Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ٤١)
فراماسونري یکشنبه _31 _مې _2026AH 31-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ٤١)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ٤١)
د ماسوني محفلونو د ځمکې سپېڅلتیا
د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ د اړیکو د څېړلو په دوام، هغو نورو بېلابېلو شواهدو او دلایلو ته هم کتنه کوو چې د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ له ژورې اړیکې پرده پورته کوي.
د مثال په ډول، فراماسونان باور لري چې: «د ماسوني محفلونو ځمکه سپېڅلې ده.» ولې؟ ځکه د لومړني محفل د سپېڅلتیا لامل هغه دعاوې وې چې پخوا دلته ترسره شوې وې او الله تعالی قبولې کړې وې. لکه:
الف: ابراهیم علیه السلام د الله تعالی امر پر ځای کړ او د خپل زوی اسحاق علیه السلام قرباني کولو ته یې غاړه کېښوده، چې وروسته الله تعالی ابراهیم علیه السلام ته د دغې لویې قربانۍ فدیه ورکړه.
ب: د پاچا داوود علیه السلام دعا، چې په وسیله یې د الله تعالی قهر او غضب آرام شو او هغه مصیبت دفع شو چې نږدې وو یهودیان له منځه یوسي.
ج: د اسرائیلو د پاچا سلیمان علیه السلام له‌خوا هغه شکرانې، قربانۍ او قیمتي ډالۍ چې د اورشلیم د هیکل د بشپړېدو پر مهال یې وړاندې او د الله تعالی د عبادت او خدمت لپاره وقف کړې.
نو دا هر څخه د دې لامل شول چې د آزادو بنّایانو (فراماسونانو) ځمکه سپېڅلې وګرځي او د تل لپاره سپېڅلې پاتې شي.[1]
خو که دې ادعا ته په ژوره توګه ځیر شو، نو د انسان په ذهن کې بې‌شمېره پوښتنې راولاړېږي. آیا که محفل پر کثافاتو هم جوړ شي، بیا هم سپېڅلی ګڼل کېږي؟ او دوی په کوم اساس دا ادعا کوي چې دا سپېڅلتیا به تر ابده پاتې کیږي؟ آیا ممکنه نه ده چې د وخت په تېرېدو سره د فساد په ځایونو یا د فحشا په جمنازیومونو بدله شي؟ او یا د نورو ادیانو د عبادت په مرکزونو واوړي؟ نو دلته له «ابدیت» او تلپاتې والي موخه څه ده؟
سپېڅلی هیکل
د یهودیت او فراماسونرۍ ترمنځ د اړیکې بل اړخ د هیکل په بحث کې موندل کېدای شي؛ ځکه لکه څنګه چې په لومړنیو بحثونو کې ورته اشاره شوې وه، هیکل د ماسوني او یهودي تفکر بنسټیزه اصل ګڼل کېږي. خو له دې سره سره، د «فریسیان»[2]  په نوم د یهودانو یوه بله ډله هیکل ته په تقدس نه‌ دي قایل او له هیکل د باندې هم لمونځ او عبادت جایز ګڼي.
هغه فریسیان چې په انجیلونو کې بیا بیا یادونه ترې شوې او د حضرت عیسی علیه السلام په ویناوو کې هم ذکر شوي دي، د یهودو یوه ډله وه چې شفاهي شریعت (تلمود) یې پر تورات مقدم ګاڼه او له صدوقیانو سره، چې د سلیمان د هیکل کاهنان وو جدي اختلافات درلودل.
همدارنګه، دوی له سامري یهودانو سره هم په شخړو کې ښکېل وو، چې یوه بېلګه یې د دوی د پاچا «یهوآش» له لوري پر اورشلیم برید دی. یهوآش اورشلیم ونیو، د ښار دېوالونه یې ونړول، هیکل ته ورغی او هلته چې هر څه سره زر او سپین زر موجود وو، ټول یې تصرف کړل.[3]
په تورات کې راغلي دي: «د اسرائیلو پاچا یهوآش اورشلیم ته راغی او د اورشلیم دېوال یې د افرایم له دروازې څخه تر زاویې دروازې پورې، چې څلور سوه ذراع اوږدوالی یې درلود، ونړاوه. همدارنګه یې ټول سره زر، سپین زر، د خدای په کور کې موجود ټول لوښي او د پاچا د ماڼۍ خزانې له ځان سره یووړې، یو شمېر یرغمل کسان یې هم بوتلل او بیا سامرې ته راستون شو.»[4]
د حیرانتیا خبره دا ده چې تورات د سلیمان علیه السلام په اړه وایي چې هغه له پردیو ښځو سره زړه وتاړه، تر دې چې له هغوی څخه یې یو لوی لښکرجوړ کړ چې شمېر یې زر ښځو ته رسېده: درې سوه مېرمنې او اووه سوه وینځې.
