لیکوال: محمد فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)
د اسلام او نیهیلیزم له نظره د ژوند فلسفه
اړیکه او بنسټیز تضاد
په قرآن کریم کې ګڼ داسې آیتونه موجود دي چې د انسان د پیدایښت د موخې په اړه زموږ د پوښتنو ځوابونه وایي. په قرآن کریم کې د انسان د پیدایښت د موخې په اړه شته آیتونه په ټولییز ډول په درېیو برخو وېشلای شو.
۱. عبادت
الله تعالی د ذاریات سورت په ۵۶م آیت کې د انسان او پېریانو د پیدایښت فلسفه داسې بیانوي: «وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالاْنسَ إِلاَّ لِیَعْبُدُون»
ژباړه: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.»
له پورته مبارک آیت څخه په ښکاره ډول په ډاکه کېږي چې د انسان د پیدایښت موخه د الله جل جلاله عبادت او بندګي ده. د دې خبرې دلیل دا دی چې د نفې جمله وروسته د استثنا په قالب کې راغلې ده او په عربي ادبیاتو کې دا ډول جوړښت د حصر او ځانګړتیا معنا ورکوي؛ یعنې د انسان او پېریانو د پیدایښت یوازینۍ موخه عبادت دی.
عبادت څه شی دی؟
«یعبدون» د عبادت له مادې څخه اخیستل شوی چې د اطاعت معنا لري. د لغت په کتابونو لکه: «قاموس» او «صحاح» کې عبادت د طاعت په معنا راغلی دی. «مصباح اللغه» عبادت د عاجزۍ او اطاعت په معنا کارولی دی. همدارنګه د راغب اصفهاني په «مفردات» او د «التحقیق فی کلمات القرآن المجید» په کتاب کې راغلي چې د دې مادې اصل د مولا په وړاندې د اطاعت ترڅنګ د نهایت درجې فروتني او عاجزي ده.
د پورته تعریفونو پر اساس دې پایلې ته رسېږو چې د فرمانبردارۍ ترڅنګ له عبادت موخه عاجزي، فروتني او بندګي ده.
عبادت د انسان د پیدایښت د فلسفې په توګه د انسان د تکامل او الله تعالی ته چې، مطلق کمال دی، د نږدې کېدو وسیله ده. په همدې اساس عبادت هغه لار او وسیله ده، چې انسان کمال ته رسوي. البته دا وروستۍ موخه او نهايي هدف نه دی؛ بلکې مقدماتي هدف دی. هېره دې نه وي چې مطلق کمال ته د رسېدو لاره یوازې یوه ده او هغه هم هماغه سراط المستقیم دی.
له همدې امله الله تعالی وفرمایل چې ما تاسې یوازې د عبادت لپاره پیدا کړي یاست.[2] او د «یس» په سورت کې یې فرمایلي دي چې نېغه لار (سراط المستقیم) د الله تعالی عبادت دی؛[3] یعنې یوازې یوه لار شتون لري او هغه د الله تعالی د عبادت او بندګۍ لار ده.
د اکثریت غفلت
الله تعالی د اعراف په سورت کې فرمایي: «وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ کَثِیرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنس»
ژباړه: «او یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات پېریان او انسانان پیدا كړي دي»
دلته پوښتنه را پیدا کېږي چې ولې به ډېری پېریان او انسانان جهنم ته ځي؟
ولې اکثریت خلک اصلي هدف پسې نه ځي؟! آیا د الله تعالی لټون فطري دی او دین د انسان له فطرت سره مطابقت لري؟ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ حَنِیفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا لَا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ وَ لَکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُون»
ژباړه: «نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي.»
ځواب
د کمال او اصلي موخې پر لور حرکت، د دوی د ارزښت له پېژندلو او منلو سره تړاو لري؛ خو د دې لپاره چې ډېری خلک له حقیقي کمال څخه ناخبره دي او کمال ته د رسېدو خوند نه احساسوي، نو د ترلاسه کولو لپاره یې هم هڅه نه کوي. که څه هم دا یو فطري امر دی، خو بیا هم بیدارۍ، لارښوونې او پاملرنې ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د الهي پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام یوه دنده هم د انسان د فطرت راویښول دي، څو انسان خپل فطري عهد ادا کړي او هېر شوی نعمت را په یاد کړي.
په همدې اساس له مادیاتو او اعتباري شیانو سره زیات اُنس او مینه انسان له خپل الهي فطرت څخه غافله کوي او انسان د همدې غفلت په پایله کې د جهنم لاره خپلوي.
