Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)
اسلامي علما یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)
امام عيسی بن يونس (مړ ۲۶۴هـ ق ) ويلی دی: لاتتكلمن فِي أَبِي حَنِيفَةَ بِسُوءٍ وَلا تُصَدِّقَنَّ أَحَدًا يسئ الْقَوْلَ فِيهِ فَإِنِّي وَاللهِ مَا رَأَيْتُ أَفْضَلَ مِنْهُ وَلا أَوْرَعَ مِنْهُ وَلا أَفْقَهَ مِنْهُ. يعنې: د امام ابو حنيفه په اړه بدې خبرې مکوئ او په اړه يې پر هيڅ بدې خبرې باندې باور مکوئ، په الله قسم چې ما له ده څخه افضل فقيه او صاحب د تقوا ندی ليدلی. امام ابن عبدالبر يې په اړه ويلي دي: قد اثنى عَلَيْهِ قوم كثير لفهمه ويقظته وَحُسْنِ قِيَاسِهِ وَوَرَعِهِ وَمُجَانَبَتِهِ السَّلاطِينِ. (يوې سترې ډلې دمخکينيو علماوو يې د فهم، ځيرکي، د ښو قياسونو، تقوا او دسلاطينو څخه د لرې  والي په دليل سره ستاینه کړې ده.)
سفيان بن عيينه رحمه الله  فرمايی: ما مقلت عينی مثلَ أبی حنيفة، یعنی زما سترګو د امام ابوحنيفه رحمه الله په څېر شخصيت نه دی ليدلی. د جرحې او تعديل امام حضرت يحيی بن سعيد القطان رحمه الله فرمايي: انه واللهِ لأعلم هذه الأمة بما جآء عن الله و رسوله. يعنې: قسم په الله ابوحنيفه رحمه الله د دې امت ترټولو پوه شخص دی، د هغه څه په نسبت چې له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يی راوړي دي.
د امام بخاري رحمه الله استاد يحيی بن معين رحمه الله فرمايي: عدلٌ، ثقةٌ، ما ظنّک بمن عدّله ابن المبارک و وکيعٌ. يعني: امام ابوحنيفه رحمه الله عادل او د اعتماد وړ دی. ستا ګمان د هغه چا په اړه څه دی چې عبدالله بن مبارک او وکيع بن الجراح رحمه الله د هغه تعديل او توثيق کړی دی؟
حافظ محمد بن يوسف شافعی رحمه الله په خپل کتاب عقود الجمان کې ليکلي دي: کان ابوحنيفه رحمه الله من کبار حفاظ الحديث وأعيانهم. يعنی:  امام ابوحنيفه رحمه الله د حديثو له سترو حفاظو او غوره علماوو څخه و. حافظ ابن عبدالبر مالکي رحمه الله (مړ۴۶۳ هـ ق) ليکلي دي: روی حماد بن زيدٍ عن أبی حنيفه أحاديث کثيرةً. يعني: حماد بن زيد له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه ډير زيات احاديث روايت کړي دي.علامه ذهبی رحمه الله دامام ابوحنيفه رحمه الله معرفي داسې کوي: أبوحنيفه الامام الأعظم فقيه العراق، متورع، عالم، عامل، متعبد، کبيرالشان. يعنی: ابوحنيفه رحمه الله امام اعظم، د عراق فقيه، پرهيزګاره او پوه، عامل په علم، عبادت کوونکی، او د لوړ منزلت درلودونکی شخص دی.
د اسلامي نړۍ ستر مورخ علامه ابن خلدون فرمايي: انّه من کبار المجتهدين فی علم الحديث. يعني امام ابوحنيفه رحمه الله د مجتهدينو له مشرانو څخه په علم د حديث کې دی. امير المحدثين علي بن مديني رحمه الله فرمايي: هو ثقةٌ لابأس به. يعني امام ابوحنيفه رحمه الله د اعتماد وړ دی (روايت) يې کوم مشکل نه لري. همدارنګه امام شافعي رحمه الله ليکي چې امام مالک څخه پوښتنه وشوه چې آيا تا امام ابوحنيفه رحمه الله ليدلی د؟ هغه وفرمايل: هو! ليدلی مې دی، هغه داسې شخص و که يې تا ته د دې ستنې د سرو زرو د ثابتولو دلائل وړاندې کړي وای نو هغه به خامخا په خپل دلیل کې کاميابه شوی و (دا پايه به يې ثابته کړې وای چې د سرو زرو ده).
