Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۴۹)
فراماسونري دوشنبه _17 _اگست _2026AH 17-8-2026AD

فراماسونري (برخه: ۴۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه: ۴۹)
د عباسیانو په دوره کې د فراماسونرۍ اغېزې:
په دې برخه کې د عباسي خلافت پر نظام د فراماسونرۍ نفوذ او اغېز ارزول کېږي. عباسي خلافت له هغو مشهورو اسلامي خلافتونو څخه و چې د اوږدې مودې لپاره یې پر اسلامي نړۍ واکمني کوله. له همدې امله یهودیانو د عباسي خلافت د نظام او ادارې په منځ کې د نفوذ لپاره زیاتې هڅې او کوښښونه وکړل.
عباسي دوره د یهودي داعیانو لپاره یوه زرینه دوره ګڼل کېده؛ آن «ابومسلم خراساني» هم په خپل دعوت کې داسې لاره خپله کړه چې د پټوالي له پلوه د فراماسونرۍ له طریقې سره ورته وه. همدارنګه، څوک چې د «اخوان الصفا» طریقې او رسالو ته ځیر شي، د هغوی او دې پټ ځواک تر منځ نږدې اړیکه درک کوي.
برهان‌الدین بقاعي رحمه‌الله هم یادونه کوي چې یوه ډله به د قرطبې د «محمد بن مسرّه» په نوم د یوه کس تر مشرۍ لاندې راټولېده او د خپلې غونډې ځای به یې «د فیثاغورس لوبغالی» باله. شیخ محمد الزعبي وایي: «ما په ماسوني مجلسونو کې د «فیثاغورس» کلمه اورېدله، خو په مانا یې نه پوهېدم؛ تر هغه چې له دې متن سره مخ شوم.»[۱]
په عباسي دوره کې د ماسوني «تکریس» (د منلو قانون) یوه بېلګه داسې وه چې هغه مهال به هغوی ته «مُکَلِّبین» ویل کېدل: لومړی به یې خپله وینا د قرآن کریم په آیتونو پیلوله؛ هغه به یې د بېوزلو (ناپوهو ډبرو) پر حال د زړه‌سوي په پلمه، په لړزېدلي غږ او اوښلنو سترګو تلاوت کاوه؛ له هغو کسانو څخه چې نه پوهېږي حقیقتونه پټ دي او یوازې هغه غوره کسان، چې له ازله د الله تعالی له لوري ټاکل شوي دي، پرې پوهېږي، او په پای کې بری هم د هغوی په برخه لیکل شوی دی.
وروسته به داعي د پردې تر شا ساده‌زړو خلکو ته آه او فریاد کولو او د اورېدونکو په نزد د مشهورو شخصیتونو په یادولو سره به یې ځان ته تسلي ورکوله او ویل به یې: هغوی له هماغو غوره کسانو څخه دي چې د حقیقت د څرګندېدو تر وخته یې د پټوالي جامې اغوستې دي.
په دې وخت کې به هغه غوښتونکی (طالب)، چې «مکلّبینو» به ښکار کړی و، رامخې ته کېده؛ له ځان سره به یې یو ټاکلی اندازه مال او یو ضامن راوستی و، څو د رازونو د افشا کېدو خطر ترې لرې کړي. بیا به د هغه د «تکریس» لپاره وخت ټاکل کېده او له ډول ډول آزموینو، شورماشور، وېرولو ، ګواښلو، او همدارنګه د هغه پر غاړه د چرګ له ذبح کولو یا د مالګینو اوبو له څښلو، ورپسې د شیدو، شاتو یا پاکو اوبو د جام له ورکولو وروسته به ترې اوږده لوړه (قسم) اخیستل کېده، چې په دې ټکو به پای ته رسېده: «که له دې رازونو څخه کوم راز د غوسې یا خوښۍ په حالت کې افشا کړم، ښځه به مې پر ما طلاقه، مال به مې صدقه او وینه به مې مباح وي.»[۲]
په هغه عصر کې د پټې یهودي توطیې تر ټولو ستر طرحه کوونکی «میمون بن دیصان قدّاح» و. دغه یهودي د نفاق له لارې اسلام ته ننوت او له ۲۷۶ هجري کال څخه یې په کوفه کې د خپلو نقشو پلي کول پیل کړل. تر دې مخکې هغه د یهودو له علماوو څخه و او په یهودیت کې سخت متعصب و؛ په فلسفه او نجومو کې یې مهارت درلود او د مذاهبو او دینونو له اصولو سره بلد و. په شام (سلمیه) کې یې زرګري کوله او د یهودي «شلعلع» له نسل څخه و. په کوفه کې یې له «حمدان قرمط» نومي سړي سره ولیدل او دواړو د اسلام د تخریب او مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره د یوې پټې ډلې پر جوړولو هوکړه وکړه. میمون قدّاح په دې لاره کې هماغه د عبدالله بن سبأ لاره خپله کړه.
