Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )
اسلامي علما چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د قاضي القضاة په حیث
قاضي عبدالرحمن چې کله د دوهم حج له سفر څخه راغی، نو څه موده دندې ته حاضر نه شو، خو په قضائي برخه کې د هغه د لوړ استعداد له امله يې حکومت استعفاء نه منله، په ۱۳۴۵ هجري قمري کال کې هغه د تمیز د رئیس په حیث وټاکل شو چې هغه وخت همدې مسند د قاضي القضاة حیثیت درلود. ځکه د ټولو محاکمو نهایي پریکړې د دې لخوا تائيد او یا رد کېدلې.
امان الله خان که څه هم له قاضي عبدالرحمن سره فکري یووالی نه درلود، اما د قاضي صاحب لوړ علمي استعداد د دې باعث شوی و، چې امان الله خان د قضاء غوندې په یو حساس او مهم ارګان کې د هغه له استعداد څخه ګټه واخلي. بل دا چې امان الله خان همیشه د خپلو کارمندانو له رشوت او اداري فساد څخه په شکایت و او قاضي عبدالرحمن داسې یو څوک و چې د رشوت اخیستلو تمه ترې نه شوای کېدلای.
د مختصر البیان لیکوال په دې اړه یوه بيلګه یادوي او لیکي: قاضي عبدالرحمن چې کله قاضي القضاة و، د فاریاب په اندخوی کې د یوه مشهور تجار اړوند د قتل موضوع ورته د نهايي تائید لپاره راغله. مدعيانو د دې لپاره چې د اندخوی د ابتدائي محکمې فیصله د کابل په تمیز کې هم تائید شي له ځان سره يې ۷۰ زره کابلۍ روپۍ هم راوړې وې. هغه وخت دا ډېرې زیاتې پیسې وې، ځکه قاضي عبدالرحمن چې قاضي القضاة و، پنځه سوه کابلۍ معاش يې درلود. دې خلکو قاضي عبدالرحمن ولید او په ضمن کې یې دغه پیسې هم ورته وړاندې کړې تر څو په فیصله د تائید مهر ولګوي. قاضي عبدالرحمن ورته وویل: زه په دې  فیصله ځیني اعتراضونه لرم او د اندخوی له قاضي څخه يې پوښتنې کوم. که له شریعت سره برابر ځوابونه یې راکړل او اعتراض رفع شو، د فیصلې د صحت حکم به صادر کړم. او که یې سم ځوابونه رانکړل او اشکال رفع نه شو، فیصله به رد کړم. تاسو ته به دومره ووايم چې دا شریعت دی چې د فیصلې په صحت یا عدم صحت حکم کوي. اما کومه فیصله چې شرعا غلطه وي، پیسې يې نه شي تصحیح کولای.[1]
په دې مرحله کې هغه که له یوې خوا د حکومت له ځینو کړنو په شکایت و، بله دا چې کوم داسې څوک یې هم نه درلودل چې خپل د زړه درد ورسره شریک کړي. د شوربازار د حضرات کرامو له جملې حضرت شمس المشائخ صاحب وفات شوی او حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي چې د حج په سفر له افغانستانه وتلی و، د حج له اداء کولو وروسته افغانستان ته ځکه راونه ګرځېد چې له امان الله خانه یې خطر احساساوه.
په همدې کې هغه څه راپېښ شول چې وروسته د ډېرو حوادثو او بدلونونو سرآغاز ثابت شو. د ۱۹۲۷ م کال د دسمبر په لومړیو کې امان الله خان اروپا ته تاریخي سفر وکړ چې شپږ میاشتې یې جریان درلود. او له بېرته راګرځېدو سره خپل ولس ته کاملا په نوې او متفاوته څېره کې ورمخامخ شو.
اروپا ته د امان الله خان شپږ میاشتنی سفر
د امان الله خان سفر د افغان پاچاهانو په تاریخ کې یو بې ساری او ناندریز سفر و، هغه چې کله د بولدک ــ چمن له لارې د انګریز د واک ساحې ته اوښت، نو له ګڼو حکومتي چارواکو سربېره د کور میرمنې هم ورسره وې.[2] دا لومړی ځل و چې د افغانستان د کوم پاچا میرمنې له افغانستان بهر قدم ایښود. له هغه سره ملکه ثریا، د ثریا خور ( بي بي خورد) د امان الله خان خور ( نور السراج) او د دوی یوه ترکۍ خدمتګاره د سفر ښځینه ملګرې وې.
