
لیکوال: شیخ القران والحدیث معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۳)
په امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د شویو اعتراضونو (نیوکو) ځوابونه
اول اعتراض
اول اعتراض دادی چې: امام نسائي رحمه الله په خپل کتاب الضعفاء کې د امام ابو حنيفه رحمه الله یادونه کړې او لیکلې یې دي چې: نعمان بن ثابت ابو حنيفة ليس بالقوى فى الحديث” یعنی امام صاحب رحمه الله د احادیثو په علم کې مهارت نه لري.
ځواب: د جرح او تعدیل علماء کرامو اصول جوړ کړي دي، د کوم را وي اړوند چې جرحه او عتراض ترسره کېږي د همدې اصولو په رڼا کې به وي نو که داسې اصول رعایت او عملي نه شي، د ډيرو سترو محدثینوعدالت او کره والی به ثابت پاته نه شي، ځکه په ټولو لویو محدثینو یوچا جرحه کړې ده.
په امام شافعی رحمه الله باندې يحيى بن معين رحمه الله، په امام احمد رحمه الله باندې امام کرابیسي رحمه الله، په امام بخاري رحمه الله باندې ذهلی رحمه الله، په امام اوزاعی رحمه الله باندې امام احمد رحمه الله جرح کړې ده، اوس که دې ټولو اقوالوته اعتبار ورکړو نو په پورتنیو شیوخو کې به یو هم ثقه ( کره) پاتې نه شي.
تر دې چې ابن حزم رحمه الله امام ترمذي رحمه الله او امام ابن ماجه رحمه الله دواړه مجهول شمارلي دي، خپله په امام نسائي رحمه الله باندې ډيرو علماوو د تشيع نوم لږولی دی، حقیقت دا دی چې علماوو د جرحې او تعدیل لپاره څه اصول مقرر کړي دي، په دې کې اول اصل دا دی چې د کوم شخص امامت او عدالت حد تواتر ته رسيدلى وي ( ډیر خلک پرې ګویان وي) دهغه اړوند د يو يا دوو نفرو جرح معتبره نه ده، د امام ابو حنیفه رحمه الله عدالت او امامت خو حد تواتر ته رسیدلی، له همدې امله په امام صاحب رحمه الله د احادو ( یو یا دوه تنو ) جرح معتبره نه ده.
په دې جواب باندې زمونږ د زمانې جاهلان اعتراض کوي، چې د محدثینو معروفه قاعده ده: الجرح مقدم على التعديل یعنی کله چې په یو چا باندې جرحه او تعدیل دواړه وارد شي نو جرحه به مقدمه وي، نو په امام صاحب رحمه الله جرح او تعدیل دواړه شته، د دې قاعدې له امله جرح به راجحه وي؟ خو دا اعتراض خپله د علم جرح او تعديل په اصولو د ناخبري له امله دی، ځكه د احادیثو امامانو ویلي دي چې الجرح مقدم على التعديل دا قاعده مطلقه نه ده، بلکې شرایط لري ، تفصیل یې دادی چې دکوم راوي اړوند د جرح او تعديل اقوال سره په ټکر کې شي په دې کې د ترجیح لپاره علماوو دوه طریقې غوره کړې دي:
اوله طریقه چې د جرح او تعديل د دوهم اصل حیثیت لري؛ خطيب بغدادي په (الكفاية فى اصول الحديث والرواية) كې وايي: په داسې ځای کې به تعداد کتل کیږي چې کوم طرف زيات وو په هغه به فیصله وي، په شوافعو كې تاج الدین السبکي رحمه الله هم په دې قائل دی، اوس که مونږ دا طریقه اختیار کړو نو د امام صاحب رحمه الله په تعدیل کې هیڅ شک پاتې نه شو ځکه د جرحې والا يو څو افراد دي یعنی امام نسائي رحمه الله، امام بخاری رحمه الله، امام دار قطنی رحمه الله او حافظ ابن عدی رحمه الله او دا حافظ ابن عدی رحمه الله چې کله د امام طحاوی رحمه الله شاګرد شو د امام صاحب رحمه الله عظمت یې ومانه: ابو حنيفة روى عنه الثورى وابن المبارك وهشام و وكيع وعباد بن العوام وجعفر بن عون وهو ثقة لا بأس به.
همدارنګه عبدالله ابن مبارك، مكي بن ابراهيم رحمه الله، يزيد بن هارون سفیان ثوري، سفیان بن عیینه، اسرائیل بن یونس، يحيی بن ادم وكيع بن الجراح، امام شافعي، فضل بن دكين رحمهم الله تعالی په څېر د احادیثو امامانو یې توثیق( کره والی تائید) کړی دی، د دوی په مقابل کی د دوو یا دریو افرادو جرح او عتراض قبول نه وي، که فیصله د تعداد په زیات والي پورې هم و تړل شي د امام صاحب رحمه الله تعدیل ثابت دی.
