پوچپالنه یا نیهیلیزم ډېری وخت د وجودي کړکېچونو(بحرانونو)، د هیلو او واقعیت ترمنځ د واټن او یا هم په دودیزو او ټولنیزو بنسټونو کې د معنا د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.
دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې انسان د نړۍ د ستر والي یا بې حده کړاوونو په وړاندې له معنوي خلاء سره مخ شي، پخواني ارزښتونه بېاعتباره وګڼي او یا د بنسټيزو دیني او معنوي ارزښتونو په اړه هېڅ ډول پوهاوی اوعلم ونه لري.
په دې حالت کې نړۍ د انسان لپاره په داسې ځای بدلېږي چې هېڅ موخه او هدف پکې نه وي او د اصولي ارزښتونو د رغونې یا جوړونې پر ځای د ویجاړۍ میلان پکې راپیدا کېږي. انسان، په ځانګړي ډول غربي انسان چې ظاهراً متمدن بلل کېږي په همدې فکري یوازیتوب کې ځان د مطلقې آزادۍ مخې ته ویني؛ داسې آزادي چې د سمې لارښوونې لپاره هېڅ تکیهځای نه لري. له همدې امله د بېموخېتوب دروند بار د ژوند د انګېزو د کمزورتیا او له واقعیت سره د اړیکو د پرېکېدو لامل ګرځي.
دا ستونزه، انسان د آرامغوښتنې او له حقیقت څخه د انکارترمنځ په دایمي توګه ځوړند حالت کې ساتي؛ لکه انسان چې په داسې نړۍ کې ژوند کولو ته مجبور شوی وي چې دخپل فکر ټول روښانه ځوابونه یې له لاسه ورکړي وي او د مادي لاسته راوړنو په شوراو زوږ کې یې “د نړۍ اصلیت اوحقیقت” سره خپله بنسټیزه اړیکه پرې کړې وي.
د جهان بینۍ (نړۍ لید) دې بې رحمانه ډول کې مشقت او کړاو نور د روح د روزنې او پاکولو معنا نه لري؛ بلکې یوازې په ستړي کوونکي بار بدلېږي چې انسان د مطلق انکار لوري ته بیايي.
دغه ډول شکپالنه له خلکو سره مرسته کوي چې له زړو او دودیزو باورونو څخه جلا شي او بالآخره پوچپالنې ته ورسېږي؛
۷. رواني، ټولنیزې ستونزې او د ښځينه شخصیت اختلالات هم د نیهیلیزم رامنځته کېدو لامل کېدلی شي؛ په ځانګړي ډول هغه وخت کله چې انسان له عاطفي، ټولنیزو یا کورنیو ستونزو سره مخ وي، نو د ناکامۍ، بېارزښتۍ او یوازېتوب احساس ورباندې غلبه کوي.
دا ستونزې ډېری وخت انسان دې ته اړ باسي چې احساس وکړي په ژوند کې هېڅ شی ارزښت نه لري او نه شي کولی په خپل راتلونکي کې کوم مثبت بدلون رامنځته کړي. په پایله کې همدغه احساسات د پوچپالنې او نیهیلیزم لامل ګرځي؛
۸. بل مهم لامل په ژوند کې د سمې او بنسټیزې فلسفې نشتوالی دی. کله چې انسان ونه شي کولای د ځان لپاره معنا لرونکې موخې وټاکي او په خپل ژوند کې روښانه لوری ونه لري، نو په تدریج سره د بېمعنايۍ او بې باورۍ احساس ورته پیدا کېږي.
د لوړو ارمانونو او سترو موخو نشتوالی هم د پوچپالنې له لاملونو څخه دی. کله چې انسان سترې او لوړې موخې ونه لري، نو خپل ژوند بېارزښته او بېموخې ګڼي.
دا چې پوچپالنه د شخصیت په اختلالاتو(ګډوډیو) کې څه رول لري، تر اوسه په کره توګه نه ده روښانه شوې؛ خو نورلاملونه لکه ناسمه روزنه، په غوښتنو کې ناکامي او ماتې، داخلي ټکرونه او د ستونزو د حل وړتیاوې نه درلودل، همدارنګه د هویت کړکېچ هم د پوچپالنې د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
په داسې حالاتوکې ښایي انسان دا احساس وکړي چې په ژوند کې یې هېڅ بدلون نه راځي او د موخو او آرمانونو له لاسه ورکول په ده کې د بېمعنايۍ احساس را پیدا کوي.
په همدې اساس، له دا ډول ستونزې سره د مقابلې غوره لار د دیني بصیرت ترلاسه کول او معنوي آرمانونو ته مخه کول دي؛ ځکه همدغه څه انسان له دې وضعیت څخه ژغورلای شي.