وروسته یې د هرې یوې لپاره ځانګړی معبد جوړ کړ. تورات د هغوی نومونه یو په یو یادوي، بیا وایي: «او د ده ټولو پردیو ښځو همداسې وکړل؛ هغوی به خپلو خدایانو ته بخور سوځاوه او قربانۍ به یې وړاندې کولې. نو سلیمان د خدای له غضب سره مخ شو، ځکه سلیمان د اسرائیلو خدای یهوه ته شا کړه. خدای سلیمان ته امر کړی و چې د نورو خدایانو پیروي ونه کړي، خو د خدای له امر څخه یې سرغړونه وکړه. نو خدای سلیمان ته وویل: دا چې تا دا کار وکړ او زما هغه عهد او احکام دې ونه ساتل چې ما درته سپارلي وو، نو زه به بېشکه پاچاهي له تا واخلم او ستا یوه بنده ته به یې وسپارم.»[5]
کله چې انسان د تورات دا ډول خبرې اوري، نو سخت حیرانېږي؛ آيا د یوه عاقل انسان لپاره داسې یو څه د منلو وړ دي؟ یو پیغمبر علیه السلام دې تر دې کچې د ښځو علاقه‌مند واوسي چې زر ښځې دې راټولې کړي او معبدونه دې ورته جوړ کړي، څو هغوی پکې خپلو خدایانو ته قربانۍ وړاندې کړي! ایا د الله تعالی د پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام په اړه د داسې څه تصور کېدای شي؟
که دا خبره رښتیا وي، نو بیا ولې ماسونان دغه معبدونه سپېڅلي نه ګڼي، حال دا چې سلیمان علیه السلام پخپله هم هلته موجود و؟ ایا دا په دې مانا نه ده چې د هیکل په اړه د ماسونانو دریځ یوازې له صهیونیزم پیروي ده؛ هغه صهیونیزم چې له هیکل څخه یې یوه سیاسي موضوع جوړه کړې ده؟ او ښایي که صهیونیستان یوه ورځ وکولای شي مسجد الاقصی ونړوي، نو کېدای شي دې پایلې ته ورسېږي چې پر دې ځای د مسجد پر ځای د پیسو او مالي اسنادو بازار (بورس) جوړول غوره دي.
که د یهودو د قوم ځانګړتیاوې په پام کې ونیول شي، نو دا ادعا به هېڅکله هم عجیبه ښکاره نه شي. هغه قوم چې له موسی علیه السلام سره له مصر څخه راووتل او دومره آیتونه او معجزې یې ولیدلې، خو کله چې موسی علیه السلام یوه موده ترې لرې شو او هارون علیه السلام د هغوی په منځ کې وو، نو هغوی د سرو زرو خوسی جوړ کړ او د هغه عبادت یې پیل کړ. آیا د داسې قوم لپاره به دا ستونزمنه وي چې یوه ورځ د هیکل پر ځای یو عصري بورس جوړ کړي؟[6]
دا په داسې حال کې ده چې خپله یهودیان د هیکل ذاتي ارزښت ته چندان اهمیت نه ورکوي، بلکې یوازې د هغو سرو زرو او ګاڼو له امله ورته درناوی لري چې پکې کارول شوي وو. همدا وجه ده چې حضرت عیسی علیه السلام خپل قوم ته په خطاب کې فرمایي: «افسوس پر تاسو، ای ړندو لارښودانو! تاسو وایئ: هر څوک چې پر هیکل قسم وخوري، هېڅ خبره نه ده؛ خو هر څوک چې د هیکل پر سرو زرو قسم وخوري، هغه پابند ګڼل کېږي.»[7]
دغه وینا چې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبه ده، دا حقیقت څرګندوي چې هیکل د یهودو په نزد د هغو سرو زرو او زینتي شیانو له امله ارزښت لري چې پکې موجود دي. تورات په یوه بله برخه کې د هیکل د محتویاتو او هغو جزئیاتو په اړه چې پکې موجود وو او دا چې یوشیا څنګه هغه له دغو شیانو پاک کړ، داسې وایي: «هغه (یوشیا) هغه څه ترسره کړل چې د خدای په نزد سم وو او د خپل پلار داوود په ټولو لارو روان شو؛ نه ښي لوري ته واوښت او نه چپ لوري ته.»[8]
خو دغه پاچا چې د داوود علیه السلام له نسل څخه و، په سپېڅلي هیکل کې څه وموندل؟
«پاچا امر وکړ چې ټول هغه شیان چې د بعل، ساریه او د آسمان د ټول لښکر لپاره د خدای په کور کې جوړ شوي وو، بهر راوباسي او له اورشلیم څخه بهر یې وسوځوي.»[9]
اوس که هیکل تر دې اندازې د سپېڅلتیا او قداست څښتن وي، نو څنګه د بت‌پرستۍ وسایل او د بعل او ساریه بتانو اړوند توکي پکې موجود وو؟ چا دغه وسایل هیکل ته داخل کړي وو، څو وروسته اړ شي چې له اورشلیم څخه یې بهر یوسي او ويې وسوځوي؟ حقیقت دا دی چې یهودانو هیکل سپېڅلی معرفي کړی او ماسونانو هم د هغه د تقدس د تبلیغ او دا چې هغه یې د خپلو فعالیتونو اساسي هدف ګرځولی، ځانګړی مقام ورکړی دی.
د هیکل د معمارۍ د سبک په اړه د «فیلیپ حتّی» په نوم یو لیکوال وایي: «د هیکل تزئیناتو د هغه مهال له کنعاني نمونو څخه الهام اخیستی و؛ د هیکل عبادتونه او قربانۍ هم د هغو طریقو څرګندونه کوي چې د کنعانیانو په منځ کې دود وې او د هیکل خادمان هم کنعانیان وو.»[10]
