Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)
اسلام چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)
دوهمه شبهه: د آکل (خوړونکي) او مأكول (خوړل شوي) په اړه شبهه
د قیامت په ورځ چې الله تعالی انسان له همدې مادي بدن سره بېرته راژوندی کوي، یعنې هم د انسان جسم او هم یې روح بېرته راګرځي، نو دلته دا ستونزه پیدا کېږي چې که د انسان بدن خاورې شي او د ونو، بوټواو مېوو برخه وګرځي، بیا بل انسان هغه مېوه یا بوټی وخوري او د هغه د بدن برخه شي، یا د بېلګې په توګه د قحطۍ په کلونو کې یو انسان د بل انسان له غوښې تغذیه وکړي (د بل انسان غوښه وخوري)؛ نو د قیامت په ورځ به دغه خوړل شوي ذرات د کوم یوه بدن ته ورګرځي؟
که د لومړي انسان بدن ته ور وګرځي، نو د دوهم (خوړونکي) بدن به ناقص شي او که برعکس د دوهم انسان د بدن برخه پاتې شي، نو لومړی به ناقص او یا له منځه ولاړ شي.
د شبهې ځواب
که څه هم ویل کېږي چې د دې شبهې لپاره بېلابېل ځوابونه وړاندې شوي دي، خو سم او قانع کوونکی ځواب یې ډېر مهم او اړین دی؛ ځکه ځینو علماوو چې د دې شبهې مناسب ځواب نه دی موندلی، د جسماني معاد اړوند آیتونه یې توجیه اوتأویل کړي او د انسان حقیقت یې یوازې په روح او روحي صفاتو پورې محدود بللی، لکه مخکې چې یادونه وشوه.
موږ دلته د «مجموعه‌ای کامل از عقاید اهل سنت» له کتاب څخه د دې شبهې ځواب راوړو؛ هغه ځواب چې د قرآن کریم له آیتونو سره همغږی دی او د ننني ساینس له مخې هم د منلو وړ دی.
۱- موږ پوهېږو چې د انسان د بدن برخې د ماشومتوب له وخته تر مرګه څو ځلې بدلېږي. آن د مغزو حجرې هم، سره له دې چې شمېر یې نه کمیږي او نه زیاتيږي، د خپلو برخوله پلوه بدلون مومي؛ ځکه له یوې خوا تغذیه کیږي او له بلې خوا تحلیل اوټوټې  کېږي، او همدا چاره د وخت په تېرېدو سره د هغوی د بشپړ بدلون سبب ګرځي.
لنډه دا چې د لسو کلونو څخه په کمه موده کې د انسان د بدن نږدې ټولې پخوانۍ ذرې بدلېږي او پخوانۍ ذرې یې نه پاتې کېږي. خو دې ټکي ته باید پام وشي چې پخوانۍ ذرې، کله چې د له منځه تلو او مرګ پړاو ته نږدې کېږي، خپلې ټولې ځانګړنې او اغېزې نوو او تازه حجرو ته سپاري. له همدې امله د انسان جسماني ځانګړنې؛ لکه رنګ، بڼه، څېره او نور بدني خصوصیات، د وخت په تېرېدو سره ثابت پاتې کېږي. دا ثبات یوازې د دې لپاره دی چې پخوانۍ ځانګړنې نوو حجرو ته لېږدېږي.
نو په همدې اساس د هر انسان د بدن وروستۍ برخې چې له مرګ وروسته خاورې کېږي، د هغو ټولو ځانګړنو لرونکې دي چې انسان د خپل عمر په اوږدو کې ترلاسه کړې وي او د انسان د ټول ژوند د جسماني حالاتو روښانه تاریخ ګڼل کېږي.
٢- دا سمه ده چې د انسان د شخصیت بنسټ او اصل د هغه روح جوړوي، خو باید دې ټکي ته پام وشي چې روح له جسم سره یوځای وده او تکامل مومي او دواړه پر یو بل متقابل اغېز لري. له همدې امله لکه څنګه چې دوه جسمونه او ټولې برخې یې، یو شان نه وي، همداسې دوه روحونه هم له هره اړخه په یو ډول نه وي.
نو ځکه هېڅ روح له هغه جسم پرته چې ورسره روزل شوی او بشپړ شوی وي، بشپړ او پراخ فعالیت نه شي ترسره کولای. له همدې امله به په قیامت کې هماغه پخوانی جسم بېرته راګرځي، څو روح ورسره یوځای شي او خپل فعالیت په لوړ اومهم پړاو کې بیا پیل کړي او د خپلو کړنو پایلې ترلاسه کړي.
٣- د انسان د بدن هره ذره د هغه ټولې جسماني ځانګړنې له ځان سره لري؛ یعنې که د بدن هره حجره داسې وروزل شي چې په بشپړ انسان بدله شي، نو هماغه انسان به د اصلي شخص ټول صفات او ځانګړنې ولري.
آیا انسان د پیدایښت په پیل کې له یوې حجرې پرته بل څه وو؟ هماغې یوې «د نطفې حجرې» د هغه ټول صفات له ځان سره درلودل، وروسته ورو ورو په دوو حجرو بدله شوه، بیا څلور، او په همدې ډول د انسان د بدن ټولې حجرې رامنځته شوې.
نو د انسان د بدن هره حجره د هماغې لومړنۍ حجرې یوه څانګه ده، چې که د هغې په څېر وروزل شي، نو په هراړخیز ډول به هماغسې انسان رامنځته کړي او د هغه ټول صفات به ولري.
اوس د پورتنیودرېیو مقدمو په رڼا کې د اصلي نیوکې  ځواب ته راځو:
