ليکوال: عبدالله زماني
فراماسونري (برخه: ۴۲)
د يهوديت اوفراماسونرۍ ترمنځ اړیکه (دوام)
د فراماسونرۍ ارکان او له يهودي تعليماتوسره يې تړاو
دا مشهوره خبره ده چې ماسوني محفلونه درې ارکان لري. «شاهين مکاریوس» دا درې ارکان د درېيو شيانو نښې بللې دي: «قدرت»، «حکمت» او «ښکلا». خو لږ وروسته بيا وايي چې دا ارکان په حقيقت کې د اسرائيلو د پاچا سليمان، د صور د پاچا «حيرام» او «حيرام آبي» سمبولونه دي؛ يعنې هماغه درې لوی استادان.
داسې ښکاري چې فراماسونري هغو کسانو ته چې تازه له فراماسونرۍ سره یو ځای شوې وي همدا ارکان د قدرت، حکمت او ښکلا د نښو په توګه ورپېژني؛ خو کله چې ماسون یو څه پورته درجو ته ورسېږي، بيا ورته ويل کېږي چې یاد ارکان په اصل کې د سليمان، حيرام او حيرام آبي نښې دي.
خو کله چې بېرته د فراماسونانو سرچينو ته کتنه کوو، نو د یوه نوي تورات تفسیر وينو او پوهېږو چې یاد ارکان د اور اصل او د وريځې اصل ته اشاره ده؛ هماغه دوه نښې چې الله تعالی د بنياسرائيلو لپاره ټاکلې وې، څو له مصر څخه د وتلو پر مهال د ورځې په رڼا کې حرکت وکړي او وريځ هم د فرعون لاره د دوی د تعقیب پر مهال تياره کړي، تر څو هغوی ته ونه رسېږي. ويل کېږي چې سليمان پاچا امر کړی و چې دغه دوه ستنې د هیکل په دروازه کې ولګول شي، څو د بنياسرائيلو لپاره یو يادګار واوسي؛ داسې چې د الله تعالی عبادت ته د ورتګ او راوتلو پر مهال يې وويني.
نو له همدې امله یاد ارکان بېلابېلې معناوې لري چې دمخاطب حالت ته په کتلو سره تفسرېږي؛ وروستۍ پایله دا چې؛ د دغو ارکانو ريښه او نښه يهودي ده او همدا د يهوديت او فراماسونرۍ ژور تړاو او اړيکه ثابتوي.
«شاهين مکاریوس» چې د فراماسونرۍ ستر استاد او لوی مشر ګڼل کېږي، دفراماسونرۍ نږدې هېڅ نښه او برخه د تشریح او وضاحت نه پرته نه ده پرېښې؛ ځکه هغه ځان د دې خوځښت د حقيقت او ماهيت د بيانولو مسئول باله. له دغو نښو څخه يوه هم د دايرې دننه ټکی، دوه موازي کرښې، يو کتاب او يوه زينه ده چې د آسمان پر لور پورته کېږي.
هغه وايي: «په هر هغه محفل کې چې په قانوني او منظم ډول جوړ شوی وي، د يوې دايرې دننه يوه نقطه موجوده وي چې هېڅ ماسون ترې اوړېدلی نه شي. دغه دايره له شمال او جنوب څخه د دوو مستقيمو او موازي کرښو په وسيله محدوده شوې ده. يوه کرښه د موسیٰ عليه السلام او بله د سليمان عليه السلام نښه ده.
د دغو کرښو په سر يو کتاب دی چې د يعقوب عليه السلام زينه پرې ولاړه ده او پای يې اسمان ته رسېږي. که موږ د دغه کتاب په محتویٰ پوه شو اود لارښوونو سره سم پرې عمل وکړو، نو د دغو دوو موازي کرښو په څېر به مو د حق لارې ته لارښوونه وکړي؛ هغه لاره چې نه پکې چل کوو او نه دوکه کېږو. کله چې د دې دايرې چاپېره حرکت کوو، خامخا له دغو دوو موازي کرښو سره مخ کېږو او که ماسون ځان د همدغو اصولو پابند وساتي، نو هېڅکله به ګناه ترې ونه شي.»
