لیکوال: مهر الله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۸)
د دې لړۍ په تېره برخه کې د بودیزم د اخلاقي او روزنیزو لارښوونو په اړه بحث ترسره شو، او همدارنګه د فردي چلند او د نفس د اصلاح له اړخه ځینو مهمو لارښوونو ته اشاره وشوه. په دې برخه کې د دې دین بل بنسټيز رکن، یعنې عقاید او افکار تر بحث لاندې نیسو. دې کې شک نشته چې د هر مکتب پېژندنه یوازې د اخلاقي اړخونو په څېړلو سره نه بشپړېږي، بلکې اړینه ده چې د هر مکتب عقيدوي بنسټونه او د خدای، پیغمبر، آخرت، انسان او نړۍ په اړه یې لیدلوری هم په کره توګه وڅېړل شي. له همدې امله دلته د بودیزم اساسي باورونه، په ځانګړې توګه د خدای د شتون او د بودا د عبادت په اړه د دوی عقاید هم څېړو او هم یې نقد او ارزوو.
د بودیزم عقاید او افکار
۱- د خدای له وجود څخه انکار
د خدای وجود او پر هغه ایمان په بودیزم کې له هغو موضوعاتو څخه دی چې ډېر بحثونه اومناقشې پکې شوي دي. دلته به لومړی همدا عقیده تشریح او وروسته به یې نقد او ارزونه وړاندې شي.
الف: د عقیدې بیان
بودا د خپل دعوت په لومړیو وختونو کې د خدای او غیبي چارو په اړه هیڅ نه ویل، خو وروسته یې داسې څرګندونې وکړې چې الحاد او د خدای له وجود څخه انکار ته یې اشاره درلوده. بودا یوه ورځ په خپله یوې وینا کې په هغه کسانو چې د خدای پر وجود باور لري، ملنډې ووهلې او ویې ویل:
«هغه کسان چې د خدای په اړه خبرې کوي، حال دا چې هغه یې په خپلو سترګو نه دی لیدلی، د داسې عاشق په څېر دي چې د عشق له سوزه ویلې کېږي، خو نه پوهېږي چې محبوب یې څوک دی؛ یا د داسې چا په څېر دي چې زینه جوړوي، خو نه پوهېږي چې ماڼۍ چیرته ده؛ او یا هم د هغه چا په څېر دی چې غواړي له سیند څخه واوړي خوهاغه بلې غاړې ته غږونه کوي چې راشي او هغه دې ور واړوي.»
ځینې څېړونکي په دې باور دي چې بودا د خدای پر وجود ایمان درلود، خود د الوهیت په اړه یې څرګند او صریح دریځ نه دی خپل کړی او نه یې هغه رد یا ثابت کړی دی. د دوی په اند د بودا مکتب د دودیز مفهوم له مخې تر دې چې یو دین واوسي، ټولنیز او اخلاقي اصلاحي غورځنګ وو.[۱]
پروفیسور رادها کرېشنان، چې په ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې یې د هند د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله، وایي:
«بودا هېڅ عقیده په رسمي ډول نه اعلانوله، کوم ځانګړی فلسفي ښوونځی یې نه وو جوړکړی او نه یې دا دعوه لرله چې له ازله د یوې ځانګړې پوهې سره ځمکې ته راغلی دی. بلکې هغه په بشپړ جدیت باور درلود چې دغه پوهه یې د پرلهپسې او سختو هڅو په پایله کې د خپل ژوند په اوږدوکې، هغه که په یوه ژوند کې وي او که په پرلهپسې ژوندونونو کې، ترلاسه کړې ده.
