د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)
د ابسورد نیهیلیست انسان ځانګړنې (دوام)
۶. د ابسوردي انسان پر ټولو شخصيتي بنسټونو او ژوند یو ډول مبهموالی او ګنګوالی حاکم دی او له یو ډول درز (ګسست) سره مخ دی.
په حقیقت کې د ابسوردي انسان په شخصیت کې د یوه داسې معنوي او آرماني مرکز نشتوالی چې وحدت رامنځته کړي، د ابسوردي انسان په شخصیت کې د وېش او تجزیې لپاره زمینه برابره کړې ده.
دا ډول شخصیت د خپل وجودي جهت له مخې پر یوه داسې هویت بدلیدونکی دی چې له باطني کثرت، تضاد، ګډوډۍ او پرېشانۍ سره به مل وي. همدا باطني وېش په تدریجي ډول د عاطفې او عقل ترمنځ د یو ډول فاصلې او جلاوالي د رامنځته کېدو لامل ګرځي، مسخ شوي او منفعل عاطفي بهیرونه زېږوي، تر دې چې د دا ډول شخصیت لرونکي کسان کله ناکله د ډېرو لویو او وېروونکو پېښو او جنایتونو پر وړاندې هم بېتفاوته او حیران پاتې کېږي.
د دې بهیر ترڅنګ، رسنۍ هم د پراخ معلوماتي بمبار له لارې مخاطبینو ته بېلابېل جنایتونه او ناورینونه ور مخکې کوي.
۷. ابسورد نیهیلیست انسان دومره د ورځني تکرار، منځمایګۍ، معاشمحورۍ او د حماسي روحیې د نشتوالي په افتونو کې راګیر او حقیر شوی دی، چې هر ډول لوړې انساني ځانګړنې، د ایثار، کمالغوښتنې او حماسهپنځونې روحیه یې له لاسه ورکړې ده.
د آرمانپالنې، کمالغوښتنې او د لوړ معنوي او متعالي لیدلوري د ورکېدو په پایله کې ابتذال، ورځنی تکرار، معاشمحوري او یوازې غریزي تمایلات، چې له سپکو شهواني خوندونو، بېمینې اړیکو، کمحوصلهتوب، هوسبازۍ او د نوښتپسندۍ له روحيې سره مل وي، رامنځته کېږي او همدا ځانګړنې د ابسورد شخصیت اساسي صفات ګرځي.
۸. ابسورد شخصیت ژور سکون، روحي هوساینه، ریښتینې او پایداره خوښي نه لري. هغه ژور کړاو چې په دې شخصیت کې یې ځای نیولی، انسان د هوسمحورو ساتیریو او روږديتوب پر لور بیایي او دا کار یې د بېمعنایۍ او ناهیلۍ ژورتیا لا پسې زیاتوي.
۹. ابسورد نیهیلیست شخصیت له هر ډول ژور، متعهد او باطني سکون څخه بېبرخې دی.
۱۰. ابسورد نیهیلیست شخصیت د مینې او عاطفې د څرګندولو کافي توان نه لري. که څه هم دا ډول شخصیت اړتیا لري چې تر ډېره مینه ورسره وشي او په دوامداره توګه د «عشق» خبرې کوي، خو د دې لپاره چې د وجود کمالپال ظرفیتونه یې مسخ شوي، ژور ځانپردېتوب (خودبیگانګي) او اضطراب ورباندې واکمن دی او د ژمنتیا نشتوالی، بېقیدي او د ایثار ناتواني لري، نو د ریښتینې مینې وړتیا یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړې ده.
دا ډول شخصیت د مینې کولو توان نه لري؛ هغه مینه چې مسؤلیت، پاملرنه، ژمنتیا، شخصي انضباط، ایثار او په ټوله کې د کمالغوښتونکې عاشقانه سلوک غوره کول، چې د الهي ولایت د پیروۍ پر محور ولاړ وي، غواړي. له دې هم ور هاخوا، په تدریجي ډول د مخلوقاتو په وړاندې د همدردۍ هر ډول احساس او وړتیا هم په کې کمزورې کېږي.
کله چې د مخلوقاتو پر وړاندې د همدردۍ له کمښت سره پر اخلاقو بېباوري، د مسؤلیت او ژمنتیا نشتوالی او د لوړو آرمانونو نشتون یوځای شي، نو داسې وضعیت رامنځته کېږي چې سرګردانه، مضطربه او له دوښمنۍ څخه ډکه انرژي، چې مخکې اشاره ورته شوې وه، خپل ځان د بېدلیله، ظالمانه او سادیستي تاوتریخوالي په بڼه راڅرګند کړي. د ابسورد انسان په شخصیت او چلند کې د همدې سادیستي او ظالمانه تاوتریخوالي ځانګړنه په پرلهپسې ډول لا روښانه کېږي او ورځ تر بلې پراخېږي.
