
لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر
مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۸)
د امام ابوحنيفه رحمه الله سیاسي ژوند
امام ابوحنیفه رحمه الله او عباسیان
د عباسي دورې سیاسي چاپیریال: د عباسي حکومت د جوړولو بلنه د محمد بن علي بن عبدالله بن عباس رضي الله عنهما لخوا، د اموي واکمنۍ د نسکورولو او اهل بیتو ته د بللو په موخه په ۱۰۰ هجري کال کې پیل شوه. په لومړي سر کې دعوت کوونکو عراق او خراسان ته مخه کړه.
په ۱۲۴ هجري کال کې د محمد بن علي له مړینې سره د هغه زوی ابراهیم بن محمد بن علي هم دې دعوت ته دوام ورکړ. د وروستي اموي خليفه مروان بن محمد د خلافت په وخت کې د عباسيانو دعوت زيات شو. ابراهیم د اردن په حمیمه سیمه او د شراه په غرونو کې ونیول شو او په زندان کې وفات شو.
له هغه وروسته عباسي مشرانو هم دغه پاڅون ته دوام ورکړ او د ابراهيم له وصيت سره سم د هغه ورور عبدالله بن محمد چې په «سفاح» مشهور و، د دغه غورځنګ مشري وکړه او د خلکو بيعت يې تر لاسه کړ. عراق، خراسان او د شام ځینې ښارونه یې فتح کړل. بالاخره مروان مصر ته وتښتېد او هلته په ۱۳۲ هجري کې ونيول شو او ووژل شو. په دې پېښو سره د اموي حکومت ختم شو او عباسي خلافت رامنځته شو.
لومړی عباسي خلیفه ابو العباس عبدالله بن محمد چې په سفاح مشهور و، وټاکل شو او خلافت یې تر ۱۳۶ هجري قمري پورې دوام وکړ. له هغه وروسته د هغه ورور ابوجعفر منصور د خلافت مشري وکړه.
د عباسي حکومت په پیل کې امام ابوحنیفه رحمه الله له دوی سره همکارۍ ته چمتو و او فقهاوو او علماوو یې د دې حکومت ملاتړ ته هڅول. ځکه چې هغه د امویانو په دوره کې سخت ټپي شوی و او د هغوی د ظلمونو له امله یې مکې ته هجرت کړی و. د عباسیانو له واکمنۍ وروسته بېرته کوفې ته ولاړ. خو څه موده وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اهل بیتو باندې د عباسیانو د ظلم په لیدلو سره د هغه دریځ بدل شو او د علي رضي الله عنه د اولادې ملاتړ ته یې زړه جذب شو.
امام ابوحنیفه رحمه الله په ښکاره د حضرت علي رضي الله عنه له کورنۍ سره خپله مینه او ملاتړ څرګند کړ، په تېره بیا په ۱۴۵ هجري کې په مدینه کې د محمد بن عبدالله بن حسن (النفس الزکیه) د پاڅون او د هغه د ورور ابراهیم د پاڅون پر مهال په عراق کې.
د محمد(النفس الزکیه) زیاتره ملګري له خراسان څخه وو او له همدې امله یې په هغه وخت کې مستقیمه مرسته نه شوه کولی. په هرصورت، دوی د هغه سره ځانګړې مینه او اړیکه درلوده. ویل کیږي چې امام مالک په مدینه کې له محمد (النفس الزکیه) سره د راپورته کېدو فتوا صادره کړه.
ابن جریر او ابن کثیر روایت کړی دی چې امام مالک رحمه الله خلک وهڅول، چې له نفس زکیه سره بیعت وکړي. خلکو اعتراض وکړ چې هغو له خلیفه منصور سره بیعت کړی، امام مالک رحمه الله ورته په ځواب کې وویل: تاسو په مجبوریت سره بیعت کړی او جبري بیعت روا نه دی. په دې فتوا سره خلکو له نفس زکیه او امام مالک رحمه الله سره بیعت وکړ او خپل کور ته راستانه شول.
امام ابوحنیفه رحمه الله او د ابوجعفر منصور ناکامې هڅې
په ۱۴۸ تر ۱۵۰ هجری قمری کال کې یعني د بغداد د جوړښت د پای ته رسیدو او د امام ابوحنیفه رحمه الله تر وفات پورې ابو جعفر منصور د هغه سره د نږدې کېدو او اړیکې ټینګولو هڅې پیل کړې . هغه لومړی امام له کوفې څخه بغداد ته راوغوښت او پر هغه یې فشار راوړ چې د قضاوت دنده ومني. لومړی یې امام ته د سیمې د قضاوت د مقام وړاندیز وکړ. خو د دې غوښتنې له ردولو وروسته منصور د هغه وخت د لویې څارنوالۍ د چوکۍ وړانديز وکړ، چې بيا هم د امام له مخالفت سره مخ شو. په پای کې یې له امام څخه وغوښتل چې د قاضي القضات (په ټوله اسلامي امپراتورۍ کې د قضاوت رهبري) مقام ومني ترڅو د ټولو قاضیانو واک د هغه په لاس کې وي خو امام ابوحنيفه رحمه الله بیا هم دغه دنده نه منل.
د قضایي دندې وړاندیز او د امام ابوحنیفه رحمه الله د ژوند وروستۍ آزموینه
امام ابوحنيفه رحمه الله خپل ټول وجود د عدالت او توحيدي نظام د رامنځ ته کولو لپاره په خطر کې واچاوه او په کلک هوډ يې هڅه وکړه چې اسلامي نظام او توحيدي عدالت د رسمي اساسي قانون په توګه پلي کړي. په هیواد کې کله چې ابوجعفر منصور د امام د خوشالولو لپاره خپله وروستۍ چاره په کار واچوله او هغه ته یې د قاضي القضات د دندې په شان د لوړو څوکیو وړاندیز وکړ، داسې ښکارېده چې امام باید دا وړاندیز د الهي احسان په توګه ومني. او په دې توګه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د هغه هرکلی وکړي.
خو د امام بصیرت هغه په دې پوه کړ چې دا وړاندیز د هغه په ژوند کې یوه پرېکړه کوونکې آزموینه ده، ځکه هغه ښه پوهېده چې د منصور له دې وړاندیز څخه اصلي موخه د هغه کنټرول او محدودول دي. د دې کار لپاره خلیفه یوازې دوې لارې درلودې: یا امام په حکومت کې شریک کړي او هغه ته مهم مقام ورکړي او یا هغه له خپلې لارې څخه لرې کړي.
امام صاحب رحمه الله هم د هغه په وړاندې دوه اختیارونه درلودل: یا د خلیفه وړاندیز ومني او ځان وژغوري، چې د هغه د علمي او تعلیمي لاسته راوړنو له منځه وړل دي. یا به د دې وړاندیز په ردولو سره د هغه په اړه د خلیفه شکونه تایید کړي او له جدي خطرونو سره به مخ شي او د خپل اسلامي حرکت او موخو د دوام لپاره خپل ژوند قرباني کړي.
امام ابوحنیفه رحمه الله دویمه لاره غوره کړه. زندان، شکنجه او دُرې یې په زړورتیا سره تېرې کړې او باالاخره په عباسي زندان کې په شهادت ورسېد او خپل سپېڅلي اهداف یې د اسلامي مبارزو په تاریخ کې د تل لپاره ثبت کړل.
ادامه لري…