لیکوال: عبد الحي لیان
د انبیاؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه :٥٧)
آزادي او واکمني
کله چې الله تعالی د کوم کار اراده وکړي، نو د ترسره کولو اسباب یې هم برابروي.
د مصر پاچا یو خوب ولید، خو هېچا یې تعبیر ونه شو کړای. په دې وخت کې هغه کس ته چې مخکې له زندانه آزاد شوی و، حضرت یوسف علیه السلام ور یاد شو. پاچا ته یې د یوسف علیه السلام کیسه وکړه او ورته ویې ویل چې یوسف علیه السلام د خوبونو په تعبیر پوهېږي.
پاچا، حضرت یوسف علیه السلام ته خپل استازی ورولېږه، ترڅو د خوب تعبیر یې وړاندې کړي. یوسف علیه السلام د پاچا د خوب تعبیر وړاندې کړ، او همدا د خوب تعبیر یې له زندان څخه د خلاصون لامل شو؛ البته وروسته له هغې کله یې چې له پاچا څخه وغوښتل چې خپله بې ګناهي ثابته کړي. د حضرت یوسف علیه السلام بې ګناهي د هغې ښځې د اعتراف له مخې چې تور یې پرې لګولی و ثابته شوه.
له زندان څخه تر آزادېدو وروسته، حضرت یوسف علیه السلام له پاچا څخه وغوښتل چې د هېواد د خزانو او مالي چارو مسؤول یې وټاکي؛ ځکه دی امانتدار او پوه انسان و.
پاچا یې غوښتنه ومنله او د خپلو خزانو واک یې ور وسپاره، ترڅو د هېواد مالي او اقتصادي چارې تنظیم او اداره کړي. په دې توګه د مصر پاچا د خپلې خوښې او رضا له مخې، (نه په چل یا زور) د هېواد واګې حضرت یوسف علیه السلام ته وسپارلې.
“وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ* وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ”[1]
ژباړه: «او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه (د مصر) كې اقتدار وركړ، چې په دې (ملك) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه (اوسېدلو)، مونږ خپل رحمت كوو پر چا چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو. او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړدى دى او پرهېزګاري يې كوله.»
د حضرت یوسف علیه السلام له خوا د خپلو وروڼو پېژندل او د کورنۍ د غړو بیا سره یوځای کېدل
لکه مخکې مو چې وویل حضرت یوسف علیه السلام د مصرله عزیز څخه د غوښتنې په صورت کې د مصر د مالي او اقتصادي چارو مسؤول شو. د هغه د مسؤولیت په موده کې د پاچا د خوب تعبیرعملي شو. لومړی د نعمت او برکت اووه کاله راغلل، حضرت یوسف علیه السلام د خپل ښه تدبیر له مخې اضافي غلې زېرمه کړې. له هغې وروسته اووه کاله قحطي او وچکالي راغله، چې دخلکو د لوږې او ژوند دسختېدو لامل شوه، په ځانګړې توګه ګاونډیوسیمو لکه فلسطین او شام کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول، ځکه هغوی د داسې حالت لپاره چمتو نه وو.
حضرت یعقوب علیه السلام او زامن یې هم د نورو خلکو په څېر له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ شول. دا مهال د مصر د غَلو او خوراکي توکو خبر خپور شو، ځکه هغه مهال مصر د تمدن او پرمختګ مرکز و، نو له بېلابېلو سیمو خلک د غلې د ترلاسه کولو لپاره مصر ته راتلل. د دغو کسانو په منځ کې د حضرت یوسف علیه السلام وروڼه هم وو، چې د شام له سیمې څخه د خوراکي توکو د اخیستو لپاره مصر ته راغلل.
کله چې هغوی حضرت یوسف علیه السلام ته ورغلل، نو هغه خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوی یوسف علیه السلام ونه پېژانده؛ ځکه د دوی د بېلتون ډېر وخت تېر شوی و، د یوسف علیه السلام بڼه بدله شوې وه، او د ماليې د وزیر په توګه په ځانګړي لباس کې ناست و.
الله تعالی فرمایي:
﴿وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ﴾ [2]
ژباړه: «او د یوسف وروڼه (له كِنعانه مصر ته د غلې دانې اخيستلو لپاره) راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو.»
حضرت یوسف علیه السلام دهغوی ښه مېلمه پالنه وکړه، عزت یې ورکړ او ټولې اړتیاوې یې ورپوره کړې.
کله چې د بېرته ستنېدو وخت راغی، یوسف علیه السلام هغوی ته وویل:
﴿ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلاَ تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ* فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلَا تَقْرَبُونِ* قَالُوا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ﴾ [3]
ژباړه: «تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم.نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ. هغوى وویل: مونږ به د هغهٔ په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو»
هغوی وویل:«موږ به هڅه وکړو چې پلار یې راضي کړو، او ځان سره به یې راولو.»
