د معاد او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو په اړه د اسلام دښمنانو او مخالفینو، دمسلمانانو د عقیدې او باور د کمزوري کولو لپاره یوه لاره چې تل یې کارولې او لا یې هم کاروي، د بېلابېلو شکونو او شبهاتو رامنځته کول او د هغوی له لوري د مطرح شوو نیوکو او اعتراضونو خپرول دي.
باید پوه شو چې مسلمانو علماء کرامو او لویو محققینو هغه شبهات چې په دې اړه مطرح شوي، بې ځوابه نه دي پرې ایښي؛ بلکې هڅه یې کړې چې د هرې یوې شبهې په ځواب کې نقلي او عقلي دلایل وړاندې کړي. خو له دې امله چې وخت ناوخت ځینې کسان پیدا کېږي او دې موضوع ته لمن وهي، نو په دې برخه کې هڅه کوو، هغو شبهاتو ته اشاره وکړو چې د جسماني او روحاني معاد تر اثبات وروسته مطرح کېږي او د هرې شبهې لپاره مناسب ځواب وړاندې کړو.
لومړۍ شبهه: د جسمونو توټې کیدل او تحلیل
له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو منکرینو یوه ډېره کمزورې شبهه مطرح کړې ده، چې هغه د جسمونو د تجزیې، خاورې کېدو او له یو بل سره د ګډېدو شبهه ده؛ ځکه د دوی په اند، کله چې انسان مړ شي، جسم یې خاورې کیږې او هر څه چې د مرګ په نتیجه کې فنا شي، نو حقیقت او ذات یې هم له منځه ځي.
الله تعالی په قرآن کریم کې د منکرینو له خولې دا شبهه څو وارې را نقل کړې ده. لکه چې فرمایي: ﴿وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ﴾
ژباړه: «او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي.»
او په بل ځای کې فرمایي: ﴿وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا﴾
ژباړه: «او دوى وايي ایا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، ایا په رښتيا به مونږ بیا راژوندي كولى شو په نويو پیدا كولو سره»
دلته د معاد د منکرینو د انکار محور همدا یوه شبهه ده؛ هغه دا چې کله روحونه له بدنونو ووځي او بدنونه په پوسېدلو هډوکو او بیا په متفرقو او پاشل شویو ذرو بدل شي، نو څنګه به بېرته راژوندي او راټول کړای شي؟
د دوی پوښتنه دا ده چې کله زموږ هډوکي له منځه ولاړ شي، په ذرو بدل شي او زموږ د بدن ټوټې هم خاورې شي، نو بیا به هماغسې را پیدا کېږو څه ډول چې له مرګ څخه مخکې وو؟
د شبهې ځواب
باید پوه شو چې هېڅ شی او هېڅ کار د الله تعالی له قدرت څخه بهر نه دي او الله تعالی په ډېرې اسانۍ سره کولای شي د انسان د بدن له منځه تللې ټولې برخې بېرته راټولې کړي او خپل اصلي حالت ته راوګرځوي.
نو د بدنونو اختلاط هېڅکله د دې مانع نه شي کېدای چې الله تعالی هر شی خپل ځای ته بېرته را ونه ګرځوي. هغه ذات چې انسانان یې لومړی ځل [له کومې نقشې او مخکینۍ بېلګې پرته پیدا کړي دي] د دویم ځل پیدا کولو توان خو یې لا ډېر زیات او ښکاره دی.
قرآن کریم دې شبهې ته په خورا ښکلي او منطقي ډول ځواب ورکړی دی؛ داسې ځواب چې منکرین یې بې ځوابه کړي دي او هېڅ سالم عقل یې پر وړاندې له تسلیمۍ او منلو پرته بل دریځ نه شي غوره کولای.
د قرآن دریځ دا وو چې هغوی ته یې وویل : آیا دا توان لرئ چې له هډوکو پرته په تیږو، وسپنو، یا په بل هر څه بدل شئ؟ (نه) ځکه هډوکو خو یو وخت ژوند درلود او ژوند بېرته ورته ورکول نسبتاً آسانه دي، خو تیږه او اوسپنه خو جامدات دي او هېڅکله یې ژوند نه دی درلودلی. نو که غواړئ په هر هغه مخلوق بدل شئ چې ستاسو په ګومان الله تعالی یې په بیا راژوندي کولو نه وي قادر، (البته چې تاسو يې نه شئ کولای).
دا هغه څه دي چې الله تعالی خپل رسول ﷺ ته امر کوي څو یې د “پس له مرګه ژوند” منکرینو ته اعلان کړي.
اوس باید له دغو کسانو وپوښتل شي: آیا تاسې د داسې کار کولو توان لرئ؟
یقیناً نه. هغوی نه د الله تعالی د قدرت پر وړاندې د مقابلې توان لري، نه کولای شي په خپل عمر کې یوه شېبه زیاتوالی یا کموالی راولي، نو بیا به څنګه داسې مخلوق شي چې د هغه دوهم ځل پیدا کول او معاد د الله تعالی لپاره ستونزمن وي؟
الله تعالی دا حقیقت په خپل سپېڅلي او معجز کلام کې داسې بیانوي:
ژباړه: «ته (ورته) ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه، یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي، په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو (په دې حالت كې) نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې»