Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)
اسلامي علما سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)
د امام عالي مقام هوښيارتيا
د امام عالي مقام د هوښيارۍ او پوهې قيصې زياتې دي، د امت عالمانو يې د ژوند د قيصو ټولګې جوړې کړي دي او په دې موضوع يي ځانته کتابونه ليکلي دي. يزيد ويلي: ما داسې څوك نه دي ليدلي چې تر امام اعظم رحمه الله دې پوه او پرهېزګار وي.
خارجه بن مصعب ويلي: د نږدې زرو تنو علماوو سره مې ملاقات شوی دى چې درې يا څلور تنه يې ډېر پوهان وو، په هغو پوهانو كې يو امام اعظم رحمه الله و.
شامي رحمه الله د امام ابويوسف رحمه الله څخه روايت كړی دى چې امام اعظم رحمه الله ته يو كس راغى او ويي ويل: ما خپلې ښځې ته قسم واخيست چې تر هغه وخته خبرې نه درسره كوم تر څو چې تا خبرې نه وي راسره كړي؛ هغې هم قسم واخيست چې تر هغه مهاله زه هم خبرې نه درسره كوم تر څو چې تا خبرې نه وي راسره كړې! اوس موږ څه وكړو؟
امام اعظم رحمه الله ورته وويل: ورشه خبرې ورسره وكړه قسم نه درباندې اوړي. هغه سړى سفيان ثوري رحمه الله ته ورغى او دغه كيسه يې ورته وكړه، هغه په غوسه شو، امام اعظم رحمه الله ته راغى ورته ويې ويل: ولې خلک په حرامو كې راګيروې (اخته كوې)؟  امام اعظم رحمه الله ورته وويل: دا سړى دې خپله پوښتنه له سره وكړي. هغه سړي خپله پوښتنه بيا وكړه امام اعظم رحمه الله بيا مخكینى ځواب وركړ، سفيان ثوري رحمه الله وويل: په كوم دليل وايې چې پر دوى قسم نه اوړي؟ امام اعظم رحمه الله ورته وويل: كله چې مېړه قسم واخيست تر هغه وروسته د ده ميرمنې د خپل قسم اخستلو خبرې ورسره وكړې نو ميړه خو د قسم له اوښتلو څخه وژغورل شو؛ اوس دې نو مېړه ورشي او د خپلې ښځې سره دې خبرې وكړي تر څو پر هغې هم قسم وا نه وړي. سفيان ثوري رحمه الله ورته وويل: تاسو ته د علم هغه باريكۍ لوڅې دي چې زموږ ورته پام هم نه وي.
دامام ابوحنيفه رحمه الله شهادت
د اسلامي نړۍ مظلوم امام د ظالمانو په زندان كې ډيرې ستونزې،كړاوونه، دردونه، د مرګ ګواښونه په ځان ومنل او دا هرڅه يې په ستر همت او سړه سينه تېرکړل، په داسې حال كې چې اويا كلنۍ ته ورځ په ورځ ورنږدې کیده، مبارك بدن يې تدريس او د خلكو پوښتنو او ځوابونو ځپلى و، مباركه ږيره يې سپينه شوې وه، له دې ټولو كړاوونو او ننګونو سره سره بياهم امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله له خپل دريځ نه، نه خو وروسته شو او نه يې هم ستره او ټينګه اراده د يوې ګوتې په اندازه راټيټه او سسته شوه، ځکه چې پاك زړه، سپېڅلي روح، لوړ همت او ټينګ ايمان يې ددې ټولو ګواښونو او كړاوونو مخې ته د فولادي غره په څېر په بې پروايي سره ټينګ او كلك ولاړ و، خو كمزوری، بې وسه او ناتوانه مبارك بدن يې نور د ټېنګېدو او ودرېدو توان له لاسه وركړی و.
هماغه و، چې نوميالي، اتل، بهادر او زړور سپينږيري او ستر امام په ظالم زندان كې دخپل رب د بلنې په لور د تللو اراده وكړه او په ۱۵۰هـ ق كال كې یې له دې فانې نړۍ څخه په سپينه ږيره په ډيرمظلوميت، بېوسۍ او بېكسۍ سره د ظلم او وحشت په بې رحمه منګلو او د ظالم خليفه په وحشي ځنځېرونو كې تړل شوي سترګې پټې كړې.
ترڅو بيا د قيامت په ورځ، په كومه ورځ چې نه مال او نه هم اولاد د چا سپارښتنه كولاى شي د خپل رب په وړاندې د ظلم په ځنځېرونو تړلی له ظالم واكمن څخه خپل حق وغواړي، بې رحمه منصور مظلوم امام ته په ډوډۍ كې د زهرو وركولو سپارښتنه كړې وه او په دې نامرده او ناځوانه توګه د بې وسه او ناچاره عاجز مبارك امام د ژوند شېبې پاى ته ورسېدې. ځينې وايي د هغه جلادانو تر دورو لاندې شهيد کړل شو.  