لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ٢٠)
د بودیزم باورونه او افکار
۲– د خدای په توګه د بودا عبادت کول
الف: د دې عقیدې تبیین
انسان د خدای باورۍ له فطرت سره پیدا شوی دی، او همدا فطرت هغه د الله تعالی عبادت ته رابولي. له همدې امله، ځینې خلک د خپل سالم فطرت له مخې یوازې د واحد او بېسیاله الله جل جلاله عبادت کوي؛ خو ځینې نور د بېلارۍ او ناپوهۍ له امله نور موجودات د هغه شریکان ګڼي او د الله پر ځای یې عبادت کوي.
د بودا له مړینې وروسته، د هغه پیروان د خدای پېژندلو اوهغه ته د رسېدو د لارې په لټه کې شول؛ ځکه بودا په دې اړه هېڅ واضح دریځ نه و څرګند کړی. له همدې امله، د هغه ځینې پیروان په دې باوري شول چې بودا یو عادي انسان نه و، بلکې د خدای روح په هغه کې حلول کړی و. همدلته د بودا عبادت د خدای په توګه او په هغه کې د الهي روح د تجسم عقیده رامنځته شوه او ورو ورو د هغه د پیروانو ترمنځ خپره شوه، تر دې چې د بودا دین په رسمي ډول د شرکي باورونو لرونکی دین وګرځېد.
ب: ځواب او نقد
د الله تعالی پر ځای د انسان (لکه بودا) یا بل هر څه عبادت کول شرک او ستر ظلم دی. الله تعالی په ګڼو آیتونو کې خپل بندګان له ځان سره د شریک نیولو څخه منع کړي او هغه یې ستر ظلم بللی دی. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ﴾[۱] ژباړه: «يقيناً شرك يو سترظلم دى.» او همدارنګه فرمایي: ﴿إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ﴾[۲] ژباړه: « بې شكه څوك چې الله سره شريك نيسي نو يقيناً الله جنت ورباندي حرام كړى، او استوګنځى به يې اور وي »
الله تعالی پیغمبران د دې لپاره رالېږلي چې خلک توحید ته راوبولي او له شرک او بتپرستۍ څخه یې منع کړي. لکه څنګه چې فرمایي: ﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ﴾[۳] ژباړه: « او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ.»
د دې آیت له مخې، عبادت یوازې د الله تعالی حق دی، او له هغه پرته د بل چا عبادت کول، په هر ډول چې وي، طاغوت او شرک ګڼل کېږي. نو د بودا عبادت هم د طاغوت عبادت دی چې د هغه پیروان یې ترسره کوي.
الله تعالی په بل آیت کې شرک نه بښل کېدونکې ګناه بللې او فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ﴾[۴] ژباړه: « يقيناً الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې.»
که بودا یا هر بل انسان د خدای یا د الهي روح د څرګندونې په توګه ولمانځل شي او عبادت یې وشي، نو د قرآن له نظره دا ښکاره شرک دی؛ ځکه عبادت یوازې د الله تعالی ځانګړی حق دی. قرآن کریم په څرګنده ټینګار کوي چې انسان، که پیغمبر هم وي، د عبادت وړ نه دی. الله تعالی فرمایي:
﴿مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللَّهِ﴾ [٥] ژباړه: « دا خو هيڅ بشر ته نه ښايي چې الله ورته د كتاب، حكم (دشريعت پوهه) او نبوت وركړي او بيا خلكو ته وايي چې له الله پرته زما بندګان شئ»
که پیغمبران، سره له دې چې د الله غوره بندګان دي، د عبادت وړ نه دي، نو بیا د بودا په شان عادي انسانان څنګه د عبادت مستحق کېدای شي؟ عبادت یوازې د کایناتو پالونکي، الله تعالی، حق دی.
رسول الله ﷺ هم د شخصیتونود تعظیم په اړه له مبالغې او افراط څخه سخته منع کړې ده. هغه فرمایي: «لا تُطْرُونِي كما أَطرتِ النَّصَارى ابنَ مريم، فإنما أنا عبدٌ، فقولوا: عبدُ الله ورسولُه.»[٦] ژباړه: «زما په ستاینه کې له اندازې مه اوړئ، لکه څنګه چې نصاراوو د مریم زوی عیسی علیه السلام په ستاینه کې افراط او غلو وکړ. زه یوازې د الله بنده یم، نو ووایئ: د الله بنده او د هغه رسول.»
کله چې د ټولو پیغمبرانو د سردار په اړه داسې خبرداری ورکړل شوی وي، نو یو عادي انسان د خدایۍ تر درجې رسول لا نوره ستره بېلاري ده.