هغه لا تر دې هم وړاندې ځي او وایي چې د «هیکل» کلمه هم له کنعانیانو اخیستل شوې ده او په اصل کې یوه سومري کلمه ده چې د “ستر کور” معنا لري.[11]
نو هیکل یو پردی کور دی: په کنعاني معمارۍ، په کنعاني عبادتونو، آن تر دې چې خادمان یې هم کنعانیان وو او په عین حال کې د بعل په څېر د بت‌پرستانو د خدایانو له لوښو او وسایلو څخه ډک و. له دې ټولو سره سره ولې باید د یهودانو او ماسونانو لپاره دومره مهم واوسي او لوړ مقام ولري چې د دوی د دیني فکر بنسټ او هدف وګرځي؟
ښایي له سترو حیرانوونکو خبرو څخه دا وي چې هیکل د خدای له کوره زیات د قارون کور ته ورته وو؛ ځکه د عبادت ځایونه عموماً له انځورونو او زینتي شیانو خالي وي، څو د عبادت کوونکي زړه بوخت و نه ساتي. خو په هیکل کې دومره سره زر موجود وو چې د هېڅ پاچا په ماڼۍ کې نه موندل کېدل. او تورات هم دغه خبره تایید کړې ده.[12]
تورات د هیکل په توصیف کې د ذراع په واحد سره وایي: «او هغه یې په خالصو سرو زرو وپوښه. او مذبح یې د سدر په لرګي پوښ کړه. او سلیمان علیه السلام ټول کور له دننه په خالصو سرو زرو وپوښه او د محراب مخې ته یې د سرو زرو ځنځیرونه وځړول. او ټول کور یې تر پایه په سرو زرو وپوښه. او هغه مذبح چې په محراب کې وه، په سرو زرو یې پوښ کړه. او کروبیان یې په سرو زرو وپوښل. او د کور فرش یې له دننه او بهر په سرو زرو وپوښه. او د محراب لپاره یې دوه دروازې جوړې کړې. او هغه یې په سرو زرو وپوښلې. او د کروبیانو او د خرما د ونو نقشې یې په سرو زرو جوړې کړې. او د کروبیانو، د خرما د ونو او د ګلانو د غوټیو نقشې یې وکيندلې او په سرو زرو یې وپوښلې.»[13]
یوازې په همدې فصل کې یوولس ځله د سرو زرو یادونه شوې ده. د کور د ځمکې له دننه او بهر په سرو زرو پوښل هم څو څو ځله تکرار شوي دي.
د سرو زرو پر وړاندې دا ډول افراطي پاملرنه څه معنا لري؟ ایا په هند کې د سیکانو له طلایي معبد پرته په نړۍ کې د دې په څېر بل داسې معبد شتون لري؟ د سرو زرو او ګاڼو په اړه دغه ډول اهتمام موږ دې پایلې ته رسوي چې په حقیقت کې یهودیان او ماسونان د همدې شتمنۍ د واکمنۍ او د هغې له لارې پر نړۍ د تسلط په لټه کې دي.
د یهودانو ترمنځ د سرو زرو د مقام په اړه یوه بله کیسه هم روایت شوې ده : فلسطینیانو یو وخت د خدای تابوت غنیمت کړ. وروسته یې وپوښتل: له دې سره څه وکړو او څنګه یې بېرته وسپارو؟ لویو کاهنانو ځواب ورکړ: «هغه تش مه بېرته ورلېږئ، بلکې له هغه سره د ګناه قرباني هم واستوئ، څو خدای تاسو له بواسیر او موږکانو څخه روغ کړي!»
په تورات کې راغلي دي: «که د اسرائیلو د خدای تابوت بېرته لېږئ، نو هغه تش مه ورلېږئ، بلکې د هغه لپاره د ګناه قرباني هم ورسره واستوئ؛ نو بیا به روغ شئ او پوه به شئ چې ولې د هغه لاس له تاسو نه اوچتېږي. هغوی وویل: د ګناه قرباني دې څه وي؟ هغوی وویل: د فلسطینیانو د مشرانو د شمېر مطابق، پنځه د سرو زرو بواسیر او پنځه د سرو زرو موږکان جوړ کړئ؛ ځکه بلا پر تاسو او ستاسو پر مشرانو په یو ډول راغلې ده.»[14]
په دې روایت او کیسه کې هم د سرو زرو مهم او اساسي رول وینو! داسې ښکاري لکه هر څه چې د سرو زرو او ګاڼو تابع وي!
کېدای شي د یهودانو او فراماسونانو په نزد د سرو زرو او ګاڼو د رول او مقام تر څېړلو وروسته دا پوښتنه مطرح شي: ایا نن هم له فلسطینیانو څخه غوښتنه کېږي چې د موږک، فیل یا غوا په بڼه نوي سره زر وړاندې کړي، څو اسرائیل د هغوی له وژلو، د کورونو له ورانولو او د هغوی له شړلو لاس واخلي؟
آیا که فلسطیني کډوال د خپلو ښځو ګاڼې راټولې کړي او د اسرائیلو دولت ته یې ورکړي، نو اجازه به ورکړل شي چې خپلو سیمو او ټاټوبو ته بېرته ستانه شي؟[15]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