دلته کېدای شي دا پوښتنه راپورته شي چې ولې الله تعالی د انسان په وجود کې دغه حیواني او مادي غرایز په داسې ډول ځای پر ځای کړې دي، چې ډېری خلک یې له خپل اصلي هدف څخه راګرځولي دي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د انسان د کمال په اړه دوو ټکو ته پام کول اړین دي:
لومړی ټکی
د انسان د کمال ارزښت په دې کې دی چې کمال یې اختیاري واوسي. انسان کولای شي له ملائکو هم مخکې شي، چې همدا د کمال په لار کې مختاروالی دی. د اختیار او انتخاب په لار کې شرط دا دی چې بېلابېلې لارې، کششونه او انګېزې باید شتون ولري. که انسان یوازې یو میلان درلودای او هغه هم یوازې د الله تعالی پر لور کشش وای، نو بیا به انسان د انتخاب وړتیا نه درلوده؛ حال دا چې د انسان اساسي ځانګړنه او امتیاز همدا اختیار دی.
له همدې امله ضروري ده چې په انسان کې د عبادت او بندګۍ خلاف هم ځینې کششونه شتون ولري، تر څو انسان پخپله یو لوری وټاکي او د خپلې ارادې له مخې حرکت وکړي.
دوهم ټکی
د انسان کمال تدریجي دی او بېلابېل پړاوونه لري؛ یعنې انسان باید د وخت په تېرېدو سره په تدریجي ډول کمال ترلاسه کړي. انسان باید پړاو په پړاو مخته ولاړ شي او په ټولو مرحلو کې د اختیار ځواک ولري، ترڅو د ټولو مرحلو ټاکنه او طی کول یې په آزادانه ډول د خپلې ارادې او غوښتنې له مخې واوسي.
د دغو دوو ټکو په پام کې نیولو سره د انسان په فطرت کې د طبیعي او دنیوي تمایلاتو راز څرګندېږي؛ ځکه فرض دا دی چې انسان باید د انتخاب واک ولري او د دې چارې شرط دا دی چې بېلابېل کششونه باید شتون ولري، ترڅو انتخابونه زیات شي او انسان وکولای شي یو لوری وټاکي.
همدارنګه کمال ته رسېدل تدریجي کار دی او د وخت په تېرېدو سره ترلاسه کېږي؛ نو انسان باید لومړی په دې دنیا کې یو څه وخت ژوند وکړي، ترڅو د هغه د تکامل لپاره زمینه برابره شي. د دنیا ژوند ځانګړو اسبابو، وسایلو او شرایطو ته اړتیا لري. طبیعي غرایز او تمایلات هغه انګېزې دي چې انسان د دغو اسبابو او وسایلو برابرولو ته هڅوي؛ نو ځکه د دغو غرایزو شتون د ژوند د دوام لپاره ضروري دی او که غرایز نه وای، نو ژوند به هم نه وای، ځکه داسې څه به نه وای موجود چې انسان یې تر سیوري لاندې خپله لاره ټاکلی.
سربېره پر دې، همدا تمایلات او غوښتنې د انسان د ازموینې لپاره هم زمینه برابروي. نو د انسان تمایلات په ټولیز ډول په دوو لویو برخو وېشلای شو:
لومړۍ برخه هغه تمایلات دي چې د انسان د وجود او د انسان د دنیوي ژوند له ساتنې سره تړاو لري او دوهمه برخه تمایلات بیا هغه دي چې د کمال د ترلاسه کولو او د اصلي لارې د طی کولو لپاره دي.
د لومړۍ برخې تمایلاتو موخه په دنیا کې د انسان بقا او ژوند دی او د دوهمې برخې تمایلاتو موخه کمال ته رسېدل او د الله تعالی بېپایانه رحمت ترلاسه کول دي.
لومړۍ برخه تمایلات په طبیعي ډول او پخپله فعلیت ته رسېږي، خو دوهمه برخه تمایلات پاملرنې، ځواک او عملي کولو ته اړتیا لري. ځینې خلک دومره په دغو لومړنیو تمایلاتو کې بوخت وي چې له دوهمې برخې تمایلاتو غافله پاتې کېږي او له همدې امله له کمال او الهي رحمت څخه محرومېږي، چې پایله یې جهنم ته تګ وي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الذاریات: ۵۶.
[2]. الذاریات: ۵۶.
[3]. یس: ۶۱.
[4]. الأعراف: ۱۷۹.
[5]. الروم: ۳۰.


