لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر
مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۷)
د امام ابوحنيفه رحمه الله سیاسي ژوند (ادامه)
د امام ابوحنيفه رحمه الله د سياسي ژوند درې پړاوونه
لومړی پړاو: له دې پړاو سره د بني اميه د حکومت فشار، جبر روان و او همدارنګه په دې دوره کې د حضرت زيد د ملاتړ فتوا، د والي ابن هبيره د ظلمونو له امله حرمينو ته د امام ابوحنيفه رحمه الله هجرت او د امويانو پر ضد د عباسيانو پاڅون دی. دغه حرکتونو یوازې د حکومت د بدلون په لټه کې و او د اسلامي نظام د رامنځته کېدو او د هېواد د نظام د ټینګښت لپاره هېڅ تمه نه کېده. امام ابوحنيفه رحمه الله په کلک عزم سره د حضرت زيد شهيد ملاتړ وکړ او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو و.
دویم پړاو: د ابراهیم الصائغ له قیام سره مصادف و، چې د ابومسلم خراساني (د عباسیانو قومندان) د ظلمونو پر وړاندې یوازې راپورته شو. امام ابوحنيفه رحمه الله ورته سپارښتنه وکړه، چې د اسلامي امت د اتحاد او اتفاق لپاره يو پراخ او پياوړی سياسي حرکت ضروري دی. خو د ابراهیم الصائغ ایماني شوق هغه د دې موضوع د منلو څخه منع کړ او د ټولنیزو او ملي اهدافو پرځای یې خپل شخصي موقف ته پام وکړ. هغه شهید شو، خو امام ابوحنیفه رحمه الله بیا هم د اسلامي قوانینو په تالیف، د یوه با استعداده نسل په روزلو او د امت د راتلونکي روښانه کولو په برخه کې خپله توجه زیاته کړه. امام ابوحنیفه رحمه الله د شهادت له شوق سره، سره په دې عقیده و چې داسې شرایط باید رامنځته شي چې د اسلام په لاره کې قرباني کېدل د بقا سبب شي.
درېیم پړاو: دا د امام د سیاسي ژوند وروستۍ دوره وه. د ابوجعفر منصور د خلافت په وخت کې امام ابوحنیفه رحمه الله داسې شاګردان وروزل چې د اسلامي فقه او شریعت په بشپړولو سره یې په ټوله اسلامي سیمه کې کار وکړ. په دې وخت کې محمد بن عبدالله (نفس زکیه) او ابراهیم (نفس رضيه) هم د اسلامي انقلاب د رامنځ ته کولو لپاره پراخ حرکت پیل کړ، چې ټولې موخې یې اسلامي وې. امام ابوحنیفه رحمه الله له کلونو انتظار وروسته خپلو اهدافو ته نږدې شو او د مبارزې ډګر ته داخل شو.
خو تقدير داسې شو، چې دغه حرکت ناکام شو او امام ابوحنيفه رحمه الله د حکومت د انتقام هدف وګرځېد. بالاخره د خپل ژوند په قربانولو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسېد .[1]
له اموي او عباسي خلفاوو سره د امام ابوحنيفه رحمه الله اړيکي او تعامل
امام ابوحنيفه رحمه الله او د امويانو حکومت
امام ابوحنیفه رحمه الله په ۸۰ هجري قمري کال کې د کوفې په ښار کې د اموي خلیفه عبدالملک بن مروان د خلافت پر مهال وزیږید. په هغه وخت کې حجاج بن یوسف د عراق والي و. د خطیب البغدادي په وینا، هغه د خپل ژوند ۵۲ کاله د امویانو په واکمنۍ کې او پاتې ۱۸ کاله یې د عباسیانو په دوره کې تېر کړل. د حجاج د مړینې په وخت کې امام ابوحنیفه رحمه الله ۱۵ کلن و او ځواني یې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په خلافت کې تېره کړه چې اموي عادل خلیفه و. هغه همدارنګه د یزید بن المهلب، خالد بن عبدالله القسري، نصر بن یسار او ابن هبیره په څیر د حاکمانو د ظالمانه واکمنۍ شاهد و، چې په عراق کې د امویانو وروستي واليان ګڼل کیږي. کوفه په هغه وخت کې د عراق یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده او وروسته د عباسیانو په رانسکورېدو او د منصور له خوا د بغداد په جوړېدو سره نور هم مهم شو.[2]
د ځینو امویانو تګلاره د عربو د واکمنۍ او د غیرعربو چې د «موالي» په نامه یادېدل د ذلت پر بنسټ ولاړه وه، دغه تبعیض په خاصه توګه په خراسان کې د تشدد او تاوتریخوالي په بڼه لیدل کېده، چې پیروان یې له خپلو مدني او ټولنیزو حقونو څخه بې برخې کړل او حتی د وسلو او اسونو له ګرځولو منع شول. دغه غیر عادلانه چلند د دې سبب شو چې خراسان د امویانو د مخالفت په مرکز بدل شي .[3]