د جرح او تعديل د ټکر د پورته کولو لپاره دوهمه طریقه چې د جرح او تعديل د دریم اصل حیثیت لري او حافظ ابن الصلاح رحمه الله په مقدمه کې بیان کړې ده، د جمهورو محدثینو مذهب دی، هغه دادی چې: جرح که مفسّره نه وي (د جرح سبب بیان شوی نه وي) په هغه به تعديل راجح وي او تعدیل عام دی مفسر وي که مبهم.
دې اصل ته که وګورو په امام صاحب رحمه الله چې څومره جرحې شوې ټولې مبھمې دي، مفسره یوه هم نه دی او تعديلات ټول مفسردي، ځكه ورع، تقوا او حافظ والي کې یې د ټولو شیانو اثبات شوی دی.
دوهم اعتراض
په امام صاحب رحمه الله دوهم اعتراض دا كيږي چې حافظ شمس الدین ذهبي رحمه الله په (میزان الاعتدال فى اسماء الرجال) کې دامام صاحب رحمه الله بیان کوي او وايي : النعمان بن ثابت الكوفى امام اهل الرأى ضعفه النسائی وابن عدى والدار قطنى واخرون.
ځواب: ددې په ځواب کې لیکو چې په میزان الاعتدال کې دا کوم عبارت چې سوال کوونکو راوړی دی؛ دا الحاقی دی ( ورسره پیوسته شوی دی ) اصل کې دا عبارت نشته؛ یعني دمصنف رحمه الله قول نه دی، بلکې بل چا حاشية كړی او بیا وروسته یاد عبارت چا په متن کې ورګډ کړی دی او یا د کوم لیکونکي څخه غلطي شوې، یا چا قصداً دا خبره پکې ليکلي ده، او په دې باندې له موږ سره لاندې دلائل شتون لري.
۱ – حافظ ذهبي رحمه الله د میزان الاعتدال په مقدمه کې تصریح کړې دی چې زه په دې کتاب کې د هغو لویو امامانو یادونه نه کوم چې د هغوی عدالت حد تواتر ته رسیدلی( ډیروخلکو منلی دی ) ، اگر که په هغوی باندې چا کلام ( د اعتراض خبره ) هم کړې وي، بیا یې د مثال په توګه دامام ابو حنيفة رحمه الله نوم ذکر کړی ده، دا بیا څنگه کيدلی شي چې دی دې ذکر کړی وي؟
۲ – حافظ ذهبي رحمه الله په میزان الاعتدال کې د لويو امامانو یادونه نه کوي بلکې د هغوی لپاره یې بل کتاب لیکلی و “تذكرة الحفاظ” او په دې کتاب کې یوازې بیان نه بلکې د امام صاحب رحمه الله ډیره ستاینه هم کړې ده.
۳- حافظ ابن حجر رحمه الله خپل کتاب لسان المیزان په میزان الاعتدال بناء کړی دی، یعنې د چا بیان چې په میزان الاعتدال کې نه دی شوی د هغوی بیان په لسان المیزان کې هم نه دی شوی او په لسان المیزان کې د امام صاحب رحمه الله یادونه نشته، دا روښانه دلیل دی چې په میزان الاعتدال کې هم د امام صاحب رحمه الله یادونه نشته او هغه عبارت الحاقي ورپیوسته شوی دی.
۴ـ زمونږ شيخ عبدالفتاح ابو غده الحلبي رحمه الله د الرفع والتکمیل حاشیې په ۱۰۱ صفحه کې لیکلي دي چې؛ زه دمشق ته لاړم هلته مې په مكتبه ظاهريه كې د ميزان الاعتدال یوه نسخه پیدا کړه چې د حافظ ذهبي رحمه الله یو شاګرد لیکلي وه چې علامه شرف الدین الواني نوم یې و او دا یادونه په کې شوې وه چې دا نسخه مې درې ځله د خپل استاد حافظ ذهبي رحمه الله په وړاندې ویلې ده، په هغه نسخه کې د امام صاحب رحمه الله هیڅ یادونه نه وه.
