Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)
اسلام سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)
د ماهیانو په حیرانوونکې نړۍ کې الهي اعجاز
سمندر؛ د اعجاز پرانیستی کتاب
سیندونه اوسمندرونه د خلقت په پراخه نړۍ کې د الله تعالی له سترو نښانو څخه دي. دا یوه ژوندۍ، پېچلې او منظمه نړۍ ده چې په هغې کې میلیونونه ډوله ژوندي موجودات د یوه کره او هدف لرونکي نظام له مخې ژوند کوي.
د کبانو علمي څېړنه، نه یوازې انسان د هغوی له حیرانوونکو ځانګړنو سره آشنا کوي، بلکې د الله تعالی د قدرت، علم او هدایت د اعجاز بېلابېلې بېلګې هم راڅرګندوي.
قرآن کریم انسان د کایناتواو خپل ځان اړوند څرګندو نښو کې فکر کولو ته رابولي. همدارنګه سمندرونه او ډول ډول موجودات یې د الله تعالی د ربوبیت څرګندې نښې بللي دي.
نهنګ؛ د کایناتو په کچه د پیدایښت ستره بېلګه
په سمندرونو کې له سترو الهي نښو څخه یو یې هم نهنګان دي، په ځانګړي ډول شین نهنګ (Blue whale) چې تراوسه د نړۍ تر ټولو ستر ژوندی موجود بلل کېږي.
د ځینو پوهانو د اټکل له مخې، د شنو نهنګانو شمېر له یو لک او پنځوس زرو څخه زیات دی. د هر شین نهنګ وزن شاوخوا یوسل اوديرش ټنه او اوږدوالی یې ترپنځه ديرش مترو رسېږي.
که د دغو ټولو نهنګانو ټوليز وزن محاسبه او د نړۍ پر شپږ میلیاردو انسانانو ووېشل شي، هرانسان ته به تر څلورو کیلوګرامو زیاته برخه ورسېږي. دا شمېر یوازې د دې ستر مخلوق د اندازې د درک لپاره یاد شوی دی.
حیرانوونکې وده او له چاپېریال سره توافق
شین نهنګ تي لرونکی او بچی زېږوونکی حیوان دی. د هغه جنین په پیل کې یوازې یو سانتي متر اوږد وي؛ خو د زېږېدو پر مهال یې اوږدوالی نږدې اووه متره او وزن یې دوه ټنه ته رسېږي.
دا نهنګ کولای شي تر دېرشو دقیقو زیات د ساه له اخیستلو پرته تر اوبو لاندې پاتې شي، په داسې حال کې چې انسان دغه حالت تر درېیو دقیقو ډېر نشي زغملای.
د دې وړتیا راز په دې کې دی چې آکسیجن یې په عضلو، وینه او نورو نسجونو کې زېرمه کېږي او یوازې لس سلنه یې په سږو کې پاتې کېږي.
د نهنګ نړیوال تګ راتګ او د بدن د تودوخې تنظیم
شین نهنګ له شمالي قطب څخه تر جنوبي قطب پورې او له یخ وهلو(جامدو) اوبو څخه تر استوا کرښې پورې سفر کوي.
د هغه د پوستکي لاندې د غوړو هغه قشر (پرده) چې شاوخوا یو مترپلنوالی لري، د سختې یخنۍ پر وړاندې اغېزناک ساتونکی دی، او په ګرمو اوبو کې بیا نری کېږي. دا کره تنظیم د الله تعالی د هدفمند پیدایښت روښانه بېلګه ده.
تغذیه او الهي تسخیر
شین نهنګ په یوه وخت کې تر څلورو ټنو پورې خواړه خوري، خو له دې ستر وجود سره سره، هماغه حیاتي نظامونه چې د هغه په بدن کې موجود دي، په کوچنیو کبانو کې هم په کوچنۍ بڼه لیدل کېږي.
دا حیرانوونکې همغږي د الله تعالی د دې وینا ښکاره مصداق دی:
﴿وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ﴾[1]
ژباړه: «او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي.»
د کبانو پښې (وزرې) او د هغوی د لوري موندنې او توازن ساتنې نظام
وزرې؛ د حرکت، توازن او کنټرول وسیله
کبان د خپلو وزرو په وسیله حرکت کوي، درېږي، لوری بدلوي او خپل توازن ساتي. هرډول مخامخ حرکت، د سرعت کمول، تاوېدل او د اوبو په منځ کې پورته او ښکته کېدل د وزرو د دقیقې همغږۍ له لارې ترسره کېږي.
د فشار د معلومولو آله
