لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه : ۴۸)
پر اسلامي نړۍ او مسلمانانو د فراماسونرۍ برید او یرغل
سریزه
په دې برخه کې به د اسلام له پیله تر اوسه پورې، پر اسلامي نړۍ او مسلمانانو د فراماسونرۍ د پراخ یرغل موضوع وڅېړو. په حقیقت کې، کله چې له پیله تر نن پورې د اسلام تاریخ مطالعه کوو، دې پایلې ته رسېږو چې د فراماسونرۍ پټ حرکت، چې د یهودیت پیاوړی مټ هم بلل شوی، تل دا هڅه کړې چې د حق او حقیقت پر وړاندې ودرېږي او ژور ګوزارونه پرې وکړي. له همدې امله یې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو دسیسو او بهیرونو په وسیله پر سپېڅلي اسلام بریدونه کړي دي. آن له اسلام څخه وړاندې هم د حق دینونو پر وړاندې درېدلي او زیان یې ورته رسولی دی.
په دې کې شک نشته چې فراماسونري د حق پر وړاندې د مقابلې او د حق د له منځه وړلو په موخه رامنځته شوې ده. داسې چې یهودو له حضرت سلیمان علیه السلام څخه وروسته د حق د رڼا د خاموشولو، د خیر د ورکېدو او په ځمکه کې د شر د خپرولو هوډ وکړ؛ لکه څنګه چې یې په تورات کې هم پر دې ګواهي ورکړې ده. له همدې امله الله تعالی حضرت عیسی علیه السلام راولېږه، څو د هدایت رڼا بیا راژوندۍ او نړۍ ته نېکي بېرته راوګرځوي.
خو دا کار یهودو ته د منلو وړنه و؛ زړونه یې له بغض او کینې لمبه شول او د شر ځواک یې په وجود کې راوخوځېد؛ هماغه ځواک چې د دوی د پاچا « دویم هیرودوس» او د هغه د سلاکارانو «احیرام، بیود او مواب لافي» په څېرو کې راڅرګند شو؛ هغه کسان چې د فراماسونرۍ د لومړنۍ هستې په توګه پېژندل کېږي. د دوی موخه د حق، یعنې د حضرت عیسی علیه السلام او د هغه د پیروانو، مقابله وه؛ دوی ته مهمه نه وه چې دا مقابله یې د تروراو وژنو لامل هم شي.
یهودو چې کله ولیدل دا طریقه نه یوازې د عیسی علیه السلام د پیروانو شمېر نه راکموي، بلکې د هغوی ځواک او شمېر لا زیاتوي، نو بلې لارې ته یې مخه کړه: داخلي مبارزه. له همدې امله یې «شاؤول» رامخې ته کړ، چې ځان یې «بولس» وباله او د انحراف په ایجادولو سره یې مسیحیان د عیسی علیه السلام له رښتیني دین څخه لرې کړل. د یهودیت او مسیحیت تر منځ دا مبارزه او شخړه د سپېڅلي اسلام د راڅرګندېدو او د دې ژغورونکي دین د ظهور تر وخته روانه وه.[1]
د اسلام د ظهور په پیل او د بني امیه وو په دوره کې د فراماسونرۍ اغېزه:
کله چې خوږ پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم، په مکه کې په پېغمبرۍ مبعوث شو، یهود، مشرکانو ته ورغلل او د خپل ګومان له مخې یې ستونزمنې او پیچلې پوښتنې راپورته کړې؛ لکه د «ذوالقرنین»، «روح» او «خضر» په اړه پوښتنې. خو الله تعالی د وحي په مرسته د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم مرسته کوله. [2]
دا د دوی د هڅو یوه برخه وه، څو د دوی په اند د حق او حقیقت، یعنې سپېڅلي اسلام، د ودې او څرګندېدو مخه ونیسي.
