
لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۶)
د مسائلو په استنباط کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تګلاره او د استدلال قوت
سریزه
نحمده ونستعينه ونستغفره، ونؤمن به ونتوکل علیه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له. وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله. اللهم صلِّ وسلِّم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
أَمَّا بَعْدُ:
د اسلامي نړۍ په څلور مشهور مذهبونو کې د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی مذهب تر ټولو قديم، غوره، قوي او له احتیاطه ډک مذهب دی، دا ځکه چې مؤسس يې د امام ابو حنیفه رحمه الله په څېر ستر فقیه او ستر عالم دی، د چا په هکله چې امام شافعي رحمه الله فرمايي: من أراد أن يتبحر في الفقه فهو عيال علي أبي حنيفة. ([1])
ژباړه: څوک چې په فقه کې مهارت غواړي هغه د امام ابو حنیفه عیال دی.
دا چې حنفي مذهب د نړۍ د شپېته سلنه ۶۰٪ مسلمامانانو مذهب دی، او د اسلامي نړۍ په لویه برخه کې د حنفي مذهب پيروان اوسيږي، لکه د شام، عراق، تاجکستان، اوزبیکستان، قزاقستان، ترکمنیستا، ارمینیا، اذربیجان، بنګلدیش، پاکستان، ترکیا، البانیا، بوسنیاهرسګوینا، کوسوو او افغانستان نږدې ټول اوسېدونکي حنفیان دي، او همدا راز په چین، هندوستان، او برازیل کې اوسېدونکي مسلمانان هم اکثره د حنفي مذهب پیروان دي، او له دې پرته په نوره نړۍ کې هم د احنافو شمېر کم نه دی.
دا چې په نړۍ کې ډېری خلک د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه مذهبیان دي، نو موږ باید د خپل مذهب په قوت او استدلال پوه شو، او پر خپل مذهب ټینګ و اوسو، خو نورو دریو مذاهبو( مالکي، شافعي او حنبلي) ته هم باید کلک احترام ولرو، په دې لیکنه کې د حنفي مذهب د استنباط تګلارې او د استدلال قوت څېړل شوی، تر څو د هغه بېځایه تورونو او نيوکو مخه ونيول شي چې ځينې له فقهې، اجتهاد او علمي تعمق څخه ناخبره خلک يې د خپلې لاعلمی له امله د حنفي مذهب په هکله کوي.
والله الموفق والمعین وهو حسبي ونعم الوکیل.
اساسي ټکي: استنباط، امام ابوحنیفه رحمه الله، استدلال.
د څېړنې ارزښت
دا چې د افغانستان ملت له سلګونو کلونو په ټوليزه توګه د حنفي مذهب پیروان دي، خو نن سبا له یوې خوا د ځينو مغرضو کړیو له لوري پر حنفي مذهب ډېرې بېځایه او بې بنسټه نيوکې کېږي، او له بلې خوا زموږ ډېری ځوانان د خپل مذهب د ارزښت او قوت استدلال په اړه سم معلومات نه لري، چې له امله يې د دښمن د دسيسو ښکار کېږي، نو ځکه باید په دې هکله ډېرې ګټورې او تفصيلي ليکنې وشي، تر څو مو ځوان کهول د خپل مذهب په حقانیت پوه او د دښمن له لومو خوندي شي.
د څېړنې لامل
د دې څېړنې درې عمده لاملونه دي:
دا چې په تېر شل کلن دور (د اشغال په دوران کې) په افغانستان کې لامذهبیت ته زیات کار شوی چې له امله يې د افغانستان په مذهبي ټولنه کې اختلافاتو ته لمن وهل شوې.
له بلې خوا د جمهوريت ” د مذهب او بیان ازادۍ” له دروغجن شعار څخه په استفادې سره د مذهب لا وبالي خلکو ته فرصت برابر شوی و چې خپله هم مذهبي مسير بدل کړي، او خلکو ته د مذهب په اړه شکوک پیدا کړي.
درېم دا چې “کلمات” علمي او تحقیقاتي ادارې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله مناقبو او حنفي مذهب اړوند د یوې پرتمینې غونډې تابیا نېولې وه او له موږ څخه يې هم غوښتنه وکړه چې د دې موضوع په هکله څه وليکو.
د څېړنې اهداف
دا څېړنه لاندې اهداف او موخې لري:
د حنفي مذهب په اړه عامه پوهاوی؛
د حنفي مذهب د راجحیت او فوقیت دلائل څرګندول؛
د حنفي مذهب په اړه بېځایه نیوکو ته د ځواب هڅې.
د څېړنې منهج او تګلاره
په دې مقاله کې له تحلیلي او توصیفي تګلارو کار اخيستل شوی، چې په ترڅ کې يې کتابونو، کتابتونونو او د معلوماتو نورو منابعو ته مراجعه شوې، په ځانګړي توګه د دې موضوع اړوند څېړنو او مقالو ته زیاته پاملرنه شوې.
پيـلـيزه:
استنباط په فقه کې د هغو شرعي احکامو د پیدا کولو عمل ته ویل کېږي چې د قرآن، سنت، اجماع، قیاس، او نورو فقهي ماخذونو په رڼا کې د ژوند د نوو او متغیرو مسایلو لپاره د مجتهدينو له خوا ايستل کېږي.
د استنباط دغه علم د اسلامي فقې یوه بنسټیزه برخه ده، چې د فقهاوو اجتهاد او د شریعت د احکامو د پوره کولو لپاره اړین دی.
امام اعظم ابو حنیفه (رحمه الله) چې د اهل سنت یو له مشهورو او معتبرو امامانو څخه دی، د فقه په استنباط کې یوه ځانګړې تګلاره درلوده. هغه د فقهي احکامو د استخراج لپاره د شریعت په نصوصو کې ژوره او پراخه مطالعه کوله او له مختلفو اصولو لکه قیاس، اجماع، استحسان، عرف، او د صحابه کرامو د اجتهاداتو څخه یې ګټه پورته کوله.
د هغه د استنباط طریقه نه یوازې له قرآن او حدیث څخه د احکامو تر استخراج پورې محدود وه، بلکې د فقهي مسایلو د حکم بیانولو له پاره يې له اجماع، قیاس، استحسان، اقوال صحابه او عرف څخه هم استدلال کاوه، د امام ابوحنیفه د استنباط دغه لارې چارې د اسلامي فقې په پرمختګ کې ستره ونډه لري او تر نن ورځې پورې د اهل حنفي د فقهی فهم بنسټ بلل کېږي.
استدلال
استدلال دلیل وړاندې کولو، او یا هم له چا څخه دلیل غوښتلو ته “استدلال” وايي.
ادامه لري…
سرچینې:
[1] طبقات الفقهاء (ص: 86).