لیکوال: مهاجر عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۵)
د بودیزم تعلیمات (دوام)
۷. د حیواناتو د ښکار ممنوعیت
د بودیزم په لارښوونو کې د حیواناتو ښکار کول په بشپړه توګه منع شوي دي. یو بودایي حق نه لري چې کوم حیوان ووژني؛ نه د تفریح او ساعتتېرۍ لپاره، لکه ښکار، او نه هم د جدي اړتیا لپاره، لکه د خوړلو او تناول په موخه ذبح کول.
بودا خپلو پیروانو ته سپارښتنه کړې ده چې پر حیواناتو مهربانه اوسي ، هغوی د خلقت له پلوه خپل وروڼه وبولي او هېڅکله یې له ځان څخه ټیټ ونه ګڼي.
په بودیزم کې ښکار هغه عمل بلل کېږي چې له تاوتریخوالي او نفساني غوښتنو څخه سرچینه اخلي او همدا کار د منفي کارما د رامنځته کېدو سبب ګرځي. ځکه د بودیزم له نظره هر هغه عمل چې د دوی له اصولو سره په ټکر کې وي، د انسان په ژوند کې منفي پایلې لري او د تناسخ د کړاوونو د دوام لامل ګرځي.
ښکار، د حیوان وژنه او آن په دې کار کې غیر مستقیم ګډون هم د بودایي راهبانو لپاره په کلکه منع شوي دي او له دې حکم څخه سرغړونه آن تر دې پورې رسېدلی شي چې راهب د راهبانو له ټولنې څخه وایستل شي. خو د عادي پیروانو په اړه حکم دومره سخت نه دی؛ هغوی ته یوازې له اخلاقي پلوه د ښکار د پرېښودو سپارښتنه کېږي او که څوک یې ترسره کړي، نو د راهب په څېر مجرم نه ګڼل کېږي. البته دا عمل د عادي پیروانو لپاره هم د منفي کارما د زیاتېدو لامل ګرځي.
۸. له مخلوقاتو سره پر محبت او مهربانۍ ټینګار
محبت او مهرباني د بودایانو لپاره له مهمو او ځانګړو نېکو کړنو څخه شمېرل کېږي. بودا په دې محبت او مهربانی ډېر ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټولې او بېلابېلې نېکې کړنې، د هغې مینې او محبت د فضیلت شپږمې برخې ته هم نه رسېږي چې د انسان زړه د شر او بدۍ له ککړتیاوو څخه پاکوي.
د بودیزم له نظره، مينه باید یوازې تر کورنۍ، قوم یا همفکرو خلکو پورې محدوده نه وي او باید ټول موجودات په خپله غېږه کې راونغاړي؛ انسان، حیوان، دوست او آن دښمن هم. د دوی د باور له مخې، مينه د انسان زړه له کینې، قهر او حسد څخه پاکوي او همدا پاکوالی انسان باطني آرامۍ او نیروانا ته رسوي.
خو له دې سره سره، د بودایي لارښوونو او د ځینو بودایی پیروانو د عملي چلند ترمنځ لوی واټن لیدل کېږي. په وروستیو کلونو کې، د میانمار په هېواد کې د بودایانو ځینو افراطي ډلو، د مينې او مهربانۍ د هغه اصل خلاف چې د بودا په لارښوونو کې پرې ټینګار شوی، د روهینګیا مسلمانانو پر ضد لوی او ګڼ شمیر تاوتریخوالي ترسره کړي دي.
دغه پېښې ښيي چې اخلاقي ښوونې، که څه هم په نظري کچه ارزښتمنې وي، خو کله چې قومي، سیاسي او دیني تعصبات غالب شي، نو په عملي ډګر کې تر پښو لاندې کېدای شي.
٩.شتمني
د بودا بله مهمه لارښوونه د شتمنۍ او مالدارۍ په اړه د هغه لیدلوری دی. کله به چې کوم چا غوښتل دې آیین (دین) ته داخل شي، نو بودا به هڅاوه چې له خپلو مالونو او شتمنیو څخه لاس واخلي، د ګدایۍکاسه راواخلي او د پیروانو له ډلې سره یوځای شي.
دا د شتمنۍ په اړه د بودا عمومي لیدلوری دی. خو هغه نور وضاحت هم ورکړی چې څرګندوي دا میلان په ده کې غالب و؛ ځکه شتمني په ډېریو مواردو کې خپل خاوند بندي کوي، د هغه زړه په ځان پورې تړي، او خپله په یو مستقل هدف بدلېږي.
خو که د انسان زړه له شتمنۍ سره نه وي تړلی، انسان یې بنده ونه ګرځي او شتمني وروستۍ موخه ونه ګڼل شي، بلکې د سمو او نېکو لارو د لګښت لپاره راټوله شي؛ نو په هغه صورت کې شتمني نه آفت او مصیبت دی او نه شر، بلکې د انسان لپاره نعمت او د برکت وسیله ګرځي. همدا لیدلوری د ژوند او ځواک په اړه هم صدق کوي.
له شتمنۍ سره د تړلو موضوعاتو له ډلې یو یې هم د کار او بېکارۍ په اړه د بودا نظر دی. د کاسې ګرځولو او سوال کولو له تګلارې څخه ښکاري چې بودا تر یوه بریده مایل و چې کار پرېښودل شي. له همدې امله، یوه ورځ د جیني آیین(دین) یوه پیرو ترې وپوښتل:
«آیا ته خلک دې ته رابولې چې کار پرېږدي او خپلو کسبونو او هنرونو ته شا کړي؟»
بودا یې په ځواب کې وویل:
«زه له خلکو غواړم چې هر هغه کار پرېږدي چې ناوړه وي او انسان د بدیو پر لور بیايي؛ خو له دې سره سره، خلک هر هغه څه ته رابولم چې د بدن، وینا او فکر لپاره نېک او ګټور وي. همدارنګه، زه د هر هغه عمل بلنه ورکوم چې د خیر او نېکمرغۍ لامل ګرځي.»
سره له دې ټولو، د بودا د ژوند طرز او تګلاره په ټولیز ډول د کار او کارپالنې له روحیې سره چندان جوړه نه وه.[1]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] الأدیان الوضعیة، ص ۲۲۲


