
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۵ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
هغه ملاقات چې امان الله خان یې بدل کړ
په دې سفر کې هغه ملاقات چې په امان الله خان یې تر ټولو ډېر اثر پرېښود، د ترکیې له ولسمشر مصطفی کمال اتاترک سره د هغه لیدنه وه. امان الله خان او اتاترک تقریبا مشابه سرګذشت درلود، په ۱۹۱۹ میلادي کې چې امان الله خان د انګریزانو خلاف د استقلال جنګ پیل کړی و، اتاترک هم د لومړنۍ نړیوالې جګړې له بریمنو یرغلګرو څخه د ترکیې د اشغال شویو سیمو د آزادي په هڅو بوخت و. د آزادي له ګټلو وروسته اتاترک او امان الله خان دواړو د ( ریفورمونو) په نوم داسې اقداماتو ته لاس اچولی و، چې هدف یې د خپلو مسلمانو ټولنو اساسي تغیر او د لویدیځ په رنګ رنګول و.
اتاترک د آزادۍ له درې کلن جنګ وروسته په ۱۹۲۳م کې لومړی ترکیه د سلطنت په ځای جمهوري اعلان کړه او کرار کرار یي د سیکولرایزیشن ( بې دینه کولو) سلسله پیل کړه، یو کال وروسته لږ نور مخکې لاړ، سیکولرزم يې اعلان کړ او ویي ویل په ترکیه کې دین له له سیاست څخه جلا دی. هغه د اوقافو وزارت او شرعي محاکم لغو اعلان کړل. وروسته یې عربي رسم الخط لاتینی ته واړاوه او اعلان یي وکړ چې د عربي قرآن په ځای دې د هغه ترکي ژباړه تلاوت کیږي. اتاترک د مساجدو په زیاتولو هم محدودیت وضع کړ، په امامانو او خطیبانو یي دولتي امتیازات بند کړل، د ایاصوفیه او الفاتح تاریخي مساجد یي موزیمونه کړل. اتاترک صراحتا ویل: داسلام ماهیت له تمدن او پرمختګ سره جوړ نه دی.(العیاذ بالله) ده به ویل موږ اوس یوازې یو تمدن لرو چې هغه اروپایي تمدن دی د دنیا ملتونه ترقۍ ته د رسیدو لپاره له اروپایي تمدن خپلولو پرته بله لار نه لري.
په ۱۹۲۵م کې د اتاترک د بي دینۍ پر خلاف لومړني پاڅون یوه نقشبندي صوفي شیخ سعید پيران پيل کړ، چې ۹ میاشتې یې دوام درلود. حکومت د نوموړي په وړاندې توند غبرګون وښود، په دیار بکر کې یې شیخ سعید، د هغه ۴۶ نږدې ملګري او په نورو سیمو کې سلګونه پيروان اعدام کړل او ډیر نور یي تبعید یا زندانونو ته واچول. اتاترک د ازمیر د یوه شتمن یهودي له لور ( لطیفه خانم) سره واده وکړ او د بي سترۍ د ترویج لپاره له خپلې لوڅې ښځې سره په ټولو ښارونو وګرځید. هغه د ترکي تربوش خولۍ پر ځای د انګریزي پیک دارې خولۍ په سرول ترویج کړل او د وروستي خلافت د مرکز استانبول د هویت د تضعیف په هدف یي پایتخت انقرې ته نقل کړ. اتاترک په ډیر قوت او وچ زور د بي دینه کولو پروسه تعقیبوله او هر چا چې به یي له پروګرام سره مخالفت کاوه په ملي خیانت تورنیدل او د اعدام سزا ورکول کیده. هغه په ۱۹۲۸م کې د نوي اساسي قانون په جوړولو سره سیکولرزم رسمي کړ. او د دولتدارۍ لپاره یي شپږ اصول کيښودل چې د ترکیې د حکومت په رسمي نشان کې د شپږو نیزو په شکل ورته اشاره شوې وه. دغه شپږ اصول: ملت پالنه، دموکراسي، خلک، سیکولرزم، انقلاب او د دولت حاکمیت و.
