
لیکوال: شیخ معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۲)
علامه سیوطي رحمهالله په (تبییض الصحیفه بمناقب ابي حنیفه) کې ګڼ روایات نقل کړي چې له هغو څخه معلومیږي چې امام ابوحنیفه رحمهالله له حضرت انس، عبدالله بن ابي اوفی، عبدالله بن الحارث بن الجزء، عبدالله بن اُنيس، واثلة بن الاسقع او حضرت عائشة بنت عجرد رضي الله عنهم څخه روايات اورېدلي دي، حافظ ابومعشر عبدالکریم بن عبدالصمد الطبری رحمهالله یوه مستقله رساله په دې موضوع ليکلې او هغه روايات یې په کې جمع کړي چې امام ابوحنیفه رحمهالله له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه اورېدلي دي او په دې کتاب کې يې د نورو صحابه کرامو څخه پرته د حضرت جابر بن عبدالله او حضرت معقل بن یسار رضي الله عنهما څخه هم د امام اعظم ابوحنیفه رحمهالله سماع ثابته کړې ده، اګر که حافظ ابن حجر رحمهالله لیکلي چې د دې ټولو رواياتو په سند کې ضعف دی، خو هغه روايات چا باطل نه دي ګرځولي نو اوس چې په فضائلو او مناقبو کې ضعیف روايات قبول دي، د امام اعظم رحمهالله علمي فضیلت به څنګه نه ثابتېږي؟
له دې څخه پرته علامه سیوطي رحمهالله په تبییض الصحیفه کې یو روایت د حافظ ابومعشر عبدالکریم رحمهالله په حواله نقل کړی؛ ابوحنیفه عن انس بن مالک قال سمعت رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یقول (طلب العلم فريضه علی کل مسلم) ددې روايت په اړه علامه سیوطي رحمهالله وايي چې د صحیح حدیث هم وزن او هم رتبه دی.
حافظ مزی رحمهالله وایي: د تعدد طُرق له وجهې څخه دا حدیث حسن دی.
که دا صحیح شي نو بیا په دې کې شبهه پاتې نه شوه چې امام ابوحنیفه رحمهالله له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه سماع ثابته ده، بالفرض که سماع ثابته نه شي نو ملاقات خو يې یقیني دی، له دې امله د امام اعظم رحمهالله تابعي والی د محققینو لخوا منل شوی دی.
امام ابن سعد رحمهالله په طبقات کې، حافظ ذهبي رحمهالله په تذکرة الحفاظ کې، حافظ ابن حجر مزي رحمهالله په تهذيب الکمال کې، علامه قسطلاني رحمهالله په شرح د بخاري کې، علامه نووي رحمه الله په تهذيب الاسماء واللغات کې او علامه سیوطي رحمهالله یې د تابعیت اعتراف کړی دی، د مثال په توګه د امام ابوحنیفه رحمه الله په استاذانو کې یو استاذ چې د دی په مشرانو شیوخو کې بلل کیږی عامر بن شراحیل چې په امام شعبي مشهور دی، هغه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه استاذ دی او عامر بن شراحیل رحمه الله خپل علم د ۵۰۰ صحابه کرامو څخه کړی دی، دی د ۵۰۰ صحابه کرامو شاګرد دی او دا د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په هغه لویو شیوخو کې راځي.
د شراحیل رحمه الله د حافظې داسې یو حال و چې دی خپله فرمایي چې زه د شعر سره ډېر اړېکه نه لرم خو بیا هم که زه شروع شم بغیر له دې نه چې تیاری وکړم یا مطالعه وکړم یا دیوانونه د شاعرانو مطالعه کړم یوه میاشت به مسلسل اشعار ووایم او خلاص به نشي.
چې غیر مقصودي اشیاء دومره ورته یاد وو نو بیا د رسول الله احادیث چې نبي علیه السلام دعا هم کړې دی چې ( نضرالله عبدا سمع مقالتی فحفظها و وعاها ثم ادها کما سمعها) او کما قال علیه السلام، نو احادیث به څومره ورته یاد وو؟ یو ځل عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه په لاره باندې تیریده، امام شعبي رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله استاد د نبی علیه السلام د غزاوتو بیان کاوه، ابن عمر رضی الله غوږ ورته نیولی و، بیا ابن عمر رضی الله عنه وفرمایل چې ما خپله د نبي علیه السلام سره په غزواتو کې شرکت کړی خو غزوات د نبي علیه السلام ماته دومره ندې یاد څومره چې عامر بن شراحیل رحمه الله ته یاد دي. او دا د امام ابوحنیفه رحمه الله په لویو استادانو کې راځې.
دوهم استاد د امام ابوحنیفه رحمه الله حماد بن سلیمان دی، خاص استاد یې دی، امام صاحب به یې دومره احترام کاوه چې د هغه طرفته به یې پښې هم نه ور غځولې، حماد بن سلیمان د علم حدیث او علم فقهې مسلَّم امام دی، په مسلم شریف ابوداود شریف او ترمذي شریف کې یې روایات شته دي.
