لیکوال: مهرالله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۷)
د بودیزم تعلیمات (دوام)
۱۲- نیروانا
د بودا له مهمو موخو او تعلیماتو څخه یوه دا وه چې خلکو او خپلو پیروانو ته دا وروښيي چې انسان څنګه کولای شي په بشپړ ډول د «کارما» له قید څخه ځان خلاص کړي، ترڅو بیا ژوند کولو او یا بېرته “نړۍ ته راتګ” ته مجبور نه شي.
د «ادیان هند» په کتاب کې «نیروانا» داسې تعریف شوې ده:
«نیروانا» په لغت کې د «خاموشۍ» معنا لري، او په اصطلاح کې حرص او شهوت (راګه (rāga ،کینې او دښمنۍ (دوسه/ (dosa او فریب او ناپوهۍ (موها/(moha د اورونو مړه کېدو ته ویل کېږي، چې پایله یې د ژوند د بیا راګرځېدو له کړاوونو (سنساره) خلاصون او مطلقې آرامۍ ته رسېدل دي. په همدې اساس، نیروانا دغوښتنواو تندې د اور په خاموشولو سره مطلقې آرامۍ ته رسېدل دي. نیروانا ته د رسېدو لاره هم په بشبړه توګه د «سپېڅلې اتهګونې لارې» تعقیبول دي.[1]
بودا وایي چې د کړاو د پای ته رسولو حقیقت هماغه د خواهشاتو مړه کول دي، او دا خاموشي د داسې څراغ د مړه کېدو په څېر ده چې تېل یې ختم شوي وي ، لمبه یې ورو شوې او ختمه شوې وي.
بودا وایي: «ای پیروانو! هغه پیرو(لاروی) چې له حرص، کینې اودوکې څخه یې مخ نه وي اړولی، د هغه لاروي په څېر دی چې لا هم د سنساره سمندر(اوقیانوس)، چې له لویو او وړو څپو، ګردابونو، نهنګانو او شیطانانو سره مل دی، نه دی راتېر شوی. خو هغه لاروی چې له حرص، کینې او فریب څخه یې مخ اړولی وي، له همدې سمندر څخه را تېر شوی او د برهمن د وچې ځمکې غاړې ته رسېدلی دی.»[2]
د کارما له قید څخه د خلاصون او د نیروانا حالت ته د رسېدو په اړه استاد حامد عبدالقادر رحمهالله وایي:
«د بودایانو له نظره، دا خلاصون هغه وخت ترلاسه کېږي چې د انسان روح پاک اوصفا شي او له هغو ګناهونو لاس واخلي چې د روح د تناسخ او بل موجود ته د انتقال سبب ګرځي؛ تر څو یا په بل وجود کې سمه او اخلاقي لاره خپله کړي او له دغو ګناهونو پاک شي او یا د نیروانا د اصل له مخې له غوره عالَم سره د یوځای کېدو وړ وګرځي.
په پیل کې د نیروانا موخه دا وه چې روح تر مرګ وروسته اوچت او غوره عالَم ته انتقال شي، په دې شرط چې انسان پاک، اخلاقي او لوړ ژوند تېر کړی وي، څو له سره بېرته ژوند کولو ته اړتیا ونه لري. خو وروسته دغه اصل نوې معنىٰ خپله کړه، او موخه ترې دا شوه چې انسان د نفس د تزکیې او د ټولو مادي غوښتنو او تمایلاتو په له منځه وړلو سره د روحي پاکۍ تر ټولو لوړې درجې ته ورسېږي.
د دغو دواړو معناوو ترمنځ توپیر ښکاره دی؛ د لومړۍ معنىٰ له مخې، نیروانا یوازې له مرګ وروسته ترلاسه کېږي، خو د دویمې معنىٰ له مخې، انسان کولای شي دهمدې ژوند پر مهال هم که چېرې په معنوي توګه لویو درجو ته ځان ورسوي او نور د روح تناسخ ته اړتیا پاتې نه شي، د نیروانا مرتبې ته ورسېږي.»[3]
«کاونتز» د دې مفهوم د لا روښانتیا لپاره وایي:
«نیروانا هغه حالت دی چې د تناسخ هغه لړۍ پکې پای مومي چې تل کړېدلي روحونه پکې راګیر وي. په دې حالت کې خواهشات او احساسات له منځه ځي. که څه هم بودایان په ښکاره نه وایي چې نیروانا د ژوند د پای معنا لري، خو دا د بودایي نظریې طبیعي پایله ده؛ ځکه د هغوی له نظره، خپله هستي او وجود یو شر دی چې انسان باید ترې خلاص شي.