هغه به د تشیع او اهل‌بیت سره د مینې په ښودلو سره عام خلک غولول؛ «اسماعیل بن جعفر صادق» ته نږدې شو او ځان یې د هغوی خدمتګار او مینه‌وال ښود، حال دا چې زړه یې هغوی او مسلمانانو ته له کینې څخه ډک و. خپل دعوت یې پیل کړ او د اهل‌بیت سره د مینې په شعار یې یوه ډله خلک وغولول. په ځانګړي ډول د مغرب (شمالي افریقا) یو شمېر بربرانو چې له اسلامي علمي مرکزونو لرې وو، د هغه پیروي وکړه.
له هغه وروسته یې زوی «سعید» راغی، خپل نوم یې «عبیدالله» ته واړاوه، د «مهدي» لقب یې خپل کړ، ځان یې حضرت علي بن ابي‌طالب رضي‌الله‌عنه ته منسوب کړ او ځان یې «فاطمي» وباله. د هغه وخت سترو مسلمانو علماوو لکه امام ابوحامد اسفرایني، شیخ ابوعبدالله صیمري، امام ابوالحسن قدوري، امام ابوجعفر نسفي او نورو ، دا دروغجن نسبت رد کړ او په ۴۰۲ هجري کال کې یې په رسمي ډول ثبت کړ.
عبیدالله مغرب ته ولاړ، واک یی ترلاسه کړ او په «مهدیه» کې یې خپل دولت رامنځته کړ؛ بیا یې ټوله شمالي افریقا ونیوله، وروسته یې مصر فتح کړ او هلته ولېږدول شو. هغوی د خپلې واکمنۍ په ټوله دوره کې له یهودو سره همکاري کوله، له هغوی څخه به یې وزیران او مشران ټاکل، سیاسي چارې به یې ورسپارلې او د مسلمانانو پر وینو، مالونو او ناموسونو به یې واکمنول. پر مسلمانانو به یې سختي کوله، علما او صالحان به یې وژل، د الحاد مفکوره او زندقه به یې خپروله، د اسلام له لارښوونو سره به یې مخالفت کاوه، زنا او شراب به یې حلال بلل، پیغمبرانو ته به یې سپکاوی کاوه او آن د ربوبیت دعوه به یې کوله.[۳]
هغوی همدارنګه ځینې باطنیه او تصوف ته د منسوبو ډلو فرقې پیدا کړې او زیارتځایونه یې جوړ کړل؛ یو زیارت یې حضرت حسین رضي‌الله‌عنه ته منسوب کړ، حال دا چې هغه له دې څخه څو پېړۍ وړاندې وفات شوی و، او بل یې حضرت زینب رضي‌الله‌عنها ته منسوب کړ، سره له دې چې هغه هېڅکله مصر ته نه وه تللې. د دې کارونو موخه له اهل‌بیت سره مینه نه وه، ځکه یهود د هغوی له سرسختو دښمنانو څخه دي؛ بلکې موخه یې د مسلمانانو بېلارې کول او ناسمې وسیله پالنې ته د هغوی هڅول وو، څو له اسلامه ووځي.
 د هغه یهودیانو له ډلې چې فاطمیانو په وزارت کې وګومارل، دبېلګې په توګه یو یې «ابو نصر صدقه بن یوسف فلاحی» دی چې په ۱۰۴۴ میلادي کال کې وزیر شو، او بل «ابو سعد تستري» و؛ هغوی له نورو یهودي عناصرو سره په یهودیت کې د افراطي تعصب هڅه کوله او مسلمانان یې په ظلم او تېري سره تر فشار لاندې راوستل، تر دې چې خلک له دې حالته ډېر تنګ او تر پوزې راغلل.[۴]
بله بېلګه عراقی یهودي «یوسف بن یعقوب بن کِلِّس» دی چې لومړی مصر او بیا مغرب ته لاړ او بېرته له فاطمیانو سره راستون شو. په څلورمه هجري پېړۍ کې د « تأویل مجلس » مشر شو، د «الوزیریة» په نوم یې رساله ولیکله او تر هغه یې د خپلو نقشو پلي کولو ته دوام ورکړ، چې له خپل فاطمي مشر سره یې شخړه راغله او بیا ووژل شو.
خو په دې توطیه کې دویم کس «حمدان قرمط» و، چې خپل داعي «یحیی بن مهدي» یې بحرین ته ولېږه. هغه هلته د دوی مذهب خپور کړ او داسې دولت یې رامنځته کړ چې له ده وروسته یوې ډلې «قرمطیانو» دوام ورکړ. هغوی په اسلامي سیمو کې فساد وکړ، امنیت یې له منځه یووړ، ښځې او ماشومان یې ووژل، کښتونه یې وران کړل او د باطني کینې هغه اور یې بل کړ چې موخه یې د هر مسلمان له منځه وړل و.
له هغوی څخه یو هم «ابو طاهر قرمطي» و چې د حج په ورځو کې یې پر مکې مکرمې برید وکړ، د کعبې تر څنګ یې د حاجیانو وینې تویې کړې، شهیدان یې کړل، دهغوی مالونه یې لوټ کړل او حجرالاسود یې له خپل ځایه را لرې کړ او بحرین ته یې یووړ. هغوی د حج لارې هم ناامنه کولې، تر دې چې کورونو ته د حاجیانو بېرته ستنېدل ډېر لږ شوني وو. په پای کې الله تعالی داسې کسان راپورته کړل چې د جهاد په وسیله یې دا فتنه له منځه یووړه او دغه سیمې یې د هغوی له شر څخه پاکې کړې.
