لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۴)
د بودیزم افکار او عقاید
۵– د معاد څخه انکار ( ادامه لري)
دویمه برخه: د ارواحو تناسخ ( ادامه لري)
د تناسخ نظریې اړوند د نور وضاحت لپاره ، غوره ده په دې پوه شو چې دغه عقیده په څلورو ډولونو یا څلورو پړاوونو وېشل کېږي:
۱– نسخ :
په دې ډول تناسخ کې روح له یوه انسان څخه بل انسان ته لېږدول کېږي. دوی دې ډول ته «نسخ» وایي؛ ځکه روح له یوه شخص څخه جلا کېږي او د بل شخص په بدن کې راڅرګندېږي. دا ډول لېږد د د همدې نوعې انسانانو په منځ کې ترسره کېږي.
۲– مسخ :
دا ډول تناسخ د هغو انسانانو پورې اړه لري چې د خپلو ناسمو کړنو او ګناهونو له امله یې روح تر مرګ وروسته د حیواناتو بدنونو ته انتقالېږي. په دې حالت کې د روح لېـــــږد د حیواناتو د جنس په محدوده کې ترسره کېږي.
۳– رسخ :
په دې ډول تناسخ کې روح د نباتاتو په څېر موجوداتو ته انتقالېږي. د دوی له نظره دا ډول یې تر نسخ ډېر دروند او سخت دی؛ ځکه لومړی دا چې روح له یوه جنس څخه بل جنس ته انتقالېږي، لکه د انسان روح چې نبات ته ولېږدول شي. دویم دا چې روح په دې حالت کې د اوږدې مودې لپاره په یو ثابت او بېحرکته حالت کې پاتې کېږي، لکه نبات یا آن ډبره چې اکثره وخت ثابته بڼه لري.
۴– فسخ :
دا ډول یې له نورو ډولونو سره توپیــــر لري او هغو نباتاتو ته ځانګړی دی چې پرې کېږي یا هغو حیواناتو ته چې حلالېږي؛ یعنې هغو موجوداتو ته چې له نابودېدو وروسته یې هېڅ نښه نه پاتې کېږي. په دې پړاو کې د ارواحو تر ټولو ټیټه مرتبه پای ته رسېـــــږي او د تناسخ دوره ختمېږي.
خو په برهمني هندوییزم او بودیزم کې د تناسخ بنسټيزه موخه یو له بل سره توپــــیـــر لري. په برهمني آیین (هندوییـــزم) کې ویل کېږي چې د تناسخ هدف د دنیايي ژوند له میلان او دلبستګیو څخه خلاصون دی؛ یعنې روح بېرته خپلې لومړنۍ سرچینې، «برهما» ته ستنېږي او ورسره یوځای کېږي، لکه د اوبو یو څاڅکي چې په لوی سمندر کې ورګډ شي.
خو په بودیزم کې د پرلهپسې زېږونونو د دې دورې یا څرخ وروستۍ موخه «نیروانا» ته رسېدل دي؛ یعنې بشپړه خاموشي، د ټولو کړاوونو پای او د دې تلپاتې کړۍ او تګ راتګ ختمېدل.
په تناسخ باور یوازې د بودیزم ځانګړنه نه ده؛ بلکې د تاریخ په اوږدو کې نورو ډلو او ملتونو هم پرې عقیده لرله. ویل کېږي چې لرغونو مصریانو، ځینو یوناني فیلسوفانو او یو شمېر هغو ایرانیانو چې ځانګړي فکري تمایلات یې لرل، هم دا باور درلود. همدارنګه د هندویـــیــــزم د پیروانو ترمنځ دا عقیده له بنسټیزو او لرغونو باورونو څخه شمېرل کېږي.
په حقیقت کې د هند ډېرو مذهبونو ، که د بودا له ظهور څخه مخکې وو او که وروسته ، دا عقیده د هند له دیني دودونو څخه اخیستې ده. آن ویل کېږي چې تناسخ له هندي دین سره دومره ګډ شوی چې که څوک پرې باور ونه لري، هغه د دې دین بشپړ لاروی نه ګڼل کېږي.
ب: ځواب او نیوکه
د تناسخ عقیده چې بودایان پرې باور لري، یوه خرافاتي او باطله عقیده بلل شوې او ریښې یې د لرغوني مصر او یونان په فلسفو کې وجود لري. دا ادعا چې د انسان روح له مرګ وروسته بېلابېلو جسمونو ته لېږدول کېږي ، د عقل او نقل له نظره د رد او بطلان وړ ده. له همدې امله به دا فلسفي او عقیدوي نظریه د عقل او شریعت له لیدلوري په روښانه او مستدل ډول وڅېړل شي.
لومړی:
د دوی د عقیدې له مخې، انسان د خپل پخواني ژوند د کړنو له امله جزا یا ثواب ویني. دا له عدالت سره سمون نه لري؛ ځکه انسان د خپل پخواني ژوند هېڅ یادښت ، خاطره او پوهه نه لري. جزا او ثواب هغه وخت معقول او عادلانه ګڼل کېږي چې یو شخص په دې پوه وي چې کوم کارونه یې تر سره کړي دي.
دوهم:
د تناسخ په تعریف کې وویل شول چې روح له یوه بدن څخه بل بدن ته انتقالېږي. خو پوښتنه دا ده: که شخصیت، حافظه، ذهني ځانګړنې او حتی بدن په بشپړ ډول بدل شي، نو کوم شی ثابت پاتې کېږي چې وکولای شو ووایو: «دا هماغه شخص دی؟» که هېڅ پېژندل کېدونکی عنصر پاتې نه شي، نو بیا هماغه فرد ته د جزا او ثواب منسوبول ډېر ستونزمن کېږي او د منلو وړ نه ښکاري.
دریم:
د دې عقیدې د بطلان له بېلګو څخه یوه دا ده چې که د انسان روح د حیوان بدن ته ولېږدول شي، حال دا چې حیوان هیڅ اخلاقي شعور نه لري، نو څنګه به وکولای شي د خپل تېر ژوند مسؤلیت ته دوام ورکړي یا یې جبران کړي؟ یو موجود چې د اخلاقي انتخاب ځواک ونه لري، څنګه د جزا یا اخلاقي تکامل ډګر ګرځېدلی شي؟
څلورم:
فیلسوفان وایي چې یوازې روحاني عذاب بسنه کوي. خو دا ډول عذاب دومره کمزوری ګڼل شوی چې نه د ظلم مخه نیولی شي او نه د بدو کړنو مانع ګرځېدای شي. حقیقي خوند او کړاو تل له جسم سره تړاو لري. لمس، لید، درد او خوښي ټول د جسم اړوند دي، نه یوازې ذهني تصور. نو که عذاب یوازې روحاني وي، انسان به څنګه له بدۍ څخه راوګرځوي؟
دوام لري…
مخکینی برخه
سرچینې :
- تناسخ الارواح، اصوله و حکم الاسلام فیه، ص ۲۰۱، نقل له : ضحی الإسلام، ج ۱، ص ۲۵۰؛ والفلسفة الإسلامیة، ص ۱۳۴.
- بحث الیوم الآخر عندالبوذیة، ص ۱۱.