خو زمونږ د بحث ټکی دا دی چې دغه کتاب او زينه په تورات کې هم موجود دي او له همدې امله ويلای شو چې د فراماسونرۍ ټولې نښې له پيله تر پايه په تورات کې ريښه لري او دا د دواړو ترمنځ د اړیکو تر ټولو ستر دليل دی.
په امریکا او برېتانيا کې د فراماسونرۍ په خپرېدو کې د يهوديت رول
د اتلسمې پېړۍ په پيل کې د برېتانيا پاچا لومړي جورج (1714–1727م) پر دغه هېواد واکمني کوله او هغه پخپله هم ماسون و. له هماغه وخته په برېتانيا کې ماسونري خپره شوه. «هیپس» په خپل کتاب «الکتاب المقدس للشعوب المغلوبة» کې ليکي: «له هغې ورځې چې د برېتانيا پاچا د ماسوني محفل مشري پر غاړه واخيسته، نو په برېتانيا کې داسې کوم سياسي شخصيت يا مشهور انسان پاتې نه شو چې د دغه محفل غړيتوب یې نه وي اخيستی؛ هغه محفل چې يهوديان یې د خپلو موخو او اهدافو مطابق رهبري کوي. له هماغه وخته د يهوديانو نفوذ يوازې په سياسي ګوندونو پورې محدود پاتې نه شو، بلکې د ملت د برخليک تر بشپړ کنټرول پورې وغځېد، تر دې چې يهوديانو زموږ په هېواد کې تر ټولو لوړځای او مقام ترلاسه کړ.»
وروسته هغوی هڅه وکړه چې ماسونري خپلو مستعمرو ته هم خپره کړي؛ داسې چې هر ځای ته به ورسېدل، هلته به فراماسونري او ورسره قاديانيت او يا لږ تر لږه بهائيت راڅرګندېده.
له برېتانيا څخه دغه بهير متحده ايالاتو ته هم ورسېد. فرانسوۍ ورځپاڼې «لوموند» د ۱۹۷۸م کال د سپتمبرپه ۱۷ او ۱۸ ګڼو کې د فراماسونرۍ او صهيونيزم په اړه مقاله خپره کړه او پکې يې وليکل چې د جيمي کارټر حکومت د امريکا د پخوانيو حکومتونو په پرتله تر ټولو زيات د يهوديانو او فراماسونرۍ ملاتړی و.
د پخوانيو مطالبو په دوام، «موفق العمري» په خپل کتاب «الماسونية والبهائية» کې ليکي:
«په بغداد کې د برېتانيا سفارت او په بصره کې یې قونسلګرۍ له ماسوني محفلونو سره مرسته کوله. په بصره کې به د “بابل” محفل کله ناکله خپلې غونډې په “سنټ پيټر” کليسا کې جوړولې؛ هماغه کليسا چې د ۱۹۶۸م کال د جولای له ۱۷مې وروسته تر څار لاندې ونیول شوه؛ ځکه له هغه ځايه بېسيم نښې لېږدول کېدې. وروسته څرګنده شوه چې ځينو جاسوسانو یوه بېسيم دستګاه هلته انتقال کړې وه.»
د فراماسونرۍ او يهوديت د تعليماتو او تړاو په دوام، اوس د ماسوني محفل د چت او له يهودي تعليماتو سره د هغه د ژورې اړيکې موضوع څېړو.
د ماسوني محفل چت د آسمان رنګ لري او د هغې زېنې له لارې چې نوم یې د يعقوب عليه السلام زینه ده ورپورته کېدای شي. دغه زينه ځکه په دې نوم یادېږي چې د اسحاق عليه السلام محبوبه مېرمن «رفقه» د الٰهي الهام په وسیله پوه شوه چې د خاوند روح یې برکت لرونکی دی. هماغه وخت يعقوب عليه السلام له الله تعالی سره ژمنه وکړه چې که د هغه له نواهيو څخه ځان وساتي او د هغه فرمانونه ومني، الله تعالی به يې روغ رمټ د پلار کور ته بېرته ورسوي او نسل به يې لوی او ځواکمن امت وګرځوي. همداسې وشول؛ ځکه يعقوب عليه السلام له شلو کلونو وروسته بېرته خپل وطن ته ستون شو، او ورور يې عيسو په مهربانۍ د هغه هرکلی وکړ. همدارنګه د هغه محبوب زوی يوسف عليه السلام په هغه وخت کې د مصرعزيز شو او د پاچا د خزانو امين وټاکل شو. په دې توګه بنياسرائيل د الله تعالی په نزد محبوب شول او د ځمکې له سترو او ځواکمنو ملتونو څخه وګرځېدل.
غالباً د فراماسونرۍ د محفل د چت لپاره د آبي رنګ ټاکل هم د يهوديت له همدې ادعا شوې نېکمرغۍ او بريا سره تړاو ولري او دوی دا د نورو قومونو او اديانو پر وړاندې د دغه قوم د برترۍ نښه ګڼي .
په تورات کې مقدسې خاورې ته د بېرته ور ستنېدو وعدې
د فراماسونرۍ پېژندنې په ځينو سرچينو کې په مبهم ډول د «مبارکو وعدو» يادونه شوې ده. کله چې د دغو وعدو څېړنه کوو، نو څرګنديږي چې ريښه د يهوديت لارښوونو، تعليماتواو تورات ته رسېږي؛ چې دا مسئله هم د يهوديت او فراماسونرۍ ترمنځ تړاو ثابتوي.
دلته د دغو وعدو يوه برخه څېړو؛ هغه توراتي وعدې چې وايي بنياسرائيل به بېرته فلسطين ته ستانه شي:
«په هغه ورځ الله تعالی له ابرام (ابراهيم عليه السلام) سره تړون وکړ او ويې ويل: دا ځمکه به د مصر له سيند څخه تر لوی سيند، يعنې د فرات تر سيند پورې، ستا نسل ته دروبښم.»
خودا مسئله يوازې دلته نه ختمېږي، بلکې يوه وېروونکې وعده هم شته چې وايي:
«الله تعالی به دا ټول قومونه ستاسو له مخې وشړي او تاسو به د هغو ملتونو وارثان شئ چې له تاسو ډېر لوی او ځواکمن دي او هر هغه ځای چې ستاسو د پښو لاندې راشي، هغه به ستاسو وي.»
دا هغه وعدې دي چې په بنسټيز ډول د یهودیت او فراماسونرۍ تشویق او هڅونه بلل کيږي ترڅو په نورو ملتونو او قومونو واکمني ولري او هغوی د مقدسې خاورې د نيولو او پر هغې د خپل نفوذ او واک د پراخېدو لپاره شېبې شمېري. له همدې امله دا دواړه خوځښتونه د خپلو ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره په مشترک ډول هڅه او مبارزه کوي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
1 . الأسرار الخفیة، ص: 36
2.الماسونیة والیهود والتورات، ص: 48.
3 . الأسرار الخفیة، ص: 58.
4 . الماسونیة، ص: 143.
5 . الماسونیة والیهود والتوراة، ص: 50.
6 . الماسونیة والیهود والتوراة، ص: 50، به نقل از کتاب الماسونیة والبهائیة، ص: 61.
7 . الأسرار الخفیة، ص: 38.
8 . سفر تکوین، اصحاح: 15، 17، بیتا، بیجا.
9 . سفر تثنیه، اصحاح: 11، 23، بیتا بیجا.