مدینې منورې ته د هجرت او له یهودو سره له ګډ ژوند وروسته، هغوی په پیل کې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره جوړجاړي ته لېوالتیا وښوده؛ خو دې حالت ډېر دوام ونه کړ. بیا یې مشرکانو ته مخه کړه او ادعا یې وکړه چې د هغوی دین د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر دین غوره دی. الله تعالی په ځواب کې د هغوی حقیقت رابرسېره کړ او ویې فرمایل چې هغوی له بدترینو خلکو څخه دي؛ هغه کسان چې د الهي لعنت وړ ګرځېدلي ، ځینې یې د بیزوګانو او خوګانو په بڼه اووښتي او ځینو یې د طاغوت عبادت ته مخه کړې ده.
هغوی خپلې تبلیغاتي جګړې ته دوام ورکړ؛ لکه څنګه چې «ابن الحقیق» او «ابن الاشرف» د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په غندنه او شاعرانه سپکاوي لاس پورې کړ او مسلمانو ښځو ته یې ناروا نسبتونه کول. د دغو کړنو په غبرګون کې د انصارو دوو سترو قبیلو پاڅون وکړ او هرې قبیلې ټول مجرمان د خپل عمل په سزا ورسول.
وروسته یهودو په مدینه کې د نفاق په خپرولو او د مسلمانانو پر ضد د مشرکانو په را پارولو لاس پورې کړ، لکه څنګه چې د احزابو په جګړه کې پیښ شول. هغوی آن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د له منځه وړلو په هڅه کې هم وو؛ یو ځل یې غوښتل پر هغه ډبره راوغورځوي او بل ځل یې زهرجن خوراک ورته وړاندې کړ، خو الله تعالی هغه وساته.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم غبرګون هم پرېکنده او عادلانه و؛ یوه ډله یې تبعید کړه او بلې ډلې، «بني قریظه» ته سزا ورکړل شوه . د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وروستیو وصیتونو څخه یو دا هم و چې د عربو ټاپووزمه دې له هغوی پاکه شي، څو دا سیمه د مسلمانانو لپاره په سوچه مرکز بدله شي. [3]
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یهودو د کینې او دښمنۍ یوه بېلګه په دې لیکنه کې راغلې چې هغوی ته منسوبه ده؛ په هغې کې ویل کېږي: «اې د اسرائیلو اولادې! پوه شئ چې موږ هېڅکله محمد صلی الله علیه وسلم ته هغه سزا نه شو ورکولای چې دی یې مستحق دی ، نو د شنبې د ورځې په لمونځونو کې لعنت پرې ووایئ.» [4]
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات او د اسلام د مخ پر زیاتېدونکي ځواک له لیدلو وروسته، یهودو له مستقیمې مقابلې ډډه وکړه او له داخل څخه یې نفوذ ته مخه کړه. ویل کېږي چې په یمن کې یوې ډلې د دې بهیر مشري کوله او د اسلام پر ضد د پلان جوړولو لپاره به یې پټې ناستې جوړولې.
د حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت پر مهال، یوې ډلې د مسلمانانو په جامه کې مدینې منورې ته لاره وموندله، له ناوړه عناصرو سره یې همکاري وکړه او په پای کې یې د حضرت عمرضی الله عنه په ترور او شهادت کې رول ولوباوه.
وروسته «عبدالله بن سبأ» راڅرګند شو؛ هغه څوک چې د سیدنا عثمان او سیدنا علي رضی الله عنهما د دورو په ستره فتنه کې یې بنسټیز رول درلود. هغه د یهودي او خرافاتي افکارو په خپرولو لاس پورې کړ او هڅه یې کوله هماغه رول ولوبوي چې «بولس» په مسیحیت کې لوبولی و.
عبدالله بن سبأ داسې تخمونه وشیندل چې وروسته د حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه په حق کې د مبالغې او افراط سبب شول، او موخه یې دا وه چې د توحید عقیدې ته زیان ورسوي. همداراز یې د منحرفو فرقو ځینې نظریې اسلام ته را ننویستې او د ځینو ناسمو بهیرونو د رامنځته کېدو زمینه یې برابره کړه.
