
لیکوال: شیخ القران والحدیث معلم جان حنفي
مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه ۴)
په امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د شویو اعتراضونو (نیوکو) ځوابونه (دوام)
څلورم اعتراض
څلورم اعتراض دا دی چې امام بخاری رحمه الله په تاریخ صغیر کې د نعیم بن حماد په حواله له سفیان ثوري رحمه الله څخه نقل کوي او وايي چې: کله چې سفیان ثوري رحمه الله ته د امام صاحب رحمه الله د وفات خبر ورسیده نو سفیان رحمه الله وویل:
الحمد لله كان ينقض الاسلام عروة عروة ما ولد فى الاسلام اثم منهُ. یعنی امام صاحب اسلام کړۍ کړۍ کماوه، له ده څخه زیات ګنهګار په اسلام کې نه دی پيدا شوی. د دې په جواب کې مونږ وایو چې دا روایت پرته له شکه چې غلط دی.
په دې اړه باید امام بخاری رحمه الله متهم نه شي، امام بخاری رحمه الله چې څنګه اوريدلي هغه ډول يي ليكلي دي، د نعیم بن حماد د امام صاحب رحمه الله سره ډیر زیات تعصب و، د دې روایت د دروغوالي لپاره همدا دلیل بسنه کوي چې مونږ ووایو دا خبره نعیم بن حماد کړې ده ځکه حافظ ابن حجر رحمه الله په تهذیب التهذیب کې ليکلي چې د نعیم بن حماد توثيق اګر که بعضې امامانو د احادیثو كړی دی، مګر دى د امام ابو حنيفة رحمه الله په اړه د درواغو روایات نقل کوي، حافظ رحمه الله وایي: یروی حکایات فى ثلب ابی حنيفة رحمه الله كلها كذب، یعنی د امام صاحب اړوند چې کومې کیسې رانقل کوي هغه ټولې درواغ دي.
له دې جملې څخه وروسته د نعیم د روایت جواب ته هیڅ ضرورت نشته، او د فکر خبره دا ده چې سفیان ثوري رحمه الله دا خبره څنګه کوي په داسې حال کې چې د امام صاحب رحمه الله شاګرد هم دی او تقریباً ۹۰ فیصده په مسائلو کې فتوا د امام صاحب رحمه الله په قول کوي؟ او یوه واقعه دا هم نقل شوې، حافظ ابن حجر رحمه الله نقل کړی چې یو ځل امام صاحب رحمه الله د سفیان ثوري رحمه الله د ورور تعزیت لپاره راغی، سفیان ثوري رحمه الله په حلقه درس کې و، هغه پورته شو ولاړ شو، ځینو نفرو دا ولاړیدل ښه و نه ګڼل، نو سفیان ثوري رحمه الله وويل: هذا رجل من العلم بمكان فان لم اقم لعلمه قمت لسنه وان لم اقم لسنه قمت لفقهه وان لم اقم لفقهه قمت لورعه، یعنی دا سړی له علماوو څخه داسې یو مقام لري که چیرته زه د هغه د علم لپاره پورته نشم نو د مشرتوب له امله باید ورته پورته شم، که د مشرتوب وجه نه وي د فقاهت له امله یې باید ورته پورته شم او که د فقاهت وجه نه وي نو د تقوا له امله یې باید ورته پورته شم، له دې څخه روښانه څرګندیږي چې سفیان ثوري رحمه الله د امام صاحب رحمه الله څومره عزت کاوه.
اوس پوښتنه دا ده چې د امام بخاري رحمه الله په څېر جليل القدر محدث داسې دروغجنه کېسه ولې بيان کړې ده؟
لومړی ځواب دا دی چې: د امام ابو حنیفه رحمه الله متعصبینو د امام بخاري رحمه الله په ذهن هم اغیزه کړې وه، له دې امله امام بخاري رحمه الله د نعیم بن حماد په روایاتو کې هیڅ ستونزه محسوس نه كړه.
دا لامل هم کېدلی شي چې: د امام بخاری رحمه الله یو استاد ‘حمیدی’ دی چې ظاهری المسلك دی او ظاهريه همیشه امام صاحب ته له غصې ډک وي. له دې امله امام بخاري رحمه الله به هم د خپل استاد د اغیزې څخه بې پرې نه وي پاتې شوی.
