پېړۍ وروسته وپېژندل شو، دا پخپله د قرآن کریم د اعجاز یو روښانه دلیل دی.
په پایله کې باید ووایو چې په رښتیا سره د حشراتو نړۍ، په ځانګړې توګه د ورېښمو چینجی او د شاتو مچۍ، د الهي اعجاز د مشاهده کولو پراخ ډګر دی؛ داسې اعجاز چې د نظم، ښکلا، ګټورتیا او الهي لارښوونې په بڼه راڅرګندېږي.
دا نښې انسان له تقلیدي ایمان څخه څېړنیز او یقیني ایمان ته رسوي او دې حقیقت ته یې متوجه کوي چې د دغو کوچنیو مخلوقاتو حیرانوونکې کړنې د تصادف پایله نه، بلکې د الله تعالی د لارښوونې، تدبیر او حکمت څرګندې بېلګې دي.
الله تعالی بیا هم فرمایي:
﴿وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ﴾[٧]
ژباړه: «او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره»
دغه ټولې پدیدې د الله تعالی د بې‌ ساري قدرت، علم او حکمت یادونه کوي. الله تعالی فرمایي:
﴿فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ﴾ [٨]
ژباړه: «نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ.»
نو پایله دا چې، که انسان د د دغو حشراتو د پیدایښت په رازونو فکر وکړي، نو ایمان یې لا ټینګ او قوي کېږي او ” د طبیعت د نښو او د خلقت د اعجاز” له لارې د خپل رب ستر عظمت په خپلو سترګو ویني.[٩]
 دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:

[۱] الذاریات: ۲۰.

[۲] النمل: ۸۸.

[۳] فاطر: ۲۸.

[۴] آل عمران: ۱۹۰.

[۵] النحل: ۶۸.

[۶] النحل: ۶۹.

[۷] الذاریات: ۲۰.

[۸] الروم: ۱۷.

[۹] د مطلب لنډیز له: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ۲ ټوک، مخونه ۲۰۵–۲۱۲.

مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleد انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)
Next Article ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۸)

شنبه _18 _جولای _2026AH 18-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۷)

چهارشنبه _15 _جولای _2026AH 15-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD8 Views

لیکوال: میا نور اَغا ابراهیمي ملت (برخه: ۱) بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD4 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ ) د ورېښمو چینجی…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)

یکشنبه _19 _جولای _2026AH 19-7-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۸)

شنبه _18 _جولای _2026AH 18-7-2026AD12 Views

لیکوال: مولوي عبدالله عزام مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۸) د امام ابوحنیفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهیمي ملت (برخه: ۱)

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه : ٩٤ )

سه شنبه _21 _جولای _2026AH 21-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.