۱. الأُسرار الخفیة، ص: ۳۴.

۲. المسیری، عبدالوهاب، موسوعة المفاهیم والمصطلحات الصهیونیة، ص: ۲۸۳، مرکز الدراسات السیاسیة والاستراتیجیة بالاهرام.

۳. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۴۱.

۴. الملوک الثانی، أصحاح ۱۴، ص: ۵۰،  القس آنطونیو، بی‌تا، بی‌جا.

۵. سفر الملوک الأول، اصحاح ۱۱، ص: ۴۸، القس آنطونیو، بی‌تا‌ بی‌جا.

۶. الیهود والتوراة والماسونیة، ص: ۴۳.

۷. انجیل متی، اصحاح ۲۳، ص: ۶۵، مبحث حکم سر منافقان، بی‌تا‌، بی‌جا.

۸. الملوک الثانی، اصحاح ۲۲، ۲، ص: ۸۰.

۹. الملوک الثانی، اصحاح ۲۳، ۴، ص: ۸۳.

۱۰. حتی، فیلیپ، تاریخ سوریة و لبنان و فلسطین، ص: ۲۰۶، دارالثقافة، بیروت، لبنان.

۱۱. همان منبع.

۱۲. الیهود والماسونیة والتوراة، ص: ۴۴.

۱۳. الملوک الأول، اصحاح ۶، ۲۰، ص: ۲۴.

۱۴ – سفر الصموئیل الأول، اصحاح ۶، ۳، ص: ۲۳، بی‌تا، بی‌جا.

۱۵- الیهود والتوراة والماسونیة، ص: ۴۵.

ادیان فراماسونري نظریات
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)

دوشنبه _25 _مې _2026AH 25-5-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)

یکشنبه _24 _مې _2026AH 24-5-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ٤١)

یکشنبه _31 _مې _2026AH 31-5-2026AD1 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ٤١) د ماسوني محفلونو د ځمکې سپېڅلتیا د یهودیت او…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)

دوشنبه _25 _مې _2026AH 25-5-2026AD16 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)

یکشنبه _24 _مې _2026AH 24-5-2026AD20 Views

لیکوال: مهر الله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴) د بودیزم…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ٤١)

یکشنبه _31 _مې _2026AH 31-5-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)

دوشنبه _25 _مې _2026AH 25-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.