که وګورو د اتاترک غوندې امان الله خان هم د واک له ټینګولو وروسته د غربي قوانینو او فرهنګ د ترویج پروسه پیل کړې وه، خو توپیر یوازې دا و چې د امان الله خان د ریفورمونو خلاف د ملا عبدالله پاڅون رامنځته شو او نوموړی یې اړ کړ چې له ډېرو ریفورمونو بيرته شاتګ وکړي. اوس چې امان الله خان له اتاترک سره مخامخ لیدنه درلوده، ضرور به یې زړه کې ډېرې پوښتنې درلودې، تر څو له هغه واوري چې څرنګه یې خپل ریفورمونه په بریا سره تطبیق کړي او د ملایانو لخوا رامنځته شوي خنډونه یې له منځه وړي.
عزیز هندي د خپل کتاب ( زوال غازي) په ( ۳۵ ــ ۳۹ ) مخونو کې د امان الله خان او اتاترک د ملاقات جزیات په ډېر تفصيل را اخیستي. داسې ښکاري چې امان الله خان د ملاقات په پیل کې اتاترک ته خپل زړه تش کړی او وروسته یې غوښتنه ترې کړې چې خپلې تجربې ورسره شریکې او لازمې لارښوونې ورته وکړي، تر څو د هغه په شان وتوانیږي په بریا سره خپل ریفورمونو عملي کړي. اتاترک بیا د بیلابیلو پوښتنو په مطرح کولو سره هڅه کړې د افغانستان په وضعیت ځان پوه کړي، تر څو د اصلاحاتو د تعميل لپاره لازم شرائط ځان ته معلوم او د هغه په اساس امان الله خان ته مشوره ورکړي. د یادو همفکره واکمنو تر منځ ډیالوګ په لاندې ډول مخته تللی.
اتاترک:
که تاسو په خپل هیواد ( افغانستان) کې د ترکيې غوندې اصلاحاتو ( ریفورمونو) راوستلو اراده لرئ نو زموږ ورور اعلی حضرت ته په کار ده چې له هر څه وړاندې د ځینو خبرو په اړه اطمینان حاصل کړي.
امان الله خان:
بې شکه، بې شکه، همدا اساسي خبره ده او د همدې لپاره زه له خپل معزز ورور ( د ترکيې جمهوریت له مشر) سره د اصلاحاتو له پیل مخکې مشوره کوم.
اتاترک:
په دې هيله چې تاسو به د دې مسئلې حساسیت ته متوجه یاست، ځکه د عامه نامحبوبیت له وجې که اصلاحات ناکام شي، نو هغه د ښورښ، پاڅون یا بغاوت شکل اختیاروي. نو لومړۍ پوښتنه دا ده چې آیا په ولس کې ستاسو مقبولیت او محبوبیت په دومره کچه دی، چې که بالفرض خلک له اصلاحاتو ناراضه وي، بیا هم د بغاوت هڅه ونه کړي؟
امان الله خان:
یوازینی عنصر چې د حکومت خلاف خلک پاڅون ته پارولی شي، هغه ملایان دي. مګر ما څو کاله وړاندې د منګلو د بغاوت ( ملا عبدالله پاڅون) په مهال د ملایانو زور مات کړ، هغوی اوس دومره طاقت نه لري چې د حکومت خلاف سر پورته کړي.
اتاترک:
اما بالفرض که هغوی د حکومت خلاف سر پورته کړي، نو تاسو دومره نظامي قوت لرئ چې هغوی سرکوب کړئ.
امان الله خان:
بالکل موږ د خپل پوځي قوت په مټ په آسانۍ هغوی ځپلی شو.
اتاترک:
په پوځ کې ستاسو د محبوبیت کچه څومره ده، آیا تاسو باور لرئ چې پوځ به په هر وړ حالاتو کې خپل نظم او پوځي ډسپلین وساتي او وفادار به پاته شي؟
امان الله خان:
بالکل، زه په خپل پوځ کې بې حده محبوب یم او د پوځ په وفادارۍ مې بشپړ اعتماد دی.
