Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)
اسلام پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)
د جسمي او روحاني معاد په اړه د اهل سنت او جماعت لیدلوری (دوام)
علامه مجد مکي په خپل کتاب «عقاید اهل سنت» کې د دې موضوع په اړه، چې آیا معاد جسمي دی، که روحاني او که نه دواړه بڼې لري او همدارنګه د هغې نظریې په اړه چې ځینو کسانو اهل سنتو ته منسوبه کړې چې ګواکې هغوی یوازې جسمي معاد ته قایل دي، مفصل بحث ترسره کړی، چې لاندې یې بیانوو:
له جسمي معاد موخه دا نه ده چې په بله نړۍ کې یوازې جسم بېرته راګرځي، بلکې مطلب دا دی چې روح او جسم دواړه یوځای بېرته راژوندي کېږي. په بل تعبیر، د روح بېرته راګرځېدل یو مسلم حقیقت دی، اصلي بحث د جسم د بېرته راګرځېدو په اړه دی.
د پخوانیو فیلسوفانو یوې ډلې یوازې پر روحاني معاد باور درلود او جسم یې هغه سپرلۍ بلله چې له انسان سره یوازې په دې دنیا کې مل وي، له مرګ وروسته ترې بې‌نیازه کېږي او یوازې یې پرېږدي.
خو حقیقت دا دی چې معاد په دواړو (روحاني او جسمي) بڼو ترسره کېږي. دلته ځینې کسان د هماغه پخواني جسم شرط نه مطرح کوي او وایي: الله تعالی روح ته یو بل جسم ورکوي او د دې لپاره چې د انسان شخصیت د هغه په روح پورې تړلی دی، نو دغه جسم هم د هماغه انسان جسم ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې محققین په دې باور دي چې هماغه جسم چې خاورې شوی او ټوټې ټوټې شوی وي، د الله تعالی په حکم سره بېرته راټولېږي او الله تعالی نوې جامه او نوی ژوند ورکوي. دا هماغه عقیده ده چې د قرآن کریم له آیتونو څخه اخیستل شوې ده.
په قرآن مجید کې د جسمي معاد دلایل او شواهد دومره زیات دي چې په یقین سره ویلای شو: هغه کسان چې معاد یوازې تر روحاني بڼې محدودوي، د معاد اړوند یې د قرآن کریم آیتونه نه دي مطالعه کړي؛ ځکه که د قرآن کریم آیتونه یې مطالعه کړې وای، نو د قرآن کریم په آیتونو کې د معاد جسمي والی دومره څرګند دی چې هېڅ ډول شک او تردید ته پکې ځای نه پاتې کېږي.
هغه آیتونه چې د سورت یس په پای کې راغلي، په ښکاره توګه د همدې حقیقت څرګندونه کوي؛ ځکه د هغه صحرايي عرب حیرانتیا له دې امله وه چې دا وراسته هډوکي به چې په لاس کې یې دي، څوک بېرته ژوندي کړي؟[۱]
قرآن کریم یې په ښکاره ډول په ځواب کې وایي: ﴿قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ﴾[۲]
ژباړه: «ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى.»
د معاد په مسئله کې د مشرکانو ټول تعجب او مخالفت پر همدې ټکي راڅرخېده چې کله خاورې شو او خاورې مو په ځمکه کې ورکې شوې، نو څنګه به بېرته د ژوند جامه پر تن کوو؟
﴿وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ﴾ [۳]
ژباړه: «او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو!»
هغوی به ویل: تاسو ته څنګه دا وعده درکولای شي چې کله مړه شئ، خاورې او هډوکي وګرځئ، نو بېرته به راژوندي کېږئ؟ ﴿أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُمْ مُخْرَجُونَ﴾[۴]
ژباړه: «ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (،نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟»
 دوی دې مسئلې دومره حیران کړې وو چې د دې خبرې اظهار یې د لېونتوب یا د الله تعالی د دروغ ګڼلو نښه بلله: ﴿وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ﴾[۵]
ژباړه: «او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ).»
له همدې امله د معاد د امکان په اړه د قرآن کریم زیاتره استدلالونه پر همدې جسمي معاد راڅرخي. سربېره پر دې، قرآن کریم بیا بیا یادونه کوي چې تاسو به د قیامت په ورځ له قبرونو را راپاڅول شئ[۶] او قبرونه له جسمي معاد سره تړاو لري.