دریم استاد دامام ابوحنیفه رحمه الله ابواسحاق سبیعي دی، او دا هغه شخصیت دی چې د ۳۸ صحابه کرامو شاګرد پاته شوی دی، د امام ابوحنیفه رحمه الله استاد دی. له دې پرته لوی لوی امامان ددین، لوی لوی محدثین د امام صاحب په شاګرادنو کې دي، عبدالله بن مبارک رحمه الله یې شاګرد دی، مکي بن ابراهیم د امام صاحب د شاګرادنو له جملې څخه دی، زید بن هارون یې په تلامذه وو کې دی، عاصم نبیل یې د شاګردانو له جملې څخه دی، د جرح او تعدیل لوی امام یحی بن سعید قطان يې د شاګردانو له جملې څخه دی ، لوی لوی امامان د احادیثو د امام صاحب شاګردان دي.
له دې څخه پرته مشهور محدثین لکه احفص بن غياث النخعي، یحیی بن زکریا ابي زائدة، مسعر بن کدام، ابو عاصم النبیل، قاسم بن معن، علي بن المسهر، فضل بن دکین او عبدالرزاق بن الهمام رحمهم الله په شان د لویې مرتبې محدثین د امام اعظم ابوحنیفه رحمهالله شاګردان دي.
د امام صاحب رحمه الله ځانګړی شاګرد عبدالله بن مبارک رحمه الله وایي: لولا اعاننی الله بابی حنیفه رحمهالله و سفیان رحمهالله لکنت کسائر الناس.
حافظ ابن حجر رحمهالله په تهذيب کې له یحیی القطان څخه نقل کړی چې هغه وایي: قد اخذ نا باکثر اقوالهِ.
او یحیی بن معين په الجوامر المضیئة في طبقات الحنفیه او موفق په مناقب الامام صفحه_١٩١ جلد_ ١ کې د یحیی بن معين څخه د یحیی بن سعید القطان رحمهالله دا قول نقل کړی: جالسناوالله اباحنیفه رحمهالله و سمعنامنه و کنت والله إذا انظرت الیهِ عرفت فی وجههِ انه یتقي الله عزوجل( تاریخ بغداد_ ١٣٩ ص_٣٥٢)
دغه ډول د امام شافعي رحمهالله خاص استاد حضرت وکیع بن الجراح رحمهالله د امام صاحب رحمهالله شاګرد دی.
او بیا د هغه وخت علماوو او محدثینو چې د دی علمي مقام په څومره واضح اعتراف سره تسلیم کړی (منلی ) دی، دومره مقام به دبل چا نورو نه وي منلی، د امام بخاري رحمه الله ځانګړی استاد مکي بن ابراهیم چې ثلاثي احادیث یې اکثره له دی روایت کړي دي هغه د امام صاحب په اړه فرمایي: و کان امام زمانه او بعضي ځای فرمایې و کان اعلم اهل زمانه، یعنی امام ابوحنیفه رحمه الله د خپل وخت او زمان په اعتبار د ټولو څخه د زیات علم څښتن و، او په هغه وخت کې د علم اطلاق په احادیثو کیده نو مکي بن ابراهیم د امام بخاري رحمه الله استاد فرمایې: چې امام صاحب په احادیثو کې د ټولو څخه دزیات علم درلودونکی و.
زید بن هارون رحمه الله ذکر کوي چې ادرکت الف من الشیوخ و کتبت منه فما وجدت افقه ولا اورع و لا اعلم من خمسة او لهم امام ابوحنیفه رحمه الله رحمة واسعة.
یعنی ما له زرو ۱۰۰۰ څخه زیات شیوخ لیدلي او احادیث مې ترې لیکلي دي مګر ما په دوی کې له پنځو څخه زیات فقیه، تقوادار او عالمان و نه لیدل، د هغو پنځو څخه اول شخص امام ابوحنیفه رحمه الله دی.
امام ابوداود رحمه الله د امام صاحب په اړه فرمایې: کان امام زمانه، یعنی امام صاحب د احادیثو امام و، مقتدا و، خلکو به یې پیروي کوله په دې علم کې.
نو کله چې د یوچا تولد ( پیدایښت ) په داسې یوه علمي مرکز کې شوی وي او د چا تربیت د عبدالله بن مسعود شاګردانو کړی وي او داسې استادان ولري لکه عامر بن شراحیل او داسې شاګردان ولري لکه عبدالله بن مبارک رحمه الله نو ددې په اړه به دا ډیر بیهوده/ بېځایه تصور وي چې په علم حدیث کې یې مقام کمزوری و، یا یې تعلق ورسره نه و. په علم حدیث کې ښه دلیل د امام صاحب د احادیثو کتاب، کتاب الاثار دی، امام صاحب له ۴۰۰۰۰ زرو احادیثو څخه منتخب کړی دی، د امام صاحب زمانه خو د امام بخاري رحمه الله له زمانې څخه ډیره وړاندې وه هلته په اسانیدو او طُرقو د احادیثو کې دومره وسعت/ پراخي نه وه لکه څومره چې د امام بخاري رحمه الله په وخت کې وه، نو دا داسې دی لکه له ۴۰ لکو احادیثو څخه چې منتخب شوی وي،او دا د امام صاحب ځانګړتیا دی چې په عالم اسلام کې په علم حدیث کې اول داسې کتاب چې په فقهې ابوابو مرتب وي، هغه کتاب الاثار دا امام صاحب کتاب دی، له دی مخکې په فقهې ابوابو مرتب کتاب هیڅوک نه لري بلکې لومړی امام صاحب لیکلی دی، دا د امام صاحب ځانګړتیا دی او زمونږ لپاره افتخار دی.
