Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»بودائیزم»د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)
بودائیزم یکشنبه _24 _مې _2026AH 24-5-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهر الله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)
د بودیزم تعلیمات (دوام)
۴. اخلاقي چلند او د نفس کنټرول
بودیزم او جیني آیین د اخلاقو په برخه کې له یو بل سره ځانګړې اړیکه لري. البته هغه توپیر چې د دغو دوو آیینونو ترمنځ موجود دی، د راهبانو او عادي خلکو ترمنځ د طبقو وېش دی. په جیني آیین کې دوه ډلې موجودې دي: یوه ځانګړې ډله چې راهبان او هغه کسان پکې شامل دي چې د ریاضت او د دنیا د پرېښودو لپاره یې ګوښه ژوند غوره کړی وي او بله ډله عام خلک دي چې نه راهبان دي، نه یې ریاضت غوره کړی او یې دنیا ته شا کړې ده.
خو په بودیزم کې دا ډول طبقه‌بندي شتون نه لري؛ ټول پیروان په مساوي ډول د دې آیین د تعلیماتو پر پیروۍ مکلف ګڼل کېږي. بودیزم ته د داخلېدو لپاره ځانګړي شعائر اړین نه دي، بلکې که څوک غواړي دې آیین ته داخل شي، باید خپل مال او شتمني پرېږدي، زاهدانه ژوند غوره کړي، نفس او غوښتنې کنټرول کړي، له اړمنو خلکو ملاتړ وکړي او د دوی اخلاقي تعلیمات مراعات کړي.
په همدې اساس، په بودیزم کې یو مهم اصل د نفس او غوښتنو کنټرول او د زاهدانه ژوند غوره کول دي. که څوک دغه اصل مراعات نه کړي، له نجات او خلاصون څخه لرې پاتې کېږي؛ ځکه د بودیزم له نظره هغه څوک چې پر خپل نفس او غوښتنو برلاسی نه شي، نشي کولای د «نیروانا» حالت ته ورسېږي او همدارنګه د راهبانو د جماعت بشپړ غړی هم نه شمېرل کېږي. البته د اسلام له نظره د نفس او غوښتنو کنټرول ځانګړي اصول او تعلیمات لري چې د عقایدو او افکارو په برخه کې به پرې بحث وشي.
۵. سنساره (تناسخ)
د بودیزم بل مهم او اساسي اصل «سنساره یا تناسخ» دی.
«سنساره» په لغت کې د «تلپاتې سرګردانۍ» معنا لري او په اصطلاح کې «د ژوند کړۍ»، «تناسخ» او «د بیا زېږېدو د دوران» په معنا کارول کېږي. له سنساره څخه موخه دا ده چې انسانان د ژوند بېلابېل پړاوونه تېروي او هر انسان څو پرله‌پسې ژوندونونه لري؛ یعنې انسان له ظاهري مرګ وروسته، په بل قالب کې نوی ژوند پیلوي او د هر انسان راتلونکی ژوند د هغه د تېر ژوند له کرما او کړنو سره سمون لري. په بل عبارت، د انسان راتلونکی ژوند د هغه د مخکیني ژوند د کرما پایله ده.
د مرګ او بیا زېږېدو دغه کړۍ تر هغې دوام کوي، چې انسان «نیروانا» ته نه وي رسېدلی. نو ځکه، یوازې هغه کسان کولای شي د ژوند له دې کړۍ څخه خلاصون ومومي چې د برین د اته‌ګونو لارو په وهلو سره نیروانا ته ورسېږي؛ که نه، نو تر ابده به د دې کړۍ او د هغې د درد او کړاو په بند کې پاتې وي.[1]
بودا په دې اړه وایي: «ای راهبانو! د مخلوقاتو د سرګردانۍ پیل ازلي دی او هغې زمانې ته رسېږي چې پیل نه لري… هغه مخلوقات چې په ناپوهۍ کې ډوب دي، د خپلې سختې تندې او غوښتنې له امله سرګردانه او وارخطا موجودات دي. ای راهبانو! ستاسو په اند، د څلورو سمندرونو اوبه ډېرې دي او که هغه اوښکې چې ستاسو له سترګو بهېدلې دي؟ هغه اوښکې چې تاسو د بیا زېږېدو په دې اوږده او سرګردانه سفر کې د ډېر درد او غم له امله تویې کړې دي؟»[2]
۶. د هستۍ درې نښې
د بودیزم د ښوونو له مخې، د نړۍ ټولې پدیدې او د هستۍ ټول مظاهر درې نښې لري. دغه درې نښې دا دي:
الف. ناپایداري (اَنِچَه ـ Anicca)
د هستۍ لومړۍ نښه د نړۍ ناپایداري او بدلون دی. یعنې په نړۍ کې هېڅ شی په یوه ثابت حالت نه پاتې کېږي، بلکې تل د بدلون او تحول په حال کې وي. زېږون، ځواني، بوډاتوب، خوښي، غم، شتمني او قدرت، ټول راځي او بیا له منځه ځي. ناپایدارو او بدلېدونکو چارو پورې زړه تړل د انسان د کړاو سبب ګرځي.
ب. کړاو (دوکَه ـ Dukha)
د هستۍ دویمه نښه رنځ او کړاو دی؛ یعنې دنیا ټوله له غم او درد څخه ډکه ده. البته دا په دې معنا نه ده چې انسان هر وخت په رنځ کې وي، بلکې معنا یې دا ده چې د انسان خوښۍ هم له کړاو سره ګډې وي. په دنیا کې داسې هېڅ خوښي نشته چې له غم او درد سره مل نه وي او هېڅ داسې لذت نشته چې له ځان سره تکلیف او رنځ را نه وړي.
ج. د ځان یا ثابت نفس نشتوالی (اَنَتا ـ Anatta)
د هستۍ درېیمه نښه د «ځان» او ثابت جوهر نشتوالی دی؛ یعنې په انسان او نورو موجوداتو کې کوم ثابت او خپلواک «زه» یا «خود» وجود نه لري. هغه څه چې موږ یې “زه” ګڼو، په حقیقت کې د بدلېدونکو جسمي او رواني عناصرو مجموعه ده. پر ثابت نفس باور د دلبستګۍ او کړاو ریښه ګڼل کېږي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. فیاض قراپی، ادیان هند، مخ ۳۱۶.

[2]. داریوش شایگان، ادیان و مکتب‌های فلسفی هند، جلد ۱، مخ ۱۶۱.

ادیان بودا بودیزم تعلیمات
Previous Articleد انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)

سه شنبه _19 _مې _2026AH 19-5-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۲)

شنبه _16 _مې _2026AH 16-5-2026AD
نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه: ۱۱)

سه شنبه _12 _مې _2026AH 12-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)

یکشنبه _24 _مې _2026AH 24-5-2026AD1 Views

لیکوال: مهر الله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴) د بودیزم…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD8 Views

ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱) د جسمي او…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD12 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷) دویمه برخه: د زرافې په خلقت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)

یکشنبه _24 _مې _2026AH 24-5-2026AD

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.