د ابراهیم علیه‌السلام د څلورو مرغانو کیسه، همدارنګه د عزیر علیه‌السلام داستان او له مرګ وروسته د هغه بېرته راژوندي کېدل او د بني اسرائیلو د وژل شوي کس پېښه، دا ټول په څرګنده توګه د جسمي معاد حقیقت بیانوي.
همدارنګه ډېری هغه توصیفونه چې قرآن مجید د جنت د مادي او معنوي نعمتونو په اړه ذکر کړي دي، ټول په ډاګه کوي چې معاد هم د جسم په مرحله کې او هم د روح په مرحله کې تحقق مومي؛ ځکه که داسې نه وای، نو د معنوي نعمتونو ترڅنګ به حورو، ماڼیو، ډول ډول جنتي خواړو او مادي خوندونو هېڅ معنا نه درلوده.
په هر حال، دا ناشونې ده چې یو څوک دې د قرآن کریم د منطق او فرهنګ په اړه کمه اندازه پوهه ولري او بیا دې هم له جسمي معاد څخه انکار وکړي. د قرآن کریم له نظره له جسمي معاد څخه انکار د معاد له اصل څخه انکار کول دي.
سربېره پر دې، په دې برخه کې د نقلي دلایلو ترڅنګ عقلي شواهد هم موجود دي.[۷]
شیخ عبدالرحمن حسن حبنکه په خپل کتاب «العقیدة الإسلامیة وأسسها» کې وایي:
«په قرآن او سنتو کې ګڼ شمېر داسې ښکاره او قطعي نصوص موجود دي چې پر دویم ژوند؛ یعنې د روح او جسم په ګډ ژوند دلالت کوي. همدا دلایل د شک کوونکي لپاره، که په ژوره توګه او د کامل بصیرت له مخې ورته وګوري، کفایت کوي او د شک او تردید هېڅ ځای پکې نه پاتې کېږي.»[۸]
همدارنګه علامه بغدادي رحمه‌الله فرمایي: «پنځمه مسئله د هغو جسمونو او روحونو د بیان په اړه ده چې بېرته راګرځول کېږي (را ژوندي کېږي). په دې مسئله کې اختلاف موجود دی: مسلمانان، یهودان او سامریان درې واړه د جسم او روح دواړو پر بېرته راګرځېدو باور لري او معتقد دي چې جسمونه به په ځانګړې توګه خپلو روحونو ته بېرته ورګرځي؛ یعنې هر روح به هغه جسم ته بېرته ورګرځي چې پخوا پکې و.
خو «حلولیه» او «ډېری نصارا» په دې باور دي چې جسمونه بېرته نه راګرځي، بلکې ثواب او عذاب یوازې له روح سره تړاو لري.»[۹]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
  1. د یس سورت، ۷۹ آیت.
  2. د السجدة سورت، ۱۰ آیت.
  3. د المؤمنون سورت، ۳۵ آیت.
  4. د سبأ سورت، ۷ آیت.
  5. یس: ۵۱، او القمر: ۷.
  6. مکي، ډاکټر مجد، «مجموعه‌ای کامل از عقاید اهل سنت»، ژباړن: فیض محمد بلوچ، ۱۳۹۴ هـ.ش، دوهم ټوک،
  7. مخونه: ۶۹۴-۶۹۵.
  8. المیداني، عبدالرحمن حسن حبنکه، «العقیدة الإسلامیة وأسسها»، څوارلسم چاپ، ۱۴۳۰ هـ.ق / ۲۰۰۹م، مخ: ۵۶۱.
  9. بغدادي، ابو منصور عبدالقاهر بن طاهر، «أصول الدین»، تحقیق او تعلیق: أحمد شمس الدین، ۱۴۲۳ هـ.ق / ۲۰۰۲م، مخ: ۲۶۰.
ژوند مرګ مرګ او ژوند معاد
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۶)

یکشنبه _17 _مې _2026AH 17-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۵)

چهارشنبه _13 _مې _2026AH 13-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD3 Views

ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱) د جسمي او…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD12 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷) دویمه برخه: د زرافې په خلقت…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳)

سه شنبه _19 _مې _2026AH 19-5-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۱۳) د بودیزم تعلیمات…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۹)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD7 Views

لیکوال: محمد فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _21 _مې _2026AH 21-5-2026AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۷)

چهارشنبه _20 _مې _2026AH 20-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.