ستر مورخ شيخ محمد بن يوسف صالحي په خپل مقبول او جامع کتاب « عقودالجمان فی مناقب الامام الاعظم أبی حنيفة النعمان» کې د امام اعظم رحمه الله مقام او منزلت په لاندې ډول سره ليکي:  إعلم رحمك الله أنّ اﻹمام أباحنيفة رحمه الله مِن كِبار حفّاظ الحديث وقد تقدّم أنّه أخذ عن أربعة آلاف شيخ من التابعين وغيرهم و ذكره الحافظ الناقد ابوعبدالله الذهبي في كتابه الممتع طبقات الحفّاظ من المحدثين منهم ولقد أصاب وأجاد، ولولاكثرة إعتنائه بالحديث ماتهيأ له إستنباط مسائل الفقه فإنّه أوّل من استنبطه من اﻷدلّة.
پوه شه!  الله دې پرتا رحم وکړي، پرته له شکه امام ابو حنيفه رحمه الله د احاديثو د سترو حفاظو څخه ګڼل کيږي په مخکې صفحاتو کې بيان شوي چې دی له تابعينو، شيوخو او نورو څخه علم حاصل کړی دی.
علامه ابن خلکان رحمه الله په وفيات الأعيان کې ليکي:  أبوحنيفة النعمان بن ثابت بن زوطى بن ماه الفقيه الكوفي، مولى تيم الله ابن ثعلبة، وهو من رهط حمزة الزيات؛ كان خزازاً يبيع الخز، وجده زوطى من أهل كابل([1])، وقيل بابل، وقيل من أهل الأنبار، وقيل من أهل نسا، وقيل من أهل ترمذ، وهو الذي مسه الرق فأعتق، وولد ثابت على الإسلام. وقال إسماعيل بن حماد بن أبي حنيفة: أنا إسماعيل بن حماد بن النعمان بن ثابت بن النعمان بن المرزبان، من أبناء فارس من الأحرار، والله ما وقع علينا رق قط. ولد جدي سنة ثمانين، و ذهب ثابت إلى علي بن أبي طالب، وهو صغير، فدعا له بالبركة فيه وفي ذريته، ونحن نرجو أن يكون الله تعالى قداستجاب ذلك لعلي فينا، والنعمان بن المرزبان أبو ثابت هو الذي أهدى لعلي بن أبي طالب، الفالوذج في المهرجان النيروز. ([2])
امام اعظم رحمه الله د وريښمينو رختونو تجارت کاوه او په کوفه کې يي د سوداګرۍ مرکز و، خو د کار څانګې يي په بيلابيلو ښارونو کې موجودې وې. د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په خلافت کې د هغه په امر د کوفې ښار ودان شو او په زرګونو صحابه کرامو هلته خپل کورونه آباد کړل. په هغوی کې يو هم حضرت عمرو بن حريث رضی الله عنه کوفې ته راغی او هلته يې يو سرای د جومات ترڅنګ جوړ کړ او دا سرای ډير لوی او مشهور و. په دغه سرای (مارکيټ) کې د امام اعظم رحمه الله دکان او د وريښمو اوبدلو کارخانه وه. خطيب بغدادي په تاريخ بغداد کې ليکي: چې د وريښمينو رختونو سوداګرو او د دوی دکانونه د عمرو بن حريث په سراي کې مشهور او معروف وو. داسې ښکاري لکه دار عمرو بن حريث چې ټول د وريښمينو رختونو د اوبدلو او خرڅولو لپاره ځانګړی و. امام يافعي رحمه الله د امام اعظم رحمه الله د کارخانې او وريښم اوبدلو يادونه کوي او ليکي چې « له دار کبير لعمل الخز و عنده مناع الخز» هغوی د وريښمينو رختونو لوی سرای لري او له هغوی سره وريښم اوبدونکي کارګر کار کوي.  ابن خشنام رحمه الله د وريښمو په رخت او د هغوی د اقسامو په پيژندلو کې د امام اعظم رحمه الله د پوهې او مهارت په اړه ليکي چې «کان خزازا و کان فی بيعه و شرائه يستقصي و يدق النظر فيه (امام رحمه الله د وريښمينو رختونو سوداګر و، د وريښمو په رانيولو او خرڅولو کې يې د وخت د غوښتنو په نظر کې نيولو سره دقيق نظر درلود) او کله چې به په کوفه کې کوم چا د يوه ښه يا ځانګړي رخت په اړه پوښتنه کوله نو خلکو به هغه د امام ابوحنيفه رحمه الله دکان ته ورلیږه. داسې معلوميږي چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په