
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
کوفه او علم حدیث
د عراق او مداین په فتح کېدلو سره چې کله د کسری د حکومت ټغر ټول شو، او د دې سیمو اوسیدونکي د ذمیانو په توګه پر خپلو ځمکو د خراج په بدل کې پرېښودل شول، د دوی اسلام ته رغبت زیات او په ټولیو، ټولیو یې د اسلام د مبارک دین قبلول شروع کړل. حضرت عمر رضی الله عنه چې دا حالت ولید، نو د دې نویو مسلمانانو د جمعیت او اتحاد ساتلو په پار یې حضرت سعد بن وقاص رضی الله عنه ته خط ولیکه، چې د دوی د د یو ځای کولو لپاره په عراق کې دوې سیمې وګوري.
حضرت سعد رضی الله عنه د کوفې او بصرې سیمې غوره او د ښارګوټو په جوړولو سره یې دوی پرې اباد کړل. داچې په ابادېدونکو کې لوی شمېر د نویو مسلمانانو وو، حضرت عمر رضی الله د دوی د تربیې او تعلیم لپاره جلیل القدر صحابي، چې د اسلام په قبلولو کې څلورم یا پنځم شخص دی، “عبد الله بن مسعود رضی الله عنه” په دې پیغام سره کوفې ته راولېږه چې “آثرتکم علی نفسی ابن أم عبد” یعني چې ما پر خپل ځان باندې ستاسو لپاره عبد الله بن مسعود رضی الله ته ترجیح ورکړه او تاسو ته مې درولېږه.
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په نوي اباد شوي ښار “کوفه” کې په تدریس او تعلیم شروع وکړه او په خپل ژوند کې یې تر اویا زیات داسې شاګردان فارغ او وروزل چې هر یوه ځان ته خپله حلقه او د تدریس مسند درلود. خو کوفه یوازې د عبد الله بن مسعود رضی الله تر راتګ پورې منحصره پاتې نه شوه، بلکې د معتدلې او ښې هوا درلودلو له وجې په سلګونو نور صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین هم له مدینې او نورو ځایونو څخه په متسقله توګه د ابادېدلو لپاره کوفې ته را منتقل شول، چې ځینو یې شمېر یو زر او پنځه سوه لیکلی، په دې سره د ښار ګوټي په څېر کوفه په یو لوی ښار بدله شوله.
حضرت علي کرم الله وجهه چې کله خلیفه شو او دار الخلافه یې له مدینې منوري څخه کوفې ته را انتقال کړه، ده چې د کوفې علمي پر مختګ ولیده؛ نو بې اختیاره یې له خولې څخه دا خبره ووتله: “رحم الله ابن أم عبد، قد ملأ هذه التربة علما” چې الله جل جلاله دې پر عبدالله بن مسعود رضی الله عنه رحم وکړي، یقینا دا خاوره یې له علم څخه ډکه کړې ده. -د مسروق ابن الاجدع رحمه الله په وینا: “درت فی الصحابة فوجدت علمهم ینتهی إلى ستة، ثم نظرت فوجدت علمهم ينتهی إلى اثنين: علی وعبد الله” یعنی زه په صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین کې وګرځېدم نو ما دا وموندله چې د دوی علم پر شپږ کسانو ختمیږي، بیا مې په هغوی کې وکتل نو دې نتیجې ته ورسېدم چې د دوی ټولو علم په دوو کسانو کې راغونډ دی: یو حضرت علي کرم الله وجهه او دوهم عبدالله بن مسعود رضی الله عنه، د حضرت علي رضی الله عنه په راتګ سره د کوفې په علمي حیثیت کې نور هم لوړ والی راغی او د دواړو اعلم الصحابه وو په برکت، د ډېرو اسلامي ښارونو په نسبت په یو داسې علمي ښار بدله شوه، چې د ابو محمد رامهرمزي رحمه الله په وینا: “أتیت الکوفة فوجدت بها أربعة آلاف یطلبون الحدیث، وأربع مائة قد فقهوا“ د څلورو زرو د احادیثو د طالبانو او څلور سوه فقهاوو په درلودلو سره ګویا په هر کور کې د حدیث او فقهي ډېوه بله وه. (۱)
د یو داسې علمي ښار، د علومو د ترویج په زرین دور کې چې یو څوک وزېږيږي، په کې ځوان شي او د احادیثو څخه د لکونو مسئلو په استنباط سره د اجتهاد اعلی درجې ته ورسیږي، له دې څخه په احادیثو کې د هغه مهارت او مقام خپله معلومېدلای شي.
د امام ابو حنیفه رحمه الله استادان او شاګردان
په ټولو علومو کې په ټولیزه توګه او د احادیثو په باب کې په ځانګړې توګه د یو چا د کره والي او مهارت د تصدیق یو لوی دلیل د هغه کس استادان او شاګردان دي، چې ایا ده علم له معتمدو اشخاصو څخه حاصل کړی؟ او له ده څخه علم حاصلوونکي کسان د جمهورو علماوو په نزد مقبول دي، او که نه؟
د امام صاحب رحمه الله استادان موږ پر دوو برخو وېشلای شو:
اوله برخه هغه استادان دي، کوم چې صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین دي.
او دوهمه برخه هغه استادان دي، کوم چې تابعین او یا هم لوی تبع تابعین دي.
