لیکوال: محمد فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۸)
د اسلام او نیهیلیزم له نظره د ژوند فلسفه
د ژوند مانا د نوې زمانې له تر ټولو مهمو فلسفي موضوعاتو څخه شمېرل کېږي. د ژوند د فلسفې ځینې اساسي پوښتنې په لاندې ډول دي:
-
انساني ژوند هدف لري او که بېموخې دی؟
-
آیا انساني ژوند د کوم خاص ارزښت درلودونکی دی؟
-
انسانان له خپلو ځانګړو شرایطو او شخصي غوښتنو پرته، د ژوند لپاره کوم دلیل لري؟