له منفي اړخه، نیروانا د شوق او رغبت، احساس، ژوند او حتی د مرګ د نشتوالي معنا لري؛ او له مثبت اړخه، هغه حالت دی چې روح پکې له تناسخ څخه آزادېږي؛ یعنې داسې وضعیت چې انسان نور دې ته نه مجبورېږي چې مړ شي او یا بیا تولد شي.»[4]
۱۳- آیا بودیزم دین دی که فلسفه؟
د دې پوښتنې ځواب په دې پورې اړه لري چې مونږ د «دین» او «فلسفې» نه څو ډول معنىٰ اخلو. که له دین څخه موخه په یوه غوره او واکمن ځواک ایمان لرل وي چې زموږ پر برخلیک حاكميت لري، او د یو لړ باورونو منل وي چې د حقایقو په توګه انسان ته څرګند شوي وي؛ نو په دې صورت کې بودا د دین خاوند نه ګڼل کېږي. ځکه موږ وینو چې هغه د خدای په اړه خبرې نه کولې، بلکې کله ناکله به یې په هغوکسانو ملنډې هم وهلې چې په دې اړه به یې خبرې کولې. خو د بودا پیروانو تر هغه وروسته د هغه مقام د خدایانو تر درجې لوړ کړ، او خبرې یې د قطعي او نه بدلېدونکو حقیقتونو په توګه ومنلې. په دې توګه، هغوی د بودا فلسفه د دین تر کچې ورسوله او باور یې وکړ چې بودا د دې لپاره د خدای په اړه خبرې نه کولې ځکه هغه خپله خدای وو. په دې اساس، بودیزم خپله د بودا له نظره فلسفه ده، خو د بودایانو له نظره دین ګڼل کېږي.
موږ هم له بودا سره په دې برخه کې همغږي یوو او باور لرو چې هغه نه پېغمبر وو، نه د دین خاوند، او نه پرې وحی نازله شوې وه؛ بلکې یو فیلسوف، څېړونکی او مفکر انسان و چې پر ځمکه یې ژوند کاوه، د خپل چاپېریال د پدیدو په اړه یې غوراوفکر کاوه، د انسانانو کړاوونه او ستونزې یې لیدلې، په خپلو فکرونو کې یې د پخوانیو فلسفو او نظریاتو څخه ګټه اخیسته او کله ناکله به هماغو پایلو ته رسېده چې تر هغه مخکې نورو هم ترلاسه کړې وې.[5]
د هند د پوهنې پخوانی وزیرمولانا ابوالمکارم آزاد، په دې اړه وایي:
«زما په اند، بودا د فلاسفه وو په ډله کې راوستل تر دې آسانه دي چې د پېغمبرانو په کتار کې یې وشمېرو؛ ځکه هغه په خپلو څېړنو کې د خدای مسئلې ته پام ونکړ، بلکې هڅه یې وکړه چې د ژوند مسئله حل کړي او پرته له دې چې د خدای په اړه بحث وکړي، خپلې پایلې ته ورسېد.
هغه خپل تړاو له هغه دودیز دیني ژوند سره پرې کړ چې په هند کې د ګڼو خدایانو اومعبودانو پر باور ولاړ وو. نوموړي پرته له دې چې په خدای ایمان ولري خپله څېړنه پیل او پای ته ورسوله؛ ځکه د ده د څېړنې اساس فلسفي ؤ.
بودا به ویل چې د انسان د هڅو موخه باید د ژوند د مسئلو حل واوسي او دې موخې ته رسېدل کوم لوړ او مافوقالعقل موجود ته له اړتیا پرته هم ممکن دي.
خو د بودا پیروانو د هغه تر وفات وروسته ژرترژره د نوموړي تعلیمات په یو دیني مذهب بدل کړل؛ او کله چې متوجه شول هغه مقام چې د ادیانو ترمنځ یې خدای لري، بودا نه دی ترلاسه کړی؛ نو پیروانو یې د خدای تر درجې لوړ کړ او د الوهیت پرتخت یې کښېناوه. د دې هرڅه سره سره، بودا د خپلو پیروانو د دغو کړنو مسئول نه دی.»[6]
ځینې لوېدیځ پوهان هم بودیزم دین ګڼي؛ ځکه دوی بودیزم ته له ګناهونو څخه د خلاصون په سترګه ګوري، معنوي بُعد لري، او پیروان یې هغه ډول جذبه او ګرم احساسات لري چې عموماً په دینونو کې لیدل کېږي.[7]
له همدې امله، نن ورځ بودیزم په معاصره نړۍ کې د نړۍ له ژوندیو دینونو څخه ګڼل کېږي، چې سرچینه یې د آسیا لویه وچه او د هند خاوره ده، او فلسفي اړخ یې ډېر کم رنګه دی؛ ځکه اوس د یوه دین په توګه نړیوال شهرت لري.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] فیاض قراپي، ادیان هند، مخونه: ۳۱۹-۳۲۰.
[۲] ایتي ووتکه (هغه همداسې وایي)، ژباړن: ع. پاشایي، مخ: ۸۷.
[۳] حامد عبدالقادر، الديانة البوذية، فلسفتها و اصولها الاخلاقية، مخ: ۱۱.
[۴] هماغه اثر، مخ: ۱۱.
[۵] الدیان الوضعیة، مخ: ۲۱۹.
[۶] هماغه اثر، مخ: ۲۲۰.
[۷] احمد الشلبي،اديان الهند الكبرى، مخ: ١٦٦