همدا ډول د مراکش په دار الحكومة رباط کې يوه مشهوره کتابخانه د (الخزانة العامرة » په نوم په هغې کې د ۱۳۹ ق نمبر لاندې د ميزان الاعتدال یوه قلمي نسخه موجوده وه چې د حافظ ذهبی رحمه الله د ډیرو شاګردانو تاریخونه پرې ليكلي وو، تر دې چې يوه شاګرد داسې تاریخ هم پرې لیکلی و چې د حافظ ذهبی رحمه الله د وفات څخه يو کال مخکې يې د حافظ ذهبي رحمه الله په وړاندې دانسخه ویلې وه او په هغې نسخه کې د امام صاحب رحمه الله څه یادونه نه وه.
دیته په پام سره د ميزان الاعتدال داعبارت د حافظ ذهبی رحمه الله په لمن باندې یو تهمت دی چې هیڅ حقیقت نه لري، او تر کومې چې د حافظ ابن عدیم رحمه الله تړاو دی، نو هغه ریښتیا هم په اول کې د امام صاحب رحمه الله مخالف و او په هغه زمانه کې یې په امام صاحب رحمه الله جرح هم کړې ده، کله چې د امام طحاوي رحمه الله شاګرد شو د امام صاحب رحمه الله عظمت ورته معلوم شو نو د خپلې پخوانۍ غلطې دكفارې په ډول يې د امام ابو حنيفة رحمه الله مسند ترتیب کړ ” مسند الامام الاچعظم رحمه الله” له دې امله پخوانی قول د جرح یې معتبر نه دی او څوک یې په دلیل کې نه شي وړاندې کولی. او د امام نسايي رحمه الله د جرح جواب مخکې وشو.
دریم اعتراض
دریم اعتراض داكيږي چې امام دار قطني رحمه الله په خپل سنن کې د دې حديث (من كان له امام فقراءة الامام له قراءة) لاندې ليكي: لم يسنده عن موسى بن ابى عائشة،غير ابی حنيفة و الحسين بن عمارة وهما ضعيفان.
ددې اعتراض ځواب دادی چې واقعاً د امام دار قطنی رحمه الله جرح ثابته ده مګر جواب یې هغه دی چې د امام نسایي رحمه الله د جرحې څخه وشو. اصل خبره دا ده چې ایا د امام ابو حنیفه رحمه الله اړوند د امام شعبه، يحيیٰ بن سعيد القطان، يحيىٰ بن معين، على بن المديني، عبد الله ابن مبارك، سفیان ثورى، وكيع بن الجراح، مکی بن ابراهیم، اسرائیل بن يونس اويحییٰ بن آدم رحمه الله په څېرد احادیثو د امامانو قول معتبر دی چې د امام صاحب رحمه الله معاصر یا د هغه قريب العهد ( هغه وخت ته نږدي ) دي او که د امام دار قطني رحمه الله چې د امام صاحب رحمه الله څخه ۲۰۰ کاله وروسته تیر شوی؟ بلکې ديحییٰ بن معین رحمه الله قول معلومیږي چې د هغه تر زمانې پورې چا هم په امام صاحب رحمه الله جرح نه وه کړې ” ما سمعت احداً يجرحه”
اوس سوال دا دی چې د امام دار قطني رحمه الله او امام نسائي رحمه الله په څیر د احادیثو امامان د امام صاحب اړوند داسې بې بنیاده خبر څنګه کوي؟
ځواب دادی چې مونږ د دوی په اخلاص بدګمانه نه يو مګر حقیقت دا دی چې امام اعظم رحمه الله ته الله جل جلاله كوم علمي مقام او عظمت ورکړی و له دې وجهې نه یې حاسدین هم بې شمیره وو او حاسدینو ډول، ډول خبرې مشهورې کړې وې مثلاً : دوی به ویل چې امام صاحب رحمه الله په حدیث باندې قیاس ته ترجیح ورکوي، او دې خبرې دومره زور واخیست چې اکثر اهل علم هم ترې متأثر شول چې له اصل حقیقت څخه خبر نه وو، اکثر هغه علماء چې په حقیقت خبر شول، هغوی له خپل موقف څخه رجوع هم وكړه، يو مثال یې حافظ ابن عدي رحمه الله دی، دوهم مثال یې امام اوزاعي رحمه الله دی. علامه کردري رحمه الله له صیمري رحمه الله څخه په خپل سند سره د عبدالله بن مبارك رحمه الله قول نقل کړی وايي: زه شام ته لاړم او امام اوزاعي رحمه الله سره مې ملاقات وشو، هغه چې کله پوه شو چې زه له كوفې راغلى يم له ما څخه یې پوښتنه وکړه من هذا المبتدع الخارج بالكوفة يكنى بابى حنيفة، یعنی په کوفه کې دا مبتدع څوک راپيدا شوی چې د ابو حنیفه په کنیت سره یادیږي؟
