لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)
د حضرت یعقوب (علیه السلام) خپګان، شکایت او دهغه د اولادونو اندېښنه
کله چې حضرت یعقوب (علیه السلام) د بنیامین د پېښې او په مصر کې د خپل مشر زوی د پاتې کېدوڅخه خبر شو، له خپلو زامنو څخه یې مخ واړاوه او ویې فرمایل:
﴿يَا أَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ﴾[1]
ژباړه: «هاى د یوسف غمه! او دواړه سترګې يې له غمه سپينې شوې او دى له غم او غوسې ډک و.
کله چې د یعقوب علیه السلام زامنو د پلار ژور غم او کړاو ولید، د شفقت له مخې یې ورته وویل:
﴿تَاللَّهِ تَفْتَؤُا تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ﴾[2]
ژباړه: «په الله قسم ته خو تر هغه پورې همېشه يوسف يادوې چې يا ډېر كمزورى ناروغ او يا ځان هلاك كړې.»
حضرت یعقوب (علیه السلام) په ځواب کې ورته وفرمایل:
﴿إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾[3]
ژباړه: «خبره دا ده چې زه خو مې د خپل خپګان او غم فرياد يوازې الله ته كوم او د الله له خوا نه په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.»
الله تعالی ته شکایت وړاندې کول روا او مشروع عمل دی (ځکه الله تعالی د حضرت یعقوب (علیه السلام) دا وینا له هېڅ ډول ملامتۍ پرته نقل کړې ده.) الله تعالی ته شکایت کول په حقیقت کې دعا او دهغه له دربار څخه د غم او ستونزې د لرې کولو غوښتنه ده، او دعا کول مشروع عبادت دی. الله تعالی فرمایي:
﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ﴾[4]
ژباړه: «او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي.»
خو له الله تعالی پرته بل چاته د داسې شکایت وروړل چې د ستونزې د لرې کولو تمه ترې وشي، روا نه دي؛ ځکه د ضرر او زیان لرې کوونکی ذات یوازې الله تعالی دی. الله تعالی فرمایي:
﴿وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ﴾
ژباړه: «كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي.» خو که د شکایت موخه د الهي تقدیر پر وړاندې بېصبري، نارضایتي او ګیله وي، نو دا کار حرام او له سترو ګناهونو څخه شمېرل کېږي.
د حضرت یعقوب علیه السلام له خوا د حضرت یوسف (علیه السلام) او د هغه د ورور د لټون امر
حضرت یعقوب (علیه السلام) د حضرت یوسف (علیه السلام) د رښتیني خوب، الهي الهام او د رحمت د نښو پر بنسټ خپلو زامنو ته وفرمایل:
﴿يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ﴾[6] ژباړه: «اې زما زامنو ځئ، د يوسف او د هغه د ورور پلټنه وكړئ او د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، حقيقت دا دى چې د هغه له رحمته پرته له كافرانو بل څوک نه ناهيلي كيږي.»
هو، د الله تعالی له رحمت څخه ناهیلې کېدل د لویو ګناهونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
زامن یې سمدستي د خپلو وروڼو پر لور روان شول. کله چې د حضرت یوسف (علیه السلام) حضور ته ورسېدل، په ډېرې عاجزۍ او احترام یې وویل:
﴿يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ﴾
ژباړه: «ای عزيزه! موږ او زموږ كورنۍ ډېره كړېدلې او پانګه مو هم نيمګړې غوندې راوړې ده نو موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، بې شكه الله خيرات کوونكو ته بدله وركوي.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې :
[1] یوسف: ۸۴.
[2] یوسف: ۸۵.
[3] یوسف: ۸۶.
[4] بقره: ۱۸۶.
[5] انعام: ۱۷.
[6] یوسف: ۸۷.
[7] یوسف: ۸۸.