شيخ عبد الوهاب الشعراني رحمه الله په “الميزان الكبرى” کې نقل کوي چې په اول کې سفیان ثوري رحمه الله هم د ځینو خلکو له نظر څخه اغیزمن و چې امام صاحب رحمه الله قیاس ته په نصوصو لومړیتوب ورکوي، یوه ورځ داسې وشول چې سفیان ثوري رحمه الله مقاتل بن حيان، حماد بن سلمة او جعفر صادق رحمهم الله د امام صاحب رحمه الله سره له سهار څخه تر ماسپښین پورې په ډیرو مسائلو بحث وکړ، چې امام صاحب رحمه الله د خپل مذهب دلائل وړاندې کول، په آخر کې ټولو د امام اعظم رحمه الله لاس ښکل کړ او امام صاحب رحمه الله ته يې وويل : انت سيد العلماء فاعف عنا فيما مضى منا من وقيعتنا فيك بغير علمٍ، یعنی ته د علماوو سردار یې، موږ ته زموږ د تېرو هغو غلطیو اړوند بښنه وکړه چې ستا په هکله موږ په لاعلمي کې پکې واقع شوي وو.
پنځم اعتراض
پنځم اعتراض دا دی چې ولید بن مسلم وايي : قال مالك بن انس ايذكر ابو حنيفة فی بلادكم؟ قلت نعم فقال ما ينبغى لبلادكم ان تسكن، یعنی انس بن مالک وویل: ایا ستاسو په ښارونو کې د ابو حنیفه یادونه کېږي؟ ما ورته وویل چې هو! نو هغه وویل: ستاسو په ښارونو کې د هغه اوسېدل مناسب نه دي.
د دې په ځواب کې عبدالوهاب شعرانی رحمه الله په الميزان الكبرى کې ليکي چې:
حافظ مزنی رحمه الله ويلي: د دې روایت راوی ولید بن مسلم ضعیف دی او که چیرته امام مالک رحمه الله څخه دا قول نقل هم وي مطلب یی دادی چې په کوم ښار کې د امام ابوحنیفه رحمه الله په څېر عالم وي، هلته د بل عالم د اوسیدو ضرورت نشته.
شپږم اعتراض
شپږم اعتراض دا دی چې په صحاح سته وو کې د امام ابو حنیفه رحمه الله څخه روایات نه دې نقل شوي، له دې څخه معلوميږي چې د دوی په نزد امام صاحب رحمه الله قابل استدلال نه و.
ځواب دا دی چې دا یو ډیر زیات عامیانه او ساده سوال دی، ځکه امام بخاري رحمه الله د امام شافعی رحمه الله څخه یو روایت هم نه دی نقل کړی، امام احمد بن حنبل رحمه الله چې د امام بخاری رحمه الله، استاد هم دی، بیا یې هم دوه روايتونه نقل كړي دي، هغه يو تعليقاً دوهم د بل کس په واسطه.
امام مسلم رحمه الله د امام بخاري رحمه الله څخه یو روایت هم نه دی نقل کړی حال دا چې امام بخاري رحمه الله یی استاد هم دی. امام احمد رحمه الله له امام مالك رحمه الله څخه په خپل مسند کې یوازې درې روايتونه نقل کړي دي، په داسې حال کې چې د امام مالك رحمه الله سند اصح الاسانید شمارل کيږي، نو آیا اوس به مونږ دا وایو چه امام مالك، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله درې واړه ضعيف دي؟
حقیقت دا دی کوم چې زاهد الكوثري د “الائمة الخمسة للخارمی” په حاشیه کې ليکلي دي: د احادیثو د امامانو تګلاره دا وي چې هغه حدیثونه ذکر کوي او خوندي کوي،د کومو چې د لمنځه تللو ویره وي او څلورو امامانو (ائمه اربعه وو) ډیر زیات شاګردان درلودل او د حدیثونو د لمنځه تللو ویرې شتون نه درلود، له دې امله د احادیثو امامانو د دوی د حدیثونو د لیکلو اړتیا نه دهحس کړې.
دوام لري…