لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)
له مسئولیت څخه د وروڼو ځان خلاصونه
کله چې وروڼو ولیدل د پاچا د اوبوجام (پیمانه) د بنیامین له بار څخه راوایستل شوه، ډېرشرمنده شول؛ خو د خپلې تېروتنې د منلو پر ځای یې خپل وروربنیامین د یوسف سره تشبیه کړ، په دې ډول یې ځانونه بېګناه وښودل او ویې ویل: «که ده غلا کړې وي، نو تر ده مخکې یې ورور (یوسف) هم غلا کړې وه.» دا خبره د هغوی د زړونو د پخوانۍ کینې او دښمنۍ څرګندونه وه.
حضرت یوسف علیه السلام د دوی دا تور په زړه کې پټ وساته او د هغوی د ملامتولو لپاره یې وفرمایل: ﴿قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ﴾[1] ژباړه: «(پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ.»
د وروڼو غوښتنه او د حضرت یوسف علیه السلام ټینګ دریځ
د بنیامین وروڼو غوښتل چې له خپل پلار سره کړې ژمنه پوره کړي؛ نو په ډېرې عاجزۍ یې د مصر له عزیز څخه غوښتنه وکړه چې ورور یې بنیامین خوشې کړي او د هغه پر ځای له دوی څخه یو تن وساتي.
﴿قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ ۖ إِنَّا إِذًا لَّظَالِمُونَ﴾[2] ژباړه: «دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو. يوسف وويل: الله پورې پنا غواړو له دې نه چې څوک ونيسو پرته له هغه چې خپل سامان مو ورسره موندلى دى كنه بيا خو به موږ ظالمان يو »
د مشر ورور د پاتې کېدو پرېکړه
کله چې وروڼه د حضرت یوسف علیه السلام له قانع کولو څخه ناهیلي شول، د مشورې لپاره یوې څنډې ته شول. مشر ورور یې هغوی ته وویل: ﴿أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ﴾[3] ژباړه: «آيا نه پوهېږئ چې پلار مو د الله په نامه پوخ لوظ در څخه اخيستى او هغه ړومبى مو چې د يوسف په هكله څه زياتى كړى (هغه هم درمعلوم دى) نو زه خو به له دې ځايه ولاړ نه شم څو چې پلار مې اجازه نه وي راته كړي، يا خو الله څه پرېکړه را ونكړي او هماغه ښه پرېکړه كوونكى دى.»
وروسته یې کشرانووروڼو ته د سپارښتنې په ډول وویل: ﴿ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ﴾[4] ژباړه: «پلار ته مو ورستانه شئ او ورته وواياست چې زوى دې غلا كړې ده! او موږ له هغه پرته چې راته معلوم دي د بل څه شاهدي نه وايو او نه موږ د غيبو ساتونكي يو. او هغه كلى وپوښته چې موږ پكې وو او هغه كاروان چې موږ ورسره راغلو او بې شكه موږ ريښتيني يو.»
زامنو ته د حضرت یعقوب علیه السلام ځواب او د لټون امر
کله چې حضرت یعقوب علیه السلام د بنیامین په اړه د خپلو زامنو خبرې واورېدې اودا چې هغوی ځانونه له غلا څخه پاک او لرې وښودل، د دوی د پخوانیو درواغو له امله یې خبرې ونه منلې او ورته ویې ویل: ﴿بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ﴾[5] ژباړه: « يعقوب علیه السلام) وويل: (نه) بلكې خپلو نفسونو مو كوم كار درته ښايسته كړى نو زه به په دې ښه صبر كوم »
دا چې حضرت یعقوب علیه السلام په زړه کې پوره باور درلود چې حضرت یوسف علیه السلام ژوندی دی، نو په پوره ډاډ او امید سره یې خپل رب ته مخ واړاوه او دعا یې وکړه: ﴿عَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ﴾[6] ژباړه: « نږدې ده چې الله دوى ټول راته راولي، بې شكه هماغه ډېر ځيرک پوه دى.»
په دې وخت کې د حضرت یعقوب علیه السلام د غم او کړاو کچه خپل اوج ته ورسېده.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1]. یوسف: ۷۷.
[2]. یوسف: ۷۹-۷۸.
[3]. یوسف: ۸۰.
[4]. یوسف: ۸۲-۸۱.
[5]. یوسف: ۸۳.
[6]. یوسف: ۸۳.