ابن سبأ خلک د حضرت عثمان رضی الله عنه پر ضد پارول او خپلو پیروانو ته یې تلقین کاوه چې حضرت عثمان رضی الله عنه له حضرت علي رضی الله عنه څخه خلافت غصب کړی دی. دې تبلیغاتو پر ځینو کسانو اغېز وکړ؛ هغوی په پټه د دغو پوچو افکارو په خپرولو لګیا شول او اسلامي ښارونو ته به یې داسې لیکونه استول چې واکمنان به یې پکې په فساد تورنول. [5]
امام طبري رحمه الله فرمایی: «ابن سبأ او د هغه پیروانو له هغه څه پرته ، بل څه په نظر کې لرل چې دوی به ښکاره کول او له هغه څه پرته یې بل څه په زړونو کې پټول چې دوی به خلکو ته څرګندول.» [6]
په حقیقت کې، همدا د ماسونانو تر نن ورځې پورې همېشنۍ تګلاره ده.
په پای کې، هغوی د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهیدولو لپاره په مدینه منوره کې سره راټول شول، خپلې موخې ته ورسېدل او حضرت عثمان رضی الله عنه په شهادت ورسید. له هغه وروسته خلکو د حضرت علي رضی الله عنه سره بیعت وکړ او هغه یې خپل خلیفه وټاکه. په دې وخت کې ابن سبأ د نوو عقایدو په خپرولو پیل وکړ؛ له هغې جملې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بېرته راتګ ادعا او دا خبره چې حضرت علي رضی الله عنه د هغه وصي(سرپرست) دی.
هغه همدا راز ډېرنور باورونه او اندونه خپاره کړل چې ریښې یې په یهودیت کې وې؛ دې افکارو وروسته د ځینو ډلو په منځ کې رواج وموند. [7]
د بني امیه وو په دوره کې هم د دې بهیر پیروانو په پټه د خپلو عقایدو خپرولو ته دوام ورکړ؛ ځینې وخت د اهل بیتو د مینې تر شعار لاندې، او کله هم د «معتزله» او «جهمیه» په څېر د فکري بهیرونو د رامنځته کولو له لارې، چې «جهم بن صفوان» او «جعد بن درهم» یې د مشرانوله ډلې څخه وو.
جعد بن درهم د «قرآن د مخلوق والي» عقیده د داسې کسانو څخه زده کړې وه چې لړۍ یې په پای کې «لبید بن الاعصم» یهودي ته رسېده؛ هماغه کس چې پر پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې جادو کړی وه. [8]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- الشثری، محمدبن ناصر، دسائس الماسونیة بین المسلمین، ص: 19، دارالحبیب، ریاض، سعودی، دوهم چاپ، 1424ه.ق.
- د دغو لیدنو او پوښتنو کیسه د قرآن کریم په آیتونو او سورتونو کې بیان شوې ده. د «الکهف» او «الاسراء» په څېر سورتونو دې موضوعاتو ته اشاره کړې ده.
- د دغو دسایسو د مطالعې لپاره کولای شئ د علامه عبدالملک ابن هشام «د ابن هشام سیرت»، د علامه ندوي «نبي رحمت»، او د صفي الرحمن مبارکپوري «الرحيق المختوم» ته مراجعه وکړئ.
- دسائس الماسونیة بین المسلمین، ص: 20.
- المفسدون فی الأرض، جرائم الیهود السایسیة والاجتماعیة عبرالتاریخ، ص: 123.
- دسائس الماسونیة علی المسلمین، ص: 21.
- المفسدون فی الأرض، جرائم الیهود السایسیة و الاجتماعیة عبرالتاریخ، ص: 124.
-
دسائس الماسونیة علی المسلمین، ص: 125.