وايي ما په هغه وخت کې تفصیلي جواب مناسب و نه ګاڼه او خپل ځای ته راغلم خو ما دا وکړل چې د امام صاحب مسائل مستنبطه (فقهي مسائل) مې ولیکل چې ماسره محفوظ وو، يوه مجموعه مې تياره كړه، خو د قال ابو حنيفة” په ځاي مې قال النعمان بن الثابت وليکل اوامام اوزاعي ته مې دا مجموعه وركړه چې دا مسائل ته وګوره چې څنګه دي، هغه چې وكتل راته يې وويل : من النعمان(نعمان څوک دی) ماورته وويل : ابو حنيفة الذى ذكرته، یعنی دا هغه ابوحنیفه دی چې تا یې یادونه کوله، له دې وروسته ما ولیدل چې امام اوزاعي رحمه الله د امام صاحب رحمه الله سره ولیدل او په هغو مسائلو یې خبرې ورسره وکړې چې ما ليکلې وې، امام اوزاعی رحمه الله ور مخته کړې او امام صاحب له ما څخه هم واضح واضح بیان ورته وکړ، کله چې امام صاحب رحمه الله ولاړ ما ترې پوښتنه وکړه كيف رأيته؟ امام اوزاعی رحمه الله راته وويل “غبطت الرجل لكثرة علمه ووفور عقله استغفر الله لقد كنت فی غلط ظاهر الزمه فانه بخلاف ما بلغنى عنه” البته هغه علماء چه له حقیقت څخه نه دې خبر شوي هغوی په خپل موقف ولاړ دي، د خپل اخلاص په وجه ان شاء الله معذور دي خو د هغوی اقوال دهغو علماوو په مقابل کې حجت نه دي کوم چې له حقیقت خبر شوي .
خلاصه دا چې په علم حدیث کې د امام صاحب رحمه الله لوړ مقام دی کوم چا که جرح کړې د غلطو اطلاعاتو په بنا ده، کومو کسانو چې په انصاف سره د امام صاحب رحمه الله حالات مطالعه کړي دي هغوی دا قول كړى دی چې:امام صاحب په علم حدیث کې ډیر لوى مقام لري كوم اعتراضونه چې شوي يوهم صحيح نه دی، لکه نواب صدیق حسن خان په خپل کتاب التاج المكلل كې دامام صاحب رحمه الله بیان کوي د هغه د فقهې او تقوا ستاینه کوي او په اخر کې وایي: ولم يكن يعاب بشئ سوى قلة (العربية) دلته نواب صديق حسن خان په امام صاحب رحمه الله باندې د علم حدیث په بناء كوم اعتراض نه كوي، البته دقلت عربيت الزام یې کړی او دا الزام هم باالکل غلط دی صحیح نه دی. په اصل کې نواب صاحب دا جمله دقاضی ابن خالکان رحمه الله د وفيات الاعيان څخه نقل کړې مګر ابن خلکان رحمه الله د دې الزام تردید وروسته په همدې کتاب کې کړی او د دې الزام بنياد صرف په يوې واقعې دی هغه دا چې يوځل امام صاحب رحمه الله په حرم شریف کې ناست و، یو مشهور نحوي پوښتنه ترې وكړه: كه يوکس يو څوك په تیږه (ډبره) باندې وولي، په هغه باندې قصاص شته او که نه؟ امام صاحب رحمه الله ور ته وویل: نه، نحوي وویل: ولو رماه بصخرة ؟ امام صاحب رحمه الله وویل: نعم ولو رماه با با قبیس.
له دې څخه نحوي خبره مشهوره کړه چې امام صاحب په عربي کې مهارت نه لري ځکه بِاَبی قبیس یې ویل پکار و او ده بِاَبا قبیس وویل، قاضي ابن خلکان رحمه الله ليکي چې دا اعتراض ځکه صحیح نه دی چې د عربو یوه قبیله ده او هغوی د اسماء سته مكبره اعراب په حالت جری کې هم په “الف” سره وایي لکه د یو شاعر مشهور شعر دی :
ان اباها وابا اباها قد بلغا فى المجد غايتاها.
دلته هم ابا ابیها پکار و خو شاعر اعراب د حالت جري په الف سره ظاهر کړ، نو د امام صاحب رحمه الله قول د دې قبيلې موافق وكړ چې په عربي ژبه کې د امام صاحب رحمه الله ډیر زیات مهارت ترې معلومیږي. نو دا الزام او بې ځایه تور هم یواځې بې انصافي ده او بس.
ادامه لري…