امام ذهبي رحمه الله فرمایلي دي: « په کبیره ګناهونوکې تر ټولو لویه ګناه د الله تعالی سره شرک کول دي. شرک په دوه ډوله دی؛ یو ډول یې دا دی چې انسان له الله سره بل څوک شریک وګرځوي او د هغه پرته د بل چا عبادت وکړي، که هغه انسان وي، که ډبره وي، ونه وي، لمر وي، سپوږمۍ وي، پیغمبر وي، پیر او مرشد وي، ستوری وي، پرښته وي او یا هر بل څه. همدا هغه لوی شرک دی چې الله تعالی په قرآن کریم کې ترې یادونه کړې ده.»[٧]
۳. په بودا کې د خدای د روح د تجسم( نازلېدو) عقیده
د بودايانو دا عقیده چې “د خدای روح په بودا کې تجسم موندلی دی” د الهي ذات د وېش یا د هغه د لېږد په مانا ده، چې دواړه خبرې باطلې او ناشوني دي.
د الله تعالی د علم او د هغه د ذات ترمنځ باید توپیر وشي او دا دواړه سره ګډ نه شي. الله تعالی د خپل ذات له مخې د آسمانونو له پاسه دی، خو علم یې پر هر څه احاطه لري. نو کله چې د ونې څخه یوه پاڼه هم لوېږي، الله تعالی پرې خبر وي؛ خو دا په دې مانا نه ده چې د الله تعالی ذات د ونې پر سر یا تر هغې لاندې موجود دی. الله تعالی له خپلو مخلوقاتو سره له هر ډول ورتهوالي څخه پاک او سپېڅلی دی.
اسلامي علماوو دا موضوع په تفصیل سره څېړلې ده. خو که څوک دا عقیده ولري چې الله تعالی د کلمې په ظاهري مانا هر ځای موجود دی، نو دا بېدلیله او نامعقوله باوردی؛ ځکه هېڅوک نه شي ویلای چې الله تعالی د خلکو په کورونو، د مېږیانو په ځالو، پر ځمکه، تر ځمکې لاندې، په سمندرونو، پایپونو، کښتیو، الوتکو او یا هم لکه د بودایانو د باور له مخې ، د بودا په جسم کې حلول(تجسم) کړی دی.[۸]
په اصل کې د حلول عقیده د مسیحیانو له باورونو څخه سرچینه اخلي.
علامه شلبي فرمایی «د لاهوت په ناسوت کې د حلول نظریه (یعنې په انسان کې د خدای حلول)، یوه مسیحي نظریه ده، او د لاهوت او ناسوت اصطلاحات هغو دوو طبیعتونو ته اشاره کوي چې مسیحیان یې د عیسی علیه السلام لپاره ثابتوي.»[۹]
علامه ابو جعفر طحاوي رحمه الله د دې عقیدې په رد کې وایي:
«الله تعالی له حدودو، پای، ارکانو، غړو، وسایلو او شپږو جهتونو څخه لوړ او پاک دی؛ ځکه دا ټول د مخلوقاتو ځانګړنې دي، نه د الله تعالی.»[۱۰]
امام فخرالدین رازي رحمه الله هم د عقلي دلیل له لارې د حلول عقیده ردوي او وایي «د حلول د عقیدې د بطلان دلیل دا دی چې :
د یوه شي د بل شي په داخل کې د حلول معنا دا ده چې حل کېدونکی شی په ځینو چارو کې د خپل محل تابع وي؛ حال دا چې واجب الوجود ذات هېڅکله د بل چا تابع کېدای نه شي. نو ځکه د الله تعالی په حق کې حلول ناشونی دی. او که له حلول څخه بله معنا مراد وي، نو لومړی باید هغه معنا په روښانه ډول بیان شي، تر څو معلومه شي چې د الله تعالی په حق کې یې ثبوت سم دی که نه.»[۱۱]
د پورته دلایلو پر بنسټ، د بودیزم دا عقیده یوه شرکي او خرافاتي عقیده ده چې هېڅ شرعي، عقلي او واقعي بنسټ نه لري؛ بلکې د بودا په شخصیت کې د غلو، افراط او هواپرستۍ پایله ده. اسلامي علماوو د حلول عقیده په روښانه ډول تشریح کړې، د هغې د رد لپاره یې قوي او قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي، او د دې عقیدې پلویان یې بېلارې او مشرکين بللي دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچېنې:
[۱]. لقمان: ۱۳.
[۲]. المائده: ۷۲.
[۳]. النحل: ۳۶.
[۴]. النساء: ۴۸.
[۵]. آل عمران: ۷۹.
[۶]. صحیح البخاري، شمېره: ۳۴۴۵.
[۷]. الذهبي، الکبائر، مخ: ۹.
[۸]. بسام العموش، طائفة السيخ وموقف الإسلام منها، مخ: ۱۵۲.
[۹]. روف شلبي، الأديان القديمة، مخ: ۲۵۹.
[۱۰]. ابو جعفر طحاوي، متن العقيدة الطحاوية، مخ: ۴۵.
[۱۱]. امام فخرالدین رازي، معالم أصول الدين، مخ: ۲۴.