په کوټه، کراچي او بمبيي کې د امان الله خان سفر په خیر تېر شو. اما کله چې د مصر پورت سعید بندر ته ورسېد. ملکې ثریا له مخ څخه پرده لرې کړه او پر ځای یې نرۍ جالۍ په مخ راخوره کړه. خو وروسته یې دغه جالۍ هم ایسته او مخ یې لوڅ کړ. هغې چې د امان الله خان له خور ( نور السراج) سره د سمندر په غاړه قدم واهه، عکاسانو يې انځورونه وایستل او ډېر ژر د نړۍ په بیلابیلو اخبارونو کې خپاره شول.
د مصر پاچا ملک فؤاد چې د امان الله خان غوندې یې لیبرال نظریات درلودل، د افغان پاچا ښه میلمه پالنه وکړه. اما د مصر عام ولس د هغه په اړه تبصرې درلودې. دا وخت چې مصر کې د غربي او اسلامي افکارو کشمکش په اوج کې و، یوه د بحث وړ موضوع د لباس وه. امان الله خان چې کومه پيک داره خولۍ په سر کړې وه په مصر کې د غربپالو یا تجدد غوښتونکو سمبول ګڼل کېده. د مصر خلکو به ویل له دې خولۍ سره لمونځ نه کیږي، ځکه د سجدې په وخت تندی ځمکې ته نه رسیږي. د جامع ازهر علماوو اراده کړې وه چې د یوه آزاد اسلامي هيواد د مشر په حیث به امان الله خان میلمه کوي، خو دا میلمستیا ځکه لغو شوه چې د امان الله خان لباس د هغه وخت د ازهر په مجالسو کې له حضور سره نه ښايېده.
ايټالیا ته په رسیدو امان الله خان د هغه هیواد له پاچا ویټوریو ایمانویل او صدر اعظم بینيټو موسولیني سره په يوه ځای وکتل. وروسته هغه په یوه سرخلاصي موټر کې د ايټالیا له پاچا او ملکې سره په داسې حال کې سپور شو چې تر څنګ یې ثریا هم لوڅ مخ ولاړه وه. دلته ثریا کټ مټ د یوې اروپايي ښځې چلند غوره کړی و. په ايټالیا کې د امان الله خان بله لیدنه د کاتولیکانو له مشر یوولسم پاپ سره وه. دا لومړی ځل و چې د کاتولیک عیسویت مذهبي مشر د داسې یوه هیواد له پاچا سره لیدل چې په هغه هیواد کې هیڅ عیسوي شتون نه درلود. امان الله خان په دې مجلس کې د پاپ د خوشالۍ لپاره په دروغو وویل چې په افغانستان کې زښته ډېر کاتولیک عیسویان شته.
امان الله خان له ايټاليې څخه د هغه هیواد د لوړ ترين دولتي نښان ( اننزیاتا) په ترلاسه کولو رخصت شو او فرانسې ته لاړ. هغه لومړۍ څو ورځې د نیس ساحلي ښار کې تېرې کړې. ده ويل زه غواړم د اروپا هر څه په خپلو سترګو ووینم. په دې لړ کې هغه یوې قمارخانې ته هم لاړ، خپله یې قمار ونه واهه خو د خپل اوښي ( محمد حسن) د قمار وهلو ننداره یې وکړه.
له نیس څخه امان الله خان پاریس ته لاړ، چې د استقبال لپاره یې د فرانسې د جمهور رئیس په شمول لوړ پوړي کسان راوتلي وو. د استقبال مراسمو کې د روغبړ په مهال چې کله ملکې ثریا د فرانسې ولسمشر (کیستون دومرکیو) ته لاس اوږد کړ، هغه یې لاس ونیو او بیا يې ښکل کړ. د ثریا دا عکس هم وروسته ډېر مشهور او ناندریز شو.
 امان الله خان وروسته جرمني ته لاړ چې واکمنو یې په سخاوتمندانه مرستو، قرضونو او ډاليو ونازاوه. په برلین کې د امان الله خان د هیئت یوه لوړپوړي چارواکي ( د بهرنیو چارو وزیر غلام صدیق چرخي) یوه مرکه کې ویلي وو، چې له جرمني وروسته دوی انګلستان ته ځي تر څو خپل تر ټولو بدترین دښمنان (انګریزان) وویني. اما لندن ته په رسیدو انګریز چارواکو د امان الله خان داسې استقبال او درناوی وکړ چې د انګریزانو په اړه د هغه نظر یې له بنسټه تغیر کړ.