د اموي خلافت په دوران کې له غير عربو نويو مسلمانانو سره لا هم د غيرمسلمانو په توګه چلند کېده او د ايمان له اعلان سره، سره به له هغوی څخه خراج او جزيه اخيستل کېدل. دا دوه مالیات د امویانو د عاید اصلي سرچېنې وې. امام ابوحنيفه رحمه الله د دې تبعيضي سياست پر ضد ودرېد. هغه په دې خبرې سره چې د شرعي واجباتو اداء کول د ايمان اساسي شرط نه دى، استدلال وکړ چې کله،کله په خاصو شرايطو کې دا عمل باطليږي؛ لکه ښځه چې د خپل مياشتني عادت له امله له لمانځه څخه مستثنا کیږي پرته له دې چې کافره وګڼل شي. پر دې سربېره امام ابوحنيفه رحمه الله د مسلمانانو تر منځ د برابرۍ د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، پرته له دې چې نژاد او قومیت په نظر کې ونيسي او ايمان يې يو ثابت او نه بېلېدونکى څيز ګاڼه چې نه زياتېږي او نه کمېږي.
امویانو د خپل سیاسي فکر د پیاوړتیا او تبلیغ لپاره د دیني عالمانو ملاتړ ته اړتیا درلوده. له همدې امله ابن هبیره امام ابوحنیفه ته وړاندیز وکړ: «که موږ ته نور هم راشئ، هم به تاسو او هم به موږ ګټه وکړو.»
داسې ښکاري چې امویانو لومړی هڅه وکړه چې په سوله ایزه توګه د خپل مشروعیت د پیاوړي کولو لپاره علماء جذب کړي. خو کله چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په شان علماوو له دوی سره له يو ځای کېدو انکار وکړ، نو ګواښونو او ملامتونو ته يې مخه کړه. په هغو علماوو کې چې له امويانو سره يې همکاري کوله، ابن ابي ليلي و، چې د امويانو په دوره کې او بيا د عباسيانو په دوره کې پنځه دېرش کاله د کوفې قاضي و.
د امام ابوحنيفه رحمه الله فقهي عقيدې چې تر يوه حده يې د سياسي تمايلاتو ښکارندويي هم کوله، د هغه د مخالفينو او دښمنانو لپاره د دې لامل شو، چې پر ده د بريد لپاره ترې کار واخلي.
له اموي حکومت سره د امام ابوحنيفه رحمه الله اړيکې
دیني عالمان کولای شي د اسلامي فقهې او کلام باندې د خپل مهارت له امله د اسلامي خلافت په تبیین او مشروعیت کې مهم رول ولوبوي. د امويانو په دوره کې ځينو علماوو دا ډول رول منلى او د اموي حکومت ملاتړ يې کړى دى. خو د علماوو يوې بلې ډلې د سختو منتقدينو په توګه د اموي حکومت مخالفت وکړ او د هغوى فقهي نظريې یې تر پوښتنې لاندې راوستې.
په همدې حال کې امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د اموي حکومت له منتقدینو څخه و. لکه څنګه چې تاریخي شواهد ښیي، هغه د دې حکومت له سختو مخالفینو څخه و او له هغوی سره یې د مقابلې لپاره بېلابېلې لارې چارې کارولې. هغه د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره هیڅ شرعي یا مذهبي دلیل ونه لید .[4]
امام ابوحنیفه رحمه الله له امویانو سره نږدې اړیکې نه درلودې او پر ځای یې د حکومت د مخالفینو ملاتړ کاوه. حتی په ۱۲۱ هجری قمری کال کې د هشام بن عبدالملک په خلاف د زید بن علی زین العابدین پاڅون، امام ابوحنیفه رحمه الله هغه د بدر په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وتلو سره پرتله کړ. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ورسره ملګری نه شو، هغه وويل: «د خلکو امانتونه د دې کار خنډ شول. هغه مې ابن ابی لیلی ته وسپاره، خو هغه ونه منله. زه وېرېدم چې زه به مړ شم او هیڅوک به د هغه په اړه خبر نه شي.» هغه د خپل نه ګډون بل دلیل هم داسې بیان کړ: «که پوهېدلای چې دوی به له هغه سره خیانت ونه کړي لکه څنګه چې د هغه له پلرونو سره یې خیانت وکړ، ما به ورسره جهاد کړی وای. ځکه هغه برحق امام دی. خو زه به له هغه سره د خپلو اموالو په واسطه مرسته وکړم.» بیا یې زید ته لس زره درهمه ولیږل او د خپل قاصد له لارې یې له هغه سره د نه راتلو بښنه وغوښته.