الله تعالی د کبانو په بدن کې د اوبو د ژوروالي د معلومولو یو حیرانوونکی سیستم ځای په ځای کړی دی. هغه جانبي کرښه چې له ګیلو (تنفسي غړو) څخه تر لکۍ پورې غځېدلې وي، د هوا ډک نل لري چې د اوبو د فشار له بدلون سره نری او پلنېږي. ماهي (کب) له همدې لارې پرته له دې چې قطب‌نما، بلې وسيلې یا محاسبې ته اړتیا ولري پوهېږي چې په څومره ژوره برخه کې دی.
د لامبو د توازن تنظیم
کب د خپلې لامبو کڅوړې ته د هوا په داخلولو او وباسلو سره پورته او ښکته کېږي. دا هوا د هغه له خوړو څخه تولیدېږي. دغه دقیق او کره نظام د الهي لارښوونې یوه څرګنده نښه ده.
درېیمه برخه: سالمون کب؛ په سفر کې د الهي هدایت معجزه
خپل زېږنځي ته بېرته ستنېدل؛ د انساني پوهې یوه نه حل کېدونکې معما
سالمون کب د الهي هدایت له حیرانوونکو بېلګو څخه دی. دا کب د سیندونو په سرچینو کې تولد کېږي، وروسته اتلانتیک سمندر ته مهاجرت کوي، د فرانسې تر ساحلونو پورې رسېږي، بیا زرګونه کیلومتره بېرته سفر کوي، څو هماغه سیند او حتی د خپلې زېږېدنې هماغه دقیق ځای ته ورسېږي. په دې اوږد سفر کې، که یوازې یوه درجه هم له خپلې لارې واوړي، ښايي بلې وچې ته ورسيږي.
دا دومره دقیق بېرته راستنېدل، پرته له نقشې، قطب‌نما او پرمختللې ټکنالوژۍ، د انسان عقل حیرانوي.
قرآن کریم فرمایي:
﴿قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى﴾ [2]
ژباړه: «ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده»
جیلي کب؛ د الله تعالی له لښکرو څخه یو لښکر
جوړښت او طبیعي وسله
 جیلي کبانو له زرو څخه زیات ډولونه لري.  بدن یې تر ۹۸ سلنې پورې له اوبو جوړ شوی وي.
ماغزه، سترګې او غوږونه نه لري، خو په زهرجنو نیښونو سمبال دي چې تر اتیا سانتي مترو پورې اوږدېږي. په ډېر لږ تماس سره میلیونونه زهري تارونه خوشې کوي او خپل ښکار فلج یا له منځه وړي.
له رازونو څخه ډک بريدونه (یرغلونه)
د اروپا په سیندغاړو (ساحلونو) کې د دغو موجوداتو پراخو بریدونو پوهان حیران کړي دي اوتر اوسه یې د دې سفرونو لپاره څرګند علمي دلیلونه نه دي موندلي. خو مؤمنان دا هر څه د الله تعالی د خوښې او مشیئت له مخې ګڼي.
الله تعالی فرمایي:
﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ﴾ [3]
ژباړه: «په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي.»
ډاکټر(طبیب) کب؛ اخلاق، درملنه او ټولنیز نظم
د سمندر په تل کې یو کوچنی کب وجود لري چې د لویو کبانو د پوستکي د ناروغیو درملنه کوي. لوی کبان هغه ته هېڅ زیان نه رسوي، بلکې د درملنې لپاره په کتار کې ورته درېږي.
دا کب په خپلې نرۍ مښوکې د هغوی پرازیتونه او میکروبونه خوري؛ هغه څه چې د ده لپاره خواړه او د نورو لپاره درمل دي.
دغه حیرانوونکی ګډ ژوند یو داسې نالیکلی نړیوال قانون دی چې هېڅ انساني عقل نه دی رامنځته کړی کړی.
الله تعالی فرمایي:
﴿هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ﴾ [4]
ژباړه: «دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى.»
په سمندر کې د الله تعالی درملتون؛ د زخمونو چټک رغېدل
طبیعي روغتیايي مواد
د کبانو زخمونه په ډېر لږ وخت کې رغېږي. څېړنې ښيي ځینې کبان د خپلو ټپي هم‌نوعو پر زخمونو داسې مواد ترشح کوي چې د وینې د بندېدو، د عضلو د انقباض او د زخم د جوړېدوځانګړتیاوې لري. دغه مواد د دوی تر منځ د بشپړې همغږۍ له مخې عمل کوي.