۱۱. د ابسوردي شخصیت لررونکی انسان له ځانه بېګانه انسان دی، چې په تدریجي او پرلهپسې ډول د انسانیت له ثابت حقیقت څخه په لرې کېدو سره، له ټول خلقت او د انسانانو له طبیعت څخه هم پردی او جلا کېږي. دا حالت د هغه دروني خلا لا پسې ژوروي او د ظاهربینۍ او ظاهري چلندونو پر لور یې تمایل زیاتوي.
ابسورد نیهیلیست انسان د معاصرې نړۍ د نورو ټولو شخصيتي ډولونو په پرتله تر ټولو ډېر د مسخکېدو ښکار دی او د نورو ټولو شخصیتونو په نسبت، چې د بورژوا انسان تر چتر لاندې راځي، له حقیقي انسانیت څخه زیات لرې دی. همدا ځانګړنه د ابسورد انسان د «لېوهصفتۍ» د زیاتېدو او ژورتیا لامل ګرځېدلې ده.
۱۲. ابسورد انسان نه ذکر لري او نه هم ژور تفکر؛ بلکې د ذهني ګډوډۍ او د عقلاني ځواکونو له شدید کمښت سره مخ دی، آن تر دې چې ورځني کارونه هم په عقلاني ډول نه شي ترسره کولای. د دې حالت لامل هغه اړیکه ده چې ابسورد انسان یې له نړۍ او انسانانو سره لري.
په دې ډول شخصیت کې د هر ډول معنوي او آرماني «ځان/خود» نشتوالی، د شخصیت ناپایدار او مخ پر محوه کېدو روان ساختار، هغه عوامل دي چې د ابسورد انسان د ادراکي وړتیاوو د جدي کمښت سبب شوي دي. همدارنګه، ابسورد شخصیت د ذهني ګډوډۍ او د سوژهمحورۍ (ځانمرکزیت) له تزلزل سره مخ دی.
۱۳. د ابسوردي شخصیت بڼه د معاصر انسان د نورو ټولو راڅرګندو شويو شخصيتي بڼو په پرتله تر ټولو ډېره د داسې ناخودآګاهۍ په اسارت کې راګیره ده، چې خپل معنوي اړخونه او د ملکوت پر لور توجه یې له لاسه ورکړې او پر ځای یې خالصه غریزي او وهمجنه بڼه خپله کړې ده. د همدې ناخودآګاهۍ یو اړخ و چې د زیګموند فروید د ارواپوهنې مرکز وګرځېد.
۱۴. ابسورد نیهیلیست شخصیت زیاتره د یو منځمایه ابسورد انسان په بڼه راڅرګندېږي، هغه ټیټوالی چې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. فرومایه ابسورد نیهیلیست د منځمایه ابسورډ شخصیت په پرتله په لا ټیټه مرتبه کې واقع دی او په پراخه کچه پر بېلابېلو رذالتونو او اخلاقي فسادونو ککړ دی.
۱۵. ابسورد شخصیت د ورځني تکرار، ناهیلۍ، پوچۍ، بېمعنایۍ او پرلهپسې اضطراب او افسردګۍ په کړۍ کې راګیر دی او له یو ژور او جدي هویتي کړکېچ سره مخ دی؛ داسې کړکېچ چې د معاصرې نړۍ په چوکاټ کې یې هېڅ بنسټیزه حللاره نه ترسترګو کېږي، بلکې یوازې یې ژورتیا او شدت ورځ تر بلې زیاتېږي.
ابسورد نیهیلیزم او تاریخي بهیر
د پسامدرن نیهیلیزم او ابسوردیزم راڅرګندېدل او برلاسی کېدل د معاصر لوېدیځ د حتمي زوال او د لوېدیځ تاریخ د پای ته نږدې کېدو له نښو څخه شمېرل کېږي.
ابسورد نیهیلیزم د نیهیلیزم تر ټولو ناورینزېږوونکی او وېروونکی ظهور دی؛ خو په عین حال کې، د دې وېرونکې تیارې واکمني په خپل ذات او بطن کې د خپل زوال تخم هم له ځانه سره لري. په یقین سره، معاصر لوېدیځ به د همدې ځانویجاړوونکي بهیر په ترڅ کې چې د پسامدرن ابسورد نیهیلیزم په امتداد کې روان دی، که څه هم دقیق وخت یې اوس نه شي ټاکل کېدای، خو ژر یا وروسته، له منځه ولاړ شي.
د ابسورد نیهیلیزم د واکمنۍ ورځ تر بلې زیاتوالی، سره له دې چې تریخ، ناورینزېږوونکی او وېروونکی دی، په عین حال کې د داسې تاریخي بدلون نښه هم ده چې د انسان ژوند د لوېدیځ د تاریخ له دې وېرونکې تیارې څخه را تېر او وژغوري.