
لیکوال: شیخ القرآن والحدیث معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۱)
الحمد لأهله والصلاة علی أهلها؛ أما بعد فقد قال الله تعالی و تبارک في کتابه المجید و الفرقان الحمید: «أطیعوا الله وأطیعوا الرسول وأولی الأمر منکم» صدق الله العظیم.
زما د اسلام او عقیدې مسلمانانو وروڼو! تر ټولو لومړی، تاسو ته نبوي تحفه وړاندې کوم: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په دویم قدم کې د «کلمات» علمي او تحقیقاتي خپلواکې ادارې څخه ډېره مننه کوم او خوښ یم، چې داسې یو بابرکته مجلس یې جوړ کړ، په داسې ناسته کې ګډون د ځان لپاره ویاړ او افتخار ګڼم.
او بیا ناست کسان، اوریدونکي وروڼه ډېر نېکبخته ګڼم چې نن ورځ په دې تالار کې د یوه دومره لویې هستۍ د امت د یوه ستر امام مناقب اوري او د هغه سره آشنا کیږي، او د علماوو له خولو څخه د هغه په باب باندې وضاحتونه اوري. محترمو ګډونوالو د الله جل جلاله ډېر شکر اداء کول پکار دي، چې الله تعالی موږ او تاسو مسلمانان پیدا کړو او د رسول الله صلی الله علیه و سلم امتیان یې وګرځولو او بیا په امامانو کې یې د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه مقلدین او د هغه پیروان جوړ کړو.
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه چېرته پیدا شوی دی؟
چېرته یې تربیت شوی دی؟
چا یې تربیت کړی دی؟
د علماوو په نظر کې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه کوم مقام لري؟
کومه مرتبه یې درلوده؟
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د کوفې په ښار کې پیدا شوی، چې د کوفې ښار د اسلام د دین، علم او د فقاهت یو لوی ځای او مرکز بللی شو، ځکه چې د دې ښار تعمیر امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه کړی دی. دا هغه ځای و، چې ډیری نوي مسلمانان په کې استوګن وو، حضرت عمر رضی الله د دې ښار تعلیم او تربیت ته له نورو ټولو ښارونو څخه ډېره زیاته توجه وکړه او کوفې ښار ته یې د معلم په حیث باندې عبدالله بن مسعود رضی الله عنه چې «حبر الامت» باندې مشهور دی، غوره کړ او د کوفې خلکو ته یې وویل چې: «آثرتکم بعبدالله علی نفسی «عبدالله بن مسعود خو حبر الامت دی په هره اداره او په هر ځای کې ورته اړتیا تر سترګو کیږي، مګر ما په خپل ځان باندې هم د کوفې خلکو تاسو ته ترجیح درکړه او عبدالله بن مسعود مې د استاد او معلم په حیث درولیږه.»
حضرت عبدالله بن مسعود هغه شخص دی چې حضرت عمر رضی الله عنه یې په اړه فرمایي: «کنیف ملیء علماً» «دا د علم څخه ډک کوهي و» او حضرت حذیفه رضی الله عنه یې په اړه فرمایي: «ما کان رجل اشبه برسول الله صلی الله علیه و سلم هدیا و دلا و سمتا من عبدالله بن مسعود» « په ټولو خلکو کې نبي کریم علیه الصلاة و السلام ته په سیرت او صورت کې زیات ورته کس هغه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و» د امت فقیه حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه خپل شاګرد میمون ته توصیه کوي چې ژر لاړشه د عبدالله بن مسعود څخه علم حاصل کړه.
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په کوفه کې د علم د خپرولو لپاره ډېر زیات کار وکړ، د دی د کوشش او د جهد په نتیجه کې هلته داسې یوه طبقه او ډله د علماوو تیاره شوه چې شپه او ورځ د علم حدیث په نشر او اشاعت ( خپرولو ) او د هغه په درس او تدریس کې مشغول وو، چې علماوو د هغو تعداد ۷۴ ښودلی دی او هغه علماء چې په کوفه کې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له تربیت لاندې روزل شوي وو، د هغوی تعداد علامه زاهد الکوثري رحمه الله ۴۰۰۰ ښودلی دی.
نو له دې وجې څخه کله چې د کوفې ښار ته حضرت علي کرم الله وجهه راغی او د کوفې ښار علمي شان او شوکت یې ولید؛ له خولې څخه یې حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ته دعا وځي چې «رحمه الله ابن ام عبد قد ملأ هذه القریة علما.» یعنی په حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه باندې دې الله رحم وکړي، دا قریه او ځای یې له علم څخه ډک کړی دی. او کله یې چې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه متبحر( پوه ) شاګردان ولیدل د هغوی په اړه حضرت علي رضی الله عنه وفرمایل: «اصحاب ابن مسعود سروج هذه الامة.» «د حضرت عبدالله بن مسعود شاګردان د دې امت څراغان دي، دا د دې امت ډېوې دي.»