شاهي کورنۍ په ځانګړو میلمستیاوو د هغه میلمه پالنه وکړه. د دغو میلمستیاوو یو عکس چې امان الله خان د روغبړ په وخت د برتانوۍ ملکې لاس ښکلولو لپاره ټيټ شوی و، هم وروسته په کافي اندازه پاروونکی ثابت شو.[3] انګریز چارواکو امان الله خان ته د ځانګړې الوتکې په وسیله له فضا څخه د لندن ښار د لیدلو منظره ورکړه. هغه ته فرصت ورکړل شو چې د ګرینویچ رصدخانه کې د نصف النهار دائري په نقره اي ساعت باندې په داسې شکل ودریږي چې ښۍ پښه یې د ځمکې د کرې په لویدیځه او چپه یې په ختیځه خوا کې وي. هغوی د وسله سازۍ له یوه مشهورې فابریکې لیدنه وکړه او هلته ثريا یوې مجسمې ته وراغوستي مرمۍ ضد واسکټ باندې ډزې وکړې تر څو يې مقاومت وازمويي. د اکسفورډ پوهنتون امان الله خان ته د مدني حقوقو افتخاري دوکتورا ورکړه. امان الله خان د انګریز له شاهي کورنۍ سره دومره صميمي شوی و، چې د پاچا د دوهم زوی د ښځې (دیوکس) په میلمستیا کې چې کله یو ایرانی ترجمان راغی، تر څو د دوی تر منځ ترجماني وکړي. امان الله خان هغه رخصت کړ تر څو د لاسونو د حرکاتو او اشاراتو په مرسته له خبرو کولو، خنداګانو او ځانګړي بانډار څخه خوند واخلي.
د سفر په وروستیو کې امان الله خان او ثریا بیا بیا دا خبره کوله چې د لندن خاطرې به يې هیڅکله له ذهنه ونه وځي، هغوی د فرانسې او المان د نیولې فضا په نسبت د برتانيې په غوړیدلي ماحول ژبه ټکوله او هغه یې د برتانوي امپراطورۍ د عظمت ثبوت باله. هغه د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه برتانوي چارواکي همفریز ته ویلي وو چې په دریو اونیو کې يې د افغان ــ انګلیس د دوستۍ په برخه کې دومره پرمختګ کړی چې د ده د بهرنیو چارو وزارت په څو کلونو کې دومره کار نه و کړی. امان الله خان چې کله له لندن څخه رخصتېده نو د ورکړل شویو ډالیو لپاره یې لس باروړونکې لارۍ راوغوښتې تر څو يې  د بیړۍ له لارې د کراچي په لاره کابل ته ولیږي.
وروسته امان الله خان څو نور اروپايي هیوادونه ولیدل او بیا د المان او پولنډ په لاره روسيې ته لاړ. په روسیه کې که څه هم سټالین له هغه سره ونه لیدل خو په هر لحاظ یې دروند استقبال وشو، په افتخار یې څو د ګډا او ارکستر محفلونه جوړ شول او په پای کې یې د دوو الوتکو، دوو ټانګونو په شمول درنې ډالۍ ترلاسه کړې. امان الله خان وروسته د تورې بحيرې له لارې ترکيې ته لاړ، انقرې ته په رسیدو د نوموړي همفکر ترک مشر مصطفی کمال اتاترک د اورګاډي په تمځای کې د ده هرکلي ته ولاړ و. د روغبړ په وخت امان الله خان هغه د مخ په دواړو خواوو ښکل کړل.
                                                                   دوام لري…
مخکینی برخه | راتلونکې برخه

[1] مختصر البیان صـ ۳۵ ــ ۳۶
[2]  دلته د همدې مطلب تر پایه د امان الله خان د سفر جزئیات د اماني دور په اړه د امریکایي لیکوالې ریالي سټیوارټ لخوا لیکل شوي مشهور کتاب ( اور په افغانستان کې) په استناد لیکل شوي. چې د پښتو ژباړې په  ۴۱۲ ــ ۴۶۶ صفحو کې یې دغه تفصیل بیان کړی دی.
[3]  خاطرات محمد صادق مجددي ۱۷ مخ
اروپا امان الله خان حجاب سفر قاضي مصر
Previous Articleمقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۲  )

دوشنبه _2 _نوومبر _2026AH 2-11-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)

یکشنبه _1 _نوومبر _2026AH 1-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD1 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )…

نور یی ولوله
Blog

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD12 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD18 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۲  )

دوشنبه _2 _نوومبر _2026AH 2-11-2026AD31 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۲  )…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.