یوه پېړۍ وروسته، د باطنیه دعوت یو ځل بیا په اصفهان کې راڅرګند شو او په ۴۹۴ هجري کال کې ځواکمن شو. هغوی وژنو او لوټمارۍ ته مخه کړه، عمومي وېره یې خپره کړه او د «اصفهان کلا» او «الموت» په څېر ټینګې کلاګانې یې ونیولې. د هغوی له شریرو مشرانو څخه «احمد ابن عطاش» او «حسن بن صباح» وو. دا فساد تر هغه روان و چې ابن عطاش په ۵۰۰ هجري کال کې ووژل شو او حسن بن صباح تر ۵۱۸ هجري کال پورې خپلو شرارتونو ته دوام ورکړ.
د مسلمانانو د کمزورتیا په پړاوونو کې هم د باطنیه فرقې راڅرګندېدې؛ لکه په شام کې په ۵۲۰ هجري کال او په قهستان کې په ۵۴۹ هجري کال. [۵]
باطنیانو د پیروانو د راجلبولو لپاره ځینې چلونه لرل، چې امام غزالي رحمه‌الله‌تعالی په «فضائح الباطنیة» کې یادونه ترې کړې ده؛ د هغو له جملې څخه یو څو یې په لاندې ډول دي:
تفرّس: د ټاکل شوي شخص د رواني ځانګړنو پېژندل؛ او کله چې د اغېزې احتمال وي ورسره د خبرو پیلول.
تأنیس: د مخاطب له حالت سره سم، په وینا او چلند کې د نفاق له لارې د هغه را خپلول او باور یې ترلاسه کول.
تشکیک: په دین کې د شک اچولو لپاره د شبهاتو او پېچلو پوښتنو پیدا کول.
تعلیق: د ځوابونو ځنډول او په تدریجي ډول ژمنې اخیستل.
ربط: د رازونو د ساتلو او اطاعت لپاره د سختو ژمنو او لوړو اخیستل.
تدلیس: د مغالطې له لارې د عقایدو تدریجي ښوونه.
تأسیس/تلبیس : د شریعت د ظاهري او باطني اړخونو تلقین او د احکامو تحریف.
له دینه لرې کول او ایستل: د دیني مکلفیتونو لرې کول او انسان له دین څخه د انکار لوري ته بېول.
وروستۍ موخه: دا تلقین کول چې دین خرافات دي، او د حلول یا وحدت الوجود په څېر عقایدو ته د خلکو رابلل.[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
  1. الزعبی، محمدعلی، حقیقة الماسونیة، ص: 303، موسسة مرتوق إخوان، بیروت، لبنان، 1974م.
  2. هماغه منبع، ص: 304-305.
  3. دسائس الماسونیة، ص: 24-25.
  4. المیدانی، حسن حبنکة، مکائد یهودیة عبر التاریخ، ص: 210-11، دارالقلم، دمشق، بیروت، لبنان، دوهم چاپ ، 1398ه.ق.
  5. دسائس الماسونیة بین المسلمین، ص: 26.
  6. غزالی، ابوحامد محمد، فضائح الباطنیة، ص: 21-32، دارالکتب الثقافیة، کویت.

اغېزې تغیر عباسیان فراماسونري یهودیت
Previous Articleد انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

اړوند منځپانګې

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۶)

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه : ۴۸)

سه شنبه _11 _اگست _2026AH 11-8-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۵)

یکشنبه _9 _اگست _2026AH 9-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۹)

دوشنبه _17 _اگست _2026AH 17-8-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه: ۴۹) د عباسیانو په دوره کې د فراماسونرۍ اغېزې: په…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

یکشنبه _16 _اگست _2026AH 16-8-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه:…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _13 _اگست _2026AH 13-8-2026AD12 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵) د امام…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD14 Views

لیکوال: مهرالله مهاجرعزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونوتحلیل ( برخه : ۲۳ ) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۴۹)

دوشنبه _17 _اگست _2026AH 17-8-2026AD

د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

یکشنبه _16 _اگست _2026AH 16-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.