لیکوال: م. فراهی توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ٢١)
د اسلام او نیهیلیزم له نظره د ژوند فلسفه
اړيکه او بنسټیز تضاد (دوام)
۳ ـ خلافت اواستازیتوب
د”بقرې سورت” له هغو آیتونو څخه چې د حضرت آدم علیهالسلام د خلافت په اړه نازل شوي دي، دا څرګندیږي چې د انسان د پیدایښت موخه په ځمکه کې د الله تعالی خلافت او استازیتوب دی. الله سبحانه وتعالی غوښتل چې په ځمکه کې یو استازی او خلیفه ولري، نو ځکه یې انسان پیدا کړ.
الله تعالی فرمایي: وَ إِذْ قَالَ رَبُّکَ لِلْمَلائکَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى الْأَرْضِ خَلِیفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِیهَا مَن یُفْسِدُ فِیهَا وَ یَسْفِکُ الدِّمَآءَ وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِکَ وَ نُقَدِّسُ لَکَ قَالَ إِنِّى أَعْلَمُ مَا لَاتَعْلَمُون[1]
ژباړه: او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: ايا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ.
له دې آیت شریف څخه معلومېږي چې د انسان د پیدایښت فلسفه د الله تعالی خلافت دی؛ ځکه الله تعالی غوښتل چې په ځمکه کې خلیفه ولري، نو آدم علیهالسلام یې پیدا کړ. البته د دغه آیت مفهوم دا نه دی چې خلافت یوازې د حضرت آدم علیهالسلام لپاره ځانګړی و؛ بلکې د ملایکو دا خبره: « آيا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟» د دې څرګندونه کوي چې خلافت یوازې په آدم علیهالسلام پورې محدود نه دی؛ ځکه آدم علیهالسلام معصوم وو، فساد او وینه تویول یې نه ترسره کول. سره له دې هم، الله تعالی د انسان د فساد خبره رد نه کړه. نو څرګندیږي چې خلافت یوازې د آدم علیهالسلام ځانګړنه نه ده.
البته د دې معنا دا نه ده چې ټول انسانان بالفعل د الله تعالی خلیفهګان دي؛ بلکې انسان نوعاً د خلافت استعداد او وړتیا لري او د خلافت (استازیتوب) د معيار په ترلاسه کولو سره دغه مقام ته رسېږي. د دې مقام معیار د «اسماؤو» علم دى او هغه کسان چې له دې نعمت څخه بېبرخې وي، د الٰهي خلافت له مرتبې هم محروم پاتې کېږي.
همدارنګه د «إِنِّي جَاعِلٌ» په بڼه د جملې راوړل د دوام او استمرار څرګندونه کوي؛ یعنې خلافت یو لنډمهالی او یوازې د آدم علیهالسلام ځانګړی مقام نه دی، بلکې تر هغه وخته به دوام ولري چې ځمکه او د نړۍ نظام موجود وي.
اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې ولې الله تعالی وغوښتل چې په ځمکه کې خلیفه (استازی) ولري؟
آیا الله تعالی له ځمکې څخه غایب دی چې بل څوک د هغه پر ځای استازی شي؟
ځواب دا دی چې: الله تعالی پر هر څه احاطه لري[2]، هر ځای حاضر دی[3]، او انسان ته تر هر څه نږدې دی؛ د غیابت موضوع دلته مطرح نه ده، بلکې د الله (ج) خوښه همدا وه چې دا ډول مخلوق پیدا کړي.
عبادت، آزموینه او ابتلاء انسان د الٰهي خلافت لوري ته بیایي او تر ټولو زیات عبادت کوونکي، صبر کوونکي او لوړ اخلاق لرونکي انسانان د الهي خلافت لوړو مرتبو ته رسېږي؛ لکه انبیاء علیهمالسلام.
د انسان د پیدایښت دغه فلسفه ځکه بیان شوې چې انسانان تر ټولو غوره آزموینې تېروي او تر ټولو کامل عبادت ترسره کوي؛ له همدې امله هغوی په حقیقي معنا د الله تعالی بشپړ خلیفهګان او استازي دي.
که څه هم خلافت د عبادت او امتحان پایله ده، خو وروستۍ موخه نه شي کېدای؛ ځکه د وروستۍ موخې په اړه د «ولې؟» پوښتنه نه مطرح کېږي. خو د خلافت په اړه پوښتنه کېدای شي چې: ولې الله تعالی غوښتل استازی ولري؟
ځواب دا دی چې د الله تعالی رحمت او پراخه ورکړه، چې د هغه د ذات صفت دی، دا تقاضا کوي چې الله تعالی خپل لطف او مهرباني تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي او د خلافت مقام هم د همدې الهي رحمت یوه ځانګړې لورینه ده. لکه څنګه چې الله تعالی په سورة هود کې فرمایي:
«إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّکَ وَ لِذَلِکَ خَلَقَهُم…»[5] ژباړه: «مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي»
یعنې د الٰهي رحمت ترلاسه کول د انسان د پیدایښت علت دی او همدا د پیدایښت تر ټولو ستره موخه ګڼل کېدای شي.
نو د الله تعالی مهرباني د انسان د پیدایښت اساسي لامل دی او تر هغه وخته چې انسان د الهي رحمت د ترلاسه کولو په لاره کې روان وي، د خپل پیدایښت د فلسفې مطابق ژوند کوي؛ که نه، نو په ګمراهۍ او زیان کې به وي.
لنډه دا چې: د انسان د پیدایښت لومړنۍ او بنسټیزه موخه عبادت او اطاعت دی او امتحان د همدې اطاعت یوه برخه او د انسان د درجې د معلومولو معیار دی. د خلافت مقام د الٰهي نومونو او صفاتو په خپلولو او تر همدې چتر لاندې د ژوند کولو له لارې ترلاسه کېږي، او هر څومره چې د انسان فکر، چلند اوتمایلات الٰهي رنګ غوره کړي، هماغومره به له الٰهي خلافت څخه برخَمن شي. دې مقام ته د رسېدو یوازینۍ لار د بندګۍ مستقیمه لاره ده او د دغو ټولو وروستۍ موخه د الٰهي رحمت ترلاسه کول دي.
نو د الٰهي رحمت ترلاسه کول د انسان د پیدایښت فلسفه ده او هرڅومره چې انسان د بندګۍ او الله تعالی ته د نږدېوالي په لاره کې ګامونه اخلي، هماغومره د الهي فیض او رحمت د ترلاسه کولو وړتیا پکې زیاتېږي. د الٰهي رحمت او بركت ورکول د الله تعالی د کاملو ذاتي صفاتو غوښتنه ده او د کایناتو راز او پوهه هم بېرته الله تعالی ته منسوبېږي (هغه پرې پوه او عالِم دی).
(ادامه لري…)
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. البقرة: 30.
.2فصلت: 54.
.3حدید: 4.
.4البقرة: 115.
.5هود: 119.