د امام صاحب رحمه الله استادان د صحابه کرامو څخه
د امام صاحب رحمه الله د مناقبو لیکونکو جمهورو محققینو چې په دوی کې علامه ذهبي او ابن حجر عسقلاني رحمهما الله هم دي، پر دې خبره اتفاق دی چې امام صاحب رحمه الله په ماشومتوب کې د حضرت انس رضی الله عنه په شمول ګڼ شمېر صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین لیدلي دي. مګر له مشخصو صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین څخه د روایت کولو په اړه د علماوو اختلاف دی.
د دوی له اقوالو څخه معلومیږي چې امام صاحب رحمه الله له شپاړسو څخه زیات صحابه لیدلي او روایت یې ترې کړی دی، چې نومونه یې په لاندي ډول دي:
۱ـ أنس بن مالک. ۲ـ عمرو بن حریث. ۳ـ عبد الله بن أنیس الجنهي. ۴ـ عبد الله بن الحارث بن جزء الزبیدي. ۵ـ جابر بن عبد الله. ۶ـ عبد الله بن أبي أوفی. ۷ـ واثلة بن الأسقع. ۸ـ معقل ابن الیسار. ۹ـ أبو الطفیل عامر بن واثلة. ۱۰ـ عائشة بنت عجرد. ۱۱ـ سهل بن سعد. ۱۲ـ السائب بن خلاد بن سوید. ۱۳ـ السائب بن یزید بن سعید. ۱۴ـ عبد الله بن بسر. ۱۵ـ محمود بن الربیع. ۱۶ـ عبد الله بن جعفر. ۱۷ـ أبو أمامة رضی الله عنهم.
یو لوی شمېر مناقب لیکونکي چې د امام صاحب رحمه الله د زوکړې کال اتیایم هجري قمري ګڼي، پر دې شمېر اعتراض کوي او وایي چې د ذکر شویو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه چې کوم د اویایمي هجرۍ (یا هغې نه مخکې) ، تر پنځه اتیایمي هجري کال ترمنځ وفات شوي دي، له هغوی سره د امام صاحب رحمه الله ملاقات او حدیث ترې روایت کول لري خبره دی او کوم ځانګړي احادیث چې روایت شوي دي، پر هغو باندي کلام دی. (۱)
د علامه زاهد کوثري صاحب رحمه الله، چې د امام صاحب رحمه الله د تولد په اقوالو کې یې اویایم هجري قمري کال ته ترجیح ورکړې ده(۱) قول ته په کتلو سره تحقیقي خبره دا معلومیږي چې د لاندینیو صحابه کرامو رضی الله عنهم سره په ملاقات او له هغوی څخه یې په روایت کولو کې د امام صاحب رحمه الله د عمر د کموالي په اړه کومه پوښتنه نه پیداکیږي:
۱ – جابر بن عبد الله (المتوفی: ۷۹ هـ ق).
۲ – عبد الله بن جعفر (المتوفى: ۸۰ هـ ق).
۳ – أبو أمامة (المتوفى: ۸۱ هـ ق).
۴ – واثلة بن الأسقع (المتوفى: ۸۳ او ۸۵ هـ ق).
۵ – عمرو بن حريث (المتوفى: ۸۵ هـ ق).
۶ – عبد الله بن أبي أوفى (المتوفى: ۸۵ او ۸۷ هـ ق).
۷ – عبد الله بن الحارث بن جزء الزبيدي (المتوفى: ۸۶ هـ ق).
۸ – سهل بن سعد (المتوفى: ۸۸ او ۹۱ هـ ق، او وروسته).
۹ – السائب بن خلاد بن سويد (المتوفى: ۹۱ هـ ق).
۱۰ – السائب بن يزيد بن سعيد (المتوفى: ۹۱ او ۹۲ او ۹۴ هـ ق).
۱۱ – عبد الله بن بسر (المتوفى: ۹۶ هـ ق).
۱۲ – محمود بن الربيع (المتوفى: ۹۹ هـ ق).
۱۳ – أبو الطفيل عامر بن واثلة (المتوفى: ۱۰۲ هـ ق).
۱۴ – أنس بن مالك (المتوفى: ۹۹ او ۱۰۱ هـ ق، او نور) رضوان الله عليهم أجمعين.
د نورو صحابه کرام رضی الله عنهم له ټولګې د معقل بن یسار رضی الله عنه په اړه راځي، چې دی د حضرت معاویه رضی الله عنه په خلافت کې وفات شوی دی او د حضرت معاویه رضی الله خلافت پر شپېتم هجري قمري کال کې پای ته رسېدلی دی. همداسې د عبد الله بن انیس الجهني رضی الله عنه په اړه راځي چې دی په څلور پنځوسم هجري قمري (۵۴ هـ ق) کال کې وفات شوی دی، چې له دوی دواړو څخه یې روایت نه شي ثابتېدلای.
د عائشه بنت عجرد، اړوند علامه ذهبي او ابن جحر عسقلاني رحمهما الله وایي: صحیح دا ده چې دا په صحابیاتو کې نه وه.
خو که د علامه زاهد کوثري رحمه لله دې خبري ته چې د علم تاریخ تدوین ډېر وروسته شوی، چې له امله یې د مورخینو په خپل منځ کې د تابعینو د پیدایښت او ځینې وختونه په وفات کې اختلاف واقع کیږي، د صحابه وو وفات او تولد خو لا پرېږده، که وګورو نو د معقل بن یسار او عبد الله بن انیس رضی الله عنهما څخه یې د سماع امکان هم کېدلای شي.
دوام لري…
۱ څرگندون
Pingback: مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱) - کلمات پښتو