د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه:۱۶)
د بشر په اړه د ابسورد نیهیلیزم نظر
کله چې پسامدرن نیهیلیزم رامنځته شو او تسلط یې وموند، نو د ابسوردیت هغه حالت چې د ابسورد نیهیلیزم په بڼه را څرګند شوی و، لا عملي او عیني بڼه پیدا کړه. په دې توګه، ابسورد نیهیلیزم ورو ورو د پسامدرن نیهیلیزم د اصلي او غالبې بڼې په توګه عیني بڼه خپله کړه، او د شلمې میلادي پېړۍ له وروستیو لسیزو وروسته، پسامدرن نیهیلیزم د پسامدرن ابسورد نیهیلیزم په څېره کې راڅرګند شو. دغې پسامدرن ابسورد نیهیلیزم، له خپل تسلط سره یو ځای د ابسورد نیهیلیستي انسان یو ځانګړی ماډل هم رامنځته کړ او وده یې ورکړه.
د معاصرې لوېدیځې نړۍ په وروستیو پړاوونو کې ابسورد نیهیلیست انسان د یوې ځانګړې شخصیاتي بڼې په توګه د مدرن انسان (بورژوا انسان) تر سیوري لاندې راپیدا شوی دی. دا ډول انسان د «ګټهپالنې او نامشروع لذتغوښتنې» پر دوهګونې بنسټ ولاړ دی، او په تدریجي ډول د ننني مدرن انسان د شخصیاتي ډولونو غالبه څېره ګرځېدلې ده. البته، دغه شخصیاتي بڼه د خپل اصلي ابسورد نیهیلیستي شخصیت تر چتر لاندې بېلابېلې فرعي بڼې او کټګورۍ هم لري.
څېړنې ښيي چې د انسان په فطرت او ذات کې یو ډول بالقوه معنوي انرژي شتون لري، چې هڅه کوي بالفعله بڼه خپله کړي. که انسان په خپل ژوند کې سیکولار، اومانیستي او غیردیني تګلاره خپله کړي، چې دا چاره تر یوې اندازې او له ځینو توپیرونو سره د غیر اومانیستي سیکولاريستي میتودونو په اړه هم صدق کوي، نو دا پیاوړې او خلاقه معنوي انرژي د سیکولار-اومانیستي ژوند د چوکاټ او غوښتنو په قید کې محصور او مسخ کېږي. همدا مسخ کېدل د دې انرژۍ هغه حیرانوونکې وړتیاوې او باطني خلاقیتونه، چې د معنوي لاستهراوړنو او تکامل لپاره کارېدلی شي، ځپي او له حرکته یې غورزوي. دا معنوي انرژي، چې د ودې او غوړېدو امکان ترې اخیستل شوی او د خپل اصلي حقیقت پر خلاف د ژوند په ټیټه او حیواني کچه کې راګیره شوې، د سیکولار اومانیزم تر والکې لاندې له یو ډول مسخ کېدو سره مخ کېږي او خپل حاصلخېز کیفیت له لاسه ورکوي. همدا د ودې، خلاقیت او غوړېدنې فرصت له لاسه ورکول، د دې لامل ګرځي چې یاده انرژي انسان په اجباري ډول د ژوند ټیټې کچې ته راګذار کړي او له مضطرب، سرګردانه او تېزخویه حالت سره یې مخ کړي. وروسته بیا په تدریجي ډول د دې انرژۍ د حرکت مدار هم راکمېږي، مسخ کېږي او په اندېښمن ډول یو ویجاړوونکی رنګ اخلي. په پایله کې، د سادیستي – مازوخیستي اړخونو بڼه خپلوي او په پرلهپسې ډول د شخړو، تضادونو او بنسټیزو اضطرابونو سرګردانه او بېثباته څپې رامنځته کوي. همدا حالت د ابسورد نیهیلیستي انسان په شخصیت کې راڅرګندېږي، چې د ابسوردیت په نوم د بېهودګۍ، ابتذال، عبثیت، بېمعناتوب، ناهیلۍ او ځانویجاړونې په مدار کې حرکت کوي.
د ابسورد نیهیلیزمپالو شخصیت
د ابسورد نیهیلیستپال انسان ځانګړنې په لاندې ډول دي:
۱. ابسورد نیهیلیستپال شخصیت، د ابسوردیزم د خپرېدو او تسلط په پېر کې د اصلي شخصیاتي بڼې په توګه راڅرګند شوی دی. دغه ډول شخصیت د بورژوا انسان د عمومي او پراخې ماهیتي بڼې تر چتر لاندې، د هغه د یو فرعي ظهور په توګه عیني بڼه خپله کړې ده. په ټوله کې، دا ډول بڼه د پسامدرن نیهیلیزم په پېر کې راپیدا شوی، او هر څومره چې ابسوردیت پر پسامدرن نیهیلیزم زیات حاکم شوی، همدومره دا شخصیاتي بڼه هم غالبه او پراخ شوې ده.
