Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)
اسلام سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)
په خلقت او شریعت كې د الهي اعجاز نښې
د اټومي چاودنې پر مهال د لړم له ژوندي پاتې کېدو څخه نیولې، د وینې د حرمت او د ذبحې د پاکوالي تر بیان پورې
انسان د خلقت په نظام کې د داسې ځانګړنو لرونکی دی چې ځینې یې له نورو مخلوقاتو سره یو ډول دي او ځینې یې بیا یوازې تر انسان محدودې دي. هره ځانګړنه چې انسان پرې ویاړي، د الله تعالی په نورو مخلوقاتو کې یې داسې بېلګې شته چې په هماغه ځانګړنه کې تر انسان غوره دي؛ خو هغه څه چې انسان یې ممتاز او عزتمند ګرځولی علم، حکمت، د تعقل ځواک او هغه کرامت دی چې الله تعالی ورکړی او انسان یې د ځمکې په آبادولو او د خپل نفس په اصلاح او تزکیې مکلف ګرځولی دی. له همدې امله، که چېرې انسان د هغو ځانګړنو په برخه کې پر سیالۍ بوخت نه شي چې الله تعالی ځینو نورومخلوقاتو ته پکې برتري او ښه والی ورکړی، بلکې خپلې اساسي دندې؛ یعنې د الله پېژندنې، عبادت او د ځان اصلاح ته پام وکړي، نو د حقیقي کمال درجې ته به لا نږدې شي.
په دې برخه کې د علمي شواهدو او ایماني افکارو یوه ټولګه څېړل کېږي چې پر یوه مهم حقیقت دلالت کوي: «په خلقت او شریعت کې الهي اعجاز»؛ داسې اعجاز چې ځېنې وخت د یوه کوچني مخلوق په جوړښت کې را څرګندېږي او کله بیا په داسې شرعي حکم کې چې څو پېړۍ وروسته علم اوساینس د هغه شرعې حکم حکمت مني.
لړم او اټومي چاودنه؛ د پیدایښت (خلقت) اعجاز
په یوه علمي راپور کې راغلي دي چې نږدې پنځه دېرش کاله مخکې فرانسې د الجزایر په صحرا کې اټومي آزموینه ترسره کړه. اټومي چاودنه داسې پېښه ده چې د خپلې سوزونکې تودوخې، ویجاړوونکي فشار او وژونکو څپو له امله هېڅ نباتي، حیواني او انساني ژوند نه پرېږدي. دغې چاودنې په ځمکه کې یوه لویه کنده رامنځته کړه او د اوریوه لویه پیمانه یې جوړه کړه چې پراخې سیمې یې ونیولې.
د چاودنې له پای ته رسېدو وروسته کله چې ځمکه آرامه شوه، یوه حیرانوونکې صحنه د ټولو د پام وړ وګرځېده: «یو لړم د چاودنې په مرکزي سیمه کې ژوندی ګرځېده.»
دغې خبرې ساینسپوهان ډیر حیران کړل او د اوږدو څېړنو د پیل لامل شوه.
 ژوپوهانو (د حیواناتو اړوند پوهه لرونکو) نږدې پنځه ویشت کاله دغه لړم تر څېړنې لاندې ونیو او لاندې حیرانوونکې پایلې یې ترلاسه کړې:
  • لړم تر درې کلونو پورې له خوړو او اوبو پرته ژوندی پاتې کېدای شي.
  • لړم دوه شپې اودوه ورځې تر اوبو لاندې خپله ساه بندولای شي.
  • که په منفي لس سانتي‌ګریډو کې وساتل شي او بیا ناڅاپه د دشتې شپېته درجې تودوخې ته ولېږدول شي، له دې سخت بدلون سره ځان عیاروي.
  • په هغو چاپېریالونو کې چې دخطرناکو میکروبونو نه ډک وي، هېڅ زیان نه ویني.
  • د اټومي وړانګو په مقابل کې تر انسان درې سوه ځله زیات مقاومت لري.
  • د بدن په جوړښت کې یې څرګنده شوه چې د وینې پر ځای ژېړرنګه مایع لري.
پورته موندنې د انسان لپاره څه پیغام او درس لري؟
پیغام یې روښانه دی: انسان ډېر کمزوری مخلوق دی. د انسان د بدن عادي تودوخه شاوخوا اووه دېرش درجې ده؛ نه سخته ګرمي زغملای شي او نه هم سخته یخني. حال دا چې یو کوچنی او ظاهراً بې ارزښته مخلوق داسې حیرانوونکې وړتیاوې لري.
د انسان د ضعف (کمزورۍ) حکمت او د ناروغۍ فلسفه