خو مخکې له دې چې وروڼه یې بېرته روان شي، حضرت یوسف علیه السلام خپلو خادمانو ته امر وکړ چې هغه پیسې، چې هغوی د غَلو د پېرلپاره راوړې وې، په پټه د هغوی په بارونو کې بېرته کېږدي، ترڅو د دې سخاوت او احسان تر اغېز لاندې بیا مصر ته د راتګ لېواله شي.
الله تعالی فرمایي: ﴿ وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُوا بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾ [4]
ژباړه: «او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي»
د حضرت یوسف علیه السلام د وروڼو غوښتنه چې بنیامین له ځان سره مصر ته بوځي
کله چې د حضرت یوسف علیه السلام وروڼه د خپل پلار حضرت یعقوب علیه السلام لوري ته بېرته راستانه شول او ټوله پېښه یې ورته بیان کړه، نو ترې ویې غوښتل چې خپل ورور بنیامین هم له دوی سره مصر ته ولېږي، ترڅو د حضرت یوسف علیه السلام غوښتنه پوره شي او د خوراکي توکو ترلاسه کول ورته آسانه شي. هغوی ژمنه وکړه چې د بنیامین به په ښه توګه ساتنه او حفاظت کوي.
حضرت یعقوب علیه السلام په ځواب کې ورته وویل:
﴿هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ﴾ [5]
ژباړه: «هغه وویل: ایا زه تاسو د ده باره كې پر تاسو اعتماد وكړم مګر په شان د هغه اعتماد چې ما پر تاسو له دې نه مخكې د ده د ورور باره كې كړى و، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى.»
حضرت یعقوب علیه السلام هغوی په دې ډول وپوهول چې: آیا یو ځل بیا له تاسو څخه داسې ژمنه واخلم، حال دا چې د حضرت یوسف علیه السلام په اړه مو هم ویلي وو چې : «موږ به خامخا د هغه ساتنه کوو.» وروسته یې څرګنده کړه چې اصلي ساتونکی یوازې الله تعالی دی.
کله چې هغوی خپل بارونه پرانیستل، نو ویې لیدل هغه پیسې چې د غلو د اخیستلو لپاره یې وړې وې، بېرته ورته ایښودل شوې دي.
الله تعالی فرمایي: ﴿ وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ﴾[6]
ژباړه: «او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو؟، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه (وركړه د بادشاه لپاره يا دغه اضافي پېمانه) ډېره اسانه پېمانه ده.»
بیا حضرت یعقوب علیه السلام هغوی ته وویل:
﴿ قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَن يُحَاطَ بِكُمْۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴾ [7]
ژباړه: «هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو له هر جانب نه ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى پر هغه څه چې مونږ يې وایو.»
کله چې هغوی کلکه ژمنه او عهد ورکړ، حضرت یعقوب علیه السلام وویل:
«الله تعالی پر هغه څه چې موږ یې وایو، ساتونکی او شاهد دی.»
مصر ته د ننوتلو پر مهال خپلو زامنو ته د حضرت یعقوب علیه السلام وصیت
کله چې حضرت یعقوب علیه السلام مصر ته د بنیامین له تګ سره موافقه وکړه، خپلو ځامنو ته یې دا سپارښتنه وکړه چې مصر ته ټول له یوې دروازې څخه مه ننوځئ، بلکې له بېلابېلو دروازو داخل شئ.
الله تعالی فرمایي: ﴿ وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ﴾ [8]
ژباړه: «او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي.»
جمهورومفسرینو ویلي دي چې حضرت یعقوب علیه السلام دوی ته دا سپارښتنه ځکه وکړه، چې پر خپلو ځوانو، تکړه او ځواکمنو ځامنو یې د بدې سترګې (نظر) د لږېدو وېره درلوده.[9]
وروسته حضرت یعقوب علیه السلام وفرمایل:
﴿وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ﴾[10]
ژباړه: «او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى.»
یعنې له بېلابېلو دروازو ننوتل د الله تعالی فیصله اوتقدیر نه شي بدلولای؛ ځکه الله تعالی چې د کوم کار اراده وکړي، هېڅوک یې مخه نه شي نیولای او هېڅ ځواک یې مخالفت نه شي کولای. تدبیر او احتیاط د الله د قضا او قدر مخه نه شي نیولای.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] یوسف: ٥٦-٥٧
[2] یوسف: ۵۸.
[3] یوسف: ٥٩-٦١
[4] یوسف: ۶۲.
[5] یوسف: ۶۴.
[6] یوسف: ۶۵.
[7] یوسف: ۶۶.
[8] یوسف: ۶۷.
[9]قرطبی تفسیر، ج۹، ص۲۲۷.
[10]. یوسف: ۶۷.


