لیکوال: محمد فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)
د اسلام او نیهیلیزم له نظره د ژوند فلسفه
اړیکه او بنسټیز تضاد (دوام)
۲ ـ آزموینه
د قرآن کریم د آیتونو دویمه مجموعه د انسان د پیدایښت فلسفه، ازموینه او ابتلاء بیانوي:
﴿وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً﴾[1]
ژباړه: «او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دی.»
﴿الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِیزُ الْغَفُور﴾[2]
ژباړه: «هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى.»
په دغو دواړو آیتونو کې د انسان د پیدایښت لامل آزموینه بيان شوې ده؛ آن تردې چې قرآن کریم د ځمکې نعمتونه او ښکلاوې هم د آزموینې لپاره پیدا کړې دي، لکه څنګه چې فرمایي:
﴿إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِینَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَیُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلا﴾[3]
ژباړه: «بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى.»
له آزموینې موخه څه ده؟
له ابتلاء څخه موخه هماغه امتحان او آزموینه ده. آزموینه کله د خیر په ډول وي او کله هم د شر. مصیبت او هر هغه څه چې الله تعالی پرې خپل بندګان آزمايي، ابتلاء بلل کېږي او د الله تعالی له آزموینې موخه د انسانانو ترمنځ همدغه د ژوند او نعمتونو توپیر دی؛ نو د الهي آزموینې په پایله کې نېکمرغه او بدمرغه انسانان سره جلا کېږي.
د آزموینې څو موخې کېدای شي: ځینې وخت آزموینه د علم د ترلاسه کولو اوناپوهۍ د لرې کولو لپاره وي؛ یعنې امتحاناخیستونکی غواړي د آزموینې له لارې پوهه ترلاسه کړي. دا موخه د الٰهي آزموینې په اړه سمه نه ده؛ ځکه الله تعالی پر هر څه پوه دی او د علم ترلاسه کولو ته اړتیا نه لري.
﴿إِنَّ اللَّهَ عَلِیمُ بِذَاتِ الصُّدُور﴾[4]
ژباړه: «بېشکه الله د سینو په خبرو باندې (هم)ښه عالم دی.»
﴿یَعْلَمُ خَائنَةَ الْأَعْیُنِ وَمَا تُخْفِى الصُّدُور﴾[5]
ژباړه: «هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي)»
کله ناکله بیا آزموینه د ناپوهۍ د لرې کولو لپاره نه وي، بلکې د استعداد د پیاوړتیا او عملي اړخ ته د رسېدلو لپاره وي؛ یعنې امتحاناخیستونکی غواړي د امتحان په وسیله پټ ځواک او استعدادونه را څرګند او عملي بڼه ورکړي.
نو ویلای شو چې د آزموینې اصل دا دی چې د اختیاري کړنو لپاره زمینه برابره شي، تر څو هغه څه چې پټ دي راښکاره شي او استعداد وده وکړي؛ یعنې د امتحان په مرسته د انسان پټ یا بالقوه ځواک عملي یا بالفعله بڼه خپلوي او انسان کمال ته رسوي.
الله تعالی چې انسانان د ابتلاوو او سختیو له لارې آزمایی، موخه یې دا ده چې د همدې ستونزو او کړاوونو په سیوري کې هر څوک هغه کمال ته ورسوي چې وړتیا یې لري، او هره یوه آزموینه د انسان د شخصیت یو اړخ رامنځته کوي او وده ورکوي.
الٰهي آزموینې د انسان د روح د روزنې او پیاوړتیا لپاره تمرینونه دي؛ له همدې امله هغه کسان چې د زغم او ظرفیت لوړه وړتیا لري، د آزموینې برخه یې هم زیاته وي.
له همدې امله دنیا د یوه ښوونځي او روزنیز مرکز په څېر ده او یو تعلیمي او تربیوي پړاو دی، نه د تلپاتې استوګنې او خوند اخیستنې ځای. نو هر څومره چې انسان په دې دنیا کې خوندونو او خوش ګذرانۍ پسې ولاړ شي، هماغومره به د خپلې اصلي موخې او حقیقي کمال څخه لرې کېږي. برعکس، د الله تعالی لپاره د سختیو زغمل د انسان د نېکمرغۍ لامل ګرځي.
د هغو آیتونو له مخې چې یاد شول، امتحان او آزموینه د انسان د پیدایښت لامل بلل شوې ده؛ خو لکه څنګه چې په لومړي فصل کې وویل شول، د پیدایښت لامل یوازې د الله تعالی عبادت بیان شوی و. نو دا آیتونه او روایات د دغه مبارک آیت له حصر سره څنګه یوځای کېدای شي؟
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِیَعْبُدُون﴾[6]
ژباړه: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.»
امتحان د عبادت او اطاعت یوه برخه ده؛ د بندګۍ او اطاعت د بېلابېلو پړاوونو د ارزونې معیار همدا امتحان او ابتلاء ده.
د آزموینې په وسیله د انسان د بندګۍ کچه مالومېږي او کوچنۍ آزموینې انسان د سختو امتحانونو او د اطاعت لوړو مرحلو ته چمتو کوي او وړ یې ګرځوي.
لکه څنګه چې په تېره برخه کې بیان شول، د عبادت موخه په دې مبارک آیت کې اطاعت، غاړه ایښودنه او له عاجزۍ سره مل تسلیمېدل دي او دا بېلابېل پړاوونه او درجې لري. د الٰهي قضا او سختو آزموینو پر وړاندې تسلیمېدل د بندګۍ او اطاعت د لوړو مرحلو نښه ده.
له همدې امله، امتحان هم د پیدایښت وروستۍ موخه نه شي کېدای، بلکې د عبادت په څېر د کمال لپاره یوه وسیله او مقدمه ده.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. هود: 7
.2الملک: 2
.3الکهف: 7
- 4. المائدة: 7
- 5. غافر:19
.6الذاریات: 56