په دې ډول اتاترک پوښتنو ته دوام ورکوي، تر څو د افغانستان او اماني حکومت عیني واقعیتونه ځان ته معلوم کړي، مثلا هغه پوښتنه کوي چې که بغاوت وشي او ځینې سيمې د حکومت له کنټروله ووځي، دا مخامخ د عوائدو په کمښت اثر کوي، ځکه له لاسه د وتلو سیمو مالیات حکومتي خزانې ته نه راځي. بل دا چې له بغاوت سره شاید ځینې لارې بندې شي او له دې سره هم تجارت او عوائد زیانمن کیږي. نو آیا حکومت په خپله خزانه کې د اضطراري حالاتو لپاره دومره زیرمه لري چې دا نقصانات جبیره کړي؟ اتاترک وروسته د افغانستان د ګاونډیانو او له هغو سره د اماني حکومت د اړیکو په اړه پوښتنې کوي. هغه په مشخص ډول غواړي معلومه کړي چې آیا افغانستان خو به کوم داسې ګاونډی نه لري چې د اماني حکومت خلاف مخالفین حمایه کړي؟ امان الله خان د اتاترک د هرې پوښتنې په مقابل کې په پوره ډاډ ځواب ورکوي او ټول هغه احتمالي خطرات نفی کوي چې اتاترک يې په پوښتنو کې یادوي. د امان الله خان له ځوابونو ښکاري چې هغه د خپلو نویو اقداماتو په وړاندې د هیڅ خطرناک غبرګون احتمال نه ویني نو ځکه اتاترک ته وضعیت بیخي نورمال او مناسب ښيي.
په پای کې اتاترک دا پوښتنه هم کوي چې که احتمالا بغاوت وشي او دوام پیدا کړي، طبعا د جنګ اوږدیدلو سره حکومت د وسلو، مهماتو او نورو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ کیږي. آیا اماني حکومت داسې مرجع لري، چې مرسته ترې وغواړي؟ امان الله خان ځواب ورکوي چې اول خو به حالات داسې حد ته نه رسیږي او بیا که اړتیا شوه شاید له تاسو مرسته وغواړو.
اتاترک وروسته وایي: که دا ډول حالات له هره لحاظه موافق او مناسب وي، نو زما مشوره درته دا ده چې هر څومره ژر چې امکان لري، د ریفورمونو نافذول پيل کړه. اتاترک خپلې خبرې په دې رانغاړي چې : په ترکیه کې هیچا هم اصلاحاتو ته ښه راغلاست نه ویل او نه يې غوښتل. مګر موږ (د برچې په څوکه) رواج کړل. د هیڅ هیواد اوسيدونکي هم خپلو پخوانیو عقائدو، افکارو، رسم او رواج ته په خپله خوښه الوداع نه وايي، تر څو يې حکومت د قوت او جبر په واسطه ورباندې پرې نه ږدي.
د مصطفی کمال اتاترک ملاقات په امان الله خان دومره اغیز وکړ، چې وروسته به یې په کابل کې د ویناوو په مهال بيا بیا د هغه یادونه کوله. تر دې چې د ریفورمونو په تطبيق کې یې د اتاترک مشورې او لارښوونې مجربه نسخه ګڼله او په پټو سترګو یې تعقیبوله. په انقره کې له دې ملاقات وروسته هغه استانبول ته لاړ او بیا د ایران په خوا وخوځېد چې د ده د شپږ میاشتني بهرني سفر وروستی تمځای و. ځینو مؤرخینو لیکلي چې د ایران پاچا رضا شاه پهلوي که څه هم د ترکيې د کمال اتاترک او د مصر د سعد زغلول غوندې د خپلې ټولنې د غربي کولو په هڅو بوخت وو، خو بیا يې هم په دې تعجب کاوه چې د امان الله خان میرمن په عامه رسمي ملاقاتو کې په لوڅ مخ ګډون کوي او نارینه وو ته لاس ورکوي.
همدا وضعیت د دې لامل شوی و چې د ایران مذهبي علماء له امان الله خان څخه د لیک په واسطه غوښتنه وکړي چې د ښځه يې باید حجاب رعایت کړي، ځکه تر دې وخته په ایران کې د ښځو له مخونو حجاب نه و ښويېدلی. خو امان الله خان دغې غوښتنې ته توجه ونه کړه حتی د شیعه ګانو په مذهبي ښار مشهد کې هم ثریا له مذهبي ځایونو په لوڅ مخ لیدنه وکړه.
دوام لري…
2 Comments
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۴ ) - کلمات پښتو
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۶ ) - کلمات پښتو