البته قوي شواهد او معتبر اقوال هغه دي چې ويل کيږي په کوم ځای کې چې امام اعظم رحمه الله وفات شو، نوموړي په هغه ځای کې اووه زره ځله د قران کريم ختم کړی وو. دده په مړينې باندې لومړی له څو تنو پرته نور څوک خبر نه وو، غسل ورته قاضي حسن بن عماره رحمه الله ورکړ، عبدالله بن واقد او ابورجاء هيروي اوبه ور اچولې. قاضي حسن بن عماره چې د بغداد قاضي او مشهور عالم و د غسل په وخت کې وژړل او د امام صاحب مناقب يې بيانول. کله چې د بغداد ښاريانو ته د امام اعظم رحمه الله د شهادت خبر چې په قوي امکان د منصور د دورو له کبله ور رسيدلی و؛  په جوپو جوپو د جنازې خواته راروان وو.  موفق ليکي: کثرالبکاء عليه» ( د هغه پر شهادت ډيره ژړا وشوه)  ابورجاء الهروي وايي: « لم أر باکياً أکثر من يوميئذ» (ماتراوسه پورې دومره ژړيدونکي ليدلي نه وو) وايي چې د امام اعظم رحمه الله پر قبر باندې پنځه ورځې د جنازې لمونځونه لوستل کېدل او په اخر کې د هغوی زوی حماد رحمه الله د هغه جنازه وکړه. د نوموړي د لومړۍ جنازې په اړه ويل کيږي چې پنځوس زره کسانو ګډون پکې کړی وو. د يوه روايت له مخې منصور پخپله هم پدغه جنازه کې ګډون کړی و.
امام ذهبي رحمه الله ليکلي دي: الإمامة في الفقه ودقائقه مسلمةإلى هذاالإمام، وهذاأمرلاشك فيه. وسيرته تحتمل أنتفردفي مجلدين،رضي الله عنه،ورحمه. توفي شهيدامسقيافي سنةخمسين ومئة([1])
بل ځای ليکي: وبلغنا ان المنصور سقاه السم فاسود ومات شهيدا. ژباړه : ماته خبر راکول شوی چې منصور، امام صاحب ته په خوراک کې زهر ورکړل او د زهرو له اثره شهيد شو.([2])
مسلمانو علماوو د امام صاحب په مرګ دغم ډکې ويناوې وکړې، لکه سترمحدث او د صحاح السته مرکزي راوي ابن جريج مکي رحمه الله (مړ۱۵۰) چې کله د امام صاحب له وفات څخه خبر شو انالله څخه وروسته يې وويل: « اى علم ذهب» ([3]) او دايې هم وويل: ” لقد ذهب معه علم کثير”. ژباړه : الله جل جلاله دې په دی رحم وکړي دده په وفات ډير علم د خاورو لاندې شو.([4]) ويل کيږي چې د امام اعظم رحمه الله جنازې ته نږدې پنځوس زره (۵۰۰۰۰)كسان حاضر شوي وو.
د امام اعظم رحمه الله د شهادت کيسه د بيلابيلو معتبرو کتابونو او موثقو رواياتو په کتلو سره سمه ګڼل کيږي، مګر يو شمېر داسې روايات چې د امام اعظم رحمه الله د وروستيو شيبو په اړه ليکل شوي دي، د امام اعظم رحمه الله سره د زياتې مينې ښکارندوی ګڼل کيدای شي او له عادت سره سم د مظلوميت له دا ډول پېښو سره عموماً لږ څه مبالغه هم تړلې وي، ولې د منصور لخوا د هغه په جنازه کې ګډون او د سترو، سترو وزيرانو او دولتي مامورينو لخوا د هغو د ضمانت روايات، همدا راز د منصور د سپين ږيري اکا عبدالصمد بن علي د تأسف په مقابل کې د منصور پښيماني او …… دا ټول شواهد دي چې د امام اعظم رحمه الله د شهادت پېښه تر دورو لاندې يا د زهرو په مستقيمه ورکړه يا هم د زندان په دوران کې نه تائيدوي.
د امام اعظم رحمه الله په وير كې مشهور بزرګ او عالم صدقة المغابري چې په مستجاب الدعوات باندې مشهور او لوی خداي جل جلاله د هغه زياتره دعاوې قبلولې، درې ورځې مكرر دغه بيتونه لوستل:
ذَهَبَ ا لفَقِه فَلاَ فَقِه لَكُم (فقيه (عالم دين) ولاړ تاسې فقيه (عالم دين ) نه لرۍ)
فَا تّقُو اللهَ وَكَوّنُوْا خَلَفاً (له الله وه وېرېږئ د هغه ځاى ناستى وټاكئ)!
مَاتَ نِعمَانٌ فَمَن هذَا لَّذِى (نعمان رحمه الله مړ شو هغه څوك دى)
يُحیی الليل اِذَ اسَجَفاً (چې دغه توره شپه رڼا كړي)
امام عالي مقام څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماخوستن په اوداسه اداکړ
د امام اعظم رحمه الله د مناقبو ليکوال پردې خبره ټينګار کوي، چې امام اعظم رحمه الله پنځه څلويښت کلونه د ماخوستن په اوداسه سره د سهار لمونځ ادا کړی دی. يعنې د شپې لخوا يي استراحت نه دی کړی، د ورځې به ېي تر ډيره وخته پورې طالبانو ته پخپله حلقه کې د فقهې او حديثو درس ورکاوه. غسل قاضي حسن بن عماره رحمه الله ورکړ، او کله چې له غسل نه فارغ شو نو يې د امام اعظم رحمه الله مړي ته په خطاب سره وويل: رحمک الله لم تفطر منذ ثلاثين سنة ولم تتوسدي يمينک بالليل منذ اربعين سنة کنت أفقهنا و أعبدنا و أزهدنا و أجمعنالخصال الخير و قبرت اذ قبرت الی خير و سنة أتعبت من بعدک.
