Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)
متفرقه دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD

د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبد الحی لیان
د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)
هغه سختۍ او پېرزوینې چې په حضرت یوسف علیه السلام څاه ته له غورځېدو وروسته تېرې شوې
له هغې شېبې څخه چې وروڼو یې حضرت یوسف علیه السلام څاه ته وغورځاوه، تر هغه وخته چې له زندانه آزاد شو، د سختیو او الٰهي لورینو له پرله‌پسې لړۍ سره مخ شو. دلته د دغو پېښو ځینې برخې بیانوو، څو څرګنده شي چې الله تعالی خپل غوره کړي بندګان څنګه د هغه لوی رسالت د منلو او ترسره کولو لپاره چمتو کوي چې مسئولیت به یې دوی پرغاړه لري.
لومړۍ پېښه: په څاه کې د یوسف علیه السلام پیدا کول، را اېستل او پلورل
لومړۍ پېښه چې سختۍ او لورینې دواړه پکې سره یوځای شوي، له څاه څخه د حضرت یوسف علیه السلام را اېستل اود هغه پلورل دي.
قرآن کریم دا پېښه په لاندې آیتونو کې بیانوي:
«وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلَامٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ* وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ *وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ *وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ.»[1]
«او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې ونښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل:اى زما خوشحالۍ! دا خو (ډېر ښكلى) هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله پر هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول.او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو. او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته (دى په عزت سره ساته)، امېد دى چې دى به مونږ ته فايده راورسوي یا به دى مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي. او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغهٔ ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو.»
پورته آیتونه څرګندوي چې هغه قافله چې د څاه له سیمې تېرېده، د الله تعالی په تدبیر یې حضرت یوسف علیه السلام له څاه څخه را وویست. دا د الله تعالی له لوري یوه ستره پېرزوینه وه؛ خو ډېر ژرهمدغه لورينه د حضرت یوسف علیه السلام لپاره په یوې نوې سختۍ بدله شوه، ځکه دغې قافلې (کاروان) هغه د مصر په عزیز وپلوره. همدغه سختي بیا د نورو ګڼوسختیو او پېرزوینو د پیل لامل وګرځېده.
له دې سختۍ راټوکېدلې پېرزوینې
له دې پېښې څخه را پیدا شوې ځینې الٰهي لورینې دا وې:
عزت او مناسب مقام
د مصرعزیز خپلې مېرمنې ته سپارښتنه وکړه چې د حضرت یوسف علیه السلام عزت او درناوی وکړي؛ کېدای شي دوی ته ګټه ورسوي او یا یې د زوی په حیث ونيسي.
په مصر کې ځواک او واک
الله تعالی په همدې ډول حضرت یوسف علیه السلام ته د مصر په خاوره کې ځای او مقام ورکړ او د پرمختګ زمینه یې ورته برابره کړه.
د خوبونو د تعبیر علم او حکمت
بله پېرزوینه دا وه چې الله تعالی هغه ته د خوبونو د تعبیر پوهه، حکمت ( دخلکوترمنځ عادلانه قضاوت) او دیني ورکړ. همدا د خوبونو د تعبیرعلم وروسته د دې لامل شو چې حضرت یوسف علیه السلام له زندانه آزاد شي.
دوهمه پېښه: له یوسف علیه السلام سره د مصر د عزیز د مېرمنې مينه
حضرت یوسف علیه السلام د مصرد عزیز په کور کې را لوی شو اوځواني یې وغوړېده. کله چې د بشپړې ځوانۍ پړاو ته ورسېد، د عزیز مېرمن پرې مَیَنه شوه.
کله چې دې ښځې ځان سینګار کړ، دروازې یې وتړلې او حضرت یوسف علیه السلام یې خپل لوري ته راوباله؛ یوسف علیه السلام دهغې خبره ونه منله، پاک لمني یې غوره کړه، په کلکه یې د هغې غوښتنه رد کړه او دګناه نه یې ځان وساته.
همدا انکار د دې لامل شو چې، د عزیز مېرمنې هغه د خپل عزت او ناموس د سپکاوي په تور تورن کړ. که څه هم حضرت یوسف علیه السلام بې‌ګناه و، خو دا پېښه د هغه لپاره یوه سخته آزموینه وه.
درېیمه پېښه: د حضرت یوسف علیه السلام زنداني کېدل
سره له دې چې د مصرعزیز د ښځې د تهمت اړوند د حضرت یوسف علیه السلام بې‌ګناهي څرګنده شوې وه، بیا هم پرېکړه وشوه چې زندان ته واچول شي. دا خورا عجيبه خبره وه چې د داسې امانت‌دار او بادار ته مخلص انسان بدله، زندان وګرځي.
هغه بې‌ګناه وو، هېڅ ګناه یې نه وه کړې او د هغه د رښتینولۍ نښې نښانې بشپړې څرګندې وې.
خو دا د عزیز او د هغه د مېرمنې د دروغجن تکبر، سرکشۍ او ناروغ فکر پایله وه؛ چې معیارونه پکې سرچپه کېږي، بې‌ګناه انسان ګناهکار ښکاره کوي او حق د باطل په بڼه وړاندې کېږي.
په دې ډول، د حضرت یوسف علیه السلام د نېکۍ او احسان بدله ظلم او بدي شوه. هغه له شاهي ماڼۍ څخه وېرونکي زندان ته ولېږدول شو او څو کاله هلته پاتې شو. خو بیا هم د هغه زنداني کېدل د یوې نوې پېرزوینې پیل وو؛ ځکه ډېر ځله سختۍ په خپل زړه کې پټې لورینې لري.
زندان؛ د دعوت او د خوبونو د تعبیر فرصت
په زندان کې له حضرت یوسف علیه السلام سره دوه ځوانان بندیان شول. څه موده وروسته، دواړو خوبونه ولیدل ، خپل خوبونه یې حضرت یوسف علیه السلام ته بیان کړل او ویې ویل: «نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ.»[٢]
ژباړه « مونږ د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو»
حضرت یوسف علیه السلام دا فرصت غنیمت وګاڼه. لومړی یې هغوی د الله تعالی توحید او یوازې د هغه عبادت ته راوبلل، بیا یې د دوی د خوبونو تعبیر ورته بیان کړ او ویې ویل:
له تاسو څخه به یو له زندانه آزاد شي او بېرته به د پاچا ساقي شي او بل به اعدام (په دار وځړول شي) او مرغان به یې له سر څخه خوراک کوي.
وروسته حضرت یوسف علیه السلام هغه زنداني ته چې ګومان یې کاوه خلاصون به ومومي، وویل:
«د پاچا په حضور کې زما یادونه وکړه.»
د هغه نظر دا و چې پاچا به له ده سره د شوي ظلم کیسه واوري او ښايي بېرته پلټنه وشي او بې‌ګناهي یې ثابته شي. خو شیطان هغه سړی پاچا ته د حضرت یوسف علیه السلام له یادولو غافل کړ او په دې ډول حضرت یوسف علیه السلام څو نور کالونه هم په زندان کې پاتې شو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچنې:
  1. یوسف: 19-22.
  2. یوسف: 36

انبیا تربیت روزنه نبي یوسف
Previous Articleمقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الٰهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٥)

سه شنبه _9 _جون _2026AH 9-6-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)

پنجشنبه _4 _جون _2026AH 4-6-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD1 Views

لیکوال: عبد الحی لیان د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶) هغه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD6 Views

لیکوال: شیخ معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲) علامه سیوطي…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD19 Views

لیکوال: شیخ القرآن والحدیث معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD9 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵) دریمه شبهه: استبعاد (ناشونې ګڼل)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.