Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)
متفرقه پنجشنبه _4 _جون _2026AH 4-6-2026AD

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)
د پلار پر وړاندې د حضرت یوسف علیه‌السلام مقام، د هغه خوب لیدل او د وروڼو حسد
حضرت یوسف علیه‌السلام د ماشومتوب په دوره کې یو نیک خویه، آرام او پاک نفسه ماشوم و.
حضرت یعقوب علیه‌السلام ته الله تعالی یوولس ځوان، ځواکمن او رسېدلي زامن ورکړي وو، چې د ده د ژوند اړتیاوې او دنیوي هیلې یې پوره کولې. دغو وروڼو به په خپلې ځوانۍ او ځواک ویاړ کاوه، لکه څنګه چې قرآن کریم د هغوی له خولې فرمایي:
﴿وَنَحْنُ عُصْبَةٌ﴾ [1]
ژباړه: «او موږ یوه پیاوړې ډله یو.»
همدارنګه په بل ځای کې د هغوی له قوله راغلي دي:
﴿أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾ [2]
ژباړه: «ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو»
د حضرت یوسف علیه‌السلام له لوري د خوب ليدل او خپل پلار ته یې بیان
حضرت یوسف علیه‌السلام په ماشومتوب کې یو عجیب خوب ولید. سهار چې راویښ شو، خپل پلار ته یې د خوب کیسه وکړه، ترڅو یې پلار تعبیر ورته ووايي. الله تعالی په دې اړه فرمایي:
﴿إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ * قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ * وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَىٰ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴾ [3]
ژباړه: «(یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو. (یعقوب) وویل: اى زما خوږه بچيه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى. او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو(خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى»
د حضرت يعقوب علیه السلام له خوا حضرت يوسف عليه السلام ته نصيحت او خبرداری
لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، حضرت يوسف عليه‌السلام د دې خوب د ليدلو پر مهال تنکی ځوان و؛ خو د هغه دا خوب د ماشومانو د عادي خوبونو په څېر نه و. له همدې امله حضرت يعقوب عليه‌السلام د خپل احساس او بصيرت له مخې درک کړه چې دا خوب د هغه د زوی لپاره د يو ښه راتلونکي نښه ده او هغه به د الله تعالی د ځانګړې پاملرنې او لورينې وړ وګرځي. نو ځکه يې هغه ته نصيحت او خبرداری ورکړ چې دا خوب خپلو وروڼو ته مه بيانوه او راز يې پټ وساته، ترڅو الٰهي تقدير خپل پړاو ته ورسېږي.
حضرت يعقوب عليه‌السلام وېره درلوده چې هسې نه وروڼه يې د دې خوب په ارزښت او مفهوم پوه شي، کوم چې د دوی کشر او ناسکه ورور لیدلی وو. شيطان به د دوی له دې کمزورۍ څخه ګټه واخلي، د يوسف عليه‌السلام پر ضد به يې راوپاروي، زړونه به يې له حسد او کينې ډک کړي او د هغه د ځورولو او خفه کولو لپاره به دسیسې جوړې کړي. همدا هغه کار و چې شيطان د آدم عليه‌السلام يو زوی د خپل ورور پر وړاندې را وپاراوه، تر دې چې هغه يې ووژلو.
حسد او کينه د بني‌آدم په فطرت کې نغښتې ده، شيطان هم د خلکو زړونه يو د بل پر وړاندې تحریکوي او ګناه او شر ورته ښایسته ښکاره کوي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ﴾ [4]
ژباړه: «بې‌شکه شيطان د انسان ښکاره دښمن دی.»
او همدارنګه فرمايي:
﴿وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ﴾ [5]
ژباړه: «دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي»
حضرت يعقوب عليه‌السلام خپل زوی ته دا خبرداری ځکه ورکړ چې د حضرت يوسف عليه‌السلام د عقل پر کمال ، پاک زړه او نېکو اخلاقو يې پوره باور درلود؛ ځکه څوک چې دا ډول ځانګړنې ولري، هغه بښنه کوونکی وي، عذر مني او د نورو له تېروتنو څخه تېرېږي.
له دې خبرداري وروسته حضرت يعقوب عليه‌السلام د يوسف عليه‌السلام د خوب تعبير هم ورته بيان کړ. هغه ته يې وويل چې په راتلونکي کې به د خلکو منل شوی مشر شي، الله تعالی به يې د پيغمبری لپاره غوره کړي، د حق درک، ژور بصيرت او د پېښو د پايلو د پېژندلو پوهه به ورکړي، ترڅو د چارو وروستۍ پايلې له پيله درک کړای شي. همدارنګه به الله تعالی هغه ته د خوبونو د تعبير علم هم وروښيي. په پای کې به الله تعالی خپل نعمتونه پر هغه او د يعقوب پر کورنۍ ولوروي، د خير، رحمت او برکتونو دروازې به یې پر مخ پرانيزي، لکه څنګه چې يې له دې وړاندې ابراهيم او اسحاق عليهماالسلام ته خپل نعمتونه عطا کړي وو.
د حضرت يوسف عليه‌السلام د وروڼو حسد او دسیسه
الله تعالی په خپلو مبارکو آيتونو کې د حضرت يوسف عليه‌السلام د وروڼو حسد، د حسد لامل او هغه ناوړه دسیسه بيانوي چې د يوسف عليه‌السلام د له منځه وړلو لپاره يې جوړه کړې وه. الله تعالی فرمايي:
