Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)
متفرقه شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)
د یعقوب علیه‌السلام د کیسې روزنیز درسونه
یعقوب علیه‌السلام د اسحاق زوی او اسحاق د ابراهیم علیه‌السلام زوی و. هغه فرښتې چې الله تعالی د لوط د قوم د هلاکت لپاره لېږلې وې، ابراهیم علیه‌السلام او د هغه مېرمنې ته یې د اسحاق او له هغه وروسته د یعقوب د زېږېدو زېرى ورکړ. الله تعالی فرمایي: «وَامْرَأَتُهُ قَآئِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ یعْقُوبَ.»[1]
ژباړه: «او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته د اسحق زېرى وركړ او له اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى مو هم وركړ).»
کله چې د ابراهیم علیه‌السلام مېرمنې دغه زېرى واورېد، ویې ویل: «قَالَتْ یا وَیلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِی شَیخاً إِنَّ هَذَا لَشَیءٌ عَجِیبٌ.»[2]
ژباړه: «هغې وویل: اى زما تعجبه (او حيرانۍ)! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا خو ډېره عجیبه خبره ده.»
زېری ورکوونکو فرښتو د هغې د تعجب په ځواب کې وویل: «قَالُواْ أَتَعْجَبِینَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَیكُمْ أَهْلَ الْبَیتِ إِنَّهُ حَمِیدٌ مَّجِیدٌ.»[3]
ژباړه: «هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغهٔ بركتونه دې پر تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى.»
د یعقوب علیه‌السلام نبوت
الله تعالی نبوت د ابراهیم علیه‌السلام د نسل، یعنې د هغه د زامنو (اسماعیل او اسحاق علیهماالسلام) په نصیب کړ. الله تعالی فرمایي: «وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِی ذُرِّیتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَینَاهُ أَجْرَهُ فِی الدُّنْیا وَإِنَّهُ فِی الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِینَ.»[4]
ژباړه: «او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى.»
او الله تعالی فرمایي: إِنَّا أَوْحَینَا إِلَیكَ كَمَا أَوْحَینَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِیینَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَینَا إِلَى إِبْرَاهِیمَ وَإِسْمَاعِیلَ وَإِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِیسَى وَأَیوبَ وَیونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَیمَانَ وَآتَینَا دَاوُودَ زَبُوراً”[5]
ژباړه: «بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږ وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته او مونږ داود ته زبور وركړى و.»
او همدارنګه فرمایي: «وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إبْرَاهِیمَ وَإِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ أُوْلِی الْأَیدِی وَالْأَبْصَارِ * إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ * وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَینَ الْأَخْیارِ»[6]
ژباړه: «او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو، بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي، او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي.»
او الله تعالی فرمایي: «فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ وَكُلّاً جَعَلْنَا نَبِیاً * وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیاً»[7]
ژباړه: «نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو،  مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه.»
او همدارنګه فرمایي: «وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَیعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلّاً جَعَلْنَا صَالِحِینَ* وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً یهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَینَا إِلَیهِمْ فِعْلَ الْخَیرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِیتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِینَ»[8]
ژباړه: «او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي، او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو.»
په قرآن کریم کې د یعقوب علیه‌السلام شخصیت
په دې توګه، یعقوب علیه‌السلام یو پیغمبر او لارښود و، چې خلک یې د خپل بصیرت او پوهې پر اساس حق ته رابلل، خیرخواه انسان و او لمونځ یې قائم ساته.
قرآن کریم د یعقوب علیه‌السلام، د هغه د پلار اسحاق علیه‌السلام او یا د هغه د تره اسماعیل علیه‌السلام (علیهم وعلی نبینا وعلیهم جمیعاً أفضل الصلوات وأزکی التسلیمات) د ژوند تفصیلي حالات نه دي بیان کړي؛ بلکې یوازې یې د هغوی ځینې ښې ځانګړنې او ستایل شوي صفات یاد کړي دي. د هغوی د دعوت، قومونو او شخصي ژوند په اړه ډېر تفصیل نه دی راغلی.
خو قرآن کریم د هغه د زوی یوسف علیه‌السلام د ورکېدو موضوع ته اشاره کړې ده، چې وروڼو یې د کینې او حسد له امله دسیسه ورته جوړه کړې وه. همدارنګه قرآن کریم هغه پرله‌پسې پېښې هم بیان کړې دي چې له دې توطیې وروسته رامنځته شوې او د یعقوب علیه‌السلام د ګران زوی د موندل کېدو یادونه یې کړې ده.
له همدې امله، موږ به په راتلونکو پاڼو کې یوازې د یوسف علیه‌السلام د ژوند هغو پېښو ته اشاره وکړو چې له ده، د هغه له پلار او وروڼو او همدارنګه زموږ له څېړنې سره تړاو لري. «و بالله المستعان»
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. هود:۷۱.

[2]. هود:۷۲.

[3]. هود:۷۳.

[4]. عنکبوت:۲۷.

[5]. النساء: ۱۶۳.

[6]. ص: ۴۷-۴۵.

[7]. مریم: ۵۰-۴۹.

[8]. انبیاء: ۷۳-۷۲.

انبیا تربیت روزنه
Previous Articleله مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۲)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۰)

دوشنبه _11 _مې _2026AH 11-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD8 Views

ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱) د جسمي او…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD12 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷) دویمه برخه: د زرافې په خلقت…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)

سه شنبه _19 _مې _2026AH 19-5-2026AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.