کله چې دا مواد د انسان پر زخمونو وازمویل شول، پرته له دې چې کوم ناوړه اغېز ولري د رغېدو موده یې له لسو ورځو څخه درېیو ورځو ته راکمه کړه. دا همغږي د الله تعالی د علم او حکمت څرګنده نښه ده.
برېښنایی کبان او ماران؛ د بقا لپاره انرژي
د برېښنا تولید
ځینې کبان تر ۶۰۰ ولټو پورې برېښنا تولیدولی شي، چې دا اندازه د انسان لپاره مرګونې ده. دا برېښنا د ځانګړو کیمیاوي حجرو له لارې تولیدېږي، چې یو له بل سره په پټ ډول نښتي وي او د دماغو په امر په یو وخت کې دا برېښنا خوشې کوي.
د آمازون برقي مار
د آمازون برېښنایی مار چې تر دوو مترو پورې اوږدوالی لري، تر ۵۰۰ ولټو پورې برېښنا تولیدوي. هغه د برېښنا شدت هم کنټرولوي؛ کله د خبرداري لپاره، کله د چاپېریال د پېژندلو لپاره او کله هم د مرګوني برید لپاره. د انرژۍ دا دقیق کنټرول د انسان عقل حیرانوي او سجدې ته یې اړباسي.
 پایله : د سمندر چوپه (خاموشه) تسبیح
دا ټولې بېلګې او نښې؛ له ستر نهنګ څخه نیولې تر جیلي کب پورې، له مهاجر سالمون څخه تر ډاکټر کب پورې، یوه ګډه نغمه زمزمه کوي؛ هغه د خپل خالق پاکي او ستاینه ده.
الله تعالی فرمایي:
﴿وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ﴾ [5]
ژباړه: «او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو پر تسبیح نه پوهېږئ.»
دا د انساني عقل د راویښولو، زړه راژوندي کولو او دخپل پالونکي معرفت ته د بېرته ورګرځېدو بلنه ده؛ ځکه اعجاز یوازې د عادتونو ماتول نه دي، بلکې د پیدایښت په هره ذره کې د نظم، هدایت او حکمت څرګندېدل هم اعجاز دی.
الله تعالی فرمایي:
﴿تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ﴾ [6]
ژباړه: «دا د الله ایتونه دي، مونږ دا په تا باندې په حقه سره لولو.»
او همدارنګه:
﴿إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ﴾ [7]
ژباړه: «بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي.»
“فِي كُلِّ شَيْءٍ لَهُ آيَةٌ تَدُلُّ عَلَى أَنَّهُ وَاحِدٌ” په هر څه کې د هغه د یووالي نښه شته ، چې ګواهي ورکوي، بېشکه هغه یو دی.[8]
ادامه لري…
مخکينۍ برخه
سرچینې:

[1] الجاثية: ۱۳.

[2]. طه: ۵۰.

[3]. الروم: ۴۱.

[4]. لقمان: ۱۱.

[5]. الإسراء: ۴۴.

[6]. البقرة: ۲۵۲.

[7]. آل عمران: ۱۹۰.

[8]. د مطلب لنډيز له: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج ۲، ص ١٧٥-١٨٤.

اسلام، قرآن اعجاز معجزه
Previous Articleمقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۵)

یکشنبه _14 _جون _2026AH 14-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١) د ماهیانو په حیرانوونکې نړۍ…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶)

دوشنبه _22 _جون _2026AH 22-6-2026AD15 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶) د مسائلو…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه :٥٧)

دوشنبه _22 _جون _2026AH 22-6-2026AD7 Views

لیکوال: عبد الحي لیان د انبیاؤو په کورنیوکې د الهي روزنې بېلګې (برخه :٥٧) آزادي…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (۲۳ او وروستۍ برخه)

یکشنبه _21 _جون _2026AH 21-6-2026AD7 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶)

دوشنبه _22 _جون _2026AH 22-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.