“الله دې پر تا رحم وکړي! ته له دېرشو کلونو راهيسې هېڅکله روژه نه ده ماته کړې، او له څلوېښتو کلونو راهيسې دې د شپې خپل ښی اړخ (د خوب لپاره) نه دی ايښی. ته زموږ تر ټولو ډېر پوه، تر ټولو ډېر عبادت کوونکی، تر ټولو ډېر زاهد او د نېکو خصلتونو تر ټولو ډېر جامع وې.
ځينې خلک دا اعتراض کوي چې د احنافو په کتابونو کې راغلي دي، چې امام ابوحنيفه  څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن په اودس کړی و او بيا وايي چې وګورئ احنافو خپل امام ته د نبي نه لويه درجه ورکړه (نعوذ بالله من ذالک). ددې اعتراض دوه ځوابونه کوو:
تحقيقي ځواب:  د ځينو خلکو دغه اعتراض د دوی په کم علمۍ باندې بناء دی، ځکه دوی ته دا معلوميدل پکار دي چې يو د عمل وزن وي او بل د عمل مقدار وي، نو د مقدار په اعتبار نبي علیه السلام  يو حج کړی و او په امت کې داسې خلک شته چې لس لس حجونه يې کړي دي، نبی  علیه السلام به کم و زیات پنځوس کاله عبادت کړی وي، خو په امت کې داسې خلک شته چې سل کاله عمر لري نو هغوي به (۸۰) کاله لمونځونه او عبادات کړي وي، خو د وزن په اعتبار د نبي علیه السلام يو حج ته د ټول انسانيت په شمول د صحابه وو ټول حجونه نشي رسيدلی او دغه شان د نبي علیه السلام يوې سجدې ته د ټول انسانيت په شمول د انبياوو ټولې سجدې نشي رسيدلی. الحمد لله د احنافو نظريه همدا ده چې امام صاحب څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماخوستن په اودس کولو سره يو ادنا صحابي ته هم نشي رسيدلی پاتې شو لا نبي علیه السلام ته رسيدل.
الزامي ځواب: مولانا امين صفدر اوکاړوي رحمه الله ته يو سړی راغی او ورته يې وويل :تاسو دا دعوه کوئ! چې امام صاحب څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماخوستن په اودس کړی، نو آيا د هغه بي بي نه وه ؟… د هغې حق يې نه ادا کولو؟….. نو امين صفدر صاحب ورته وويل: چې ددې اعتراض کولو حق دوه کسانو ته وو، يو د امام صاحب بي بي ته، بل د امام صاحب د بي بي وکيل ته، نو اوس راته ته ووايه چې ته د امام صاحب بي بي يې که د امام صاحب د بي بي وکيل يې؟ هغه سړی چپ شو، نو حضرت ورته وويل چې ددې دا مطلب هم نه دی چې يوه ورځ يې هم په دې کې قضاء نه ده کړې بلکې دا خو د هغه اکثر عادت و کله کله به يې آرام هم کاوه او نور بشري ضروريات يې هم پوره کول.
ددې واقعې بيانولو والا صرف احناف نه دي، بلکې د دې په بيانونکو کې شافعي، حنبلي او مالکي  علماء هم شامل دي. د بيلګې په توګه:
  1. امام نووي شافعي د (تهذيب الاسماء صفحه ۷۰۴) کې.
  2. علامه دميري د ( حيات الحيوان جلد ۱ صفحه ۱۲۲ ) کې.
  3. حافظ ابن حجر عسقلاني شافعي په ( تهذيب التهذيب ټوک ۱۰ صفحه ۴۵۰ )کې.
  4. علامه جلال الدين سيوطي شافعي د ( تبيض الصحيفه صفحه ۱۵ ) کې.
  5. قاضي حسين بن محمد ديار مالکي د ( تاريخ الخميس جلد ۲ صفحه ۳۶۶ )کې.
  6. عبدالوهاب الشعراني شافعي د ( کتاب الميزان جلد ۱ صفحه ۶۱ )کې.
  7. ابن حجر مکي الشافعي د ( الخيرات الحسان صفحه ۳۶ ) کې.
  8. شيخ عبدالقادر جيلاني حنبلي وايي چې د څلويښتو تابعينو په اړه را نقل شوي دي، چې هغوی څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماخوستن په اوداسه کړی و او ددې سند صحيح دی.([5])
ددغو معاندينو خلکو څخه دا پوښتنه کوو چې د دغو اکابرينو علماوو  په اړه څه واياست؟ د دغو څلويښتو تابعينو په اړه څه واياست؟ چې څلويښت کاله يې د امام صاحب غوندې د سهار لمونځ د ماخوستن  په اوداسه اداکړی دی. آيا شيخ عبد القادر جيلاني هم د دې څلويښت اکابرينو دا د څلويښت کاله د سهار لمونځ د ماخوستن په اودس کولو والا واقعې بيانولو کې غلو کړې ده؟ آيا دا ټول حنبلي، مالکي او شافعي علماء او اکابرين هم د امام ابو حنيفه په باره کې غُلو کوي؟ والی الله المشتکی ([6])
ادامه لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]: – سيرأعلام النبلاء” (6 /390-403)، تهذيب الكمال في أسماء الرجال (29/ 422)