بودا خپل پیروان داسې نظام ته رابلل چې اخلاقي وده یې تضمینوله، خو هغوی یې د نورو دینونو په څېر کوم ځانګړي دین ته نه رابلل. د هغه له نظره، انسانان باید لارې وپېژني، نه دا چې په جامدو باورونو پورې ځان وتړي؛ ځکه جامد او نه بدلېدونکی باور انسان د حقیقت له لټون څخه راګرځوي. له همدې امله به هغه کله ناکله ځینې حقیقتونه ردول، نه د دې لپاره چې ناسم وو، بلکې ځکه چې له هغو مخکنیو باورونو سره په ټکر کې وو چې اورېدونکي پرې عادت شوي وو.»
په همدې اساس، بودا د خدای په اړه ډېر بحث نه کاوه او ځان یې د هغه د اثبات یا انکار په شخړو کې نه ښکېلاوه. بودا له هر هغه څه ډډه کوله چې د الهیاتو، پټو موضوعاتو او د نړۍ له پېچلو پوښتنو سره یې تړاو درلود؛ ځکه هغه باور درلود چې د انسان خلاصون په خپله د انسان په لاس کې دی، نه د خدای په لاس کې، او انسان پخپله د خپل برخلیک ټاکونکی دی.
بودا وایي: «د ځان لپاره کلکې جزیرې واوسئ، خپل ځان ته مو پخپله پناه ورکړئ او د خپل ځان ملاتړ پخپه وکړئ؛ پر نورو تکیه مه کوئ او له ځان پرته بل چاته پناه مه وروړئ.»
بودا خپل ملګري او هغه کسان چې د ده لېدو ته به راتلل له دا ډول بحثونو څخه منع کول او که چا به د ډېرو پیچلو اوجنجالي موضوعاتو په اړه پوښتنه ترې وکړه، نو هغوی ته به یې لارښوونه کوله چې خپلو کړنو، انګېزو، تمایلاتو، احساساتو او داخلي عواملو ته متوجه اوسي.[۲]
والله أعلم. په دې اړه کره خبره دا ښکاري چې بودا ملحد او د خدای له وجود څځه منکر وو؛ ځکه د هغه له ویناوو څخه همداسې څرګندېږي. همدارنګه پخوانیو بودایانو هم د هغه پر الحاد او خدای ناباورۍ اجماع کړې ده.[۳]
ب: ځواب او نقد
په اسلام کې د توحید عقیده او د کایناتو د مطلق خدای پر وجود ایمان د دین له بنسټیزو او اساسي ارکانو څخه شمېرل کېږي. هر هغه څوک چې پر یو الله تعالی ایمان ونه لري، نو کافر، زیانمن او له حقیقت او فطرت څخه لرې ګڼل کېږي.
اسلام د انسان له ګمراهۍ څخه د خلاصون او د بریا او نجات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار توحید ګڼي. رسول الله ﷺ به خلکو ته په خپل دعوت کې فرمایل:
«قولوا لا إله إلا الله تفلحوا»
«لا إله إلا الله ووایئ، ترڅو بریالي او کامیاب شئ.»[۴]
دا چې بودا او د هغه پیروان پر توحید ایمان نه لري، هغوی به په دنیا او آخرت کې زیانمن وي او وروستۍ پایله به یې دوزخ وي.
توحید جنت ته د تګ وروستۍ اوبنسټیز شرط دی. هر هغه څوک چې د بشپړ مفهوم او حقیقي مانا له مخې توحید ونه مني، نو همېشني جنت ته د تګ وړ نه ګرځي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مَنْ كَانَ آخِرُ كَلَامِهِ لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ»[٥]
ژباړه: «د چا وروستۍ خبره چې (د مرګ پر مهال) لا إله إلا الله وي، هغه به جنت ته داخل شي.»
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[١]. ابیزهرة، الدیانات القدیمة، ص ۵۸.
[٢]. احمدالشلبی، ادیان الهند الکبری، ص ۱۶۱ نقل دې له: هداة الانسانیة فی الشرق، ص ۱۳.
[٣]. الاعظمی، فصول فی ادیان الهند، ۱۴۲.
[٤] مسند احمد، ج ۲۵، ص ۴۰۵.
[٥]. مستدرک حاکم، ج ۱، ص ۵۰۳.