د قرآن کریم آیتونه په ښکاره وایي چې د انسان د بدن وروستني ذرات چې د مرګ پر مهال په بدن کې موجود وي، د قیامت په ورځ بېرته هماغه بدن ته راګرځي. نو که بل انسان له هغه څخه تغذیه کړې وي، دغه ذرات به د هغه له بدنه ووځي او خپل اصلي خاوند ته به بېرته ور وګرځي. دلته یوازې دا خبره پاتې کېږي چې حتما ً د دوهم انسان بدن به ناقص شي؛ حقیقت دادی چې دوهم بدن نه ناقص کیږي، بلکې یوازې به کوچنی شي.
ځکه د لومړي انسان د بدن ذرات د دوهم انسان په ټول بدن کې خپاره شوي وو، نو کله چې ترې واخیستل شي، د هماغې اندازې په کچه به د دوهم بدن وزن او حجم کم شي.
د بېلګې په توګه که یو شپېته کیلویي انسان څلوېښت کیلو هغه ذرات له لاسه ورکړي چې په اصل کې د بل انسان وو، نو یوازې به د یوه ماشوم په اندازه کوچنی بدن ترې پاتې شي.
خو آیا دا موضوع کومه ستونزه رامنځته کوي؟
هېڅکله نه؛ ځکه دغه کوچنی بدن هم د دوهم انسان ټول صفات او ځانګړنې له کمښت پرته له ځان سره لري، او د قیامت په ورځ به لکه دیوماشوم وده وکړي او په بشپړ انسان به بدل شي.  په عقلي او نقلي توګه دغه ډول تکامل او وده د قیامت په ورځ ستونزه نلري.
آیا دغه وده او تکامل به په قیامت کې سمدستي وي او که تدریجي؟
دا موږ ته روښانه نه ده؛ خو دومره پوهېږو چې هر ډول وي، هېڅ ستونزه نه رامنځته کوي، او په دواړو صورتونو کې مسئله حل ده.
یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږي، هغه دا چې که د یو انسان ټول بدن د بل انسان له برخو جوړ شوی وي، نو بیا به څه کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب هم څرګند دی؛ هغه دا چې دا کار اصلًا ناشونی دی.
د «خوړونکي او خوړل شوي» مسئله هغه وخت مطرح کېږي چې لومړی یو بدن موجود وي، بیا د بل بدن له برخو تغذیه وکړي او وده ومومي. په دې صورت کې ناشونې ده چې د لومړي بدن ټول ذرات د دوهم بدن څخه جوړ شوي وي؛ ځکه لومړی باید یو مستقل بدن موجود وي، څو له بل بدن څخه تغذیه وکړي. نو د بل بدن برخې به حتمي د هغه د بدن یوه برخه جوړوي، نه دا چې د خوړونکي شخص ټول وجود جوړ کړي.
له دې ټولو خبرو څرګندېږي چې له همدې بدن سره جسماني معاد هېڅ ډول ستونزه نه لري، او موږ د هغو آیتونو د تأویل اړتیا نه لرو چې په ښکاره ډول دا حقیقت ثابتوي.[1]
امام رازي رحمه‌الله فرمایي: «په حشر او بیا راژوندي کېدو کې معتبره خبره دا ده چې د انسان هغه اصلي برخې چې د عمر له پیل څخه تر پایه پورې پاتې وي، بېرته را وګرځول شي، نه هغه برخې چې د خوړو او تغذیې له لارې ترلاسه شوي وي. نو د آکل او مأكول (خوړونکي او خوړل شوي) په مسئله کې هماغه اصلي برخې بېرته راګرځي چې د انسان حقیقي ذات جوړوي، نه هغه بدلېدونکې برخې؛ ځکه همدا اصلي برخې د انسان د ژوند له پیل څخه تر پایه پورې پاتې وي.»[2]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. مکي، دوكتورمجد، «د اهل سنتو د عقایدو بشپړه ټولګه»، ژباړن: فیض محمد بلوچ، دوهم ټوک، ۱۳۹۴ هـ.ش، مخونه: ۶۹۶ تر ۶۹۸.

[2]. المقدم، جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر في مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹ م، ص ۶۳.

ژوند مرګ معاد
Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ٢١)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ٨٩)

یکشنبه _7 _جون _2026AH 7-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD2 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴) دوهمه شبهه: د آکل (خوړونکي)…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ٢١)

سه شنبه _9 _جون _2026AH 9-6-2026AD6 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاؤو په کورنیو کې د الٰهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٥)

سه شنبه _9 _جون _2026AH 9-6-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاؤو په کورنیو کې د الٰهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٥) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴۲)

دوشنبه _8 _جون _2026AH 8-6-2026AD8 Views

ليکوال: عبدالله زماني فراماسونري (برخه: ۴۲) د يهوديت اوفراماسونرۍ ترمنځ اړیکه (دوام) د فراماسونرۍ ارکان…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۴)

چهارشنبه _10 _جون _2026AH 10-6-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ٢١)

سه شنبه _9 _جون _2026AH 9-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.