دا دوه روايتونه ښيي چې امام ابوحنيفه رحمه الله د امويانو پر ضد پاڅون د شريعت له نظره روا ګڼلى دى.
ربيع وايي: په ۱۳۰ هـ ق کال کې د اموي خليفه (مروان بن محمد) په وخت کې د عراق والي يزيد بن عمر بن هبيره، زه امام ابوحنيفه رحمه الله ته ولیږلم، ترڅو هغه قانع کړم چې د د بیت المال مسئولیت ومني. خو هغه دغه وړاندیز ونه مانه. له همدې امله ابن هبیره هغه په دُرو وواهه. په بل روايت کې راغلي دي چې کله په عراق کې فتنې رامنځ ته شوې نو ابن هبيره تصميم ونيوه چې د حکومت مهر (ټاپه) امام ابوحنيفه رحمه الله ته وسپاري، تر څو د ده له تأییدۍ پرته هيڅ فرمان عملي نه شي. خو امام ابوحنيفه دا غوښتنه رد کړه. ابن هبیره قسم وکړ چې که یې ونه منله نو شکنجه به یې کړي. حاضرو فقهاوو له امام څخه وغوښتل، چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره دا مسئولیت ومني، خو امام ابوحنیفه رحمه الله ځواب ورکړ: «که له ما څخه وغواړي چې د دوی لپاره د جومات دروازې خلاصې کړي، زه به یې ونه کړم. اوس خو دوی غواړي چې زه مسلمانان ووژنم او د مسلمانانو وژل لویه ګناه ده. په خدای قسم، زه به داسې ونه کړم.» بالاخره ابن هبیره په بند کې واچاوه او هره ورځ به یې څوارلس دُرې واهه، تر دې پورې چې مکې ته هجرت کولو ته اړ شو. (الخیرات الحسان، ص۶۶)
ربیع بن عاصم روایت کوي چې یزید بن عمر بن هبیره له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه وغوښتل، چې د قضاوت مقام ومني. خو هغه ونه منله او په دې وجه يې شل دُرې وواهه. ابن نضر هم له اسماعیل بن سالم څخه روایت کوي چې امام ابوحنیفه رحمه الله د قضاوت د نه منلو له امله په دره ووهل شو او امام احمد بن حنبل رحمه الله چې کله له دې پېښې خبر شو، په ژړا شو، ځکه چې هغه په خپله شکنجه شوی و. ابوالاحوص وايي: امام ابوحنیفه رحمه الله په زندان کې سخت شکنجه شو. کله چې ابن ابي لیلي او ابن شبرمه په دې خبره پوه شول، نو یو بل ته یې وویل: «موږ په دنیا پسې یو او هغه ترې ډډه کوي، په داسې حال کې چې د دنیا لپاره په دُرو وهل کیږي او له اخیستو یې ډډه کوي.»
یحیی ابن اکثم وايي: له ابن داود څخه مې واورېدل چې ابن هبیره پلان درلود چې امام ابوحنیفه رحمه الله په کوفه کې قضاوت وکړي، خو امام صاحب له دې کاره انکار وکړ. ابن هبیره قسم وکړ چې که یې ونه منله نو په دُرو به یې ووهي. په بل روایت کې راغلي چې د همدې انکار له امله ډیر ځله په دُرو ووهل شو تر دې چې خوشې شو او امام صاحب مکې ته هجرت وکړ.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] د امام ابوحنیفه رحمه الله انقلابي او سیاسي دریځونه، ص ۳۲
[2] خلافت او ملوکیت، ص ۴۹
[3] د اسلامي حقوقو تاریخ، ص ۸
[4] د اسلامي مذهبونو تاریخ، ص ۳۶