۲. د ابسورد نیهیلیزمپالو شخصیت د بېماناتوب، د هویت له بحران، له معنا څخه تېښتې او هر ډول ارمان ته له شا کولو سره مخ دی. دغه شخصیت د ابتذال، ورځني تکراري ژوند، او د هر ډول لوړې موخې، تعهد، د مسؤلیت له احساس، او منظم، قاطع او ځواکمن شخصیتي جوړښت له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دی.
د هویت ژور بحران، د ارمان نشتوالی، دوامداره اضطراب، پراخه سرګرداني، ابتذال، په بېارزښته او عبثو چارو کې بند پاتې کېدل، بنسټیز تزلزل، او یو ډول ژوره دروني بېتفاوتي او د انګیزې له لاسه ورکول، د یادې شخصیاتي بڼې مرکزي ځانګړنې دي. دا ډول انسان هڅه کوي چې خپله دروني خلا او کړکېچ د جنسي بېلاریتوب، په پرلهپسې ډول د شرابو د څښلو، او د نشهيي او محرکو موادو له امله د رامنځته شوو وهمي او ویجاړوونکو تجربو له لارې مهار او تعدیل کړي.
۳. د ابسورد نیهیلیزم د واکمنۍ پېر، د منځنۍ کچې د حاکمیت زمانه ده، او ابسورد انسان د منځنۍ کچې انسان دی. د ابسوردیزم په زمانه کې منځنۍ کچه پراخېږي، خپرېږي او پر ټولنه واکمنه کېږي، تر دې چې بېارمانه او مبتذل منځمایه انسانان د انسان او انسانیت په یوه بېلګه بدلېږي.
په هېڅ تاریخي پړاو او د لوېدیځ له مدرنې زمانې پرته په بل هېڅ عصر کې، منځنۍ کچې دا ډول اصالت او محوري مقام نه دی موندلی. د ابسورد پسامدرن نیهیلیزم پېر، په بشپړه توګه د منځنۍ کچې او د منځنۍ کچې انسانانو د مطلقې واکمنۍ زمانه ده.
د ابسورد د منځنۍ کچې انسان، یو حقیر موجود دی چې نه ارمان لري، نه تعهد او نه هم یو منسجم او قاطع هویت؛ بلکې په بشپړه توګه د ژوند په ټیټه کچه، یعنې صرف د مادي عقل او حیواني غوښتنو په چوکاټ کې ورک او حل شوی دی.
ابسورد نیهیلیستپال انسان، د همدې حقارت په توګه، هېڅ ډول ذکر، فکر او لوړ ارمان نه لري. دا ډول انسان په بشپړه توګه یو ذلیل او مبتذل موجود دی، آن کله ناکله تر دې هم ټیټې درجې ته لوېږي؛ منځنۍ کچه ستایي او د بشریت د نمونې او معیار په توګه یې وړاندې کوي.
د سیکولار اومانیستي ژوند د ماډل تر اسارت لاندې د انسان د معنوي انرژۍ کمزوري کېدل، او په پای کې ابسورد حالت ته رسېدل، یو ډول بنسټیز درد او کړاو زېږوي. دا حالت د بېماناتوب ژور احساس او سرګرداني رامنځته کوي، چې د ژوند د لوړې او متعالي معنوي مانا د له لاسه ورکولو پایله ده. د دې وضعیت یوه څرګنده بڼه په وجودي خپګان (افسردګۍ) کې لیدل کېږي، چې د ابسورد انسان د شخصیت له بنسټیزو ارکانو څخه ګڼل کېږي.
۴. ابسورد انسان له یو ډول پټ یا ښکاره مزمن اضطراب سره مخ دی؛ دا هماغه پراخ وجودي اضطراب دی چې د ابسورد شخصیت ځانګړنه بلل کېږي. دغه اضطراب، له یادې شوې افسردګۍ سره په تړاو کې، د ګڼو رواني ناروغیو او اختلالاتو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، هغه ستونزې چې معاصره کلینیکي ارواپوهنه، مرضي ارواپوهنه او رواندرملنه هڅه کوي چې ویې پېژني او کنټرول یې کړي. دا اضطراب او خپګان د انسان د ارامتیا مخه نیسي او د معنوي سلوک او تفکر د مرکزي قوې د فعالېدو خنډ ګرځي، او په دې توګه د اضطراب او افسردګۍ کړۍ نوره هم پسې پیاوړې کېږي.
۵. ابسورد انسان له یو ډول ژورې بېهودګۍ، زړهتنګۍ او دوامدارې ناخوښۍ سره مخ دی، چې له نارضایتۍ او د طغیان له پرلهپسې میلان سره مل وي. سره له دې، هڅه کوي چې دا حالتونه د چاپېریالي او دروني فریبونو او غولوونکو وسیلو له لارې کنټرول کړي؛ خو د دې دواړو اړخونو تر منځ ټکر او تزاحم د هغه دروني بحران لا پسې ژوروي.