الله تعالی کولای شول انسان هم د همدې مخلوق په څېر له مطلق مصئونیت څخه برخمن کړي؛ په داسې ډول چې نه درملنې ته اړتیا ولري، نه روغتون ته او نه د ناروغۍ او درد له کړاو سره مخ شي. خو الٰهي اراده داسې وه چې انسان «حساس او اغېزمنېدونکی» موجود واسي؛ ځکه په ناروغۍ کې پټ او ښکاره ځېنې ژور حکمتونه نغښتي دي.
ناروغي په ډېرو حالاتو کې «د آسمان پر لوریوه کړکۍ» ده؛ داسې وسیله چې انسان دعا، عاجزۍ، بېرته راستنېدو، تواضع او د خپل رب پر وړاندې د خپلې ناتوانۍ احساس ته رابولي. که انسان هېڅکله ناروغ نه شي، نو له خپل رب او پالونکي سره به یې ډېرې روحاني اړیکي ټینګې نشي، په همدې اساس د انسان ضعف او کمزورتیا پخپله یوحکمت دی. او همدا چاره په خلقت کې د الٰهي تدبیر د اعجاز څرګندونه کوي.
د وینې حرمت؛ د قرآن علمي اعجاز
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: ﴿قُل لَّآ أَجِدُ فِي مَآ أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍ يَطْعَمُهُۥٓ إِلَّآ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُۥ رِجْسٌ﴾ [١]
ژباړه: «(اى نبي!) دوى ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري مګر دا چې هغه (څيز) مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، نو هغه خو پلیتي ده.»
نن سبا ساینسپوهانو دا معلومه کړې چې وینه د ډېرو زهري موادو، اضافي او زیانمنو مرکباتو درلودونکې ده. د وینې یوه اساسي دنده دا ده چې اضافي او فاسد مواد د دفعې (لرې کولو) غړو؛ لکه پښتورګو او ځیګر ته ورسوي. له دغو موادو څخه یوریا او یوریک اسید یادولای شو چې د پروټینونو د تجزیې وروستي مواد دي.
که چېرې انسان وینه وڅښي یا یې وخوري، نو دغه زهري مواد په بدن کې جذبېږي او کچه یې لوړېږي، چې ښايي دسختې ناروغۍ، د دماغو مشکلاتو او آن د کوما حالت رامنځته کړي. سربېره پر دې، وینه د میکروبونو د ودې لپاره ښه او مناسب چاپېریال دی؛ له همدې امله په لابراتوارونو کې د جراثیمو د روزنې لپاره ترې کار اخیستل کېږي. حال دا چې قرآن کریم شاوخوا څوارلس‌نېمې پېړۍ مخکې «بهېدونکې وینه» حرامه کړې وه؛ هغه وخت چې انسان د میکروبونو او زهري موادو په اړه هېڅ ډول پوهه نه درلوده. د شرعي حکم او ساینسي موندنو ترمنځ دغه  کره او دقیق توافق د “قرآن دعلمي اعجاز” روښانه بېلګه ده.
 دبهېدونکې وینې اومیکروبونو ترمنځ اړیکه
د قرآن کریم دغه عبارت «دَمًا مَّسْفُوحًا» ژورمفهوم لري. تر هغو چې وینه د ژوندي بدن په رګونو کې روانه وي، د بدن د تصفیې تر منظم سیستم لاندې وي؛ خو کله چې له بدن څخه ووځي، یا له مرګ وروسته په بدن کې پاتې شي، نو ډېر ژر د میکروبونو د ودې په مرکز بدلېږي.
اوس دا خبره ثابته شوې چې یوازې په څو ساعتونو کې د وینې لږ شمېر میکروبونه سلګونو زرو او آن میلیونونو ته رسېږي. دا هغه حقیقت وو چې غربي نړۍ د میکروب پېژندنې له علم وروسته درک کړ او داسې قوانین یې رامنځته  کړل چې د وینې او مردارې غوښې استعمال او مصرف يې منع کړ؛ حال دا چې قرآن کریم دا حقیقت شاوخوا څوارلس نیمې پیړۍ مخکې بیان کړی و.
د شرعي ذبحې حکمت او نبوي اعجاز
د قرآني اعجاز یوه بله بېلګه د حیواناتو د ذبحې په اړه د اسلام کره او دقیق حکم دی. رسول الله ﷺ امر کړی چې ذبحه باید د غاړې د مهمو رګونو په پرې کولو سره ترسره شي، نه دا چې له حیوان څخه سر په بشپړه توګه جلا شي.