“إِذْ قَالُوا لَیوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِینَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِی ضَلَالٍ مُّبِینٍ* اقْتُلُوا یوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا یخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِیكُمْ وَتَكُونُوا مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِینَ* قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا یوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِی غَیابَتِ الْجُبِّ یلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّیارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِینَ* قَالُوا یا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى یوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ* أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا یرْتَعْ وَیلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ* قَالَ إِنِّی لَیحْزُنُنِی أَن تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَن یأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ* قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ* فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَن یجْعَلُوهُ فِی غَیابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَینَا إِلَیهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا یشْعُرُونَ* وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً یبْكُونَ* قَالُوا یا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا یوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِینَ* وَجَاءُوا عَلَى قَمِیصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِیلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ” [6]
ژباړه: «كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى،  تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو د پلار توجه يواځې تاسو ته خالصه شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ،  په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي) دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث (او سبب) دى تا لره چې ته پر مونږ د یوسف باره كې اعتبار نه كوې، حال دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو، ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي، یوهغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا خبره غمجنوي چې تاسو دى بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ، هغوى وویل: قسم دى كه دى (رانه) لیوه وخوري، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو (،نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو، نو كله چې دوى هغه بوته او پر دې خبره يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده ته (یوسف ته) وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې) او دوى خپل پلار ته بېګاه ته (په تیاره كې) راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره) ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پريښى و، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو، او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه لګولې راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ.»
دوام لري…
 مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. یوسف: ۸.

[2]. یوسف: ۱۲.

[3]. یوسف: ۶-۴.

[4]. یوسف: ۵.

[5]. النمل: ۲۴.

[6]. یوسف: ۱۸-۸.

انبیا تربیت روزنه نبي
Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۳)

شنبه _23 _مې _2026AH 23-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۲)

دوشنبه _18 _مې _2026AH 18-5-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۵۱)

پنجشنبه _14 _مې _2026AH 14-5-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)

پنجشنبه _4 _جون _2026AH 4-6-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤) د…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

چهارشنبه _3 _جون _2026AH 3-6-2026AD12 Views

لیکوال: محمد فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD6 Views

لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۸) د تحریم په حکمت کې د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲)

سه شنبه _2 _جون _2026AH 2-6-2026AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه له مرګ ورسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۲۲) د جسماني او روحاني معاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ٥٤)

پنجشنبه _4 _جون _2026AH 4-6-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۲۰)

چهارشنبه _3 _جون _2026AH 3-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.