[2]: – (مناقب ابى حنيفه وصاحبيه صفحه۳۰)

[3]: – (تهذيب الکمال، جلد۱۹صفحه۱۸۰)

[4]: – ( الانتقاء ص۱۳۵لابن عبدالبر او مناقب ابى حنيفه وصاحبيه ص۱۸د امام شمس الدين الذهبي)

[5]: – (غنیة الطالبین صفحه ۴۹۶ )

[6]: – العلل المتناهیة فی الأحادیث الواهیة لابن الحوزی: ۱/ ۱۲۸ رقم ۱۶۹ تذکرة الموضوعات: ۱/ ۱۱۱. تاریخ بغداد: ۳/ ۳۲. الکاشف فی معرفة من له روایة فی الکتب السة: ۱/ ۱۲۸ رقم ۵۸۴۵. الناشر: دارالقبلة للثقافة الاسلامیة، مؤسسه علوم القران جدةالطبعه: الأولی، ۱۴۱۳- هـ ۱۹۹۲ م، تذکرةالحفاظ :۱/ ۱۲۷، تهذیب الکمال فی أسماء الرجال: ۲۹/ ۴۱۷ للحافظ المِزَّی (المړ ۷۴۲هـ). مسند الامام ابی حنیفه: ۱/ ۲۴. (ذکرمن رای من الصّحَابَة وروی عَنْهُم)، عقودالجمان فی مناقب الامام الاعظم أبی حنیفةالنعمان. مناقب الامام ابی حنیفه دعلامه ذهبی  مخ ۱۸. (تذکرةالحفاظ ۱ټوک ۱۶۸مخ.)

اسلام امام اعظم ابوحنیفه (رح) علما
Previous Articleد انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۲)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD2 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴) د امام عالي…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD2 Views

لیکوال: مفتي محمدگل سعید مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۳) امام عيسی بن…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)

شنبه _4 _جولای _2026AH 4-7-2026AD12 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠) د بودیزم باورونه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۴)

سه شنبه _7 _جولای _2026AH 7-7-2026AD

د انبیاؤو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ٥٩)

یکشنبه _5 _جولای _2026AH 5-7-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.