او د کوفې په ښار کې یوازې حضرت عبدالله رضی الله عنه نه اوسېده، له دې څخه پرته نور ډېر فقهاء صحابه کرام په کوفه کې اوسېدل چې د هغو له جملې څخه موږ د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه، د حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه، د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه، د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه، د حضرت عبدالله بن ابی اوفی رضی الله عنه او د حضرت عبدالله بن حارث بن جزء رضی الله عنه ذکر او یادونه کولای شو، له دوی څخه پرته عام صحابه رضی الله عنهم چې په کوفه کې اوسیدل د هغو تعداد امام عجلی ۱۵۰۰ ښودلی دی، یاد صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د کوفې په ښار کې استوګن وو. دا صرف هغه صحابه وو چې کوفې ته راغلي وو، هلته استوګن شوي وو او داسې صحابه کرام رضی الله عنهم چې یوه ورځ دوې ورځې، کال او نیم کال ورته راغلي او بیا بل طرف ته ګرځېدلي دي هغه خو تر دې هم زیات وو.
بیا کله چې حضرت علي کرم الله وجهه کوفه، دار الخلافه وګرځوله او خپله هم رانقل شو، حضرت علي رضی الله عنه خو باب العلم دی هغه هم کوفې ته راغی، کوفه د علم او د دین مرکز وګرځېده ځکه مسروق بن اجدع رحمة الله علیه فرمایي چې عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او حضرت علي رضی الله عنه د ټولو صحابه کرامو د علومو جامع وو، دا د ټولو صحابه کرامو د علم خلاصه وو، ځکه مسروق بن اجدع د هغو په هکله وایي: «درتُ فی الصحابه فوجدت علمهم ینتهي الی ستة ثم نظرت فوجدت علمهم ینتهی الی اثنین علی و عبدالله» «په صحابهوو کې وګرځېدم د دوی علم په شپږو کې راجمع و، نو په هغو کې مې بیا نظر واچاوه نو د ټولو علم خلاصه دوه کسان وو؛ حضرت علي رضی الله عنه او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه.»
حضرت علي او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما په کوفې ښار کې اوسېدل او د احادیثو او د علم نشر او اشاعت یې کاوه، نو له دې وجې څخه لکه مخکې چې ما په اجمال سره وویل چې موږ کوفې ته د علم مخزن ( د علومو خزانه ) د علم حدیث مرکز وایو، نو دا خبره بې دلیله نه ده. او هلته د علم حدیث یو داسې شان و، چې علامه تاج الدین سبکی رحمه په طبقات الشافعیه الکبری کې د ا بوبکر بن داود قول را نقل کوي: «زه کوفې ته راغلم د علم حاصلولو ته، ځکه د علم د لاسته راوړلو لپاره سفرونه د علماء کرامو عادت دی، زما سره یو درهم و، په یو درهم باندې مې دېرش مُده لوبیا واخیستله، د ورځې به مې یو مد لوبیا خوړله او د امام اشبه رحمه الله څخه به مې زر احادیث لیکل، چې میاشت تېریده هغه لوبیا هم ختمه شوه او ما دامام اشبه څخه دېرش زره احادیث لیکلي وو، نو کوفه د علم هغه ښار و، چې له یوه استاد څخه یوه شاګرد په یوه میاشت کې دېرش زره احادیث لیکل دلته خو په زرګونو استادان وو، څومره احادیث به د ورځې لیکل کیدل او په هغو باندې به تحقیق کېده؟ چې په کوفه کې د علم حدیث دومره لوړ کار روان و، دومره شوق و چې کور په کور، ځای په ځای د احادیثو درسونه شروع وو. علامه ابو محمد الرامهر مزۍ (رحمهالله) په المحدث الفاضل کې د حضرت انس بن سیرین (رحمهالله) مقوله نقل کړې چې وایي: اتیت الکوفه فوجدت بها اربعه الاف یطلبون الحدیث و اربع مأتهٍ قد فقهوا.
نو زموږ او تاسو د سر تاج او سراج الامت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په دغه ښار کې زیږیدلی دی، په دغه علمي ښار کې یې دنیا ته سترګې غړولي دي، بیا د دې ښار علماوو د دی تربیت کړی دی او د دې ښار له علماوو څخه یې علم حدیث او د دې ښار له علماوو څخه یې فقه تر لاسه کړې ده، نو د دې وجهې نه امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته چې په علم کې فقاهت او علم حدیث کې چې کومه مرتبه حاصله دی هغه به ډېر کم خلک وي چې داسې مقام ولري یا دی ورته وي. وجه دا دی چې کوم استادان چې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته په لاس ورغلي وو داسې استادان بل څوک نه لري، ځکه د امام صاحب استادان صحابه، تابعین، یا تبع تابعین دي تردې د کمې درجې استادان نه لري. هر چې له صحابه کرامو رضي الله عنهم سره یې تړاو دی، نو د امام صاحب رحمهالله تابعيت یو منل شوی حقیقت دی چې انکار ترې نه شي کېدلی، حافظ ابن حجر رحمهالله وايي امام ابوحنیفه رحمهالله په ٨٠ هـ کال کې زیږیدلی و،امام ابن سعد رحمهالله په طبقات کې ذکر کړي چې امام ابوحنیفه رحمهالله د انس بن مالک رضي الله عنه زیارت او ملاقات کړی او ليدلی یې دی.
علامه سیوطي رحمهالله په(تبییض الصحیفه بمناقب ابي حنیفه) کې ګڼ روایات نقل کړي چې د هغو څخه معلومیږي چې امام ابوحنیفه رحمهالله…
ادامه لري…