
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
سریزه
الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد:
الله عزوجل په ځینو وختونو کې خپلو بندګانو ته داسې لوړ شان او مقام ورکړي چې د وخت په تېرېدو سره د هغوی له علومو څخه د ګټه اخیستونکو، د دوی په اصولو او فروعو کې د خپلي کامیابۍ او نجات راز موندونکو پیروانو شمېر لا په زیاتېدو وي. دوی د راتلونکو نسلونو لپاره د امامانو رول لوبوي، د خپل علم او فضل پر مټ پر خپلو ځانونو خلک راټولوي.
د امامانو په دې مبارکه سلسله کې یو لوی نوم د حنفي مذهب د موسس او ستر مجتهد امام اعظم ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله هم دی، چې د خدای جل جلاله له لوري د ورکړل شوي بې مثاله اجتهادي بصیرت له امله یې، د نورو مذاهبو د امامانو په نسبت زیات مقبولیت موندلی، او پر اتباع یې تر نن ورځې پورې د خواصو او عوامو یو لوی شمېر فخر کوي.
داچې د الله جل جلاله قانون پر دې جاري دی چې خپلو بندګانو کې ځینو ته پر نورو غوره والی ورکوي، نو د انساني طبیعت د یوې لویي خامۍ “حسد” له وجې ځیني کسان د نورو پرمختګ نه شي زغملای، او د بغض او عناد له وجې په داسې تورونو او دروغو باندې لاس پورې کوي چې غوره شخص په کامله توګه ترې بېزاره او داسې څه په کې شتون نه لري.
لکه څرنګه چې د امام ابو حنیفه رحمه الله کمالات او ځانګړتیاوې له حده زیاتې دي، همداسې د حاسدینو شمېر یې هم په زرګونو وو، چې د جهالت او لاعلمۍ له امله ځینو مرجئه وو ته منسوب کړ، ځینو د خلق القرآن د مسئلې پیلونکی او اصلي منبع وباله، او ځینو په نورو شیانو متهم کړ. دا تهمتونه چې پر تنګ نظرۍ او ناپوهۍ بناء وو، د وخت په تېرېدلو سره د دغو حاسدینو خپلو پیروانو دا تهمتونه رد کړل او د امام ابوحنیفه رحمه الله اړوند دا تورونه بې اساسه ثابت شول.
دا چې د امام صاحب رحمه الله د حاسدینو شمېر زیات وو، او د امام صاحب زیاته پاملرنه د احادیثو د روایت پر ځای د مسایلو استباط ته وه، ځینو محدثینو د خپلې ناخبرۍ له امله پر امام صاحب رحمه الله باندې دا اعتراض وکړ چې “امام صاحب په احادیثو باندې نه پوهېده، او دی ضعیف دی”، دا یو داسې لوی بې ځایه سوال دی چې تر ننه پورې ځینې تعصب کوونکي شخوند پرې وهي، او موږ احنافو ته په هر ځای کې پېغېرونه راکوي.
ما لازمه وبلله چې د خپل ځوان کهول د سالمې تربیې لپاره د “امام ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث“ تر عنوان لاندې د امام صاحب رحمه الله د محدثانه شان په اړه مقاله ولیکم، او هغه لازم شیان چې د امام صاحب رحمه الله په احادیثو کې مهارت ثابتوي، لکه د احادیثو د امامانو لخوا امام صاحب د احادیثو د حافظ په توګه ګڼل، د جرح او تعدیل د آئمه وو د امام صاحب په اړه رایې او داسې نور څه په مختصره توګه وڅېړم، ترڅو زموږ ځوانان د غرب د پروژيي ټوليو د افواهاتو ښکار نه شي، او د یو ادنی مقلد په توګه تر خپله وسه د امام صاحب د مذهب دفاع وکړم، ګوندې له همدې امله اخروي نجات ومومم.
د دې مقالې لنډيز په لاندې ډول دی
-
مقدمه، چې د موضوع اهمیت او د انتخاب وجه پکې ذکر شوې ده.
-
د امام صاحب رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه، چې په کې نوم او نسب، زوکړه، زدکړې، مرتبه، وفات او د بندیتوب سبب ذکر شوی ده.
-
د امام صاحب رحمه الله محدثانه شان، چې پکې د کوفې علمي حیثیت، د امام صاحب رحمه الله استادان او شاګردان، چې په استادانو کې صحابه کرام رضی الله عنهم او تابعین دواړه شامل دي، د امام صاحب رحمه الله د احادیثو په امامانو او حفاظو کې شمار کېدل او د امام صاحب رحمه الله په اړه د جرح او تعدیل د مشهورو امامانو یو څو اقوال ذکر شوي دي.
-
د احادیثو په باب کې پر امام صاحب رحمه الله باندې کېدونکي سوالونه، چې قولي او نظري دواړه پکې شامل دي، او د هغو ځوابونه، د احادیثو په اړه د امام صاحب رحمه الله احتیاط او پر یو حدیث باندې د عمل د نه کولو اسباب پکې ذکر شوي.
-
خاتمه.
-
مراجع او مصادر.
-
فهرست.
ادامه لري…