نوو طبي څېړنو ثابته کړې چې زړه خپل اوتومات برېښنايي مرکزونه لري او د خطر پر مهال د مغز د عصبي او هورموني فرمانونو له مخې د زړه ضربان ډېرېږي. له ذبحې وروسته همدا زیات ضربان ددې لامل کېږي چې وینه په بشپړه توګه د حیوان له بدن څخه ووځي. که د حیوان سر ژر جلا شي، دغه اړیکه پرې کېږي او وینه په بدن کې پاتې کېږي.
په غوښه کې د وینې پاتې کېدل د میکروبونو د ودې، د زهري موادو د تولید، د غوښې د سختېدو او انسان ته د زیانمنو موادو؛ لکه یوریک اسید د لېږد لامل ګرځي. دا ټول هغه څه دي چې د غیرشرعي ذبحې په پایله کې رامنځته کېږي.
اوس بنسټېزه او اصلي پوښتنه دا ده چې: هغه مهال چې انساني علم له دغو حقایقو بې خبره و، دا معلومات چا د اسلام پیغمبر ﷺ ته ورښودل؟
ځواب روښانه دی: ﴿وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ﴾ ]2]
ژباړه: «او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د باخبرداره (الله) په شان.»
د کب (ماهي) استثنا او د شریعت حیرانونکی دقت
د اسلام مقدس دین ماهي د ذبحې له شرط څخه مستثنا کړی دی. ساینسپوهان وایي چې د ماهي وینه له مرګ وروسته په طبیعي ډول د هغه په ګیلو (د ماهي تنفسي غړو) کې راټولېږي او عملاً د وینې د تخليې (وتلو) بهیر ترسره کېږي. له همدې امله د ماهي د تازه‌والي نښه د هغه د ګیلو(آبشخورونو/ تنفسي غړو) رنګ ګڼل کېږي. دا حیرانوونکی دقت هم د نبوي اعجاز بله بېلګه ده.
  پایله
په دې برخه کې مونږ پوه شو چې د ډېروکوچنیو مخلوقاتو په پیدایښت کې هم د الله تعالی قدرت او حکمت ښکاره دی؛ د انسان په کمزورۍ او ناروغۍ کې ژور حکمت نغښتی دی؛ او د اسلام په شرعي احکامو کې داسې علمي اعجازونه شتون لري چې ساینس یې هم تاییدوي او د زمانې په تېرېدو سره به د قرآن کریم نور اعجازونه هم را څرګندېږي.
له الٰهي اوامرو او نواهيو څخه موخه د انسان د آزادۍ محدودول نه دي، بلکې د انسان د سلامتۍ، نېکمرغۍ او کرامت ساتنه دي. قرآن کریم د خالق (پیدا کوونکي) کتاب دی او بل هېڅوک تر خالق د خپل مخلوق په اړه ښه نه پوهېږي.[3]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الأنعام: 145.

.2فاطر: 14.

  1. دمطلب لنډیز له دې کتاب څخه اخستل شوی دی:”موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة” ٢ ټوک، مخونه ۱۷۰-۱۷۵.

اعجاز قرآن معجزه
Previous Articleد انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٨٩)

یکشنبه _7 _جون _2026AH 7-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD1 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰) په خلقت او شریعت كې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD3 Views

لیکوال: عبد الحی لیان د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶) هغه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD14 Views

لیکوال: شیخ معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲) علامه سیوطي…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD24 Views

لیکوال: شیخ القرآن والحدیث معلم جان حنفي مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD

د انبياؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۶)

دوشنبه _15 _جون _2026AH 15-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.