دې عمده فروشي کې د اوس وخت د سترو مارکيټونو په څېر د هر شي قاطع قيمت معلوم و او پر چنو وهلو يې وخت نه ضايع کاوه. ددې کار لپاره هغوی خالص خپله ګټه په نظر کې نه لرله بلکې هغوی تر خپل ځان د خلکو ډير مراعت کاوه. امام صاحب رحمه الله د خپلې سرمايې زياته برخه علماوو ته په تحفو کې او له عامه خلکو سره په ښېګڼو مصرفوله. سفيان بن عيينه رحمه الله وايي چې ابوحنيفه رحمه الله به ډېر خيراتونه کول. څومره ګټه چې به هغه ته په لاس ورتله هغه به ېي پر خلکو مصرفوله. ماته ېي دومره ډيرې تحفې راليږلې چې زه به د هغوی له ډيروالي نه حیران شوم. ما د هغو دوستانو ته د دې شکايت وکړ نو هغوی راته وويل که تاسو هغه تحفې ليدلې وای کومې چې هغه سعيد بن ابی عروبة ته ورليږلې نو بيا به مو څه ويل. امام ابوحنيفه رحمه الله هيڅوک داسې نه دي پريښي چې نيکي يې ورسره نه وي کړي.
ويل کيږي چې امام ابوحنيفه رحمه الله د بغداد او کوفې ترمنځ يو شرکت درلود چې د هغه له لارې به يې په يوه ځانګړې سرمايه باندې کاروبار کاوه او د هغه تجارت ګټه او منافع به يې د کوفې پر علماوو، محدثينو او فقهاوو ويشلې، تر څو هغوی خپل ضرورتونه ورباندې پوره کړي او د نورو له احتياجه وتلي وي.
لنډه دا چې امام عالي مقام رحمه الله د ډېرو عالي اخلاقو او لوړو صفاتو خاوند و. د هغه مناقب، صفات، شمائل، کرامات او همدارنګه د هغوی سياسي ژوند، له عامه وګړو سره چلند، له علماوو او عامه خلکو سره دده ښېګڼې او دده عقلي، منطقي دلائل او بصيرت او په کاروبار (تجارت)کې دده تعامل بيانول له دې نه زيات دي، چې په دې څو پاڼوکې راوړل شي. موږ دلته مشت نمونه يې خروار ذکر کړل، د زياتو معلوماتو لپاره هغه کتابونه وګورئ چې د امام عالي مقام رحمه الله په ژوندليک او سوانحو ليکل شوي دي، چې هغه کتابونه له شمېره زيات دي او ددې سوانحو په پای کې د يو څو کتابونو نومونه راوړل شوي دي.
د سیرت او سوانحو کتابونو لیکلي دي چې کله به امام ابو حنیفه رحمه الله ته کومه مسئله سخته شوه، خپلو ملګرو ته به یې وویل: دا زما د کومې ګناه له امله راته سخته شوه، نو د “استغفر الله” په ویلو به یې پیل وکړ او کله به لمانځه ته پورته شو، نو مسئله به حل شوه او ده به وویل: لکه چې ګناه مې الله تعالی راته وبښله!  د امام ابوحنيفه رحمه الله ددې عمل په هکله چې دوخت لوی عارف او زاهد حضرت فضیل بن عياض رحمه الله خبر شو، نو ډېر زیات يې وژړل او ویې ویل: د دې سړي ګناهونه ډېر کم دي.[3]
ادامه لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]: – په نزهة المشتاق فى اختراق الآفاق (1/ 195) کې دي:  وكابل من مدن الهند المجاورة لبلاد طخارستان وهي مدينة جليلة المقدار حسنة البنية وبجبالها عود جيد وبها النارجيل والإهليلج الكابلي.

[2]: – وفيات الأعيان (5/ 405)

[3] ـ طبقات الحنفية لــ علي القاري ۴۸۷/۲ د رسالة المسترشدین په حواله.

ابراهیم علیه السلام ابوحنیفه امام امام اعظم ابوحنیفه (رح) مقتداء
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)
Next Article د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD38 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD31 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD29 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD22 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.