د امام اعظم ابوحنیفه رحمهالله مهارت فی الحدیث لپاره دا هم کافي دی چې امام صاحب رحمهالله باالاتفاق امام او مجتهد دی او د مجتهد په شرایطو کې لازم شرط دا دی چې ماهر فی الحدیث به وي، په دې اعتبار سره چې په امام ابوحنیفه رحمه الله کې کومه کمزوري ثابته شي، امام او مجتهد یې څنګه منې؟ او په مناقبو کې یې د لویو لویو محدثینو اقوال مخکې ذکر شول، لکه حافظ ذهبي رحمه الله په تذکرة الحفاظ جلد_ ١ صفحه _١٩٥ کې په خپل سند سره د سفیان بن عیینه رحمهالله څخه ذکر کوي، وایي: لم یکن في زمان ابي حنیفه رحمهالله بالکوفه رجل افضل منه واورع وافقهَ عنهُ.
امام ابویوسف رحمه الله چې د امام صاحب شاګر دی هغه فرمایی چې کله به امام صاحب د یوې فقهي مسئلي استخراج وکړ، نو د هر شاګرد داکوشش وي چې استاد خوشحاله کړي، نو زه به ووتم د کوفي له شیوخو به مې هغه احادیث راټولول چې د امام صاحب د مسئلي په تائید کې وو( مونږ وړاندې وویل چې په کوفه کې په زرګونو شیوخ موجود وو)، نو بیا به مې د امام صاحب مخې ته کېښودل چې دغه احادیث هم ستا د مسئلي په تائید کې دي، امام صاحب به په هر حدیث تحقیق شروع کړ او یو یو به یې راته وښود چې په دې حدیث کې دا ضعف دی او په دې کې دا علت دی په اخر کې یې په تبسم راته وویل چې د کوفې په علم زه عالم یم یعني د کوفې ټول علم له ما سره دی.
امام ابوحنیفه رحمه الله مجسم علم و، ټول صورت یې، صورت د علم و، دا ډیر د افتخار ځای دی چې مونږ ته الله جل جلاله د امام الاعظم ابوحنیفه رحمه الله تقلید او د مذهب پیروي راپه برخه کړې ده.
علماء لیکي چې سراج الامة لقب د حضرت علي کرم الله وجه له هغه قول څخه را اخیستل شوی دی چې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه شاګردانو ته یې ویلی دی: اصحاب عبدالله سُرُج هذه الامة، نو امام ابوحنیفه رحمه الله هم د هغه په لارویانو او شاګردانو کې دی نو ځکه ورته سراج هذه الامة وایو.
مونږ امام صاحب ته امام اعظم وایو، کله کله هغه کسان چې علمي استعداد کم لري یا له امام صاحب سره بغض او عناد لري نو زمونږ د ځوانانو زړونو ته ځینې شبهې ور اچوي چې تاسو ولې نبي علیه السلام ته امام اعظم نه وایاست چې امام صاحب ته یې وایاست؟ نو زمونږ ملګري هم شکمن شي چې نبي علیه السلام خو پیغمبر و، ولې امام اعظم نه ورته وایو؟
ګورئ دا اشتباه ده، دلته چې مونږ امام صاحب ته امام اعظم وایو تقابل یې له انبیاوو سره نه کوو، بلکې له نورو امامانو سره یې کوو.
داسوال له دوی هم کیدلای شي چې عمر فاروق رضی الله عنه ته ولې تاسو فاروق اعظم وایاست او نبي علیه السلام ته ولې نه وایاست؟ ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته صدیق اکبر وایاست او نبي علیه السلام ته ولې صدیق اکبر نه وایاست؟ مونږ وایو عمر رضی الله عنه فاروق اعظم و په صحابه وو کې، ابوبکر رضی الله تعالی عنه صدیق اکبر و په صحابه وو کې، امام ابوحنیفه رحمه الله امام اعظم و په ائمه وو کې، داسې نه دی چې له نبي علیه السلام څخه اعظم دی، دا د هغوی غلطي دی چې زمونږ ځوانان پرې غلطوي.
په اخر کې بیا دا خبره کوم د کلمات علمي او تحقیقاتي مستقلې ادارې ته دې الله جل جلاله دا خدمت قبول کړي، الله جل جلاله دې د داسې ښو، ښو ابتکارونو مزید توفیق ورکړي، چې په هغو کې مونږ خپل اسلاف او ددین ستنې وپیژنو، او دهغوی له لارې څخه منحرف نه شو، د هغوی په نقش قدم، قدم کیږدو او بیرته د خپل ابا او اجادادو ( پلرونو، اسلافو ) علمي تحقیق بیا را ژوندی کړو.